نوی کال

 
کال آخر دی، کفارو د کرسمس او بابانايک انډوخر جوړ کړی دی په ښارونو کې دومره انډوخر دی چې مه يي کوه پوښتنې ځکه دوی خريدارۍ کوي او يو ډول عيسوي اختر لمانځي.
تور اوباما وايي په افغانستان کې نور موږ جګړه نه کوو، طالبان مو دوستان دي او په ۲۰۰۱ کال کې کړې خيښې به مو نوره هم ټينګه شي او طالب جان ته به واده وکړو او نور به يي د بې پيلوټه شغ او د بم درم نه تر غوږو کيږي.
هرڅوک خپل خپل نظريات لري، ټول خوښ دي، خفه هغه دي چې وجدان لري ځکه کال تير شو خو دوی لا هم خوار دي.
د ډيرو افغانانو بیا د جنوري لومړۍ نيټه د زیږون ورځ ده ځکه افغانانو ته د زیږون نيټه هسې هم نه وي معلومه له زړې بوډۍ چې پوښتنه وکړې کله پيدا يي وايي د سقاو په کال يا د شاه په وخت کې، او که د ځان پوښتنه ترې وکړې بیا درته وايي، د تره کي په کال، د داود خان په وخت کې.
له ۲۰۱۴ کاله خو شکر دی را و وتو خو خدای خبر په ۲۰۱۵ کې به څه وي.
کال راشي، تیر شي، خو موږ يي نه په تګ خبر یو نه په راتګ.
هغه چې شيبې ورته ارزښت لري، د کال ۳۶۵ ورځو ته پلان لري، خو هغه چې موږ غوندې وي بس وايي خدای به خیر کړي، ټول کال کار وکړي، ژمی ښه ورته څملي وخوري وکي ، وخوري وکي او بیا پسرلی شي او د ژوند ستړو ته مخه کړي، دا ځکه موږ پلان نه لرو د پښو چاودې مو جوړې نه وي په کندو کې وړه خلاص وي، ليلامي بوټان مو شليدلي وي.
په نوره نړۍ کې هر کال نوم لري:( د بیارغونې کال، د سمون کال، د زیږون کال،د چاپيريال ساتنې کال) خو زموږ کلونه بیا داسې نه دی، زموږ کلونه ډيرو وژونو، نويو وحشتونو، او نويو ناهیلو ته نوي کيږي او یا ختميږي.
خدای خبر ۲۰۱۵ کال به چې اوس اوس يي نوی حمل اخيستی دی او بلارب دی د ۲۰۱۶ کال تر جنوري پورې څه وزيږوي او کنه سقط جينین به وکړي، خدای خبر وحيدالله لوګر وال به ژوندی وي کنه د متوفی وو په ليست کې به راشي، نجيب افغان به کوژده وکړي کنه په مجردي کې به چيرې په کوم خرمرګي يا ځانګړزي کې مړ شي.
زه يي نوی او زوړ کال څه کوم، زه لا هغه يم، نه مې خوی بدل شوی، نه هم مشر، مدیريت یا هم خوی او عادت.
کلونه هغو ته مبارک شه، چې د ژوند په ارزښت پوهيږي،چې د ژوند په ارزښت نه پوهيږي هغه زموږ غوندې، مرګ پالي، شرخوښي، ځان پالي،قوم پالي، ژبپالي وي.
ژوند هغه ارزښت دی چې تر کال مخکې پيدا دی، ژوند دی چې کال ټاکي، ژوند خوښو ته دې نوی کال مبارک وي، او ژوند ستړي افغانان دې خدای را ويښ کړي کنه کلونه به تير وي او دوی به لکه اصحاب کهف د زوړ پاچا روپۍ په بازارونو ګرځوي او سودا به پرې اخلي او خبر به نه وي چې دنيا څو بغرۍ ده.
نجيب الله افغان ـ د کال سر او آخر