پر ستونزو تر فکر يي حل مهم دی

 
ټول انسانان په خپل ژوند کې له غټو او وړو ستونزو سره مخ کيږي،انسان په یوه ريښتونۍ نړۍ کې ژوند کوي چې ستونزې ورسره مل دي او دا ستونزې زموږ پر ژوند اغيز کوي يانې ژوند د هسکو ټيټو، بريا او ناکامۍ يوه ټولګه ده چې بايد ويي لولو.
ستونزې د ژوند هغه ريښتونې برخه ده چې ترې تيښته او انکار ناشونی دی، دا مهمه نه ده چې موږ دې ستونزې ونه لرو، ستونزه موږ ته کله هم بلنليک نه را ليږي بلکه ستونزې په طبيعي ډول پيدا کيږي او زموږ د ژوند برخه ګرځي، که موږ وغواړو یا ونه غواړو له ستونزو سره مخ کيږو، ځکه که الله تعالی غوښتی چې ستونزې دې نه وي دا کار يي په خپل قدرت سره کولای شوای  خو دا چې نه غواړي نو حکمت پکې دی، نو نه ښايي چې په دې فکر وکړو چې ستونزې ولې پيدا کيږي، تر ټولو مهمه خبره داده چې څه ډول کولای شو له ستونزو سره مبارزه وکړو او حل يي کړو.
ډير خلک به مو په ټولنیزو پاڼو کې ليدلي وي چې د هیواد، سيمې او نړۍ د ستونزو په اړه ډير ښه نظريات لري، جګړه نه غواړي، بې سوادي او فقر نه غواړي، ټولو ته د ښه ژوند هیله کوي ولې همدا خلک بیا په خپله ټولنه کې ډير کم کوښښ کوي څو د خپلې کورنۍ، چم او ګاونډ د خلکو ډيرې وړې ستونزې هم حل کړي.
له ستونزو پرته ژوند هم ناورین له ځان سره لري، ځکه انسان له ستونزو پرته هغو اوبو ته ورته دی چې په يو سربندي شي کې دې اچولي وي او تر څه وخت وروسته پرته له دې چې تنده پرې ماته کړې خرابې شي او هاخوا يي ګذار کړې. ستونزې پر انسان د الله تعالی قهر نه بلکه د سمون په موخه بنده ته د خپل رب هغه فرصت دی چې ورکړی يي دی خو ډير کم انسانان له دې موکې ګټه پورته کوي.
که چيرې انسان ته را پيدا شوې ستونزه يوه موکه وبولو او ورته رسيده ګي وکړو کولای شو د ژوند په ډيرو نورو چارو کې بريالي و اوسو، بريا دا نه ده چې موږ د ستونزې په پيدا کيدو فکر وکړو بريا په دې کې ده چې ستونزې ته حل لاره ولټوو او د ژوند روانې چارې مو ټکنۍ نه شي.
که چيرې د بشريت ژوند له بابا ادمه تر دې دمه وګورو نن سبا موږ ته ډير منلي انسانان يو وخت له ډيرو ستونزو سره مخ شوي دي، خو دوی تر هر وارې لويدو وروسته بیا بیا را پورته شوي دي او مخکې تلي دي(( په هر شر او هره ستونزه کې د خپل خير لټول د انساني ژوند مهم فکتور دی.))
د ټولنیزو علومو پر بنسټ هغه چې د نورو د ستونزو په حل کې هڅه نه کوي او يوازې نظرياتي خبرې کوي بې انګيزې او عقدوي بللی شو، ځکه دوی تر ډيره په خپله وړتيا شک کوي او د شک په ترڅ کې کوښښ کوي يوازې په تشه خبره يي يو ډول رفع مسولیت کړی وي او بس او يا يي انحصاري فکر او عقده نه پريږدي چې د ځان په څير ډير لوستي، په خبره پوه، د ښه ژوند لرونکي انسانان په خپل چاپيريال کې له ځان سره ولري.
هغه ورځې زه يو ولایت ته تلی ووم په يو کور کې چې د میلمنو ګڼه ګوڼه پکې ډيره وه له ډيرو داسې ځوانانو سره مخ شوم، چې دوی د ژوند په دې حساس پړاو يانې ځواني کې په دوه لارې کې پاتې و، يو تن يي له دولسم ټولګي فارغ و او بل هم په لسم ټولګي کې و، هغه چې له دولسم ټولګي څخه فارغ و د کانکور آزموینه يي ورکړې وه او د برياليتوب نمرې يي نه وې تر لاسه کړې او په کور ناست و دې بل چې تر لسم ټولګي پورې يي زده کړې وې شونې ده د کانکور آزموينو يو ډول ناهیلی کړی و او ويل يي چې زه بايد ملي اردو ته ولاړ شم.
