په هند کی د جلال الدين اکبر واکمني





((۱۵۵٦ ۱۶۰۵ م ))
((۹۶۳ـ ۱۰۱۴ هـ ق ))
          د جلال الدين اکبر پلار همايون د بابر د مرگ نه وروسته په ۱۵۳۰ م کال کې پاچا شو، دی تر ۱۵۳۹کاله پورې د شير شاه سوري سره په جنگونو بوخت و او په همدې کال یعنې ۱۵۳۹ م کې شير شاه سوري په ډهلي کې پاچاشو او همايون مجبورشو ،چې کابل خواته ولاړ شي : د ۱۵۳۹ نه تر۱۵۵۵ م کاله پورې د مغولود کورنۍ پاچاهي په کابل او د هغه په شاو خوا سيمو کې وه او په ډهلي او د هغه په شاوخوا سيمو کې د شير شاه سوري د کورنۍ حاکميت و . دا کلونه ټول د شير شاه سوري د کورنۍ او د بابر مغول د کورنۍ تر منځ په جنگونو کې تير شول . په ۱۵۵۵م کال کې همايون په دې بريالی شو، چې ډهلی ونيسي . د همايون د سلطنت د خوشحالۍ مودې د يو کال نه زيات دوام ونکړ او په ۱۵۵۶ م کال کې مړ شو .  
          د همايون د مرگ سره سم په ۹۶۳ هـ ق ـ ۱۵۵۶ م کال کې د هغه پر ځای د همايون ديارلس کلن زوی جلال الدين محمد اکبر پاچا شو . څرنگه چې جلال الدين اکبر ديارلس کلن ماشوم و ، نو دده ساتونکي بيرم خان اوزبک دده په ځای کار کولو او زياتره ملکي او نظامي صلاحيتونه دده په لاس کې وو .
          د جلال الدين اکبر د زيږيدو او د پاچا کيدو په اړه پوهاند عبدالحی حبيبي په (( تاریخ افغانستان در عصر گورگانيان )) کې داسې يادونه کوي : (( جلال الدين اکبر فرزند همايون شب يکشنبه پنجم رجب ۹۴۹ هـ ق هنگاميکه پدرش همايون از دست شير شاه سوری به صفحات سند گریخته بود ، در امر کوت سند از بطن حميده بانو بیگم تولد گرديده ، و روز جمعه دوم ربیع الثانی سال ۹۶۳ هـ ق بسن سيزده سالگی در کلانور لاهور ، بعد از فوت پدرش بر تخت شاهنشاهۍ نشست .
          اين پادشاه کوچک در اوايل تاجگذاری خويش با خصم های قوی چون سکندر شاه لودی و غيره افغانانيکه در هر ‌طرف هند به تجديد عظمت ديرين خود ميکوشيدند ، مسادف آمد ، ولی نايب السلطنه یی چون بيرم خان پيش روی داشت . و توانست تمام مشکلات را از پيش        بردارد )) (١) .
    (( ژباړه :ـ جلال الدين اکبر د همايون زوی د ۵۴۹ هـ ق کال د رجب د مياشتې په پنځمه نیټه د يکشنبې په شپه هغه وخت چې د هغه پلار همايون دشير شاه سوري له لاسه دسند سيمو ته تښتيدلی و ، د سند په امر کوت کې د حميده بانو بیگم دنس څخه وزيږيد . د ۹۶۳ هـ ق کال د ربیع الثاني د مياشتې په دوهمه د جمعې په ورځ دديارلسو کالو په عمر د لاهور په کلانور کې د خپل پلار د وفات نه وروسته پرشاهنشاهى تخت تخت کښيناست .
