د وطن د نجات لاره ائتلافی که انتقالی حکومت؟

(يادونه : داليکنه يو وخت يوه تيوری وه مګر کله چی مونږ سوله ایزه ډله افغانستان ته ولاړو او د ټولنی د خلکو د هغو داستازو حقوق پوهانو، سیاسی ګوندونو ، قومی شوراګانو، هلته مشتو ديپلوماتانو او د قضیی دداخلی محوری قواو سره شریکه شوه پدی باور شو چی دا د ملی نجات بیړنی حل لاره ده.)
په پيړو پيړویو کی ځنی ملتونه د داسی حالاتو سره مخ کیږی چی هلته د ملی نجات مسله تر ټولو عمده وی . هسی خو د افغانستان خلک او نړيوال د ۱۳۹۳ کال ګډی وډی بی باوره ټاکنی د روانو انديښمنو حالاتو سبب بولی مګر پخپله همدا انتخابات د يوه اوږده  بحران په ادامه کی بل بحران وګرځيد.داسی بحران چی دافغانستان ملی يووالی يي د عملی ګواښ سره مخ کړ، داخلی جنګوته یی ټولنه وتره کړه او هغی ملی بی باوری ته یی لمن ووهله چی کلونه کلونه د بهر څخه  افغانی ټولنی ته پيچکاری کیږی
د افغانستان غوندی يوی پیچلی قضی ته چی ستر جهانی او منطقوی دولتونه پکی دخيل وی د قومی، مذهبی او ګروپی ذاویی نه کتل د ځان خطا  او د ملت سره جفا ده
که مونږ غواړو دغی مشکل ته عملی لار پیدا کړو که زموږ خوښيږی يا نه خوښيږی د هغو ټولو خواږو ترخو واقيعتونو ، قوتونو او علتونو سره رښتينی سلوک په کار دی د کومو نه چی دا بحران جوړ شوی.
د ملی نجات اړتيا د ملی بحران پهمهغه پرمختللی پړاو کی مینځ ته راځی ځکه خو موږ مجبور يو چی د دری څلورو لسيزو د احساساتی کودتاچيانو او ساده کسانو خبری همهلته پريږدو چيرته چی وی سترګی ښی وغړو ځان ملت او هغه جهان ته پام وکړو چی مونږه یی يوه برخه يو.
د افغانستان د لانجی د ټولو اړخونو پيېژندنه د رنځ تشخيص او نه پيژندنه یی ناروغ ته بدل دارو ورکول دی.
مونږ ته ولی د ملی نجات مسله مطرح ده د اځکه چی په نړيواله کچه ملی، طبقاتی، قومی، مذهبی او جغرافیایی تضادونه په رهبری شوی شکل د جهانی تضاد پر محور څرخول کیږی. ددغو کشمکشونو د اشتی او ټکر لپاره د وخت د اړتيا سره برابر قوتونه مینځ ته راوړل کیږی او له مینځ وړل کیږی سره ددی چی د تضادونو په ټکر او پخلاينه کی له اړوندو قواو نه کار اخیستل کیږی مګر د هغو په ترکیب او رهبری کی د ملتونو ولسونو او خلکو بی برخيتوب د يوویشتمی پیړی د پيچلی مبارزی اساسی مضمون ګڼل کیږی
سياسی فلسفی تعریفونه ته رنګ بدلول، د اسلام ، وطن ، مذهب، قوم او ديموکراسی په نومونو د هغو ريښی رایستل او د خپلو ټولنو د ملی کریکټرونو سره متضاده مبارزه له هم دی اور څخه هغه پورته شوی تاوو دی چی ځنی لړزانده اپرچونست کسان یی سياسی مجبوریت بولی.
