
السلام عليکم : الله تعالی نه لومړی خپل ځان او بيا تاسې ټولو ته د نيکو توفيق غواړم .
جنابه ! دا چې ما او تا نه چېرته سره ليدلي او نه مو څه پېژندګلوي يا نورې اړيکې شته نو ځکه له ټولو جانداريو تېرېږم او خپله اصلي خبره پيلوم . زما خبره هيڅ کوم دنيايي مادي او سياسي مطلب سره تړاو نه لري . بلکې دا يوازې د لورينې ، خواخوږۍ او الله تعالی نه د ثواب په هيله درته وړاندې کوم . تاسې يقين وکړئ چې شخصاً زما او ستا تر منځ د يوې ذرې په کچه څه نور غرض نشته . البته ښکاره ده چې موږ او تاسې په اسلام، هېواد او پښتونولۍ کې سره تړلي يو . په هر صورت عرض مې دا ؤ چې که زما معلومات سيي وي نو اورېدلي مې دي چې زما په شان تاسې هم سپين ګيري ياست او دا خو معلومه ده چې وايي سپين ګيري د ګور پر غاړه ولاړ دي ،معنی دا چې له سپين ګيرتوبه وروسته بله مرحله نشته ، يوازې مرګی دی چې يو ناڅاپه راځي ، چا ته څه مههلت نه ورکوي . او بيا هر څوک خپل هغه مالک سره مخامخ کيږي چې له نېسته يې را پيدا کړ ، له يو څا څکي ، بيا يې د مور په ګېډه کې د روغ ماشوم په توګه څو مياشتې په يو ځانګړي سيستم خواړه ورکول له زېږونه ورورسته يې تر دوو کلونو بيا د يو بل نظام له لارې ډېر اعلی درجه خوراک ورته وټاکه ، ماشوم لوی شو ځواني او ځواکمني ته ورسېد او بيا يې د بوډاتوب په رارسېدو بيرته کمزورتيا پيل او دا شان تر مرګه دا پړواوونه ورته وټاکل . مطلب مې دادی چې ما او تا غوندې سپين ګيرو ته په کار ده چې خالق او مالک سره د ملاقات له ورځې غافل نه شو ، شپه ورځ خپل ګرېوان سره په مراقبه او محاسبه کې اوسو او هيڅکله په دې فاني ژوندانه ونه غوليږو ځکه مرګی نا څاپه راځي او بيا قبر ته د هيچا مرسته نه رارسيږي . موږ به ضرور هغه لوی خدای سره مخامخ کېږو چې ځمکه ، اسمانونه ، لمر ، سپوږمۍ او ستوري يې پيداکړي . هيڅوک نه شي کولای د چا عمر يوه ثانيه زيات يا لنډ کړي ، نه دا چې شپه لنډه يا اوږده کړي . يوازې هماغه ذات دی چې لمر له ختيځه را خېژوي او لويديځ لور ته يې بيايي . ورېځې ،بادونه ،بارانونه ، توپانونه ، زلزلې يوازې د هماغه کار دی . بې شکه الله عزوجل هغه ذات دی چې حاجت من خپل حاجتونه ترې غواړي نو که د هغه له خوښې او حکمت سره برابر وي ، بالکل يې ورکوي او چې بې وزلي ، مجبور او مظلوم خلک يې په اخلاص را وبولي ، يقيناً مرسته يې کوي . هماغه ذات چې مور وپلار ازاروونکي ته خامخا په همدې دنيا کې سزا ورکوي . نو که هغه خدای نه وای داسې ناړامه خلکو ته به چا سزا ورکوله ؟ لکه چې الله عزوجل په خپل مبارک کلام کې ډېره يادونه کړې چې تاسې په ځمکه کې وګرځئ او دا وګورئ چې له تاسې مخکې د ظالمانو انجام څنګه شو ؟ ورشئ له عاديانو ، ثموديانو ، قوم لوط او فرعونيانو ځان خبر کړئ ! د هغوی مېنې او د ودانيو پاتې اثار او نښانې وګورئ او پوښتنه وکړئ چې څرنګه هلاک شول ؟ تاسې ورشئ د قوم نوح له توپانه ځان خبر کړئ ، د قارون پوښتنه وکړئ او مکه کې د ابرهه لښکر د تبايي معلومات لاس ته راوړئ . ددغو ظالمانو د تبايي او هلاکت يادښت نه يوازې په قران او حديث کې راغلی ، بلکې د نړيوالو ډېرو ليکوالو او تاريخ پوهانو له خوا يې چې له سره خدای جل جلا له نه مني هم تأييد شوی . ډېر ليکونه او د ودانيو اثار يې اوس هم د نړۍ مختلفو ځايو کې موجود دي او ساينس پوهان د نوموړو ځمکو له کتنې او څېړنې وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې يقيناً نوموړو سيمو کې فوق العاده پېښې منځ ته راغلې دي . نو هيڅ شک نشته چې هماغه قادر ذات موږ هم بې حکمته عبث نه يو پيدا کړي او خامخا به يوه ورځ د هغه په وړاندې له خپلو اعمالو پوښتل کېږو. راځئ يو څو لنډې شېبې د خپلو افکارو او اعمالو په هکله له ټولو خلکو په ډډه خپل ګرېوان کې ښه غوروفکر وکړو چې زموږ کړنې خو به د هغه لوی ذات د غضب وړ نه وي ، هسې نه چې خدای جل جلاله دې نکړي يو نا څا په مرګ را ړومبی شي او پرته له توبې ور وغوښتل شو . راځئ سر له ننه د خپل مرګ لپاره د چمتووالي ، الله تعالی سره د مخ کېدلو او حساب کتاب په هکله فکر وسوچ وکړو . په دې هکله تر ممکنه حده مشفق او خواخوږو نېکانو خلکو سره يو څه وخت کېناستل ډېر ګټور تماميږي نو هڅه پکار ده چې دغه شان کسانو سره څو شېبې کېنو او د خپل زړه د صفايي او له ناراؤ او ګناهونو د خلاصون څه چل او طريقه ترې زده کړو . کنه شيطان خو ډېر لوی دښمن دی ، هغه موږ ته ډېر ناوړه اعمال ښايسته کوي او د الله تعالی غضب سره مو مخامخ کوي . ښايی موږ به غفلت کې ډوب يو ، د څه تعصب يا مادي ګټو له امله به مو د زړه پر سترګو پردې راغلې وي او په دې توګه به نا حقه د چا وژنو ، تر ټنو او ځورونو لامل ګرځېدلي يو . راځئ پر خپل دريـځ له سره کتنه وکړو او د خپلب ملک د سوکالۍ ، ودانۍ او امنيت راوستو په مقصد له ټوپکه پرته کومه بله مناسبه لار وګورو تر څو الله عزوجل مهرباني وکړي او دا ولسونه سره جوړ او د ورورګلوي پر ټغر کينوي .هيله کوم زما په دې خبرو خپه نه شئ او دا چې ستاسې څه وخت مې هم ونيو بښنه درنه غواړم ستاسې د ټول کلي کور د خوشالۍ او کرارۍ په هيله ....................
والسلام علی من اتبع الهدی – ۵-۶ -۱۳۹۳ هـ ش .