          دغه کوچنی پاچا د خپل تاجگزارۍ په لومړيو وختونو کې د قوي دښمنانو لکه سکندر شاه لودي او نور افغانان چې دهند په هر لوري يې د خپل پخواني عظمت د بيا ژوندي کيدو په خا‌‎طر هڅې کولې ، مخامخ شو ، مگر هغه لکه بيرم خان غوندی نايب السلطنه په خپل مخ کې لاره وتوانيد، چې ټولې ستونزې د مخې نه لرې کړي ))
          د جلال الدين اکبر پاچاهي د ستونزو او جنگونو سره پيل شوه ځکه چې په دې وخت کې د هندوستان ډيرې مهمې سيمې چی  د شير شاه سوري د کورنۍد غړولخوا اداره کيدلې د پښتنو تر واکمنۍ لاندې وې . نو جلال الدين اکبر د خپل حاکميت د ټينگولو لپاره مجبور و ، چې دغه سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي. د جلال الدين اکبر نورې ستونزې داوې چې دده د کورنۍ غړو د خپل حاکميت او قدرت دپراخولو لپاره يو دبل پر ضد په جنگونو اخته وو . په دې برخه کې به لومړی د جلال الدين اکبر سره د شير شاه سوري د کورنۍ  جنگونو په اړه به معلومات وړاندې شي . وروسته به بيا د اکبر کورنۍ د خپل منځي اختلافاتو په برخه کې لنډ معلومات وړاندې کړو .
          کله چې جلال الدين اکبر پاچا شو نو دده حاکميت د هند په شمالي برخو کې و ، د هند په جنوبي او نوروبرخو کې د عادل شاه سوري او نورو حاکميت و . عادل شاه سوري ،چې په دې وخت کې ډير پياوړی و ، دا وخت يې مناسب و گاڼه، چې د جلال الدين اکبر په قواو و باندې حمله وکړي . 

 نو يې د خپل وتلي جنرال (( هيمو)) په قوماندانى لوی او قوي پوځ برابر کړ او د ډهلي په لور وخوځيد. د دې حملې او جگړې شرح ظفر کاکا خيل داسې وړاندي کوي . د همايون مرگ او د کم عمر اکبر تخت نشيني د عادل شاه په زړه کی هيلې را تاندې کړې او هغه يې دشمالي هند بادشاهي گټلوته بيا ليواله کړو . همدارنگه هغه د هيمو په رهبرۍ  پنځو زره سپاره او پينځه سوه فيلان د گورگانيانو  مقابلې ته وليږل . مگر پخپله په چنار کې پاتې شو ، ځکــه دغه وخت د هند د خلکو تر منځ رقابتونه او دښمنۍ په شدت سره روانې وې ، هيمو ددې ستر فوځ سره په ډير تلوار د چنار نه را روان شو . او اگرې ته د را رسيدو سره سم يې په گورگانيانو  د هغه هيبت داسې پريوت ،چې د اگرې او کالپی گورگاني  گورنر سکندر خان ازبک د اگرې نه ډهلي ته وتښتيد . دغه شان د اټاوى عبدالله خان ازبک، د بيانی گورنر حيدر خان او د نورو علاقو گورگاني  حاکمان ټول ډهلي ته لاړل په دې ډول دسنبل گورنر علی قلی خان ته هم د هيمو ددې لوی لښکر خبر ورکړی شو او هغه ډهلی ته او بللی شو .
          کله چې هيمو د ډهلي خوا و شاته نژدې شو، نو دغه وخت د ډهلي گورنر تردی بیگ او نورو گورگاني  جرنيلانو د هيمو د مقابلې انتظام پيل کړ د ۱۵۵۶ م کال داکتوبر په اوومه د تغلق آباد په خوا کې د گورگانيانو  او د هيمو د پوځونو مقابله وشوه دغه وخت هم د هيمو شهرت او د هغه ستر پوځ د گورگانيانو فوځونو نه وويرول  چې ددې لامله د گورگانيانو  د پوځ زياتر جنرالانو د جگړې د نه کولو فکر درلود .
          په لومړي سر حمله کې د گورگانيانو  د ښی اړخ فوځونو د پښتنو د چپ اړخ په فوځونو فشار راوست . خو ډير زرهيمو د گورگانيانو  د پوځ په منځنۍ برخه حمله وکړه او گورگاني  قوماندان تردی بیگ يې په تیښته مجبور کړ . د تردي بیگ په تیښته د گورگانيانو  د فوځونو زړونه پريوتل او په بد رنگ یی تیښته وکړه . د بريالي هيمو لاس ته د گورگانيانو نه ډير سازو سامان راغی او دغه شان په ډهلي هم د هيمو قبضه وشوه (٢).  