د سیاسی خلکو دنده پدی نه ختمیږی چی د خبرونو مجموعی نه مقاله جوړه کړی.  حالاتو  ته سترګی په لاره وی. او په نهایت کی د جبر او اختيار ترمینځ دایمی جګړه حل شوی وګڼی ځکه د سیاسی کدرونو ځانګړی دنده د بندو سیاسی لارو پرانیستل دی د نړيوالو حالاتو د اوسنی مسیر د پيچلتیا سره د دنیا ټول خلک مخا مخ دی پدی توپیر چی ځنی ملتونو کی یی د مبارزی بنسټونه لاسوهنی کړی او يو څو هيوادونو کی یی دولتونه د سیاسی حقوقی او اخلاقی سوالونو لاندی راوستی مثلا په امريکا او اروپا کی د لبرال ديموکراسی علمی مرکزونه پدی باور دی چی د دیموکراسی سیاسی ارزښتونه دولتونو د اقتصادی شرکتونو په خاطر یرغمل او جاميع ساتلی او د هغو برځای د ګټو لپاره هغه پولی نړه ولی چی په ديموکراسی کی ورته سیاسی عدالت او اجتماعی انډول ويل کیږی
مګر ددریمی نړی روسی چین هندوستان او نورو ډيرو ملکونو خلک غواړی چی پدی جهانی چاپريال کی د خپلو روا غوښتنو په معيار تګ لاره خپله کړی داسی لاره چی ددویی ارمانونه په محور کی ځای ولری .
اسلام، تيلو، فلسطين او ځانګړی جغرافیی موقیعت منځنی ختیځ ته د نړیوالو کشالو د مور ځای ورکړی دی پخوا به ددی سيمی د پيښو څخه اروپا، افريقا او اسيا تراغیزی لاندی راتلل مګر د اسرايلو د دولت د جوړښت نه وروسته عربی ناسيونالیزم د فلسطين د قضیی سره او عربی دیکتاتور ريژيمونه د يهودی دولت سره په تړاو د مینځنی ختیز تضادونه نور هم پيچلی کړی د عربی ديکتاتورانو  او تل ابیب محرمانه پيوندونو په همغه بڼه منځنی ختیز ته د سترو قدرتونو لاسونه راغزه ولی چی شا او خوا يوه پيړی وړاندی ځنی اروپایانو د عربو متحده خاوره د شيخانو په ټاپوګانو وویشله.
که څه هم د افغانستان او د اوکرين پيښی د خبرونو سرخطونه دی مګر په اصل کی دا دواړه د کردانو د لانجی سره يو ځای د منځنی ختیز د بحرانونو سره تړاوو لری .
د داعش غوندی د اسمانی لښکرو راپیدا کیدل يا د سنی شعیه په نومونو خپل مینځی قتلونه که اجنبی لاسوهنی دی نو له بله اړخه د منځنی ختیز د اساسی تضادونو د حل سره نامعقول دریز هم دی.
په مصر کی د جنرال سيسی دپوځی کودتا په زور د داکتر محمد مرسی د انتخابی حکومت چپه کولو اخوانيت کمزوری نه که بلکه هغو ته یی ځمکه وتره کړه .
 له شروع څخه په اسلامی هیوادونو کی اخوانيت د سیاست يوه برخه وه مګر په مصر کی د انتخابی حاکميت پرځای د پوځی ديکتاتوری حاکميت ددی هيواد اخوانيت ته په سیاست کی حقانیت ورکړ.
د مصر ، ايران، فلسطین، ماليزیا او سوډان ځنی غورځنګونه چی مفکوروی خټی یی د اسلام ملت او اصل په اوبو اغږل شوی د افغانستان پاکستان عراق او نورو هغو افراطی جنبشونو سره توپیر لری چی بوه اجنبی یرغل ورته حقانیت او بل اجنبی دولت ورته قوت وربښلی.
