بودايت يا بوديزم

 
بوديزم يا بودايت د نړۍ په لويو دينونوکې شمېرل کېږي. بودايت يوازې دين نه دی،بلکې يوه فلسفه او د ژوند تېرولو لار هم  ده بودايت د ((سيدارتا))پر افکارو بنا شوې او وروسته يې د پيروانو په افکارو او زياتونو پرمختيا موندلې ده.
سيدارتاما،ته به خپلو پيراوانو ((بودا)) ويل((بودا)) په سنسګريت او پالي ژبو کې د (ويښ شوي)) او (( روښان شوي)) په مانا دی. په پښتو او هندي ژبوکې ( بوډا، بوړا) د زوړ او مشر سړي مانا ورکوي. ښايي چې د پښتو او هندي ژبوکلمې هم د ((بودا)) هغه بڼې وي، چې د دغو ژبو ويونکو ته له خپلو بودايي نيکونو څخه په ميراث پاتې شوې وي. د پښتو او هندي (بوډا- بوړا) کې هم د مشرولۍ، پيرۍ، هوښيارۍ، روښانۍ ... مانيز څرکونه شته، چې دغه کلمې ان تر ((بودا)) پورې رسولای شي. همداشان په پښتو کې د ((بوډا)) تر څنګ د (بوت) او په پارسۍ کې د (بت) کلمې هم له ((بودا)) او وروسته د هغه له مجسمو سره په تړاو پښتو او پارسۍ ته ورغلي دي.
که څه هم (بودا) په لومړي ځل (سيدارتا ګوتاما) ته ويل شوي، خو د بودايت په اوږدو کې د دغه دين ډېرو پيروانو ته چې د خپل دين لوړ مقام يې تر لاسه کړی (بودا) ويل شويدي. 
سيدارتا د ((بودا)) تر څنګ د ((ګواتاما))، ((ګواتاما بودا))، ((ګواتاما سيدارتا))،((شاکيه موني = د ساکانو هوښيار  Shakyamuni))، ((شاکيه موني بودا Shakyamuni Buddha)) په نومونو هم ياد شوی دی.
د بريتانيې يوې ليکوالې کاران ارمسترانګ   Karen Armstrongچې د دينونو مقايسوي څېړنه يې کړې،د بودا په ژوند ليک کې ليکي:
(( دا ډېره ګرانه ده، چې د بودا يو داسې ژوند ليک دې وليکل شي، چې د نوي عصر له معيارونو سره برابروي، ځکه چې مونږ ډېر کم داسې مواد لرو، چې په تاريخي لحاظ دې کره وګڼل شي،خو بايد مونږ معقولا ډاډه واوسو، چې ګواتاما بودا موجود وه او بله دا چې پيروانو يې د هغه د ژوند تېرسرۍ او لارښوونې څومره ښې چې کيدای شوې، ساتلي دي.))
د بودا زوکړه، ځواني او مړېنه:
د ګواتاما بودا د زوکړې په اړه ټول پوهان يوه خوله ندي. په ((ورلډ بوک اف انسايکلو پيډيا کې)) يې د زوکړې نېټه (۵۶۳ ق م) او د مړينې نېټه يې (۴۸۳ ق م) اټکل شوې او عمر يې اتيا کاله ښودل شوی دی ،خوپه تاريخ هندوستان کې يې د زوکړې نېټه ( ۵۵۷ ق م) او د مړينې نېټه (۴۸۰ ق م) ښودل شوې ده. تاريخ هندوستان دا نېټه  د کيمبريج هسټري اف انډيا په اخځ راخېستې ده.
خو د ګواتاما بودا عصر ته نژدې، بودايي اثر- ترای پيټاکا Tripitaka  (پالي ژبه کې درې ټوکرۍ مانا ورکوي) کې راغلي، چې ګواتاما د اوسني نيپال په (لمبينيLumbini) سيمه کې، په شاوخوا (۵۶۳ ق م) کې زېږېدلی و او(کپل واستو) کې لوی شوی و.
کپل واستو، د نېپال د ((ټرای)) دولت پلازمېنه وه. دغلته د ساکانو (شاکيه) ټبر د کشتريانو دولت و. ددغه دولت پاچا (شودودانه Śuddhodana) نومېد. ګواتاما بودا د دغه پاچا زوی و. دی د خپل مور و پلار يواځينی زوی و او له همدې امله هغوی په ناز ونخرو لوی کړی و. ګواتاما بودا له وړکتوب نه د مفکر خويونه درلودل. ده به چې د دنيا غمونه او تکليفونه ليدل ډېر به خپه کېدى. ډېری وخت به هغه په دې سوچونوکې و، چې (( په کومو لارو انسان د دنيا له غمونو خلاصېدای شي؟))
 
