
چې زلمی رسول سره ځم ولي له طالبانو سره نه ځم (ګل اغا شېرزی)
د ولسمشرۍ ټاکنو تر لومړي پړاو وروسته کله چې اوازې خپرې شوې چې ټاکنې دویم پړاو ته ځې د ولسمشرۍ دوه مخکښو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د تر سره کېږي پریکړه وشوه، دې دواړو نوماندانو تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ترلاسه کړې وې، په همدې خاطر د قانون له مخې به د هغو نوماندانو تر منځ ټاکنې کېږي چې له نورو يې زیاتې رایې ترلاسه کړې وي. د لومړي پړاو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې بریالی نوماند يې نه درلود د غني او عبدالله تر منځ ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې. د ولسمشرۍ نوماندانو خپلې ټاکنیزې مبارزي پیل کړې. په دې ټاکنیزو مبازرو کې نوماندانو پر دې هم کوښښ و کړ چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو نوماندان له ځان سره یو ځای کړي پر دې نوماندانو کې داود سلطان زوی، قیوم خان کرزي، هیدایت امین ارسلا او قطب الدین هلال پرته له دې چې د کوم امتیاز د ترلاسه کولو په فکر کې شي له اشرف غني احمدزي يي ملاتړ وکړ. د همدې مبارزو په لړ کې د اشرف غني احمدزي ټیم او د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره د هغوي د راجذبولو لیده کاته پیل کړل، خو په دې لېدو کتو کې اشرف غني احمدزی له ډاکټر زلمي رسول او ګل اغا شېرزي سره جوړ جاړې ته ونه رسېد، په دې خاطر چې هغوی په راتلونکي حکومت کې د ونډې غوښتونکې ول، خو اشرف غني احمدزي هغوی ته د امتیاز د ورکولو انکار وکړ. د معلوماتو له مخې چې ولې زلمی رسول او ګل اغا شېرزی له عبدالله عبدالله سره یو ځای شول ویل کېږي چې دوی له اشرف غنې احمدزي سره تر کتو وروسته دې نتیجه ته ورسېدل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم غیري پښتون دی او د پښتنو ونډه په دې ټاکنیزې ډلې کې لږ ده، دوی دواړو ښاغلیو فکر وکړ چې په پښتنوکې يي نفوذ او پلویان کمي دي د دې پر ځای چې د اشرف غني احمدزي په ټیم کې بې ونډې پاتې کېږي او د عبدالله عبدالله تر بریا وروسته د هغه په ټیم کې د پښتنو استازيتوب او ونډه ترلاسه کوی شي له عبدالله عبدالله سره یو ځای شول. اوس چې ټاکنیزې لانجې اوږدې شوې او عبدالله عبدالله په خپله په راتلونکي حکومت کې د امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کې دی، ګل اغا شېرزی او زلمی رسول په دغه لانجو کې نه ښکاري او نه يې هم هغه څرګندوې وکړې چې د دویم پړاو ټاکنو تر سره کېدو وروسته یې کولې او ویل یې چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم په ټاکنو کې درغلۍ کړي او دوی د ملت له رایو پوښتنه کوي او پرې به نږدي چې له نامشروع لارې حکومت رامنځته شي. له دوی څخه ، خو له اشرف غني احمدزي سره یو ځای شوې نوماندان ښه دي په ټولو غونډو او مجلسونو کې ګډون لري او په ټاکنیزو لانجو کې د احمدزي پلوي کوي.
ښه مې په یاد دي چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړي ګل اغا شېرزي په هرات ولایت کې په خپلو خبرو کې ویلي و چې د زلمي رسول سره یو ځای کېږم نه ښه ده چې له وسلوالو طالبانو سره یو ځای شم بیا يې وویل ملامې دې ماته شي چې زلمي رسول ته تېرېږم ولي له یو مجاهد سره نه یو ځای کېږم له اوله داسې ښکاریده چې د ده تمایل عبدالله عبدالله ته و، خو عبدالله عبدالله په لومړي پړاو کې خیال هم پرې رانه وړ.
په تېرو ۱۳ کلونو کې چې د شمال ټلوالې او په ځانګړې توګه اسلامي جمیعت له ډېرو ډلو او ټپلو سره جوړ جاړی کړی دی او داسې ایتلافونه او جبهیې سره جوړې کړې چې د امتیاز ترلاسه کوولو وروسته بیا نه جبهې معلومې شوې او نه هم ملي ایتلافونه. د ټاکنو تر پیل وروسته شمال ټلوالې ټول تنظمي حزبونو راټول کړل او د ټاکنیز اتحاد په نوم یې د یو نوي ایتلاف جوړیدو بنسټ کېښود، خو د دغه ایتلاف تر اعلان وروسته بیا د دوی تر منځ یوه غونډه هم ونه شوه یوازې اسلامي جمعیت نړیوالو ته په دغه ایتلاف ځان وښود او د ایتلاف غیري جمعیتي غړو له دې پرته چې خړ شول بل هیڅ يې تر لاسه نه کړل. اوس په زلمي رسول او ګل اغا شېرزي هم د ټاکنیز اتحاد د غیري جمیعتې غړو کار وشو یوازي د ملت پر وړاندې خړ شول او نور یې هیڅ ترلاسه نه کړل.
په درنښت.