د سړی جګړی له پیل څخه د ځنی اسلامی هيوادونو راډیکالی ډلی تر ډیره حده د سرمایداری کمپ په ګټه وکارول شوی مثلا د افغانستان مذهبی ډلو ته د شوروی اتحاد یرغل د سیاست په ډګر کی حقانيت ورکړ خو قوت ، اولیت او حاکميت ورته غربی دولتونو او د هغو سیمه ايزه ملګرو ورباښه . سره ددی چی دویی د زور ، پیسو او وسلو له پلو ډیر غښتلی دی خو د سیاسی او عقيده وی بنيادونو له اړخه ځکه کمزوری دی چی په مشخص وخت کی د مشخصو اهدافو لپاره د مشخصو کړيو له لوری وروزل شول ، وکارول شول او د خپل ارمان په ځای د پردیو لپاره چغی وهی ( ټول نه ) .
دمرده بادو زندباد احساساتی کسانو ته که هغه په هره مفکوره پوری تړلی وی حکومت ، باداری رياست او غور پیش د خپلی مفکوری ستراتيژی ښکاری مګر هغویی چی د ايدیالوژیو لپاره په معنوی، مادی، اجتماعی او عينی واقیعتونو خطوط په نښه کوی او ذمواری ورپه غاړی دی دغی کار ته سیاسی خودکشی يا ځان وژنه وایی.
ځنی دولتونو ته اسانه ده چی په  اسلامی هيوادو کی د سړی جګړی څخه یو څه پاتیشونی مذهبی ډلی د کرایی ديموکراتانو او اجاره شوو ناسیولستانو سره مالګه اوبه کړی مګر دا به ورته ګرانه وی چی د مفکوری پر اصل هغه مذهبی ډلی کنترول کی وساتی کومو ته چی کودتایی، شخصی او استبدادی ريژیمونو په سیاست کی د حقانیت زمنینه برابره کړی
چپلاری عموما له دوه چينو څخه اوبه کیږی اول یا صادراتی وی او یا د داخلی ذاتی ظالمانه مناسباتو زنږيدنه وی  له همدی امله د هغی سیاسی مذهبی چپګرایی سره مبارزه سل ځلی د هغه حاکمیت سره د مبارزی نه ګرانه ده چی په قدرت یی خيټه اچولی او په ثروت ځان ساتی.
داسی بریښی د منځنی ختیز د روانو پيښو تر شا د بهر څخه رهبری شوی مذهبی راډيکالیزم د عربی ناسیولیزم سره په  دی خاطر په جنګ اچول شی چی عربی ملت پالنه په چپګریی ووژنی او د افراطی ډلو شتون د راتلونکی بحران عامل ورګرځوی.
همدغی تجربی په افغانستان او عراق کی دوه ملتونه ګډ وډ او له ښپو وغورځول داچی څومره تاوان دی تجربی خاوندانو ته اړه ولی دی هغویی پری پوهیږی خو ددی څخه هم خطرناکه لاره داده که اجنبی صادراتی چپلاری د سیاسی انحصار په بڼه د دیموکراسی په پرده کی وروزل شی او وساتل شی ددی پر وړاندی چی کوم غورځنګونه مينځ ته راځی د هغوی اداره به ناشونی وی.
څنګه چی ځنی افغانی حلقی د خپلو ګروپی کټو په دایره  کی له افغان کشالی سره نیمګړی سلوک کوی همداسی پدی لانجه کی داخيل بهرنی دولتونه هم جنګ او سوله دواړه د خپلو ګټو تر سيوری لاندی ساتی ددی پر ځای چی ملګری ملتونه او دخيل اغيزمند قدرتونه د افغان بحران ریښی له بیخه وباسی دقوم مذهب ژبی ، ټوپک او سرمایی په انحصارګر ائتلاف کی اسیر ملت د خپلی ارادی د تمثيل جوګه کړی د همغو قوواو په اتحاد کار کوی چی د ستونځی د یوه اړخ په توګه د ملت پر وړاندی د شريکو اعمالو خاوندان دی .
د ۱۳۹۳ کال دانتخاباتو څخه راپورته شوی لانجه د قضیی د یوه اړخ تر مینځ مرحلوی سیاسی اختلاف دی. د همدی دواړو ډلو مشران او پلاویان پوره يوه لسيسزه په یوه حکومت او په يوه جبهه کی د خپلو مخالفيانو پر ضد حکومت او جګړه دواړه کړی نتیجه یی معلومه ده .