 کله چې هيمو دهلی و نيو او د هند د نيولو خبر جلال الدين اکبر ته ورسيد نو جلال الدين اکبر ډير په غوسه شواو تردی بیگ يې چې د جگړی نه تښتيدلی وو وواژه او د بيرم خان سره يو ځای په هيمو پسې ډهلي ته وخوځيد په دې باره کښې د (( تاریخ داودي )) ليکوال عــــــــبدالله ليکي (( اکبر پاچا لومړی په دې باب د تردی بیگ خان نه پوښتنه او گړويږنه وکړه خو هغه مناسب او وړ ځواب وړاندې نه کړای شو . اکبر د بيرم خان په سلا او مشوره تردی بیگ خان وواژه او له هغه ځايه په ډير همت سره د ډهلي خواته روان شو . هيمو هم د ډهلي نه د سر هند خواته روان شو . داکبر باچا او هيمو تر منځ د پانی پت په ډگر کې ستره جکړه پیښه شوه . خـــــــــــــودتصادف له مخې يو غشی د هيمو پرتندی ولگيد . هيمو د هغه ټپ له کبله پر هوايي نومي فيل باندې سپور شو او د افغانانو پوځونو ماتې وخوړه . لنډه دا چې په دغه ترڅ کې شاه قلي خان محرم ، هوایی فيل د جگړی له ډگر څخه د غنيمت په ډول ونيو  ، او د نوموړي فيل فيلوان ورته وويل ،چې ما مه وژنه ، هيمو په همدې فيل باندی دی. شاه قلي خان دغه کار غنيمت وباله او اکبر باچا ته يې راووست . بيرم خان اکبر پاچا ته  عرض وکړ ،چې دا لومړۍ سوبه ده ،چې پر کفارو باندی بری تر لاسه شو، نو دغزا په  نيت دغه کافر په خپل لاس ووژني . اکبرپاچا وويل چې دا پخپله مړی دی . نو پر مړي باندي به ولي تیغ را کاږم . لنډه دا چې هيمو مړ شو او اکبر پاچا برياليتوب ترلاسه کړ .((٣))
          د هيمو د ماتې نه وروسته د پښتنو سياسی موقف څه کمزوری شو . مگر له دې سره هم د هند په ډيرو مهمو ځايونو کې د سوري کورنۍ د ډيرو مشرانو او د نورو پښتنو حاکميت ټينگ او د هند په اکثرو ځايونو باندې يې عام وتام تسلط درلود . مثلاًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًً ً عادل شاه سوري د هيمو د مرگ نه وروسته ژوندی او ښه په زور کې وو ، بل سکندر شاه سوري و ، چې ډير مجهز فوځونه يې لرل ، بل حاجي خان او د هيمو پلار و ، چې دوی دواړو د((الور)) په علاقه کې  پوره حاکميت درلود ، بل د عادل شاه   سوري يو غښتلى امير رکن خان د       (( سنبل )) په علاقه کې حاکم و ، بل د عادل شاه زوی شيرخان و ، چې د عادل شاه د مرگ نه وروسته د عادل شاه اميرانو هغه د دوهم شيرشاه په نوم د چنار په علاقه کې د پادشاه په حیث وټاکه ، د عادل شاه سوري بل امير فتوخان هم
غښتلی اميرو ، بل د اسلام شاه سوري زوی ،چې آواز خان نوميده په دهتاس کې د پاچا په حیث ټاکل شوی و .
