سيدالرحـمن سالار
په امريکا کې د اوباما له واکمنۍ وروسته امريکا د افغانستان او سيمې په اړه خپله ستراتيږي بدله کړه او په دې ستراتيژۍ کې پر دې ټنګار شوی، چې افغانستان ته به نور سرتېري او پوځي وسايل استول کېږي. 
که څه هم افغان دولت ، د اوباما د نوې ستراتيږۍ هر کلی کړی او هغه يې د افغانستان په ګټه بللې، مګر له ستراتيږۍ وروسته د افغانستان حالات داښيي، چې دلته جګړې خپل ډول بدل کړی او د امريکا سيال لوري القاعدې او طالبانو هم دې سيمې ته خپل پام اړولی او دلته د امريکا او د هغوی د ملګرو د ځپلو لپاره له نويو تکتيکونو نه کار اخلي، او دغه راز امريکا او ناټو هم سربېره پردې، چې دلته يې پوځي شتون ډېر کړی، د پخوا په څېر کلي او ولسي خلک په نښه کوي، چې د خوست وروستي بريدونه او د غويي په ١٤مه د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونوکې د فراه کابو ١٧٦ ولسي خلکو شهادت د نويو جګړو ښې بيلګې دي .
دغه راز په پروان او کاپيسا ولا يتونو کې د نجونو په درېيو ښوونځيو کې ٢٢٠ نجونې مسمومې شوې، چې د پوهنې د وزير په وينا لومړنيو پلټنو دا ښودلې، چې د مسموميت دغه مواد يوډول ښکاري او ښايي دا مواد به يوډول زهري ګازوي، چې د هوا له لارې د انسان بدن ته دا خلېږي.
که څه هم دولت  د ډېرو پېښو پړه د طالبانو او خپلو نورو وسلوالو مخالفينو پر غاړه وراچوي، خو ددې پېښې په اړه تر اوسه پورې دولت هم پړه پر طالبانو نه ده اچولې او د طالبانو وياند هم رسنيو ته په دې اړه ويلي، چې دوی دا کار نه دی کړی او که ددې پېښې عاملين ونيسي نو سخته سزا به ورکړي.
د نورو پېښو ترڅنګ دا پېښه هم د اندېښنې وړ ده او هسې نه،چې دا کار دفراه د پېښو په  څېر د چا پټه موخه نه وي، چې که داسې وي ښايي وروسته داډول پېښې زياتې شي.
د غويي په ٢٢مه د خوست پر دولتي ودانيو وسلوال بريدونه وشول، چې ويل کېږي د دېرشو په شاو خواکې وسلوال طالبان، چې ډېرو يې پر ځانونو پورې چاودېدونکي توکي هم تړلي وو، ښار ته ننوتل او دولتي ودانۍ يې په سپکو او درنو وسلو سره په نښه کړې، چې دې بريدونو څو ساعته دوام وکړ او تر مازيګر پورې د نښتو ډزې او رېدل کېدلې، او د بريد کوونکوو د مخنيوي په موخه کورني او بهرني سرتېري د ښار بېلا بېلو برخوته راوتلي وو.
بريدونه د خو ست د والي پر دفتر، ا منيه قوماندانۍ او ښاروالۍ تر سره شوي، چې د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه يې په اړه رسنيو ته ويلي، چې روغتون ته ٩ مړي او ٢٠ ټپيان راوړل شوي، خو په وروستيو رپوټونو کې د ټپيانو شمېره ٣٠ تنه ښودلې ده.
د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد بيا رسنيو ته ويلي، چې خوست ښار ته ٣٠ طالبان ننوتلي، چې ٢٢ تنه يې له بريدونو وروسته روغ وتلي او دی وايي، چې (اته تنه يې خپلو موخو ته رسېدلي) وژل شوي.
هغه ادعا وکړه، چې په دې بريدونو کې يې  ٥٠ تنه حکومتي او بهرني سرتېري او مامورين يې وژلي دي . 
دغه راز له دې پېښې يوه ورځ وروسته يعنې د غويي په ٢٣مه  په همدې ولايت کې د بهرينو ځواکونو پر نظامي اډه هم ځانمرګۍ بريد وشو، چې له امله يې د ٢٨ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.
اوس پوښتنه داده، چې له يوې خوا امريکا او ناټو په دې لټه کې ده، چې دلته خپل پوځي شتون زيات او د زور له لارې ډګر وګټي او له بلې خوا القاعده او طالبان هم د دوی مقابلې ته را دانګلي، او له بلې خوا داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې امريکايانو په افغانستان کې ضعيف يورانيوم او سپين فاسفورس کارولي دي،  نو آيا دا به ددې معنا ونه لري، چې افغانستان د يوې نوې او ډېرې ناوړه جګړې ډګر ګرځي؟
په دې اړه ډېری سياسي کارپوهان وايي، چې کله د افغانستان او سيمې لپاره امريکا خپله نوې ستراتيژي جوړه او اعلان کړه او افغانستان ته يې نور سرتېري را واستول،  نو په مقابل کې يې القاعده او طالبانو هم همدا کار وکړ او دلته يې خپل پوځي شتون او وسايل ډېر کړل.