د نوم په بدلولو يا همهغه زاړه ائتلافی حکومت ته د ملی وحدت حکومت نوم ورکول د اصلی ستونځنی په حل کی هيڅ مرسته نه کوی ددی نه ښايسته حکومت بل نه پيدا کیږی چی نوم یی اسلامی وی قانون یی ديموکراسی وی مشران یی جهادی امیران وی وزيران یی تراشل شوی ديموکراتان وی امنیه قومندانان یی جهادی دلګی مشران وی او ساتونکی یی د ملګرو ملتو تر چتر لاندی بهرنی پوځيان وی.
خو د معنی نه تش دغه ښاسته نوم پدی ۱۳ کلونو کی نه د ملت قناعت تر ګوته کړ نه یی سوله راوستله نه یی د وسلوالو مخالفانو شمیر راکم کړ او نه یی د خپلو بهرنيو انډیولانو ګډ ماموریت سرته ورساوه.
په همدی دری ځل انتخاباتو کی چی ټاکنو او ديموکراسی ته څومره تاوان اوښتی هغویی پری پوهيږی چی په دیموکراسی باور او مطالیعه لری .
اوس د افغانستان ، سیمی او نړی حالات ۲۰۰۱ کال غوندی ندی ۲۰۰۱ کال کی چی ښاغلی اشرف غنی او ښاغلی عبدالله د همدغو ډلو سره په يوه واحد ګروپ کی د بڼ نه افغانستان ته راوړل شول نو تر شا یی B52 ، الوتکی ټانکونه پوځونه او بی حسابه ډالری نوټونه راروان ول د هغه غنی امکاناتو په شتون او يووالی کی ناکام راووتل نن چی دا هر څه په بل اړخ اوښتی خوا ته روان دی ددواړو اتحاد به څه وکړی.
د افغانستان خلک داتريخ حقيقت منی چی د افغان قضیی په خلق کيدو او حل کيدو کی بهرنی لاس برلاسی دی د خارجی اړخ د جوړونکی مرستی څخه پرته ځکه په افغانستان کی سوله او يووالی نه راځی چی هغویی لسیسزی لسیسزی زمونږ د هيواد په ځنی جنګی قوتونو او شخصيتونو پانګونه کړی یعنی ګټه په تاوان کیږی.
ځکه خو د افغاستان کمزوری حالت او د نړیوالو مناسباتو مسیر ته په پام افغانان اړین ګرځول شوی چی پورتنی حقیقت پخپله نژدی  راتلونکی کی ومنی. پد ی ځای کی مهمه خبره داده چی د افغانستان په قضيه  کی د خيلو برلاسو دولتونو مشروع ګټی څنګه په پام او حساب کی نيول کیدی شی.
۱ـ جنګی لاره : د افغانستان په شخړه کی د خيل بهرنی دولتونه د جنګی اهدافو پر اڼدول په سیاسی او اقتصادی ستراتيژیو کی یو د بل سره ډیر لری دی له همد ی امله جنګ همیشه وی او د سیاسی حل لاره په سترګو نه ليدل کیږی. هغویی چی په جنګ لنګر اچوی جنګی قوتونه د سیاسی قدرت د محور په توګه ساتی او د خپلی سیاسی ابرو د ساتنی په خاطر د ټولنی د اقشارو څخه اشخاص د نمونی په توګه راخلی او د محور څخه ګردچاپیره دایره تری جوړه وی. همداکار افغانستان ګام په ګام د بیلوالی خوا ته کشوی چی دا بیا پخپله د جهانی او منطقویی ګټو سره اړخ نه لګوی چا ته تاوان چا ته ګټه.