د حقيقت په لټه د بودا، له کوره وتل:
ګواتاما بودا نهه ويشت کلنۍ کې خپل کور پرېښود، ځنګله ته ولاړ او هلته يې رياضت ((تپ)) پيل کړ او د ژغورنې د لارې په لټون کې شو. په دغه وخت کې هغه د خپل وخت ټول معلوم ديني اثار ولوستل،خو زړه يې په يخ نشو. نو همدا و چې شپږ کاله يې نور رياضت هم وکړ، پر له پسې روژه يې ونيوله، سا يې نه اخېستله، درد يې په ځان راوست او ان تر مرګه يې ځان ورساوه، خو په دې يې هم مطلب ترلاسه نشو. نو په دغه مهم مهال کې يې ديوې نجلۍ وريژې او شيدې قبولې کړې او د حقيقت د موندنې لار يې بدله کړه.
ګواتاما بودا ته د وړکتوب يوه تجربه ورپه ياد شوه، چې تر يوې ونې لاندې يخ سيوري ته په ناسته يې زړه سکون موندلی و. په هم دې لټه نوموړی د سيند يوې ښکلې غاړې ته د يو انځر، مقدسې  ونې سيوري ته د حقيقت په لټه کيناست او پرېکړه يې وکړه، چې تر څو په حقيقت پوه شوی نه وي له دغه ځای نه به نه پاسي. دغه ځای (بوداګايه) نومېږي.
له دې وروسته ګواتاما بودا د حقيقت د موندنې لپاره (اناپانه سټي anapanasati) عبادت پيل کړ په دې يې هغه څه تر لاسه کړل، چې بودايان ورته منځنۍ لار(سنسکريت کې: (madhyamā-pratipad  وايي او د ځان کړولو  self-indulgence او رياضت self-mortification ترمنځ ده.
له څو ورځو وروسته د ګواتاما ذهن خلاص شو او ځان يې له غم او بيا-بيا زېږون څخه خلاص کړ او د بشپړ روښان شوي موجود (سنسکريت کې: samyaksaṃbuddha) په شان راپاڅېد.
په همدې سره د ده لټون پای ته ورسېد. د ده په وينا هغه څه چې غوښتل يې، ويې موندل. له دې وروسته ((سيدارتا)) ته (ويښ شوی)، (روښان شوی) يا ((بودا)) وويل شول. ګواتاما بودا په دغه وخت کې ۳۵ کلن و.
ډير ژر يې يوه ډله پيروان پيدا کړل او  تبليغ يې پيل کړ. اوس يې نو د (ويښېدو لار) چې د هندوستان په ټوله شمال ختيزه  خوا کې له ګرځېدو وروسته موندلې وه، خلکو ته ښووله.
 