          مگر د شيرشاه سوري د مرگ نه وروسته او په تيره بيا د هيمو د مرگ  نه وروسته سره له دې ،چې د هند زياترې مهمې سيمې د پښتنو او په ځانگړي توگه د سوري کورنۍ ترلاس لاندې وې . مگر دې سره هم پښتانه ورځ په ورځ د کمزوري کيدو خواته روان وو او ددې کمزورﺉ اساسي علتونه دا وو چې د پښتنو په مينځ کې لکه د شيرشاه سوري غوندې يو مشر او رهبر موجود نه و . او هر څوک په خپل سر په مختلفو کارونو اخته وو ، هرڅوک د ځان د گټې او د ځان دبقا لپاره په مبارزه مصروف وو . بل دا چې د پښتنو په مينځ کې ورځ په ورځ بې اتفاقي او اختلافات  زياتيدل او گورگانيانو  د دوی ددغو اختلافاتو څخه ډيره گټهواخستله او د جاگيرونو ، جايدادونو او ځمکو په ورکولو سره يې پښتانه يو يو تابع کړل ، گورگانيانو  ډير پښتانه په زور او جنگ سره تابع او ځينې يې د جايدادونو او جاگيرونو په ورکولو سره تابع کړه ، چې ددی ټولو جنگونو تفــــــــیصل مورخانو ليکلی دي،چې  د پانی پت د جنگ  نه مخکې محمد خان سوري د عادل شاه د جرنيل هيمو د لاسه په جنگ کې وژلی شوی وو . د محمد خان د وفات نه پس د هغه زوی بهادر خان د بنگال حکمران وو . په کومو ورځو کې چې هيمو د پاني پت په ميدان کې د گورگانيانو  سره جنگيده ، بهادر خان دا موقع د خپل پلار د بدل اخستلو دپاره موزونه و گڼله او د يو لوی فوځ سره د عادل شاه نه د بدل اخستلو په غرض را روان شو . په اپريل ۱۵۵۷ م کال کې د سراج گړ سره نژدې د عادل شاه سوري او بهادر خان تر مينځه يو خونړی جنگ وشو ، چې په هغه کی  عادل شاه سوري و وژلی شو . او دا د اکبر خوش قسمتي وه، چې د هغه دښمنان “ پښتانه” په خپلو کې د يو بل په غوښو اخته وو . او دغه شان يې په شمالي هند کې د هغه اقتدار ته لاره هواروله . د عادل شاه سوري په مرگ د شيرشاه د کورنۍ بادشاهي ختمه شوه . دده د حکومت زمانه ،چې په اصل کې د پښتنو د بدبختۍ زمانه وه تقريباً درې نيم کاله وه .
          لکه چې وړاندی ويلی شوي دي په کومو ورځ کې چې هيمو پر اگره او ډهلي قبضه وکړه . نو اکبر او بيرم خان د هيمو د مقابلې په نيت د ډهلي په لور را روان شول ، او د سکندر شاه سوري مقابلې ته يې خپل يوامير پریښود . سکندر سوري د گورگانيانو  خلاف جنگ جاري ساتلی و ، او  د ۱۵۵۷م په مارچ کې يې د گورگانيانو  فوځ ته ماتې ورکړه . اکبر چې ددې ماتی نه خبر شو نو د بيرم خان په ملگرتيا کې د سکندر مقابلی ته ورسيد . د اکبر په راتلو سکندر سوري بيا د شوالک غرونو ته وخوت . ولې اکبر د سيمې  دهقانان خپل حمايت لپاره چمتو کړل او په نتیجه کې سکندر سوري د مان کوټ په قلا کې ،چې په دغه زمانه کې تسخير يدونکې گڼلی شوه او اسلام شاه و دانه کړې وه ، په پناه  اخستلو مجبور شو . اکبر په ډيرې سختې د قلا محاصره شروع کړه . په دغو ورځو کې سکندر شاه سوري د عادل شاه  د مرگ نه هم خبر شو ، او که څه هم پښتنو ددې بدمرغۍ باعث هم عادل شاه سوري وو بيا هم د هغه په مرگ د پښتنو اميرانو زړونه پريوتل .
         لکه چه سکندر سوري هم د اکبر سره سوله  وکړه او د ۱۵۵۷م د جولای په ۱۲ مه يې وسله کیښودله . د اکبر د لوري نه هغه ته په بنگال کې د جاگير ورکولو وعده وشوه ، او د سکندر شاه  د وفادارۍ د ضمانت په ډول د هغه زوی عبدالرحمن سوري او د سکندر يو با اعتماده امير غازي خان داکبر ملازمت اختيار کړ . په دې ډول حاجي خان هم د گورگانيانو  سره ناکامه مقابله وکړه . دې امير د هيمو په ملگرتيا د پانی پت په جنگ کې د گورگانيانو  خلاف جنگيدلی و او د شکست نه پس خپل جاگير (( الور )) ته تلی وو . د پاني پت د ماتې نه پس د هيمو پلار هم د خپل ساز و سامان او ملازمانو سره ددې حاجي خان سره پناه اخستې وه . اکبر دده خلاف هم يو پوځ وليږه . ولې حاجي خان د گورگانيانو  مقابله ونه کړه ، او اجمير ته وتښتيد . دغه شان د الور او ميوات دواړه  علاقې د گورگانيانو  په قبضه کې راغلې . او د هيمو پلار هم د گورگانيانو  په لاس کې بندی شو .
