ليکنه:زاهد جلالي
په يوه ځنګله کي درې غواګانو ژوند کاوه يوه توره بله سپينه بله ژيړه وه، ددې غواګانو ترمنځ يو خاص يووالی و. کله به چې زمري يوي غواته داړچې وښودچې درچې واړو غواګانو به د زمري مقابله کوله زمري نشواي کولي چې پر دوي حمله وکړي. بالآخره زمري يو پلان جوړ کړ، تورچې او ژيړچې غواته ورغي او ورته يچې وويل چې: داسپينه غوا ستاسو په منځ کچې ډيره بده ښکاري او تاسو سره هيڅ نه جوړيږي، پريږدي زه به يي وخورم تاسې به تري خلاصې شئ او ماته به هم يوڅه وشي،غواګانو ومنله زمري سپينه نوش جان کړه اوپدې فکر کې شوه چې نورې څرنګه ختمې کړي،ژيړي ته ورغله او ورته يي وويل چې زما اوستا رنګونه هم يوشان دي ملګري يو ،پريږده چې توره هم وخورم ،زه اوته خوسره ملګري يو،ژيړې بياهم ومنله زمري توره هم وخوړه ژيړې ته يې وويل چې اوس ستا وار دی،ژيړې وويل چې زما مرګ هغه وخت راورسيد کله چې تا سپينه وخوړه.
زمونږ په سيمه کي دغواګانو کيسه ښه تطبيق شوې.کله چې امريکي په افغانستان بريد وکړ دپاکستان او ايران په همکاري يي افغانستان اشغال کړ ګرچه په ظاهر کې خو ايران مخالف و،پاکستان خو داسې ښکاريده لکه دامريکې يو متحد ايالت چې وي دامريکې دوخت ددفاع وزير وايي چې ما مشرف ته تليفون کړ چې خپل موقف ونيسي چې له مونږ سره ده او که له القاعدي سره ،مايو ساعت وخت ورکړ مشرف په نيم ساعت کي راته وويل چې له تاسو سره يم چې ماته دډير تعجب ځاي و چې يو اسلامي دولت يو داسي موقف په دومره چټکتياسره ونيسي. دامريکي دحملي پروخت پاکستان خپل داخلاص اوج وښود چې اوس يي ثمره ويني دجګړي اور اوس دپاکستان په ټولو سيمو کې حتی اسلام آباد ته رسيدلي. په پښتوکې يو متل دی وايي:(مکوه په چا چې وبه شي په تا) پاکستان پر مونږ کړي وه،پنځلس تڼه بمونه ورول يې پرمونږ روا ګرځولي و،دهر افغان په قتل کي دوي لاس لري او خداي به تري د تک تک افغان دويني انتقام اخلي. خومونږ بيا وايو چې الحمدلله چې خدي لرو چې په همدي دنيا کي يي زمونږ انتقام واخست نن دپاکستان حالت د افغانستان څخه هم بد دي.
بلخوا ايران پدي اتوکلو کي همدا ناري وهي چې طالبان دي لمنځه يوړل شي،کله چې حکومت دطالبانو سره دخبرو په اړوند څه ووايي اولني مخالف يي ايران وي دادطالبانو سره ددښمني ښکاره کول او اوسني حکومت ته ترجيح ورکول دي.ځکه پدي حکومت کي ايران ښه لاس وهنه کولي شي په ځانګړي توګه په مذهبي مسايلوکي.
دجنګ اور اوس دايران په طرف روان دي دتيري ورځي چاودني مانا داوه چې اوس امريکا غواړي چې په ايران کي هم دخپلمنځي جنګ په ځانګړي توګه دمذهبي اختلاف اور واچوي هغه اور چې لګيدلي سکروټي دي يواځي يو لوګي ته اړتيا لري اوبيا ددي اور مړه کول څه آسانه کارندي په عراق کي مو وليدل چې دغو اختلافاتو اشغالګروته څومره ګټه لرله او اسلامي نړي ته څومره زيان ورساوه دا اسلامي نړي ته دعبرت يو درس و.