
( نبی حبيبی ) کانادا
سياست يا پوليتيکس ، Politics د پوليس د کلمی څخه مشتق شوی. دا هم ويلای شی Politique په شپاړسمه پيړی کی د يو اروپايي سياستمدار نوم وو د ملک د سليمې ادارې چلولو لپاره يې خپله عقيده ، باور او احساسات چې د دولت په چاروکی قربانی کړی وو کار نه وو اخيستی.
مگر اکثره علما وايي چې Politics د لاتين کلمې پولس څخه اخيستل شوې او پولس د حکومت اويا حکومتدارۍ معنی ورکوي.
نو کولای شو چې ووايو: سياست يو علم،فن،يا داسې هنر دی چې ددی په اساس جامعه کولای شی يو مؤثر ه اداره جوړه کړي اود دولت داخلی او خارجی چارې ددې هنر په اساس په دنيا کې مخ په وړاندې وړلوته کولای شو سياست ووايو.
د سياست فن په خپل ذات کی د قوت يا power سره ډيرکلک ارتباط لري او د بعضی تکتيکونو داستخدام په اساس د يو منظمی او ارامې فضا دبيا راوستلو لپاره پاليسي جوړونکی علم دی.
ناپليون وايي : سياستمدار يا سياستپوه هغه سړی ته ويلايشی چې د سبا،يومياشت پس او يوکال بعد پيش بينی وکړی او بيا وکولای شی داسی دلائل راوړي چې وکولای شی تشريح يې کړي او بياد هغو حوادثو د نه مينځ ته راتلو تضمين ورکړی.
مکاويلی چې په اسلامي نړۍ کې ورته مونږ يو انساني شيطان وايو داسې وايي: حق هميشه د زورو سره دی مقتدر بايد خپل د قدرت څخه په بشپړه توگه استفاده وکړي او د خپل ځان په گټه د بيوزلو او فقیرو لپاره يولړ قوانین وضعه کړی. دا دناتوان او ضعيف سړی دنده ده چې د قوی سړی خدمت او سر ټیټونه و کړی. قوی سړی بايد هميشه خدمتگاران پيداکړی. دده مشهور کتاب شهزاده کی وايي چې خپل هدف ته د رسيدولو لپاره د هرقسمه (مشروع-او نامشروع) اعمالوته غاړه ایښودل اقتدار ته د رسيدلولپاره يو ډیر اهم شرط بولی.
نور بيا
مآخذونه
Introduction to Political Science By Siraj and Moten, IIUM The Prince
Wekipedia.com
www.Taand.com