۲ـ تش په نوم حاکمیت :په يوه ويشتمه پیړی کی ددنیا سوق الجیشی  سیمو لپاره یوه تيوری  په کار اچول شوی چی هغی ته په خاوره او خلکو د حاکمیت څخه بی برخی حکومتونه وایی. پدی نظریه کی یو تن( پهلوان زنده خوش است) د جمهور ريس او يا هم د صدر اعظم په نوم ناست وی د هيواد په زرخيزه سیمو جنګ سالاران ، قبیلوی مشران او مذهبی رهبران ټولواکان وی. هرڅوک چی پیسی وسلی ورکوی هغویی ته پخپله سیمه کی د جنګ او سولی تخم شيندی دا تجربه په افغانستان کی وازمویل شوه ناکامه راووته. خو د پاتی راتلو سره اوس هم کار پری روان دی.
۳ـ د جنګ څخه سولی او د استبداد څخه ولسواکی ته مينځ مهاله دوره
چيرته چی سوله د جنګی او ديموکراسی  داستبدادی قواو سره سیاسی یرغمل وی ترڅو چی دا برمتی ازادی نه شی نه سوله راځی نه ولسواکی پلی کيږی په افغانستان کی د سولی سرنوشت د بهرانيانو څخه وروسته د هغو جنګی قواو په واک کی ورکول شوی چی جنګ ورته ثروت شخصيت او حاکميت ورکړی او ديموکراسی د هغو په اوګو بار شوی د کومو نه چی لسیسزی لسیزی په ولسواکی ډزی شوی تر ټولو لومړی دغی ستونځی ته د نه سيخ سوی او نه کباب لاره موندل ضرور دی
دافغان مجاهدينو څو غښتلی ډلی د خپلو د اخلی او خارجی ملاتړو او طالبان د خپلو کورنيو بهرنيو پلاویانو سره چی لومړنی يي ځانونو ته اسلامی دولت او دوهم یی اسلامی امارت وایی د افغان شخړی دوه محوری د اخلی اړخونه دی یوه ډله داسلامی دولت او اساسی قانون او بله یی د اسلامی امارت او شریعت په نومونو یو بل نفی کوی.
منځنی لاره داده چی دوی د افغانستان مسلمان، غازی او مجاهد ملت ته ددی وخت ورکړی تر څو د دواړو خوا سره داسی مشوری سرته ورسوی چی د هریو اړخ اسلامی ، ملی او کډ انسانی ورانديزونه پام کی ونیسی دا کار په جز کی خپل مينځی جرګو او په کل کی ملی سیمه ايز او نړيوال ملاتړ ته اړتیا لری .
داډول ملاتړ د شخص او څو محدودو کسانو څخه نه کیږی تر څو د بی پری ، پاکو ، په اسلام، وطن ، عدالت او ولسی حاکميت میین افغانان د یوه منل شوی ملی قوت په توکه یو د بل ملا وتړی او جهانی ټولنه د ملی او سیاسی باور په اساس ددو تر شا ودریږی.
پدغه وخت کی د ټولنی  دخلکو ترمينځ د نړیدلو پلونو د جوړه ولو ، سیاسی باور خپلولو او په اسلامی ملی طریقو د خدای پاک او د وطن په خاطر یو د بل پر وړاندی د حساب او تيریدنی لپاره داسی مرکزیت مينځ ته راځی چی ملی مشروعیت سیاسی باور او ټولنيز ملاتړ ورسره دی .
همدا مرکزیت  د قضیی د دواړو خواو په داخل او بهر کی د مشتو افغانانو څخه يوه منځ مهاله اداره میڼځ ته راوړی چی لومړنی اساسی دنده یی په ټول هيواد کی د سولی تامين او د جنګونو له امله تاوانی شوو افغانانو سره سمدستی مرستی کول دی دا ادراه د افغانستان په اساسی قانون له سره غور کوی د ټولو خواو په شريکو مشورو او ګډه موافقه د نوی قانونی تګ لاری په رڼا کی دداسی ازادو رڼو او عادلانه انتخاباتو تصمیم عملی کوی چی هغو کی هر بالغ افغان که نر وی يا ښځه او که مسلمان وی يا هندو د يوی رایی حق لری.