
په دي ورستیو کي ټاکنیزو ناندریو او دقدرت پرسر د جلادانو نه سر خلاصي زموږ ډیري هیوادوال فقر ته اړ کړي دي که دلته هغه بیلګي ټولي راواخلم چي په دي اړودوو کي زما ولس ورسره مخ دی شاید زما دقلم تر وس تیره خبر واوسي خو دومره ویلاي سم چي د قدرت پر سر وږیو نن زما په هیواد کي هغه په نس وږي ماشومان کونډی رنډی یتیمتان نورهم د پولي ټک ته کښینول چي دیولي مړۍ ډوډي دپیداکولو لپاره يي د سوال لاس غځاوه بډاي خو له غروره ورته کتل لاهم نه خو هغه کسان چي ددوي لاس به يي خالي نه پریښودي نن يي هغه هم دومره بي روزګاره کړي چي ان نن هغی مور ته هم په هغه لاره نسي راتلاي او دزړه له درده پر بل لار تیرږي که يي زه په خپله پر خپل ځان فرض وګڼم چي په ګرمي کي دیخ ایرکنډیشن شاته څملم دخوراک وخت کي راته کبابونه شرابونه پراته وي او دڅښاک په وخت کي هغه مشروبات چي دهریو ه قیمت يي دیوي غریبي کورني دکورټول خوراکي تو کي باندي اخیستل کیږي نو زه دکو څي له وږي نه څه خبر شم او دهغه داولاد دزړه دغوښتنو څخه څه خبر شم نو ځکه مي زړه درد راکړاو ددي پرقدرت مستو ته یو څه ولیکم زه کوڅه په کو څه له یوداسی جالیبي پیښي سره مخ سوي یم چي ما له خپل ځان څخه نفرت سوي دي مخکي خو لاښه ووچي یوڅه روز ګاروو هغه که به په هر څومره زحمت وو پیداکیدي خو اوس چي هر څه زیار وباسی نو د۱۰۰افغانیو په ارمان به مازیګر بیرته کورلورته خوځیږي ځکه چي بډاي خپلي ګټلي خوري صاحبان خو چي لس کاله پر کورکښیني لابه يي هم دیو مارکیټ ګټي ته هم صدمه ونه رسیږي خو خبره دهغه چاکو م چي دماښام دايي ماښام پیداکوله او دسهار دايي سهار اوس خو نه غریب دماښام داپیداکولاي سی او نه دسهار سوال دلته دي چي اوس نه کار شته نه دجلادانو سر سره خلاصیږي نو هغه غریب بیوزله بي له دي چي یاهم خپل اولاد ووژني او یاهم بل کو م داسی عمل ترسره کړي چي ددوي دړانده قانون په اصطلاح مجرم دي نور نو څه وکړي ځکه چي دارګ ارمانجنه هرڅه تا ورباندي ودرول سوداګرپښي غځولي وايي ته ودریږه چي زموږ دارګ ټیکدار مالوم سی دوکاندار خپل مال ترتاریخ تیروي خو مجبور ته قرض نه ورکوي ځکه چي له تکراري انقلابونو ډاریږي فاریکه والا تولید نکوي وايي چي هسینه تاوان وکړم وزیر صیب چي مخکي مارکیټینګ ترسره کاوه هغه يي ددولت دچپه کیدو له ډاره دوبۍ ته وړي دي او هلته يي عربانو ته چي تر خولي ماړه دي پانګوونه پیل کړي ده دلته هیواد کي يي فقط زه او خپل دغاړي کمیس پریښی یو او س نو دارک ازمانجنه او دګل خاني په نشه کي ورک یاره زه اوس دي غریب او بیوزله ته په غوږ کي څه ووایم ځکه یوازي زه یم چي اوس په کلي کي ګرځم اوصرف ماته يي دفریاد اواز رسیږي خو زه به نو څه وکړم که هرڅومره درته ووایم خو باورنکوي که بیا یی وکړی نو به راته ووایه ته راځه یاره دادنیا غمونه پریږده راشه چاي او ډوډۍ راسره وخوره بس دابه مي دټول دردونو جواب وي او زه پوهیدای سم چي ته نو له ماڅخه نور هیڅ هم نه پوښتي چي په کو څه او ښار کي سره لمر ته لالهانده وږی تږي څنګه دي څه غواړي ایا هغه اولادونه لري نس لری خوراک څښاک کوي خوب کوي هو هغه هم ستا پشان انسانان دي دژوند هرڅه اسانتیاوو ته اړتیالری همداسي اولادونه لري او دخپل اولاد او ځان دپاره همداسي څه خو ښ دي لکه ستا چي خو ښ دي خو ستا او ددوي ترمنځ دومره فرق دي چي هغه دخداي دوستان دي او دهغي نړۍ په تمه په دي نړۍ کي دوزخي ورځي او شپي سبا کوي بس نو عدل خو دیوذات په لاس کي دی چي هغه ذره پر ذره حساب کوونکی دي او بیا تا دارګ پر ځاي بل چرته لیږي نو که دي چیري یو څه له نشي څخه ځان رابهر کړ او یو ځل دي په کو څه کي دي کوڼډو یتیمانو او بی سرپناوو ته وکتل ډیر به ښه وي مسلمان که وي نو ډیر ژر به يي دریځ بدلون وکړی او له هغوي سره به دهغوي په غم کي وژاړي خو اوس موږ هغه څه چي غو ښتو نه وسو په کښی مو خپل ځانونه قربان کړو کوتي مو له لاسه ورکړي او موږ خپلي ښي راتلوونکي ته خو شحاله و خو افسوس چي هغسی ونسو هغه یو متل سوي چي له ډک لوښي یو څه تو ئیږي نو مخکي ښه وو یو څه ناڅه پیدا کیدل دوږو ګيډي مړي وي او هر څو ک پرخپل حال خو شحاله ول اوس موږ بیرته هغه پخوانی حال قبول دي نه غواړو دوام اونه غواړو همپاله موږ او خپله دغریبي جونګړه مو پریږدي خدای ج هرڅو ک ویني داچي تاسو وایاست چي داهرڅه دملت لپاره ترسره کوو نو بیا یو شپه راووزي او په هغه ځاي کي په وږي نس شپه تیره کړي کو م چي دابی وزله کسان دخپل ټول عمر شپي او ورځي تیروي او بس کړي نور دادارګ ډرامه مو خلک ستړي سول او نور له ډیره لوږي مجبوره دي چي خپل ځانونه او اولادونه وخوري اخربه داهم ورباندي ودریږي خو ستاسو ټاکنیزي ناندرۍ به لاهم داسی وي خو دومره وایو چي خداي مو ژر ارګ ته ورسوه او خداي مو ژر ورباندي خو شحاله کړه چي له غمه مو خلاص سو تا سو هلته ارګ کې راته خپل عیش عیشرتونه کوي او موږ او خپل لوږي تنده مو پریږدۍ چي څه ورسره کوو ځکه چي موږ باغیرته او دزغم خلک یو تل مو مبارزه کړي او لابه يي ترسره کوو تاسو ته ارام ارګ او ښه پنځه کلنه دوره خو په دي هیله چي یو له تاسو نه ژر ارګ ته ننووزي