د سياسي چارو کار پوه، فضل الرحـمن اوريا په دې اړه وايي، چې په افغانستان او سيمه کې د امريکا د نوې ستراتيژۍ سره سم القاعده او طالبانو هم په خپلو ليکو کې نوي کسان ګمارلي او دلته يې خپل پام ډېر کړی او د امريکااو ناټو په وړاندې يې په خپلو بريدونو کې بدلون را وستلی او له نويو تکتيکونو نه کار اخلي.
اوريا زياتوي، چې دلته امريکا او القاعده د يو بل په وړاندې د نويو تکتيکونو او نويو وسلو کارول ددې معنا لري، چې افغانستان د يوې نوې او خطر ناکې جګړې ډګر ګرځېدو په لور روان دی، او ددې جګړې مخامخ زيان يوازې د افغانستان او پاکستان ولس ته رسېږي، چې دده په وينا پاکستان هم ددې جګړو له اوره په امن نه شي پاتې کېدلای او هلته چې کوم اړدوړ روان دی دا به زور اخلي او له حالاتو نه داسې اټکل کېږي، چې امريکا به په پاکستان کې هم خپل بريدونه زيات کړي.
نوموړي په دې اړه افغان دولت پړ وباله او زياته يې کړه، چې اوسني دولت د امريکا هغه ستراتيژي منلې،  چې نن يې ولس له ستونزو سره مخ کړی او دغه ستراتيژي ددې لامل شوې، چې په افغانستان کې جګړه نوره هم سخته شي.
اور يا ددې ستونزو حل په دې کې ويني، چې ولس بايد د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې داسې کس وټاکي، چې د ولس غم وخوري او ولس له دې روانو ستونزو نه وژغوري.
دا چې په افغانستان کې د امريکا د نويې ستراتيژۍ له اعلان سره د ولس برخلک په خطر کې لوېدلی او هر دولت د خپل ولس د ژغورنې مسووليت لري او اوس، چې دغه جګړه زموږ د ولس لپاره يو جدي ګواښ دی، نوځکه ددې جګړې بندلو ته اړتياده، خو ايا افغان دولت ددې جګړې دبندلو توان لري؟
د سياسي چارو يوبل کارپوه وحيد مژده په دې اړه وايي: د امريکا له خوا  په افغانستان، پاکستان  او سيمه کې، چې د ترهګرۍ تر نامه لاندې کومه جګړه روانه ده دغه جګړه يوازې هغه وخت بندېدلای شي، چې امريکا وغواړي، او دا جګړه يوازې د امريکا د شخصي ګټو جګړه ده.
نوموړی زياتوي، چې ددې جګړې د بندولو توان او صلاحيت نه د افغانستان دولت لري او نه هم د پاکستان دولت کولای شي، چې دغه جګړه بنده کړي.
نوموړی د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما د نوې اعلان شوې ستراتيژۍ په اړه وايي، چې اصلا اوباما نوې ستراتيژي نه لري او هماغه د بوش ستراتيژي پرمخ وړي او د خلکو د غولولو په موخه يې پر هماغه زړې ستراتيژۍ نوی نوم اېښی.
دی وايي، چې په افغانستان کې ناټو او امريکا په ډېره سپين ستر ګۍ سره ولسي خلک په نښه کوي، او دلته داسې وسلې کاروي، چې په نړيواله کچه يې کارول منع دي.
ده د فراه پېښې ته په اشارې سره وويل، چې هلته امريکايانو سپين فاسفورس کارولي، خو چې کله دغه موضوع را پورته شوه، نو دوی په ډېره چالاکۍ سره ادعا وکړه، چې طالبانو سپين فاسفورس کارولي، په داسې حال کې، چې طالبان دا ډول مواد نه لري او که فرضا کارولي يې هم وي، نو دا مواد به يې له امريکايانو نه په غنيمت نيولي وي او يا خو به امريکايانو په لوی لاس د کارولو په موخه ورکړي وي.
په رښتيا هم چې د افغانستان روانه وضع د اندېښنې وړده او پورته ياد شويو پېښو ولس په اندېښنه کې اچولی، نو ددې اندېښنې د لرې کولو لپاره افغان دولت ته په کار ده، چې ددې موضوع په اړه له بهرنيو ځواکونو په ځانګړې توګه له امريکا اوناټو سره خبرې وکړي او ان د افغانستان لپاره د امريکا پر نوې ستراتيژۍ له سره د غور غوښتنه وکړي او هسې نه، چې دهېواد وضع ورځ تر بلې بد لوري ته ولاړه شي، چې بيا يې حل نه د دولت له وسې پوره وي او نه د ولس.