
د المان له معتبرې ورځپاڼې فرانکفورتر الګمينه څيټونګ څخه
ليکونکی . متياس ريوب
ژباړن : سراج ا لحق ببرک زی ځدراڼ
د يو رسمي سفر پای
څنګه په افغانستان کې امريکايي ستر قوماندان تللوته مجبور شو
واشنګټن
امريکايي ډليزو رسنيو کې د دې په اړه په عامه توګه د سرغوڅولو خبره کيده . معمولا په سر غوڅولو کې طالبان وتلی نوم لري .خو دا ځل د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس دغه ناوړه عمل تر سره کړو . خبره په افغانستان کې دامريکا اوناټو ځواکونو دعمومي قوماندان ډګرجنرال ډيويډ مکيرنن د برطرفه کولو ده . په دې اړه د امريکې پوځي تاريخ پوهانو او د پنتاګون کارپوهانو داسې پلټنه کړې . په واشنګټن د ۱۹۵۱ کال څخه راهيسې هېڅ يو جنرال په جګړه کې د ملکي مشرتابه له خوا په دې ډول منفک شوی نه دی . د جنرال دوګلاس مک ارتور ايستکولو لامل د هغه نيوکه پر امريکايي ستراتيژۍ د کوريا جګړې په اړه وه چې تر نن ورځ پورې يې تاريخ پوهان څيړي .
د افغانستان قوماندان د بدلولو په اړه دفاع وزير ګېټس او د هغه مشاورينو به ډيره موده فکر کړي وي . د کابل او واشنګټن تر منځه کړکيچ د وروستيو امريکايې هوايي بريدونو پر سر چې د ډيرو ملکې خلکو وژنه او تلفاتوسره مل و او درسنيوله خوا په ډاګه شوي، کيدای شي چې د دغې مسئوول سړی بدلول يې نوره هم ګړندي کړي وي . له دې سره ديو مخور او منلي جنرال ۳۷ کلنه بريالۍ دنډه چې د سرتيرو له خوا ورته ډير درنښت کيده پای ته ورسيده .
د ډګرجنرال مکيرنن په ځای ډګر جنرال سټانلی مکرېسټل چې يولس مياشتې مخکې په کابل کې هغه مهال ۴۵۰۰۰ امريکايې سرتيرو او ۳۲۰۰۰ ميړه د ايتلافي هيوادو نړيوالو سرتيرو قومانده په غاړه لرله ، ټاکل شوي دی .
دی اوس مهال دپنټاګون په متحده لوی درستيز يت کې د امير البحر کيک مولن سره په چار بوخت دی . د دې مقرري به په ډاډه تو ګه د امريکا دمشرانو جرګه له خوا ومنل شي . جنرال مکرېستل پنځه کاله په عراق کې دکومانډو عملېاتو قوماندان و.
ډګر جنرال سټانلی مکرېسټل يو له هغو منځنيو نابغه افسرانو او مشرانو څيرو څخه ګڼل کيږي چې د عراق په جګړه کې دی ديو ې خاصي قطعې قوماندان و. دوی پر ځول شوی دکتاتور صدام حسين يې په خپله پلارنی سيمه تيکریټ کې د ځمکې له سوري څخه راويستلو او په عراق کې د القاعدې ترهګرې ډلې مشران ونيول .لکه ابو مصعب الزرقاوي يې په نښه کړو او هوايي ځواک يې را وغوښتلود هوايي بريد په لړ کې الزرقاوي ووژلوشو .
يو تور تپې د جنرال مکرېسټل په دنده کې د وتلي فوټبال لوبغاړې پيټ تيلمن وژل دي . هغه مسلکي فوټبال پرېښود او غوښتل يې چې ديوې خاصې پوځې قطعې .. ارمې رانجر .. سره د افغانستان په جګړه کې برخه واخلي . دی هلته په ۲۰۰۴ کال کې د عملياتو په ترڅ د خپلو ملګرو له خوا سهوآ ووژل شو .
جنرال مکرېسټل په لومړی سر کې غلط مالومات د پیټ تيلمن وژلو په اړه خپاره کړل . غوښتل يې هغه ته بايد د ميړانې مډال ورکړل شي . داسې وښي چې د طالبانو په ګوليو لګيدلې دی .
په افغانستان کې د جنرال مکرېسټل دغې دنده ته مقرري داسی معنا ورکوي چې د کال تر پايه د امريکايي پوځونو شميره له ۲۳۰۰۰ تر ۶۸۰۰۰ ميړه سرتيرو ته جګيږ ي . دی به د خاصو ګدو عملياتو له لاري جګړه د طالبانوپر وړاندې پرمخ بيايي .
پخواني جنرال مکيرنن د دويزه ،ډګريزه جګړې ډوکټرين له لاري غوښتل چې د سرتيرو شميره ديرش زرو ته جګه کړي . دغه وړانديز په سپينه ماڼۍ او پنټاګون کې رد شو.
يو بل نوښت د افغانستان او پاکستان لپاره د نوی ستراتيژي په ترڅ کې يوه نوي دنده د ټولو ايتلاف ځواکونو مرستيال قوماندان په افغانستان کې ده . مرستيال قوماندان به په هندوکش کې د ټولو امريکايي سرتيرو بولندوي وي .
دغی نوی دندې ته ګېټس ډګرجنرال ډيويډ رادريګويز ټاکلی دی . دی هم د افغانستان په ختيځ کې پخوانيو عملياتو کې دهوايي او ځمکني دوه اتيايمې فرقې سره د وسلوال مقاومت پر وړاندي بريالی جنګيدلی دی . د رادريګويز نومول هم د مشرانوجرګی تائيد سره تړاو لري .
ګېټس ډيره خوښنه څرګنده کړه دخپلو راتلونکو افغانستان بولندويانود فو ق العاده تجروبو څخه ، په يوه ډيره کړکېچنه،پراخه ، لړزنده جګړه کې د وسلوال مقاومت پروړاندي . دا کسان به ايتلاف ته د نويو شونتياوي مخه خلاصه کړی .
له سپينه ماڼې څخه ويل کيږي چې د افغانستان لپاره نوی ستراتيرژي په پلي کولو کې د نورو سرتيرو ډيريدل دخاصوروزل شويو قطعاتو څخه دي . له يوې خوا د ملکي وګړو د تلفاتو دمخنيوي، ښه ساتنه، ژغورل دي او له بلې خوا دوی د طالبانو په وړاندي اغيزمنه جګړه وکړي ، د هغو بريدونه کچه بايد راتيټه شي چې په کې ملکي ولسي وګړو ته زيان رسيږي . له همدي امله د پوځ په مشرتابه کې بدلون اړين ګڼل شوي دی .
مايکل اوهالون پوځې کارپوه په يو کيڼ اړخه ليبرال دپوځی پلټنو انستيتوت کې په نامه د ،، برکينګس انستيتوت ،، ليکی . مکرېسټل او رادريګويز دوه سوپرستار د انتظارپه حالت کې ناست و . دوی په پنټاګون کې د مهمو دندو انتظار کاوه . تر څو چې په افغانستان کې د بيا ځواکمن شويو طالبانو پر وړاندي د جګړې ډګر ته ولږده ول شي .
پای