آیاپه افغانستان کی دتیرو کلونو دجنګ او جګړې، چوراوچپاول او ورانکاريو دعاملینو له ډلې څخه یوازی حکمتیار په ګوته شوی؟ اودولت يې خپل اصلي مخالف او نړيواله ټولنه يې دبشر دحقوقو له سر غړوونکو څخه شمېري.
یوازی ګلبدین حکمتیارنه بلکه دنور احزابوغړی چه په تیروجنایتونوکی ددغه ځورېدلي او کړېدلي ولس په وینورنګ لاسونه ګرځي ، همغه کسان اوس په دولت کې پر لويو څوکيو ګونډې وهلې او څرنګه يې چې د ډول غږ اوري همغسې ورته نڅا کوي، دغه نڅاګر څوک وزيران، معينان، رييسان او څوک هم په بهرنيو تنخوا تش په نامه او ددې لپاره چې ياغي اوباغي ترې جوړ نه شي د فلاني او فلانۍ سلاکار او په هغه نامه چې دوی پرې وياړي، مشاورين دي.
خو تر اوسه پورې ددغه صاحبانو د جنايتونو پټ نه دولت اونه هم نړيوالې ټولنې پورته کړ او نه هم ددوی په اړه د بشري حقوقو سازمان کوم اقدام وکړ، نه هم د پخوانيو بوشانو او نه هم د اوسني اوباما تش په نوم نړيوالې ټولنې کوم اوازپورته نه که.
وايي له غله سره مل هم دهغه سلاکار اوپه يو څه ونډه کې ور شريک دی، دملي جنایتکارو په ډله کې يو هم د اوسني او په احتمالي توګه د راتلوونکي ولسمشر کرزي صیب مرستیالان ښاغلی مارشال خان اوښاغلی خلیلی دی.
لیکوال: محمداجمل (لوګروال)