 څلور لوی حقيقتونه Four Noble Truths:
د ګواتاما بودا په لارښوونو کې څلور لوی حقيقتونه مرکزي حيثيت لري. 
لومړی، ژوند غم (( دوکا)) دی. شتون Existence کې غم لوی لاس لري.
دويم، د غم لامل هوس دی. مونږ غمجن يو، ځکه چې د څيزونو وږي يو او په پايله کې د څيزونو غلامان ګرځو. د شتمنېدوهوس مونږ له پوهې او بصيرت   insightراګرځوي. يوازې د ښه توب، رښتينولۍ او له ګناه څخه د پاکېدوsalvation هوسونه د ستاينې وړدي.
درېيم، که هوسونه ولکه شي نو غمونه کمېږي.
څلورم، د هوسونو د له منځه وړلو لپاره پر(درنه اته نرخيزه لارNoble Eight Fold Path) تلل پکار دي. ددې لارې په پيروۍ کړاو پای ته رسيږي. دغه اته نرخېزه لار له (۱: ښه نظرRight view، ۲:ښه ارادهRight intention، ۳:ښه ويناRight speech، ۴:ښه کړنهRight action، ۵: حلاله ګټهRight livelihood، ۶: نیک کوښښRight effort، ۷:ښه يادښتRight mindfulnessاو ۸:ښه ترکيزRight concentration  څخه عبارت دي).
بودا ويل، چې نيروانا (د صوفيانو په ژبه: مطلقه ښکلا يا مطلق خير يا مطلقه خوشبختي) پر دغه (اته نرخيزه لار) له عمل کولو وروسته تر لاسه کېدای شي. له دې سره پرځانغوښتنه او افسوس برياموندل کېږي او بشپړه ازادي او ارامي ترلاسه کيږي.
د ګواتاما بودا په لارښوونوکې، ځان پېژندنه يوه له لويو نيکيوڅخه ګڼل شوې ده. له ځان نه ناخبري او په ځان کې وره کيدل self-centering، هوس او افسوس پيداکوي. ددغسې پوهې د تر لاسه کولو تر ټولو غوره لار ښه چلند دی. هر څوک بايد ځانساتنه Self-Control، تواضع Humility، سخاوت  او شفقت Mercy خپل کړندود وګرځوي.
بله لويه نيکي د بودا په نزد مينه ده. ده ويل، چې يوښه لارښود هرومرو بايد ((له مينې ډک زړه چې غصه او ناوړه هوس ونه پېژني، ولري.)) بودا ويل:(( کرکه په کرکه هېڅکله نه پاکېږي، کرکه په مينه پاکيږي.))
 
ځينې بودايي باورونه:
بودايان په خپلو عباداتو سره کوښښ کوي، چې د وجود له بند څخه خلاص شي او له عدم وجود (نيروانا) سره ياد مسلمانو صوفيانوپه وينا له مطلق حسن سره  يو ځای شي. دوی وايي، چې بشر له داسې څيزونو څخه جوړدی، چې له انسان نه مخکې يې شتون درلود او له مړينې وروسته به بېرته هغه حال ته ورګرځي اوبيا به په نړۍ کې منتشرکيږي.
 
کرم يا کرما:
ددې کلمو لغوي مانا کار يا عمل دی. يوازې پر انسان نه بلکې پر ټولو ژوندي سرو د هغو د خپلو کړنو اغېز موجود وي. په ځانګړي ډول  غم (دکا) د انسان د خپلو غلطو يا ناوړه کړنو پايله وي. کرما د علت او معلول قانون دی. کرما پر دې ټينګار کوي، چې ټول وګړي  د خپلو تېرو او اوس مهالو کړنو مسوول په خپله دي او د خپلوکړنو د پايلې مزه به څښي.
د دې واقعيت ځواب په دې کې خلاصه کېږي:
د کړنې اراده پر خپل ځان د کړنې اغيز او پر نورو خلکو د کړنو اغېز د بودايي لارښوونو اساسات په ډېر څرګند او عملي ډول دادي، چې هيڅ شی مطلق ندی، کړنې عواقب لري، بدلون امکان لري. لکه څنګه چې بودايت  پر يوخالق خدای باور نلري او عبادت ته يې په  خپل دين کې ځای نه دی ورکړی نو له همدې امله يې ځيني وګړي په دينونو کې نه شمېري.
 
د ګواتاما بودا تبليغ:
بودا چې کله په حقيقت ورسيدنو د خپلو نظرياتو تبليغ يې پيل کړ او ډير پيروان يې وموندل. دوی به خپل ځانونه ( ارهت Arahat)) چې د (ارزښتمن کس)) مانا ورکوي ګڼل.
هرمذهبي لارښودMonk به ژيړه چپن robe اغوستله، سر به يې خرېيه، د ملنګانو کچکول به يې ګرځاو او هره ورځ به يې عبادت کاوه. هرمذهبي مشر به خپله کورنۍ، ملګري او شتمني پرېښووله. ګواتاما بودا او د هغه مذهبي ملګرو ورو-ورو د هندي ټولنې  طبقاتي پولې ماتې کړې او بالاخره ډير وګړي يې په بودايت کې سره متحدکړل.
د بودا پيروانو د هغه لارښوونې ټول هندوستان، تبت، سريلنکا، برما، تايلنډ او ان افغانستان ته ورسولې او وروسته يې په لږ څه بدلون د چين، جاپان، کوريا او نورو سيمو ته هم ورسيدې.
د وخت په تېريدوسره د نورو دينونو په شان د بودا له لارښوونو بېلا بېلې فرقې او فکري ښوونځي رامنځته شول. د بودا له مړينې وروسته يې پيروان په دوو ډلو هنايانه Hinayana (کوچنی ګاډی) او ماهيانه  Mahayana (لوی ګاډی) ووېشل شول. هنايانه، د بودا اصلي لارښوونې تعقيبولې خو ماهيانه د بودا لارښوونو ته پراختيا ورکړې وه.
بودايت که هر ډول و خو په هغه وخت کې هندومت خپل اغېز له لاسه ورکړی و او هندي ټولنه له ګډوډۍ سره مخامخ وه. په دغه وخت کې ګواتاما بودا بغاوت وکړاود هندي ټولنې وګړي يې تر ډېره بريده پر يو ټغر ټول کړل.
 
