وړوکی غټ

 
ګومان کوم درې اتيايم، که څلور اتيايم کال و، له شفيق استاد سره هوجرې ته راننووت. ګواښونه يې کول: هغه ته يې ورمخ کړ "يره دا رييس مو په جيپ وهم. داسې يې نه وهم. دوه درې ځل يې پرې له پاسه تېروم راتېروم، چې سم يې چکني کړم، چي چا ته د ښکاره کولو نه وي."لاس يې راکړ. شفيق استاد وروپېژندلم، دا مې وراره دی، په ادبياتو پوهنځي کې دی. له لاس راغزولو سره سم يې راباندې ډز وکړ: " بل پوهنځی نه و، چې ته ادبياتو ته راتلې. ايله به د ونو په سيورو پسې ګرځې، شعرونه به وايې." ما ځواب ضرور ونه ګاڼه.
شفيق استاد ويل، چې دی مې په دعوت و جهاد کې ټولګيوال و. خو په نيمه کې ترې پاتې شو، اوس ژورناليزم ته راځي، خو زموږ رييس ورسره موافقه نه کوي.
منډې ترړې يې ډېرې ووهلې، خو کار يې ونه شو. چې و به مې ليد، د ژورناليژم د پوهنځي رييس به يې په ښکنځلو ووياړه. ويل به يې چې دا رييس په پڅه چاړه وژنم، چې نور مسلمانان يې له شره خلاص کړم؛ خو تر اخره يې ونه واهه، مسلمانان يې د رييس له شره خلاص نه کړل. خو ښه و، چې اشرف غني راغی. هغه پر کور کېناوه. بيا حضرت عزراييل له ځانه سره بوته. اوس به يې زما له ملګري سره د کړي زياتي ځواب ورکړی وي.
چې ژورناليژنم کې يې کار ونه شو، غريب ادبياتو ته کېناست. همغه د ونو د سيورو مسلک ته. دلته خو پښتانه وو، عزت يې خوندي وو، که په ژورناليزم کې وای؛ نو همېشه به يې "لاس ګنده، ګرېوان پاره" وای.
چې دلته راغی؛ نو مجلسونه مو سره ګرم شول. لومړی يې ما هم ډېر عزت کاوه. ما ويل، که دی که نه دی، همدا دی. چې خبرې به يې درسره کولې، سمندر به يې درته ښوروا کړ، ځمکه غوښه. لېونۍ هڅه به يې کوله، چې له ځانه درته شادمان دېو جوړ کړي، د خپل شهرت او شهکاريو ښکرورې کيسې درته وکړي او خپل رعب و دبدبه درباندې کېنوي؛ خو وروسته پوه شوم، چې دننه پکې يو بل سړی ناست دی، نه غلط شوم ماشوم، پاک سپېڅلی، مظلوم او معصوم. وروسته مو دی پرېښود، له دننني ماشوم سره مو يې د يارۍ تار وغزاوه.
لګيا به دی و، خبرې به ده کولې، خو ياري مو له دننني ماشوم سره وه. تراوسه مې يې له همدې ښکلي ماشوم سره ياري ده، هغه بهرني سړيخور سره نه.
بيا چې ورسره ښه بلد شو، خلوتونه او صحبتونه مو سره پاخه شول؛ نو سترګې مو سره وشلېدې، بلکې سرې شوې، بيا يې رانه ځان شادمان دېو نه کړ، بيا مو همېشه د هغه ماشوم په رول کې وليد.
چې له نابلده کس سره به مخ شو.طبعا له دې صورت سره به يې هغه ډېر احترام وکړ؛ نو ده به دا يو ضرورت انګېره، چې له خپل سيرت او شهرت او زوره يې خبر کړي او چې ځي؛ نو چې د ده له سيرته مسحور او پکې محصور وي. سړی به تر اخره پوه نه شو، چې ټوکې راسره کوي. شکر دی، تراوسه پرې څوک نه پوهېږي، چې دی ټوکې کوي، جدي ټوکې، داسې ټوکې چې موږ به حيران شو، چې دی همغه دی دی، همغه زموږ ملګری، که بله کومه بلا رانازله شوې.