          گورگاني  فوځونه د حاجي خان د تعقيب لپاره اجمير ته هم لاړل . ولې حاجي خان دلته هم مقابله ونکړه ، او دا جميرنه گجرات ته وتښتيد او هلته د نورو پښتننو سره يو ځای شو . دغه شان په ۱۵۵۷ م کال د گورگاني  جرنيل خان زمان په رهبرۍ د رکن خان خلاف په سنبل حمله وشوه ، رکن خان هم وتښتېد ، او په سنبل لوهاڼي د گورگانيانو  قبضه راغله . دغه شان د سنبل نه تر لکنهو پورې په ټوله علاقه د گورگانيانو  حکومت قايم  شو .
          ولې ددې ماتو سره هم پښتنو اميرانو په انفرادي صورت د گورگانيانو  خلاف جنگونه جاري ساتلي وو . لکه چې د مخه وويل شو د عادل شاه د مرگ وروسته د هغه اميرانو ،د هغه زوی شيرخان دوهم د شيرشاه په نامه په چنار کې بادشاه کړی و ، په ۱۵۶۱ کال کې  د دويم شيرشاه په رهبرۍ پښتنو د خان زمان گورگاني  گورنر خلاف  لښکر کشي وکړه . دلښکر په ابتدا کې گورگانيانو تیښته وکړه . ولې پښتانه سمدستي په لوټ کې لگيا شول . گورگانيانو  د پښتنو ددې  بې پروایي نه فايده واخستله په پښتنو يې بيا چپاو وکړ او د دوی بری يې په ماتې بدل کړ . پښتانه په ډير بد رنگ وتښتيدل . ددې ماتې نه وروسته دويم شيرشاه د گورگانيانو  پر خلاف څه اقدام ونه کړ ، په هم دغو ورځو کې د عادل شاه سوري يو امير  (( فتوخان مسند عالي )) د چنار مضبوطه قلا پرته له جگړې گورگاني  گورنر ته حواله کړه او پخپله يې د گورگانيانو  حکومت ملازمت اختيار کړ .
          په کومو ورځو کې چې د عادل شاه سوري اميرانو دهغه زوی شيرخان په چنار کې بادشاه کړی وو . هم  په دغو ورځو کې د اسلام شاه د کورنۍ مرستيالانو د هغه زوی اواز خان په (( دهتاس )) کې خپل پادشاه ټاکلی وو . د خان زمان دلاسه چې دويم شيرشاه مات شو نو ددې نه وروسته اواز خان ديو لوی فوځ سره په جونيو ر حمله وکړه . داځل هم پښتنو گورگاني  فوځونه  مات کړل ليکن دوی د بشپړ بري نه دمخه په لوټ لگيا شول .  په دغه وخت کې دپښتنو بد قسمتي نه يوه داسې پیښه وشوه، چې د هغې لامله پښتنو ته لوی زيان ورسيد . او د  دوی بری په ماتې بدل شو. پیښه داوه، چې د گورگانيانو  يومست فيل يوڅو پښتنو سپاهيانو ونيو ، او د هغه زنځيرونه يې پرانستل او په هغه باندې يې د سوريدو کوشش شروع کړ . په دې کې فيل وتر هيدو او په دوی يې حمله وکړه په دې منډو تر ړوکې هغه پښتنو فوځيانو چې په لوټ اخته وو دا خيال وکړو، چې گوندې گورگانيانو  بيا حمله وکړه . دې گمان سره يې هر څه پریښودل او په ډيرې وار خطایي وتښتيدل ،او ډير د گورگانيانو  لاسه ووژلی شول .
