بهرنيو ځواکونو ته قانون جوړول اړين شوي

 
په دې وروستيو کې د بهرنيوځواکونو ړندو بمباريو يوځل بيا دافکر اواړتيا جدي کړه چې په افغانستان کې ددوی شتون دې قانوني کړل شی. په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه اوس په افغانستان کې داسې چلند کوي لکه چې ددوی لپاره هيڅ قانون نه وي، هيڅ قيد او حد نه وي او يا په افغانستان کې هيڅ اداره او حکومت نه وي.
      افغان حکومت هم سرټکوي چې بهرني ځواکونه په ډېرو عملياتو کې له دوی سره مشوره نه کوي  او ډېرې نظامي کړنې يې خپلسرې دي. دوی څوڅو ځله له بهرنيو ځواکونو څخه وغوښتل چې خپل عمليات او د دښمن تعقيب له کورنيو امنيتی چارواکيو او ځواکونو سره همغږی کړي. ځکه چې افغانان تر دوی ښه مخالفين پيژني، له اراضي سره بلد دي، د خلکو په دود او دستور پوهېږي، افغانان يې خپل خلک بولي، کرکه ، نفرت او  حساسيت ورسره نلري خو دا دی اته کاله پوره شول چې بهرني ځواکونه د افغان حکومت دې وړانديز ته کوم اهميت نه ورکوي.
      اوس خبر دې حد ته راورسېده چې اوبه ان ستوني ته راورسېدې، د بهرنيو ځواکونو دې خپلسريو او د ملکي خلکو وژنو هم دافغان حکومت او هم بهرنيو ځواکونو ته ستونزې ډېرې کړې، افغان حکومت او د افغان ولس تر منځ يې واټن ډېر کړ، بې باوري ډېره شوه او که دا خپلسرۍ همداسې دوام ومومي نو ښايي دا بې باوري او واټن نور هم ډېر شي.
      همدا لامل دی چې افغان پارلمان د ملت د  استازو په توګه دا ځل دا موضوع جدي و نيوله او حکومت ته يې دنده وسپارله چې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د شتون لپاره يوه طرحه جوړه او په افغانستان کې د دوی شتون قانوني کړي. افغان حکومت هم د همدې کار لپاره يو پلاوی ټاکلی چې ويل کېږي د کابينې  پنځه تنه غړي هم پکې شامل دي،
      دا لومړی ځل ندی چې افغان حکومت غواړي بهرني ځواکونو دې په يوه قانوني چوکاټ کې راوستل او د يوه قانون تابع کړل شي. تر دې وړاندې هم افغان پارلمان او کابينې همدا ډول پرېکړه کړې وه او حکومت پرې کار هم پيل کړی وو خو وروسته سره له دې چې ملت د دې پرېکړه او په دې اړه د حکومت د اقداماتو پايلې ته په پوره تنده په تمه وو خو عملي پايلې يې اعلان او ښکاره نه شوې.
      خو ملت هيله لري چې دا ځل داسې و نشي. دا ځل بايد حکومت په دې پرېکړه کې قاطع وي او ملت ته يې هم پايلې واوروي.
      د بهرنيو ځواکونو خپلسرۍ او يو معقول قانون ته غاړه نه ايښودل د افغان حکومت مشروعيت او حيثيت هم له ګواښ سره مخ کوي او د مخالفينو له هغه پروپاګند سره مرسته کوي چې حکومت بې واکه او تش په نامه بولي.
      هيله ده چې بهرني ځواکونه او د افغانستان بين المللي دوستان هم د افغان حکومت دا طرحه و مني او خپل ځواکونه د يو قانوني چوکاټ تابع کړي، دا کار نه يواځې د افغان ولس او افغان حکومت په ګټه دی، بلکې د دوی د حکومتونو، پوځونو او ولسونو په ګټه هم دی خلک به داوس په څېر د دوی د ماموريت موخو ته دشک په سترګه نه ګوري، دوی به کبرجن نه بولي، د دوی پر ضد به حساسيتونه او نفرت نه ډېرېږي او د افغانانو له کرکې او انزجاربه  نه مخ کېږي.
      د بهرنيو ځواکونو قانونيت د افغانانو او افغان حکومت ملي او بين المللي حق دی او هيله ده چې نړيواله ټولنه له افغان حکومت سره د دې حق په ورکړه کې بشپړه مرسته وکړي.