ستا د مخ غزل شوم او ستا شعر شوم تا نه هير شومـــــــه
هسې دې د زړه پر کلي تير شــــوم تـــــــا نه هيــــــر شومه
ما خو دې يـــــــادونه ياره هــــــر حــــالت کــــــې وپـــــــالل
خو زه چې د وختو غبار کې ګېر شـــوم تــا نه هيـر شــومه
ژوند مـــې د پروتـــــې په شــــان ســــتا قامت ته وقف کړ
ګر چاپـــــير له تا نه راچاپـــير شــــــــوم تـــــا نه هير شومه
لږ چې دې يادونو کې ډوب شــــــوى وم در يــــــــــاد ومه
ډوب چې دې يادو کې ځومره ډير شوم تا نه هـير شومه
جان دې وم جانـان دې انديښـــــمن دې وم مـــين دې وم
ستا په ليونيو کې چــــــــې شمــــېر شوم تا نه هير شومه
وروستي