
مقدمه
سياسي علوم يا Political Science يوه داسې کامله رشته ده چې د سياسی سيستم نظری او عملی توصيف اوتشريح کوي . سياسي علوم د ماليزيا اسلامی پوهنتون کې په څلورو برخو ويشل شوي :
1- نړيوالی اړيکې يا International Relations IR
2- سياسی نظريې Political Theory
3- اداري چارې Public Administration
4- مقايسوي سياستونه Comparative Politics
ياده دې وي چې په امريکايي اوځينو اروپايي پوهنتونونو کې دا هر يوه څانګه ځان ته فاکولتې دي او د سياسي علومو رشتې نه ځان لرې بولي او ځانونه د سياسي علومو په فاکولتې کې نه شريکوي. . د مثال په ډول :
نړيوالو اړيکو فاکولته په خپل ذات کې په څو برخو ويشل شوی :
نړيوالی اړيکې International Relations
1- دپلوماسي Diplomacy
2- سوله او د شخړو دحل لارې Peace and Conflict Resolutions
3- منطقه گرايي Regionalism
4- نړيوال انساني حقوق International Human Rights
نړيوالې اړيکې International Relations د استاد رميزگيلان تعريف
. نړيوالې اړيکې يا International Relations به مرحوم پوهاند استاد رميزگيلان چې يو وخت د صدام مشاور وو د ماستری محلينوته داسی تعريف کاوه چې نړيوالې اړيکې يوټول سيستم علم دی معنی داچې هره څانگه او برخه يې ديوبل سره ډيرې کلکې اړيکي لري او بالاخره ديوله بله نه بېليدونکی فن دی.
نور بيا
نبی حبيبی کاناډا