بودايت که څه همډيره انساني فلسفه او ژوند لاره ده خو پدې لار کې انسان له هيلو او ارزوګانو څخه منع کيږي چې په پایله  کې انسان د پرمختياکوښښ پريږدي او ګوښه نشين کيږي او د يو څيز د بدلون او پرمختيا وړتيا له لاسه ورکوي.
خو دبودايت د عبادت لارې د انسان له فکري ودې سره مرسته کوي او د يو ښه انسان په جوړښت کې عملامرسته کولای شي.
بودايت دصوفيانو پر افکارو ژور اثر کړی او ددغو افکارو په پایلهکې صوفيان هم د نږه ښکلا (مطلق حسن) په تمه د کوټو په کونجونو کې ناست وي او دژوند نورې معاملې پريږدي او د ژوند عقلي او قانوني لوبه کې ماتې ته غاړه ږدي، مني یې او ٍيوازې په خيالاتو کې ژوند کوي او له خيال پلونو نه خونداخلي.
که څه هم يو شميرهغه بودايان چې دخپل دين  منفي ټکيو او نيمګړتياو پټولو او ساينسي ښوولوکوښښ کوي وايي چې ټول بودايان ګوښه نشين ندي او خپل هوسونه، نه وژني خوداخبره ځکه سمه نه بريښي چې د بودايت اصلي موخه د ((نيروانا)) ترلاسه کول دي او ((نيروانا)) ترلاسه کولو لپاره چې کوم عبادات کيږي هغه تقريبا ټول دژوند له هيلو سره غيږې نيول او دخواهشاتو مړه کول دي.
دبودايت ((کرما)) واقعا چې ډيرعلمي او ساينسي قانون دی، د هر انسان سرنوشت د هغه پر کړو وړو ولاړ دی او هر انسان چې څه کري هغه به ريبي چېپر دې اساس ژوند کول انسان ته د تقدير په لاس کې نيولو چانس ورکوي.
 
اخځونه
پرشاد،ډاکتر،ا.(۱۹۲۶ ز) تاريخ هندوستان. لومړی چاپ. دهلی: اله اباديونيورسټي. جلالپوري،ع، ع. روايات فلسفه، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان جلالپوري،ع، ع. خردنامه جلالپوري، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان   فقيري،م، ن.(۱۳۸۸هـ ش)گزيده تاريخ افکار سياسي. لومړی نشر. کابل: مؤسسه تحصيلات عالي دعوت. پښتو ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://www.wikipedia.org> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). اردو ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://www.wikipedia.org> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). فارسی ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://www.wikipedia.org> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). انګلیسي ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://www.wikipedia.org> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). ایټیم انلاین ویبپاڼه. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://www.etymonline.com> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). د بودا او بودیزم په هکله ځانګړې ویبپاڼه. (۲۰۱۳) د بودا او بودیزم په اړه ځانګړې لیکنې (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://www.buddhanet.net/e-learning/5minbud.htm> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). انګلیسي ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) ګواتاما بودا (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ<http://en.wikipedia.org/wiki/Gautama_Buddha> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). انګلیسي ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) ګواتاما بودا (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ <http://en.wikipedia.org/wiki/ Buddhism> د لاسرسي نېټه (مارچ ۲۰۱۳). The World Book Encyclopedia (1960 AD). Volume B. USA: Field Enterprises Educational Corporation. Hassan, Brig J (1990 AD) India: A Study in Profile.Rawalpindi, Pakistan: the Army Press.  دا مقاله په انسان مجله کې خپره شوې ده