په افغانستان کښې اوس مهال د ټولټاکنو وخت دی، چې څه کم پنځوسو کسانو د بیلا بیلو ولایتونو نه ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته انتخاب کړي  او هر یو خپله سینه په زوره زوره وهي چې زه افغان دوست ، وطن پال او د افغانانو خواخوږی یم د دغو کاندیدانو څخه یو هم اوسنی اولسمشر حامد کرزی دي چې دا ځل یي بیا ځان د ولسمشری څوکۍ ته کانديد کړی او غواړي چې یو ځل بیا د افغانستان ولسمشر شي. د کرزي صیب دغه مقام ته رسیدلو یوازینی لامل پښتون ؤ او د پښتون په رایه په افغانستان کښې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کامیاب شو. د طالبانو د حکومت له نسکوریدلو وروسته افغانان ډیر هیله من  ول ،  چې پخپله رایه �و داسي  څوک وټاکي  چې افغان دوست  ، وطن پال او خدمتي سړی وي  تر څو خپل وطن ته او د وطن خلکو ته خدمت وکړي نو یوازینی سړی کرزی ؤ چې د افغانانو په نظر کښې خواخوږې او وطن پال معلومیدو  او په افغانستان کښې ټولو پښتنو کرزی صیب ته رایه وکړه چې تر څو د هغو کونډو رنډو یتمیانو ، مظلومو افغانانو د درد درمان شي .
خو افسوس  ! افسوس !
د کرزی صیب په دوره کښې دومره افغانان خصوصاً پښتانه ووژل شول چې د حد نه زیات ! مګر هیچا یې  پوښتنه هم ونه کړه کرزی صیب د افغانستان په تاریخ کښې یوازینی پاچا دی چې په خپله دوره کښې یې د پښتنو ولایتونه هر یو لوګر، کابل ، هلمند، فراه ، هرات ، نیمروز ، بادغیس ، میدان وردک ، غزنی، کندهار ، خوست ، لغمان ، ننګرهار ، کونړ ، پکتیا ، زابل او همداسي  نور  هغه ولایتونه چې پښتانه  پکښې زیات اوسیږي  شپه او ورځ د بهرنیو ځواکونو لخوا په ړندو بي رحمانه او وحشیانه بمباریو وژل کیږی نو افسوس افسوس کرزی صیب  ! ته به د هغو بچیانو نه څنګه رایه اخلې  او هغه د وطن بچیان او شازلمي به څنګه کرزي صیب ته رایه ورکړي،  چې د فراه په ولایت یې  د وحشیانو په بمباریو کښې د خپل پلار ، مور ، خور ، ورور او یا هم د خپلو خپلوانو غوښې په خپلو لاسونو ټولې  کړي  او په تابوتونوکښې یي اچولي . او یا هم هغه خلک چې د کونړ په ولایت کښې او د کندهار په ولایت کښې د واده په مراسمو د بهرنیو ځواکونو لخوا په وحشیانه بمباریو کښې د زومانو او ناویګانو په شمول شل پنځویشت کسان په ابدی خوب ویده کیږی هغه خلک به تاته څنګه رایه درکړي او ته به څنګه هیله او امید د دغو پښتنو افغانانو د وارثانو څخه وکړې، چې دوی به تا ته رایه درکړي  د پښتنو واړه او په زانګو کښې پراته ماشومان هم ستا هغه خواږه او د څنګ انډیوالان او ملګري دهشت ګرد بولي  او په بې رحمي  يې د پښتنو د زانګو ماشومان هم شهیدان کړي  چې بیلګه یی دهلمند په ولایت کښې او یو څو ورځې  مخکښې د خوست په ولایت کښې شویده .کرزی صیب ته په کومو ښو دا ځل له ما څخه او زما د پښتنو خویندو او وروڼو څخه رایه غواړي  تا کوم ښه دپښتون قوم سره وکړل او ته خبر  یې  چې ستا د واکمنۍ  په دوره کښې پښتو او پښتنو ته څومره نقصان ورسیده. تا خپلي ژبی او خپل پښتون قوم ته څه خدمت وکړ؟ ستا په دوره کښې د پښتو ژبه دومره ذلیله او خواره شوه چې په دننه د افغانستان کښې به هم په کوم دفتر او وزارت کښې  چې د چا کار پیښ شو نو چې پښتو به یې  ویله اول خو به یې  هیڅ د ننه  نه پریښوده او که پریښوده به یی هم نو د دفتر یا د وزارت د چارواکو لخوا به ورته وویل شو، چې پښتو مه وایه  څوک نه پوهیږي، فارسی وایه ! او بله یوه غټه سهوه چې درڅخه یې  سر وخوړو  دا ده چې تا د هغه خون خور او وحشي  صفته انسان چې تل یې دمظلومو افغانانو ویني څښلې  او تل یې د وطن سره جفا کړې د لومړي مرستیال په توګه معرفی کړ اوهغه مستبد او معتصب انسان چې په مظلومو افغانانو باندې يې داسې  ظلمونه