جاپان د سرکوزي د والګي له وېرې 4043 ښوونځي تړلي

د جاپان حکومت د کوبي په ښار کې د سرکوزي دوالګي د خپرېدو له وېرې 4043 ښوونځي تړلي دي.تر اوسه پورې په جاپان کې د سرکوزي پر والګي 163 تنه اخته کسان تثبيت شوي دي او په دې توګه جاپان د نړۍ په هغو څلورو هېوادو کې ورګډ شوی ، چې د سرکوزي دغه وبا په کې ډېره  خپره شوې ده. جاپان ته دغه ناروغي د څلورو مسافرينو له خوا راوړل شوې او بيا دښوونځيو تر منځ د واليبال د يوه ټورنمنټ له امله ښه خپره شوې ده.تر اوسه يې په جاپان کې څوک وژلي نه دي ، خو په نوره نړۍ او په ځانګړې توګه مکسيکو کې يې زيات کسان له امله مړه شوي دي.