د پکتيا والي جمعه خان همدرد ته پرانيستی ليک

18.05.2009
۷۸۶
 
د پکتيا ډېر قدرمن والي ښاغلی جمعه خان همدرد، ستاسو درانه حضور ته خپل سلامونه او نېکې هيلې وړاندې  کوم..
قدرمن والي صيب ! زه ستاسو شخصيت ته د زړه له کومې درناوی لرم او د افغانستان په شمال کې ستاسو کارنامو ته د قدر په سترګه ګورم او له همدې امله کله چې تاسو پکتيا ته د نوي والي په توګه تشريف راوړ، د پکتيا والو په زړونوکې ډېرې هيلې راوټوکېدې. خو له بده مرغه په پکتيا کې هغسې چې موږ يې تمه درلوده د پام وړ کار و نه شو. زه غواړم په ډېر درناوي سره ستاسو پام يو څو ټکو ته راواړوم:.
ـ زه پوهېږم ، چې ستاسو وياند ښاغلی روح الله سمون په ډېر اخلاص هڅه کوي ،چې ستاسو  د لاسته راوړنو خبرونه هېوادوالو ته ورسوي ، خو زما په اند دغو هڅو يوازې تبليغاتي بڼه غوره کړې. زه فکر کوم ، چې يوازې د غونډو جوړول او يا له يوې نيمې ولسوالۍ څخه  ستاسود کتنې د عکسونو خپرول او يا په بهر کې له افغانانو او بهرنيانو سره ستاسو د ليدو کاتو راپورونه د هغو اساسي کارونو ځای نه شي نيولی ، چې بايد د پکتيا په ولايت کې ترسره شوي وای..
ـ يقيناً تاسو به دې ټکي ته ډېر ښه متوجه ياست، چې پکتيا د افغانستان په ختيځ کې  هغه ولايت دی چې له ښه ثبات او کرارۍ څخه برخمن دی او د لته د بيارغاونې او پرمختيايي چارو ډېر ښه امکانات شته. زما په نظر موږ نه شو کولای ټوله پړه د حکومت پر وزيرانو او نوروچارواکو ورواچوو ، بلکې کېدای شي د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي په څېر پر چارواکو فشار راوړل شي څو د کابل په ګاونډ کې دغه مهم ولايت ته لازمه پاملرنه وشي ، خپل حق ورکړل شي  او په دې توګه پکتيا د هغو ولايتونو لپاره چې هلته ډېره ناکراري ده د بيا رغاونې يوه ښه بېلګه وګرځي..
ـ د نسبي ثبات تر څنګ پکتيا يوه بله ښېګڼه هم لري او هغه د کوکنارو نشتوالی دی، موږ ګورو چې نړيوالې ټولنې او حکومت يو شمېر هغو سيمو  ته د دې لپاره چې له کوکناروسره مبارزه کوي  ډېر ښه امتيازات ورکړي.له کوکنارو سره د مبارزې د هڅولو په موخه حکومت يو شمېر ولسوالۍ وزمه ولايتونو( لکه پنجشېر) ته هم يو ميليون ډالره مرسته ورکړې ، حال دا چې دا مرسته بيا د پکتيا په برخه کې نيمايي ( 500 زرو) ته راکمه شوې ده. که چېرې له حکومت څخه په دې برخه کې د پکتيا لپاره عادلانه برخه ونه غوښتل شي او د خلکوستونزو ته سمه پاملرنه ونه شي،  ښايي يو زيات شمېر بې وزله خلک دلته هم کوکنارو ته مخه کړي..
ـ په پکتيا ولايت کې د وران او ويجاړوسړکونو له امله د خلکو تګ راتګ ډېر ستونزمن دی ، که څه هم د افغانستان حکومت د سړکونو د جوړولو په اړه د ډېرو لاسته راوړنو ادعا کوي ، خو په پکتيا کې دغه لاسته راوړنې په نظر نه راځي. حتی دپکتيا ـ خوست لوی سړک چې نه يوازې د دواړو ولايتونو لپاره بلکې د ټولې سيمې لپاره ځانګړی اهميت لري ، کار يې تقريباً په صفر کې دی.دا خو پر ځای پرېږده ، حتی هغه سړکونه چې پخوا جوړ شوي مخ په ورانېدو دي  او په دې برخه کې د خلکو شکايتونه هم مخ پر زياتېدو دي..
