د قانون پلي کول او مراعت کول د يو ملک سياسي ،اقتصادي ،تاريخي او نظامي چارې په مخ بيايي . او دقانون په تصويب کولو سره چې څومره د ملک خنډونه او مشکلات وي ټول له منځه ځي د کوم ملک چې قانون ضعيف او يا صحيح نه وي هغه به تر اخره پورې خراب او له پښو وليدلی ملک وي ، پدی چې په ملک کښې دننه هر فيصله او هر کار بايد د قانون له مخې وشي کله چې قانون نه وي او يا هم څوک قانون ته نظر ونه کړی او د قانون احترام ونکړی نو ملک خو څه کوې بلکی د هغه هيواد ټول خلک هم له يو مشکل سره ګرفتار کيږی او بيا نشي کولای چې د هغه خنډ او مشکل څخه ځان وباسي .
نو په هيواد کښې چې د هيواد ټولو اړخونو ته که هغه د خلکو مشکلات وی او که د حکومت خنډونه وی د ټولو کارونو نګهبانی صرف او صرف قانون کولای شی او موږ هم کولای شو چې د ملک هر فیصله او مشکل ترین کار د قانون له مخي حل او د نجات لاره يې پيدا کړو .
خو متاسفانه پدی وخت کښې هسي يو نوم د قانون پاتي دی او دقانون په عملي کولو کښې نه يوازې حکومت پاتی راغلې بلکی ټول خلک دقانون په نه عملي کولو کښې پاتی راغلې دي او نه غواړي چې خپل مشکل او خنډ په قانونی توګه حل او رفعه کړی .
نو د ننی مشکلاتو او ربړونو يواځینی لامل د قانون بی احترامی او قانون ته په سپکه سترګه کتل دی دا چې نن په پاکستان او خواو شا نورو ګاونډيو هيوادونو کښې نظام دومره خراب دی وجه د قانون نه عملی کول او قانون نه مراعت کول دي که فکر وکړو هر ملک خپل اساسی قانون لری او هر ملک کولای شی چې خپل ځان ته قانون جوړ کړی مګر خبره دا ده چې قانون تطبیق کړی او قانون ته د هغه ملک عوام په درنه سترګه وګوری که موږ د جهان په سطحه افغانستان او پاکستان ته ځیر شو نوپه اوسنی وخت کښې د دی دواړو ملکونو حالات مخ په خرابيدو روان دی او ورځ تر بلي د وحشت او بربریت هنګامی اوريدل کیږی .
دا ولې او په څه ؟
په دې خاطر چې څوک قانون نه عملی کوي که چیرته اول د دغو ملکونو امنیتي چارواکي په پوره اخلاص او د زړه له کومی خپله دنده په پوره ایمانداری سر ته ورسوي نو هیڅ مشکل به نه وی بل که چیرته د دهمدغو ملکونو عوام د خپل ملک قانون ته احترام او درناوی ولری او قانونی اوامروته یی لبیک ووایی نو نه يواځی د ملک د ترقۍ او پیشرفت سبب بلکی د عوامو د ژوند د سوکالی اوارامتيا لامل به هم وګرځي.
مګر افسوس چې قانون هر چیرته شته خو په چا یي مني ؟
زه يوه ورځ د کوره څخه د ښار په طرف روان وم کله چې ښار ته ورسيدم نو يو څو قدمه پياده د سړک په غاړه روان وم ناګهانه يو د تورو شیشو تور موټر مې تر څنګ په دومره تیزي او چټکي سره تیر شوچې ما ویل لاړم وي وړم او زړه مې بوټ وخوت خو ماته یي څه نقصان راونه رساوه مګر ښه ؤ چې مخکښې ترافیک هم ولاړ ؤ او د ترافیکو تر څنګ د پولیسو يو موټر هم ولاړ ؤ ترافیکو دغه تور موټر ته د دراولو اشاره وکړه موټر یي يو څنګ ته ودراوه او موټروان ته یي د راکوزيدو اشاره وکړه زما هم ورته زړه ډېر ډک ؤ او لږ نږدي ورغلم کله چې موټروان له موټره راښکته شونو له واره سره یي ترافیکو ته په سپکو سپورو شروع وکړه . او ورته یي وویل چې تاسي ړانده يې نمبر پلیټ نه وینی زه د فلانکی ناظم زوی یم نو ترافیک مخکښې له دې چې د هلک نوری سپکی خبرې له خولې راونه وځی په اوږه یي لاس ورته کیښود او ورته یي وويل چې خان صيب خفه نشي زمونږ هیڅ فکر نه ؤ چې تاسی ياستی .
نوهماغه ؤ چې هلک بيا موټر ته کیناست او په ډېر تیز رفتارۍ له دغه ځای څخه تیر شو نو ما په زړه کښې وويل چې که چیرته دغه ترافیک ته سبا بل کوم د تورو شیشو موټر رامخکښې شي او يا کومه غلطي وکړی نو آيا دغه ترافيک به دا جرات ولری چې دغه موټر ودروی او کنه ؟
همداسي په بار بار شويدی چې ترافيکو کوم لوکس موټر د کومې غلطی په وجه دراولی وی او هغه موټرواله د کومي رتبي او يا هم عام سړی وي نو ترافيک ته یي ډېرې سپکي سپور ويلي دي . چې آيا ته نمبر پلیټ نه وینی ؟ آيا ته ما نه پیژني ؟
نو ترافيک واله به څنګه زړه ښه کړی چې ائنده کښې به بل داسی موټر ودروی او يا هم خپله دنده په پوره ایمانداری سره سرته ورسوی . نو ځکه نن سبا چې دنړۍ دا حالات څومره مخ په خرابيدو روان دی صرف اوصرف د قانون نه مراعت کول او قانون ته په درنده سترګه نه کتلو وجه ده . که چیرته موږ قانون ته احترام ولرو نو هیڅ مشکل به نه وی او قانون ته په احترام لرلو سره به نه يواځی زمونږ ژوند ارام اوسوکاله وی بلکی زموږ د ملک د ترقۍ او پیشرفت سبب هم جوړيدلی شي څو ورځی مخکښې په پېښور کښې پرله پسی دوه بمی چاودنې وشوی او بيا وروسته حکومت اعلان وکړ چې په اسلحه او د تورو شیشو موټرو پابن
دی شروع شوه مګر بيا هم چې ګورو د تورو شیشو موټر په هر روډ زيات ليدل کیږی .
دا څه وجه ده چې مونږ قانون قانون وايو مګر د قانون په عملی کولو کښې پاتې راغلي يو نو يواځینی کار چې د ملک هر اړخیزه نګهبانی کوي او دخلکو د ارامتيا ، سوکالی او پور امن زندګی سبب کیږی .صرف اوصرف قانون ته په درنده سترګه کتل دي که چیري په يو ملک کښې قانوني چارې ښې وي او دهيواد ټول خلک قانون ته احترام ولری نو هیڅکله به دملک حالات خراب نشي او نه به دملک د زوال سبب شي خو که چیري قانون وی او هر سړی وايي چې قانون شته بلکل قانون شته او احترام ورته لرو مګر بيا يي عملی کوی نه ! نو لری نه ده چې د ټول ملک نظام به خراب او د ملک د زوال سبب به شي او قانون ته په درنده سترګ
ه نه کتل به نه يواځی دملک چارې خرابي کړي بلکی ټول عوام او رعیت به هم له ستر خنډ اومشکل سره مخ شي.