
دا موجود د يوۀ ښايسته قنديل په څېرښکاري،خوبايد دکلک پوټکو ژويو د کورنۍ له ټولو غړو سره دمخامختيا پرمهال ډېر پام او احتياط وکړو.
دا په اصطلاح (سپنجي منګول) مخکې تردې چې د خپل ښکار پام ځان ته ورجلب کړي، هغه ښکېلوي او ان ترستوني يې تېروي او خوري يې. دا خورا ډېر عجيب موجود تر(٢٠٠٠)زېږديزکاله پورې دانسان له ليدڅخه پټ اوسېدو،خو د مونټري بې اکواريوم (Bay Aqarium Monterey) څېړنيزې مؤسسې يوې ډلې، د سمندري پلټنو او څېړنو پرمهال نوموړى ژوى تر اوبو لاندې د(٣،٥) درې نيم کيلومترو په ژورتيا کې د امريکې د کالېفورنياايالت په ساحلونو کې وموند او د هغه نوم يې د سمندري ژويو د چنګاښانو په کاغل (لېست) کې ور زيات کړ.
فضل وزيرهيله من