
ډاکټر احسان الله درمل مې ملګری دی، دا بېله خبره ده چې ددې ملګرۍ کیفیت څه او څومره دی؛ خو چې سره لږ وخت هم د ناستې پېدا کړو نو په یوې موضوع کې ورنه پوښتنې پېل کړم او چې ناسته مو ختمیږي نو ښایسته ډېر څه مې ترې زده کړي وي.
یوه ورځ مو سره د هنر په ارزښت خبرې کولې، ویل یې د هنر کمال دا دی چې په بدرنګۍ کې ښکلا پېدا کوي، تیاره ښایسته نه وي خو هنرمن د خپل هنر په کمال خلکو ته تیاره هم ښکلې کوي او د همدې هنر په برکت خلک بیا په تیارې کې هم له ژونده خوند اخلي لکه سعود چې وايي
سپوږمۍ د کلي په زلمو باندې دې څه چل کړی؟
چې لمر راوخیژي له خدایه ماښامونه غواړي
کله چې انسان په یوه شي یا منظر کې ښکلا وګوري نو بیا د ښکلا درک کولو کمال دا دی، چې په انسان کې مینه او عاطفه زیږوي او عاطفه د ښو او بدو تر منځ هغه وروستی برید دی چې نه مذهب ته اړتیا لري، نه قانون ته او نه هم کلتور ته. زما په خیال خو د هنرمن او په ځانګړي ډول د شاعر رسالت همدا دی چې لږ تر لږه په اغزي اغزي، وینې وینې، ګردجن او خفه چاپیریال کې د موسکا یوه وجه ولټوي. که کوم شاعر دا کمال ولري نو د هغه په هنرمندۍ کې لږ تر لږه زه خو شک نه شم کولای.
ځينې ملګري به کیدای شي دا دلیل هم ووايي چې شاعر خپل کیفیات لیکي، دا یې هم حق دی، ځکه هر شاعر خپلې لاشعوري غوښتنې د هنر په روڼي کې د عقل له پولیسو راتېروي او له ټولنې سره یې شریکوي؛ نو که شعر د شاعر خپل فکر یا د شاعر لاشعوري غوښتنې وګڼو نو د شعر د شاعر حالات او نفسیات هم درک کولای شو.
اوس که د (ژوند) نومی نظم ولولو؛ نو تر ډېره یې د شاعر (حکمت سروش) په رواني حالت او نفسیاتو پوهیدای شو، یو وخت په یوې غونډې کې یو چا ویل چې زمونږ ادیبان ټول د یوه ژوند ارمان لري او پخپلو پنځونو کې یوازې هماغه خپل فکر یا ارمان ته کار کوي. پدې کې شاید داسې هم وي چې پنځوونکی یا تخلیق کونکی داسې یو ژوند وغواړي چې د ترلاسه کولو یا ورته د رسېدلو امکان یې ډېرې نه وي، که خدای مې نه غلطوي نو فکر کوم د اروپا (یوټوپيايي) ادب هم داسې یو شکل لره، هغوی ادیبانو هم د یوې خیالي نړۍ تصور کوه او هغه یې رسموله او بیا یې خلکو کې د هغه ژوند د ارمان جذبې راپارولې، کله چې په انسان کې جذبه راوپاریږی نو فکر کوم همدا جذبه به یې کار او ارمان ترلاسه کولو ته هڅوي.
اوس د حکمت سروش عجیب کار کړی دی، دده نظم کې خو نه مونږ ته دا ویل شوي چې په سپوږمۍ کې کور پکار دی او نه یې هم دا ویلي چې دا دنیا باید د جنت په څېر ښکلې او ودانه شي، دی نه خو د نړۍ واکدارانو ته وايي چې تاسو ولۍ نړۍ سیځئ او نه یې اسمان ته خوله خلاصه کړې چې د ښکلي ژوند غوښتنې ترې وکړي.
سروش له خپله فطرته هم تېښته نده کړې، دې خپل ژوند لوستی دی، د خپل ژوند تصویر یې مخ ته ايښی دی، پېل یې لدې کړی چې ژوند څه شی دی؟ هغه پوښتنه چې له ډېر خلک ورته بې جوابه دي، دی یې بیرته ځواب ورکوي وايي چې ژوند د مرګ توره سایه ده، دا مني چې ژوند له زهرو تریخ دی خو ............. خو دا نه وايي چې ژوند ګني ټول همداسې دی، سروش د مرګ تر همدې ساېې لاندې او په همدې ترخو شېبو کې بیا رڼاګانې او خوندونه لټولي دي، همدا دی کنه !........ همدا دی د هنر او هنر من کار او رسالت چې سروش په واقعي مانا پېژندلی او ترسره کړی دی.
