د بګرام ترهګر!؟

 
 
د افغانستان له يوې لرې سيمې  څخه نوې واده شوې جوړه وه، ٨ مياشتې له واده کيدې خو اولاد يې نه وو نو په همدې خاطر زوم او ناوې په بايسکل يو زيارت ته روان و چې تعويض واخلي خو په لاره کې د بهرنيو ځواکونو له خوا لکه کوم خطرناک ترهګر چې وي محاصره شول او ونيول شول. زوم او ناوې سره جلا شول. زوم په بګرام کې بندي شو او له دې هيڅ خبر نه و چې ناوې يې څه شوه، چا بوتله او څه پرې وشول. کلونه کلونه تير شول، ځوان په بګرام کې پروت و، نه يې چا د ګناه پوښتنه کوله او نه د بې ګناهۍ، خو دده زړه هره شيبه لکه په چاړه غوڅ غوڅ کيده، ناوې مې څه شوه، اوس به په څه حال وي؟ خداې دې دا درد هيڅ چا ته نه ښايې، که څوک لږ هم غيرت او احساس لري نو د دې ځوان په درد پوهيداى شي، الله دې موږ ټول ترې په امان ساتي.
 
بلاخره د بګرام  غير قانوني زندان د يو تفاهم ليک په اساس افغان حکومت ته وسپارل شو، په دې زندان کې يوشمير هغه زندانيان چې څه شک پرې و، او يا کوم سند يې پرخلاف موجود وو، هغوي څارنوالۍ ته وسپارل شول او پاتې ٦٥٠ تنه هغه کسان چې هيڅ رنګه شاهد، سنداو يا دليل پرې وجود نه درلود، خوشې شول. په دوې کې همدا ځوان هم وو، ښاغلي عبدالشکور دادرس د ده دوسيه وڅيړله، په دوسيه کې هيڅ هم نه و، ځوان يې را وغوښت او ورته يې وويل چې ته نور خلاص يې . د زندان کړاو او د ناموس درد عقل اوهوش ځينې اخستې وو، بس همدا پوښتنه کوله چې ښځه مې څه شوه، ناوې مې څه شوه،زه څنګه کورته لاړ شم، په ناوې مې څه وشول؟
اوس يو شمير خاصو کړيو ځمکه آسمان سره يو کړي چې له بګرامه ترهګر خوشې شوي، حقيقت دادى چې له بګرامه يواځې بې ګناه کسان خوشې شوي او بيا که د دې ځوان په شان څوک د خپل ناموس په درد کې د انتحار واسکټ واغوندي او يا ټوپک په لاس کې واخلي نو اصلي مقصر به څوک وي، هغه ځوان چې ناموس يې پايمال شوى، او کلونه کلونه يې بې ګناه په زندان کې تير کړي او که هغه څوک چې دې يې نيولې او کړولى.
اوس نو که چيرې انتحارکيږي او که جګړه، چې هره پيښه وشي ځانګړې رسنۍ او ځانګړې کړۍ شور پورته کړي دا ځګه چې د بګرام نه ترهګر خوشي شوي، خو هيڅ رسنۍ د مثال په توګه ونه ښوده چې  د بګرام کوم ترهګر په کومه جبهه کې ټپي شوى، وژل شوى او يا نيول شوى. او بيا احياناً که يو نيم څوک د عقدې له مخې تللي هم وي، ته به وايې دا ١٣ کاله خير اوخيريت ؤ نه جنګ وو نه جګړه وه  او اوس چې دا د نړۍ تر ټو خطرناک تروريستان له بګرامه خوشې شول نو په هيواد کې بې امني شوه.
کاشکې دا کړۍ دا پوښتنه هم مطرح کړي، هغه ترهګر چې د کابل په خواجه بغرا کې د بهرنيانو له يو کمپ څخه د وتو په حال کې يې  موټر سايکل انفجار وکړ، آيا هغه هم له بګرامه راغلى و؟ او اوس کوم ماموريت ته روان و چې د کمپ په دروازه کې وچاوديد؟
کاشکې دا پوښتنه هم  مطرح کړي چيرته چې اسامه بن لادن ووژل شول او هغه چا چې هلته اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه د هغوې پرضد ولې عمليات نه کيږي
ولي د کرښې ها خوا له کراچې نيولې ترپنجاب او اسلام آباده د ترهګرو په پټنځايونو عمليات  نه کيږي، حتي يو ساده سياسي فشار پرې نه راوړل کيږي، خو افغانستان سره په سياليو کې د افغانستان پرځاى د هغوې ملاتړ کيږي.
او همدا کړې ولي د هغه پاکستانيانو په خوشې کيدو اعتراض نه کوي چې له همدې بګرامه د امريکاييانو لخوا بې له محاکمې خوشې کيږي
د خپلو بې ګناه او مظلومو هيوادو والو په خوشي کيدو بيا ځمکه او آسمان په سر اخلي او وايې چې له بګرامه ترهګر خوشي شوي، ولي؟
آيا د پردو مرييتوب ځنې وجدان، غيرت او احساس هرڅه اخستي او که تعصب يې سترګې ړندې کړي، هماغه کړيو چې پرون يې ويل غټ غټ بمونه پرې وغورځوى، نن د بګرام نه د بې کناه افغانانو په خوشې کيدو اعتراض کوي، نو د دوې اعتراض په څه شي دى؟ خوشي شوي کسان خو ترهګر نه دي بې ګناه دي ، البته د بګرام نه اکثره خوشي شوي کسان پښتانه دي نو آيا  اعتراض په دې دى چې پښتانه ولي خوشي کيږي!؟