
د بازارموندنې او خصوصاً د تبلیغاتو(Advertising) په برخه کې مشرانو ځینې قواعد وضع کړي دي. دا قواعد که څه هم قطعي نه دي؛ خو که د ټولنې د شته حالت په درک سره مراعت شي، لاس ته راوړنې زیاتوي.
د هر تولید او خدمت په اړه پیردونکي دوه ډوله حالت ښیي، یوه وړاندوینه وي چې پيرودونکي یې د یوه تولید په اړه لري، بیا چې کله پيرودونکي توکی واخلي، ویي کاروي؛ نو حقیقي معیار یې ورته معلوم شي.
مثلاً په بازار کې نوي ماډل تېلېفونونه راغلي دي، پيردونکي د تېلېفون په اړه مالومات راټولوي، دا مالومات کیدای مستقیماً له اعلاناتو څخه ترلاسه کړي، يا یې هم خپلوان او دوستان ورته وایي.
پیرودونکی د تولید په اړه په خپل ذهن کې یو ټاکلی معیار لري، چې دا تېلېفون به دومره چارچ کوي، سکرین به یې غټ وي، تصویر به یې ښکلی وي، کامره به یې ښه کیفیت لري او نور...
کله چې تېلېفون وکاروي، د تېلېفون اصلي خصوصیات او کیفیت پيردونکي ته معلوم شي... دې حالت ته په کتو ښه تولید هغه دی چې اصلي کیفیت یې د پیردونکي له وړاندوینې سره مساوي یا لږ تر لږه نږدې وي.
هر څومره چې د اخیستونکي د تمې او د توکي د کیفیت ترمنځ واټن سره زیاتېږي، همدومره ورسره په پیردونکي کې هم د تولید په اړه بې باوري رامنځته کیږي. که تولید په هغه اندازه چې پيردونکي یې وړاندوینه کړې وه ښه نه وي؛ نو لومړی خو به خپله پیرودونکی د تولید په اړه منفي اوازې (publicity) وکړي او بیا به هڅه وکړي چې تولید بدل کړي، که یې بدل نه کړي، دویم ځل به هېڅکله له دغه تولیده کار وانخلي.
همدې حالت ته په کتو د بازار موندنې متخصصین د اعلاناتو په برخه کې پر صداقت ډېر ټینګار کوي، ځکه د یوه شرکت ډېره برخه پیسې په اعلاناتو مصرفیږي او موخه یې ترې د تولید ښه مشهورتیا او ګټه وي، که یې همدا پیسې د تولید په اړه منفي اوازې خپروي او ګټه یې کمیږي؛ نو د بازار موندنې د لګښت تر څنګ به ټولنې کې د شرکت شته نوم هم بد شي.
زموږ په ټولنه کې د تبلیغاتو په برخه کې کارکوونکي زیاتره ددې مغالطې ښکار دي. دوی غواړي خپل تولید تر ټولو ښه معرفی کړي، خو دا فکر نه کوي چې د تولید کیفیت رښتیا هم په همدې اندازه ښه دی که نه ؟ او که په همدې اندازه ښه نه وي، په اړه به یې د خلکو غبرګون څه وي؟
کېدای شي دوی به بازارموندنه یوازې د تولید پلور ګڼي او له خپل پیرودونکي سره د تلپاتې اړیکې په اړه به فکر نه کوي، که په دې برخه کې فکر وکړي، ممکن خپل پیردونکي د یوې ورځې هوايي مارغه ونه ګڼي او د هغوی د بیا بیا راتلو لپاره هم په تمه پاتې شي.
داسې ډېرې بېلګې شته، چې ځینې شرکتونه یا ادارې په کې خپل تولید او خدمت تر ټولو ښه او لوړ ښودلای وي، مثلاً په یوې لوحې یې لیکلي وي، د انګلیسې زده کړې یوازینۍ لار ... !
د یوه پیردونکي په اړه تاسو د دې جملې په اړه څه فکر کوئ؟ آیا تاسو به دا ومنئ چې دا د ژبې د زده کړې په دې مرکز کې شته میتود د انګلیسې ژبې د زده کړې یوازینۍ لاره ده؟!
زه فکر کوم، لوستونکي به د دې لوحې په لیدو سمدستي د ښوونیزې ادارې په صداقت شک وکړي ... ښوونیزې ادارې دومره تاوان وکړ، چې خلک به پرې له ورتلو مخکې بې باوره شي او ممکن خپلو نورو ملګرو ته هم ددې ادارې د ناسمې دعوې په اړه ووايي.
بازارموندنه او اعلانات یوازې د خپل تولید یا خدمت پلور نه دی. که خپلې ټولنې ته وګورو هغه خلک چې د خپلو پيردونکو د تلپاتې والي فکر نه کوي خلک پرې ډېر باور هم نه کوي.
موږ چې بازار کې سودا اخلو یا که خپله کاروبار کوو، دا جمله په تکرار اورو چې د یوې ورځې کار به نه کوو، په بازار موندنه کې ددې جملې تر شا ډېره قوي او پر ځای نظریه پرته ده.
کاروبار د یوې ورځې خبره نه ده، په بازار کې د اوسېدو او له سیالانو سره د سیالۍ لپاره پیردونکي ساتل اړین دي، د خپل پيردونکي زړه ساتل د بازارموندنې یو ستر هدف دی.
او د زړه ساتلو لپاره یې باید د خپل تولید په اړه تبلیغات لږ تر لږه د تولید پر کیفیت ولاړ وي؛ نه زموږ په پر وړاندوینو او اوازو.
که پیردونکي تولید واخلي، ویې کاروي، وړاندوینه یې سمه وخيژي، تولید په هغه اندازه ښه وي چې ده یې فکر کړی وي، نو له یوې خوا به زموږ له شرکت او تولید یا د خدمت سره دوامدار اړیکه پالي او له بلې خوا به زموږ شرکت ته بې له کومه لګښته ګټور تبلیغات (publicity) کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.