زه به د سروش لیکل شوي ژوند پخپلې شډلې او بېخونده تشریح نه بېخونده کوم، تاسو یې نظم له زړه ولولئ او په اخر کې بیا زما پوښتنو ته ځواب راکړئ:
ژوند (حکمت سروش)
ژوندون څه دی؟ ژوند د مرګ توره سایه ده
زندګي که له ترخو زهرو ترخه ده
خو بیا هم په کې د شاتو ذایقه ده
او زر واره تر خوږې بورې خوږه ده
ژوند د مور پر ځنګانه د خوب شېبه ده
ژوند د پلار له مینې ډکه یو غوسه ده
ژوند د ښکلي ښایسته ماشوم موسکا ده
ژوند په لوبو کې په نه خبر ژړا ده
ژوند د خور د عاطفي رشتې مانا ده
ژوند د ورور د یارانې یوه دنیا ده
له درنښته د بابا له لاسه مچه
ژوند په لوبو کې اول ګټلې پچه
ژوند د نوي ځوانۍ ښه انډیوالي ده
په فالتو خبر خندا تر سبايي ده
د نجلۍ د لندو زلفو خوشبويي ده
په اتڼ کې د زلمو تر منځ سیالي ده
ژوند سهار کې له مکتبه څخه تېښته
په هر کار کې له ادبه څخه تېښته
ژوند د نوې مینې نوی غوندې کیف دی
اوف په زړه کې لکه سوی غوندې کیف دی
د لومړۍ مینې اول-اول اظهار دی
د تنکۍ مینې اول- اول اظهار دی
ژوند په سپینه پښه کې خوږ د پایزېب شرنګ دی
پر بارخو د سورکو شونډو پاته رنګ دی
ژوند په کار کې د لومړۍ تنخا غرور دی
په خپل لاسو د خوارۍ تنخا غرور دی
ژوند په لوڅو پښو په شنه چمن کې منډه
په ګرمۍ کې په لانده چمن کې منډه
ژوند پخپله کرونده د غنم کر دی
ژوند د خپلو غرونو لال دی او سپین زر دی
ژوند د ګل پرپاڼه څاڅکی د شبنم دی
ژوند بې حده انتظار د خپل صنم دی
ژوند د ښکلو د اوو رنګونو رنګ دی
هره خوا یې د بوډۍ ټالونو رنګ دی
ژوند د مینې د اوو سُرونو سُر دی
د خوږو- خوږو راګو سُرونو سُر دی
ژوند د آس د ځغستاګانو موسیقي ده
د څپو او هواګانو موسیقي ده
ژوند د اوښ غاړه کې پروت د جرس ږغ دی
په صحرا کې د اوبو د هوس ږغ دی
ژوند د ونو د شنو پاڼو نڅاګانې
په باران د لندو پاڼو نڅاګانې
په ځنګل کې د هوسیو مسته منډه
د وړو- وړو کبلیو مسته منډه
ژوند د سپینو ښایستو کوترو سېل دی
د مرغۍ ځاله کې د نوي ژوندون پېل دی
په ګرمۍ کې د یو څو شېبو باران دی
او پر للمې د وروستو شېبو باران دی
په یخنۍ کې د لمر ګرمې - ګرمې وړانګې
په اول سهار کې نرمې - نرمې وړانګې
ژوند په شپه کې تکه توره خاموشي ده
خو په ورځ کې تک سپینه رڼايي ده
په وریځ کې د عکسونو جوړول دي
او له ستورو امېلونه جوړول دي
طبیعت کې دا هر څه د ژوند یاران دي
خو یوازې انسانان یې دښمنان دي
له خپل زړه تپوس وکه، په پوره انساني صداقت ووایه چې د سروش ددې نظم لوستلو وروسته دې ژوند نه تعبیر بدل نشو؟ هره وړه وړه خبره درته ددې وړ ښکاره نه شوه چې انسان ته خوښي ورکولای شي؟ دا نه ګڼې چې په چمن کې پښې ابله پښې تللو خوند انسان نه د ډېر وخت لپاره د ژوند ټولې بدرنګۍ هیرولای شي؟
دا په واقعي مانا هنر دی او سروش په واقعي مانا هنرمن ! هغوی چې د شعر مخالفت کوي او هڅه کوي چې شاعر له اروایي پلوه سپک او (ډم) معرفي کړي؛ نو زه ورته یوازې یوه خبره کوم، چې پخپلې کمزورۍ دې اعتراف وکړي چې نه یې لا ژوند پېژندلی او نه یې په خپل تریخ ژوند کې حتی د یوې خوږې لحظې لټون کړی دی. ژوند (نظم) په ژوند کولو ارزي.
پای
کابل
۹ اګست ۲۰۱۴
دا لیکنه په انسان مجله کې خپره شوې ده