لومړی کس تر دې دوهم ځکه ډير مستحق و چې دی د ژوند په يو حساس پړاو کې و او يو وارې يي ماتې خوړلې وه خو دی تر ماتې وروسته د ستونزې د حل په فکر کې نه بلکه د يوې مصنوعي تيښتې په لټه کې وه .
دې کس ته شونې ده که وړ لاره ورته ونه ښودل شي د کومې خرابکارې ډلې ښکار شي يا له داسې خلکو سره مخ شي چې ژوند يي له ستونزو سره مخ شي، دې سړي غوښتل چې حربي ښونځي ته ولاړ شي، خو ما ورته وويل چې ته له دولسم ټولګي فارغ يي نو حربي ښونځي ته د تګ پر ځای که شونې وي د کانکور آزموینه ورکړه حربي پوهنتون ته ولاړ شه  څو لوړې زده کړې وکړې يا کوم بل پوهنځی و وايه څو له دې لارې ځان، کورنۍ او خپل وطن ته خدمت وکړې.
دا سړی مې ډير وروسته کله چې ووت وپيژاند چې په فیسبوک کې د يوستر تبصره کونکي او په ځان مغرور سړي د کورنۍ غړی دی، افسوس مې وکړ ، ځکه دا فيسبوکي مبصر چې ويل کیږي په امريکې که په لندن کې يي د ماسترئ تر کچې زده کړې کړي دي ټوله ورځ په فسبوک کې لګيا وي او په هغه دغه د نيوکو په ترڅ کې کوښښ کوي ځان ډير مهم سړی و ښيي، تر دې وخته ماته هم مهم ښکاريده خو کله چې ما د ده د کورنۍ غړی په داسې دوه لارې کې ولید پوه شوم چې دا فيسبوکي مبصر تر ټولو کمزوری او خودخواه سړی دی ځکه دی کوښښ کوي په کورنۍ کې يوازنی کس پاتې شی او په ټولنيز او هیوادنۍ کچه هم د همدې ذهنيت لرونکی دی.
د ستونزو په حل کې د ستونزو مديريت ډير مهم دی، کله هم مه ناهيلي کيږي په خدای توکل او له هغو سره چې په خپل ژوند کې بريالي دي مشوره کول کولای شي موږ له ستونزو خلاص کړي، پر خدای توکل کولای شي د ژوند د ډيرو ستونزو د حل په برخه کې تر ټولو موثر ګام وي، ځکه پر الله تعالی باور موږ ته پوره ډاډ راکوي الله تعالی فرمايي((وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَی اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ)) يانې هرڅوک چې په خدای توکل وکړي خدای تعالی يي مرسته کوي. او په يو بل روايت کې راغلي دي:هغه چې په الله تعالی توکل وکړي خدای تعالی به د ده د ژوند اړتياوې له هغه ځای څخه پوره کړي چې دی يي اټکل هم نه کوي.
همدارنګه يو مسلمان بايد په دې کلک باور ولري چې د هرې ستونزې تر شاه د بريا يوه ستره فلسفه پرته ده او هره ستونزه حل لاره لرې ځکه الله تعالی فرمايي:(( فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً، إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً)) له هرې سختۍ سره آساني شته، او حتما د هرې سختۍ تر شاه آسانتيا شته ده.
په ټول کې موږ چې مسلمانان يو او په الله تعالی باور لرو بايد په دې کلک باور ولرو چې د هرې ستونزې لپاره حل لاره شته، له دې ليکنې مې موخه دا نه ده چې يوازې په يوه لیکنه ستاسو ټولې ستونزې حل شي بلکه په دې ليکنه کې دوه موخې لرم، يو دا چې هغو ته چې ستونزې لري دا پيغام ورسوم چې ((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً، إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً)) او بله موخه مې هغو ته چې په هسې خبرو، او هوايي تبصرو بسنه کوي دا پيغام ورسوم چې له ځانه پيل کول په کار دي او له ځانه پيل يوازې په دې مانا نه چې ما زده کړې کړي دي، دنده لرم، نو زما د تره زوی، کليوال او قومي په اړه يي زما څه. دا ډول فکر او داسې اند زموږ پر ښه شخصيت نه بلکه په کمزوري شخصيت دلالت کوي.
خو يوه خبره مو هيره نه شي چې له ستونزو سره مخ کيدل د انسان شخصيت جوړوي.که له ستونزو سره مخ نه شو ښه ژوند نه شو لرلی.او که له ستونزو سره مخ نه شو ناشونې ده چې له موږ دې يو پياوړی انسان جوړ شي.