کړي چې هیڅکله به یې تاریخ هیر نکړي  او افغانان به يې  معاف نکړي  د دویم مرستیال په توګه بیا  معرفی کړنو افسوس کرزی صیب صد افسوس ! چې مخکې له مخکې دي ټولې  څوکۍ تاجکو ، ازبکو او هزاروو په نامه د دوی ډېرو ظالمو جنګسالارانو ته ډالۍ کړې  او ته به بياهم له پښتون قوم څخه هیله او امید لرې چې دوی تا ته رایه درکړي، نو ستا له دې  کارونو څخه دا جوته کیږي  چې دا ټولټاکنې نه بلکې  له دې بعد به د پښتون د ختمېدو وخت راځي   ځکه چې ستا په راتلونکی کښې لومړی مرستیال یو جنګی انسان او د پښتون د وینو تږی وحشي  صفته انسان دی او دپښتون د قوم د  ختمولو لپاره یې قسماقسم دسیسې جوړې کړي! نو آیا تا ته دغه چنګیز صفته انسانان په خپله دوره کښې معلوم نشول، چې اوس دی  بیا د مرستیالانو او بعضی د وخته بیا د وزیرانو په توګه معرفي کړل . نو دا تا د پښتون قوم سره یو لوی  خیانت وکړ  . او بله خبره دا ده چې کاش چې دا ټولټاکنې شفافی او د افغانانو په رایه وای نوتا به کتلي ؤ چې څومره پښتانه تا ته رايه درکوي ، او هیڅکله به هم بیا پاچا شوی نه وای خو دا معلومه خبره ده چې دا ټولټاکنې شفافې ندي ځکه چې ستا همرتبه ملګرو هريو  زلمی خلیل زاد ، د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق احدی او د کورنيو چارو پخواني وزير على احمد جلالى  ویلي  ؤ چې ټولټاکنی شفافی نه دي نو د کاندېدۍ څخه تیر شول. او بل ته ولسمشر یي او تا هیڅوک نشی اخوا کولای او زمونږه ننی دولت چې د امريکايانو په لاس جوړ شوی، دغه خلک هم  تا ډیر خوښوي ځکه چې د هغوی هره کړنه افغانانو ته ډیره ښه تمثیلوې خو خبره دلته ده چې که دا ځل بیا هم پاچا شي او  د قتل وقتال دا لړۍ همداسی روانه وي نو لري  نه ده  چې یو ځل بیا به افغانستان د کورنیو جګړو ډګر شی .
 د کرزی صیب او د بهرنیو ځواکونو نه زه دا پوښتنه کوم چې آیا د ترهګرۍ جګړه یوازي او یوازي  د پښتون ترکوره محدوه ده که څنګه ؟
آیاد پښتنو هغه د زانګو ماشومان هم دهشتګر دي چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د شپي  لخوا په ډیره بې رحمي او ظلم سره شهیدان شویدي .  نن سبا په ټوله نړۍ کښې د اسلام دښمنانو او دافغانانو دښمنانو صرف او صرف په پښتون پسې را اخیستي او غواړي چې په څه طریقه یې بنیاد وباسي که نظر وکړو د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې هم پښتانه په ارام نه پریږدي هره ورځ په لس هاؤ بې ګناه او بې دفاع پښتانه د خاورو لاندي کیږي په وزیرستان کښې په پښتنو سور اور بل دی او یوه ورځ بعد د بې پیلوټه الوتکو لخوا بمباریږي همداسې که دپاکستان د سوات سیمی ته نظر وکړ نو هم همداسی حال دی چې له سوات څخه تر اوسه پورې د پنځه لکو نه زیات پښتانه را کډه شوي اوپه  جلوزیو ، صوابۍ  او مردان کښې ورته حکومت کیمپونه جوړ کړي.
نو نن سبا د اسلام دښمنان دا کوشش کوي چې په څه طریقه پښتانه  د لاس لاندي راولي او د تل لپاره یې ذلیل او غلامان وګرځوي . اوس د پښتنو دښمنان کله په یو نوم او کله په بل نوم پښتانه  وژني ، بیلوي یې او په بیلابیلو جرمونو باندې  یې ټول جهان ته معرفی کوي  .
نو زما د ټولو پښتنو قومی او سیاسی مشرانو څخه دا هیله او امید دی، چې دا وخت صرف او صرف د یووالي او وحدت دی . او په خپل قوم  د رحم دی ځکه چې پښتانه ډیر په بد حال  دي که هغه په پاکستان کښې دي او که په افغانستان کښې ، بل  د خپلو بی ګناه وروڼو وژنې وغندیء او د هغو تورسرو او سپین سرو ښځو ژوند وژغوریء کومې  چې د سوات ، بونیر ، دیر څخه راکډه شوي.ځکه لروبر پښتانه  د یو وجود حیثیت لری دا هم زمونږ وروڼه او خویندی دي  او د دوی غم او ښادۍ زمونږ سره شریکه ده .
تل دی وي افغانستان او تل دی وي پښتون قوم !