ـ په پکتيا کې د اوبو او برېښنا لپاره د بندونو ډېر طبيعي او ګټور امکانات موجود دي . د بېلګې په توګه کېدای شي په څمکنيو کې د سروۍ بند، په ځاځيو کې د مدخېلوبند او په زرمت کې د مچلغو بند له جوړولو سره په لسګونو زره جريبه ځمکه خړوبه او ټولې سيمې ته برېښنا ورکړل شي..
د مچلغو د بند په اړه د شهيد داود خان د واکمنۍ پرمهال  سروې ترسره شوې وه او د کارپوهانو له انده دا يوه ډېره مهمه او ګټوره پروژه ده او په وروستيوپنځوکلو کې هم د دغه بند په اړه ډېر چيغې ووهل شوې ، خو له بده مرغه په دې برخه کې عملي کار نه ليدل کيږي..
همداراز په مدخېلو کې د يوه بند ډېر ښه  امکانات شته دي، د شوم خېلو په دره کې دوه سيندونو په نرۍ تنګي کې سره يوځای کيږي او د بند د جوړولو لپاره ډېر مناسب طبيعي امکانات برابروي. زما په اند د دغو بندونو د کار ځنډول به د ټولې سيمې لپاره دروند زيان وي.
ـ تاسو ښه پوهېږیء ، چې لوړې زده کړې د يوه هېواد لپاره بنسټيز ارزښت لري، که څه هم په پکتيا کې له نېکه مرغه يو پوهنتون جوړ شوی ، خو له بده مرغه پوهنتون تر ډېره ځايه تش په نامه دی. په داسې حال کې چې کېدای شي له دغه پوهنتون څخه د پکتيا ، پکتيکا، غزني او لوګرولايتونو ځوانان ډېره ښه استفاده وکړي، خو په تأسف سره بايد ووايو چې په دغه پوهنتون کې د استاد ، لابراتوار اوفاکولتو څرګند کمی محسوس دی .حال داچې موږ هره ورځ اورو چې د افغانستان  په نورو سيمو کې پوهنتونونه او دلوړو زده کړې مؤسسې ډېرې په چټکۍ پراخيږي او وده کوي.زما په فکر ستاسو لږه پاملرنه هم کولی شي د پوهنتون په وضعيت کې ډېر مثبت بدلونونه راولي..
ـ غواړم يوې بلې ستونزې ته ستاسوپام راواړوم او هغه د پکتيا په دارالمعلمين او د عبدالحی ګردېزي په لېسه کې په دري ژبه زده کړې دي. موږ له خپلې  دري ژبې  سره کوم حساسيت نه لرو ، خو تاسو ته څرګنده ده چې پکتيا په مطلق ډول يو پښتو ژبی ولايت دی او په ټول ګردېز کې يوازې د (بلديه) په سيمه د ګوتو په شمېر دري ژبي هېوادوال اوسيږي . که چېرې پکتياوالو ته د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات برابر نه شي دا به د دغه ولس په حق کې ډېر لوی ظلم وي او يقيناً چې په دې برخه کې به تاسو ته هم ګوته ونيول  شي..
په دې برخه کې د پکتياوالو د ستونزو په اړه د لازياتومعلوماتو لپاره تاسې کولای شیء لاندې لينک وګوریء:
http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=پښتواوپښتانه&article=392
 
قدرمن والي صيب!
زموږ په اند که چېرې تاسو د هېواد په شمال کې  د مهمو پروژو او کارونو په ترسره کولو بريالي نه شویء، هلته  ستاسو پر وړاندې پراته مخالفتونه او ستونزې د پوهېدو وړ دي ، خو په پکتيا کې تاسو د خلکو پراخه ملاتړ له ځان سره درلود. زه وېرېږم ، چې که تاسو د بيا رغاونې  په برخه کې ځان ونه خوځویء نه يوازې به خپل محبوبيت له لاسه ورکړیء بلکې لکه څنګه چې واردمخه يو شمېر قومي مشرانو ګواښ هم کړی، ښايي د سيمې خلک ستاسو پروړاندې پراعتراضونو او لاريونونو لاس پورې کړي ، چې دلته نو بيا موږ پړه په جنرال دوستم اويا کوم بل چا هم نه شو اچولی..
دا وو يوڅوټکي چې ستاسو درانه حضور ته مې د اخلاص او خپل هېواد سره د مينې له مخې  وړاندې کړل. ستاسو د پاملرنې او ډېرو برياليتوبونوپه هيله..
 
په درنښت
ميوند منډهېر