افغانستان د وزلوبې وزه

 
تجربې او تاریخ ښودلې ده چې هر هېواد د بل هېواد د اقتصادي، نظامي او سیاسي ولکې لاندې راشي نو په اسانه سا نه شي باسلی.هندوستان ته د هر یرغلګر په راتلو سره د هغې هېواد اقتصاد تر شوکو لاندې راغلی او له پښو لوېدلی و، همدا شان یې خپل حکومتونه په لسیزو کې هم په سم ډول جوړ نه کړای شول، هېواد یې په سلګونو شاهان،سلطانان، راجاګان او مها راجاګان درلودل.
افغانستان هم په ورته حالت کې سترګې غړولې او په نیم ژواندي ډول تر ننه راورسېد، کله پرې عربان حاکم و، کله مو تمدن ته سکندر اور ورکړی، مغلو مو تر ونو هر څه راوسوځول، انګرېزانو پوره هېواد راڅخه نیم کړ، روسانو یوه نیمه پېړۍ د پرمختګه وغورځولو، امریکا او غرب مو د ډېموکراسۍ تر چتر لاندې نیمه سا را څخه اخیستې ده او ژوند مو بې له امریکایي درملو لاامکانه دی.
هېڅ داسې سخي هېوادونه نه تر سترګو کیږي چې بل هېواد ته لاړ شي ، هلته په زرګونو سرتیري له لاسه ورکړي او په ملیاردهاوو ډالر په مصرف ورسوي او بیا د هغې هېواد سیاست، اقتصاد او امن باندې تاثیر ونه لري. کله چې بهرنیان په وچ شاله زور په هېواد راننوتل نو اړ شول چې ځانته اډې او د اوسېدو ځایونه جوړ کړي، په ډېر لوی مصرف یې یو بارمصرف تعمیرونه او اډې جوړې کړې، خو کله چې بېرته له همدې اډو څخه وتل ټول یې په بمونو او بلډزرونو وران او ویجاړې کړې تر څو موږ ترې استفاده ونه کړو، چې بهترین ساری یې د بګرام اډه ده. زموږ په سیاست اغېزمن تاثیر پدې لري چې د ګټونکي غني څخه یې پنځوس سلنه برخه عبداله عبداله ته بیا هم وچ په شاله زور ورکړه او د راتلونکو پینځو کلونو لپاره یې عمده او غټ سرخوږی ورته پیدا کړ، ځکه چې په یو واحد هېواد کې یې دوه متضاد پاچاهان رامنځ ته کړل، نو همدا دلیل دی چې اوس ولسمشر غني یو معین یا وزیر بې د نوموړي له سلا څخه نه شي په دنده ګمارلی او بې له ده بیا نورې ستونځې هم رازیږیږي.دا مسله زه د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د وېش پیل بولم او تاریخ به دا هم ثابته کړي چې د وېش لپاره لومړی ګام هم همدا د دوو پاچاهانو زېږول وو.
را به شو د امن ستونځې ته، که موږ تاسو ووایو چې د ډېورن کرغېړنې کرښې ها خو د طالبانو او د دولت پر ضد نورې ډلې چې پاکستان یې تجهیزوي او پټنځایونه یې ورته ورکړي ، ایا امریکا یې نه ویني؟
ایا هغه لګښت چې د نوموړو ډلو په تجهیز او وسلو راځي د کومې مرجع څخه کیږي؟
پدې ټولو غربیان خبر دي، او ښه په دواړو سترګو یې ویني خو مخ ترې ګرځوي.
که امریکا او ملګرو یې غوښتی چې افغانستان په پښو ودروي نو دوی د افغانستان د معدنو د ایستلو لپاره لاره نه شوه هوارولی؟
دوی د یو وار مصرف پروژو پر ځای په صنعتي فابریکو پانګونه نه شوای کولی؟
ډېرې نورې پوښتنې دي چې ځواب یې زموږ چارواکو او ولس سره شته خو بیا هم څه نه شو کولی ځکه پخپله مو ځان د وزلوبې وزه جوړه کړې ده، سا راپکې نشته د نړۍ او سیمې هېوادونه مو د لاس او پښو نیسي تر څو مو د دوی د هوډ دایرې ته ورسوي.