د گورگانيانو  خلاف دا د پښتنو وروستۍ منظمه هڅه وه، تر دې وروسته دوی د ډهلي د سلطنت هيله پریښوده اوپه کوموکومو علاقو  باندې چې يې قبضه وه دهغو  د ټينگولو او مضبطولو پسې شو (٤ ) .
          د جلال الدين اکبر ددورې د مهمو واقیعاتو او فتوحاتو څخه يو هم د کندهار نيول وو . کندهار د جلال الدين اکبر دواکمنۍ نه مخکې د ايران د صفوي شهزاده گانو له خوا اداره کيده .
          (( کندهار ښار د صفوي شهزاده گانو په لاس کې چې له اکبري هيواده بيل شوی و ، ځکه نو پر ۹۹۹ هـ ق ـ ۱۵۹۰ م کال خان خانان د بلوچستان له لارې پر کندهار حمله وکړه او کابلي شاه بيگ خان دا ښار بيا د اکبر ددورې تر پايه د کندهار                    حکمران و ))  ( ٥ ) . 
          د جلال الدين اکبر د زمانې د نورو مهمو جنگونو څخه يو هم د بنگال له کرلاڼي پښتنې واکمنۍ سره و ، او بل په کابل او پیښور کې د کابل د حکمران حکيم ميرزا سره دی ، همدارنگه د روښانيانو سره هم د هغه جنگونه شوي دي .
          جلال الدين اکبر نژدې ۵۲ کاله پاچاهي وکړه او د ۶۵ کالو په عمر په ۱۰۱۴ هـ ق ـ ۱۶۰۵ م کال کې وفات شو . د  جلال الدين اکبرد وفات په باره کې پوهاند عبدالحی حبيبي داسې ليکي : اکبر شـــــــب چهار شنبه ۱۳ جمادی الثانی ۱۰۱۴ هـ ق بعد از پادشاهی ۵۲ سال به عمر ۶۴ سالگی در اکبر آباد جهان را پدرود گفت ( ٦ ) . 
   
          جلال الدين اکبر نژدې پنځوس کاله پاچاهي وکړه . په دې اوږده موده کې لازم او مخضروري بولم ،چې د جلال الدين اکبر په ملکي او نظامي اداري سيستم او کرنيزو چارو کې د پښتنو ونډه په سوداگرۍ ،معاملو او صنعتي چارو کې د پښتنو ونډه ، د نورو پښتنو واکمنانو سره د جلال الدين اکبر اړيکې او همدارنگه د جلال الدين اکبر پر ضد د شورشونو او تحريکونو په اړه معلومات وړاندې کړم ، چې په ترتيب سره دهرې موضوع په برخه کې ،په ځانله ځانله عنوانونوکې د معتبرو تاریخي منابعو په حواله معلومات وړاندې کيږي :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
   (١) _پوهاند عبدالحی حبيبي،  تاریخ افغانستان در عصر گورگانيان ـ تاریخ ټولنه ،  دولتي مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۱ هـ ش ، ص۶۰ . 
  (٢)، سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل – پښتانه د تاريخ په رڼا کې ،
يونيورسيتى بک ايجنسى ، پيښور ، ١٩٤٢م ، ٥٩٥ – ٥٩٦ مخونه
 (٣) - عبدالله .  داودی تاریخ،ژباړن :محقق عبدالطيف طالبي ، د افغانستان د علومو اکاډمي ، د پښتو څيړنو نړيوال مرکز ، آريانا مطبعه ،  کابل ، ۱۳۷۰ هـ ل ،۲۸۹ مخ . 


( ٤) ـ سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل ، پښتانه د تاریخ په رڼا کې ـ ۶۰۲ ، ۶۰۳ ،۶۰۴ مخونه
(٥ ) ـ پوهاند عبدالحی حبيبی ـ د افغانستان لنډ تاریخ ژباړن : عبدالروف بينوا ، دانش خپرندويه ټولنه ، دانش مطبعه ، پيښور ، ١٣٨٢ هـ ل ،  ۲۲۶ مخ .  
(٦ ) ـ  پوهاند عبدالحى حبيبى . تاريخ افغانستان در عصر گورگانى ،  ٧٨