زما زړه و، چې ورته وايم به، چې دلته زموږ په کلي کې تورپټکی ملا دی، د پېري په سر شل روپۍ اخلي، خو داستا والا پېريان هسې وباسي، ځکه له نيکونو نيکونو يې ورسره دوښمني راروانه ده. يو ځل به دې ورولم؛ خو ما ته پته ده، چې دی به راته وايي، چې "دا پېريان پر ما مين دي، دا څنګه وشړم. اوس خو دومره زورور شوي، چې کله مې په نه زړه کوه قاف ته د ښاپېرېو سيل ته هم بيايي. په ناستو ولاړو کې راباندې داسې خبرې هم کوي، چې ما ته وروسته د يارانو له خولې معلومه شي، چې دا شتۍ ما کولولي دي، دا درافشاني ما کړې ده."
دی غريب هيڅ هم نه کوي، دا ټولې چارې يې د پېريانو دي. دا کارپوهان يې هم پېريان دي. دی نه دی؛ نو که د چا زړه ترې بد وي، د ګيلې حق ترې نه لري. اوس خو چې خبرېږم، خپل وجود يې ټول همدوی ته سپارلی دی، پخپله ورته د خير په غونډۍ ناست دی، تسبيحات وايي.
له موږ سره په درېيم، که څلورم سمستر کې ټولګيوال شو، ټولګيوال څه شو، سم دم توفان يې راووست. د ده خبرې وې او زموږ يې په منډو بېخ راوايست. په پښتو څانګه کې مو اوونيزه ادبي جرګه پيل کړه، ځولۍ مجله مو راوايستله، چې وخت په وخت ښه شوه، ډېره ښه. د کابل په ادبي کړيو کې يې نوم پيدا کړ؛ خو چې فارغ شو، دی په مشرق شو او زه په مغرب، بيا ځولۍ ونه غوړېده. يو ځل، لکه چې په وروستۍ ګڼه کې يې څو فاحشې غلطۍ وې، يوه غلطي يې تراوسه زما په ذهن کې ده. ولسمل صاحب پر موسی شفيق ليکنه کړې وه. د ديموکراسۍ د لسيزې د لومړي صدراعظم ډاکټر يوسف په اړه يې ليکلي وو، چې "کابل پوهنتون ته لاړه او محصلينو ته يې خبرې وکړې او محصلين يې وغولول". غم دا و، چې د (وغولول) منځنی واو له ځولۍ پرېوتی و.
مخکې به هره جمعه سلطان احمدزی، همای، ستار سعادت او زه پلي له ميرويس ميدانه تر تايمنيو پورې افغان ادبي بهير ته تلو راتلو؛ خو چې دی راغی، خدای راباندې رحم وکړ، دی مو هم په قافله کې شامل شو. وروسته نور محصلان هم زموږ په بلنه راغلل.
چې دی راغی، د ډلې رنګ واوښت. په ادبي مافيا باندې مشهور شو. داسې ژوره مافيا نه وه، د خپلو مجلسونو د تودولو لپاره به يې پر ليکوالو او شاعرانو ټوکې کولې. يو ځل يې له لوګره، زموږ د يوه ملګري په واده کې يوه ليکوال ته تليفون کړی و، چې پر تا باندې د پاکستان د استخباراتو د غړيتوب شک دی، سبا ملي امنيت ته راشه، خو چې له کابله د وتو هڅه ونه کړې. هغه ورته ډېرې سټې ښوولې وې، چې دا مې پېژني؛ خو دوی ورسره منلې نه وه، څو ورځې هغه غريب د ملي امنيت په لانجه کې کړېده راکړېده. زه خبر شوم، چې څو ورځې يې سمه ډوډۍ نه وه خوړلې، خوب يې تښتېدلی و او له همدې امله يې ذهني توازن خراب شوی و. يوه ورځ يو ليکوال چې دوی تنګ کړی و، ما ته ګيله وکړه، چې ته هم په دې مافيا کې يې؛ خو زما لاس هسې تورې سپۍ څټلی و. ما څو ځل د ځان د سپيناوي هڅه وکړه، چې زه په ليليه کې نه يم؛ نو په دې حرکتونو کې هم نه يم؛ خو چا ته وايې.
د ټوکو سخت تکړه دی. چې خلک به دې ورته پوه نه کړل، ايل کولای دې نه شو. زموږ يو ټولګيوال و، سخت ټوکي و، دومره چې دی يې هم لاندې کړی و. ده يوه ورځ ويل، چې دا پلانی بېخي خوله لګوي، سرلې يې په چل نه پوهېږم. بله ورځ چې د يوه ټولګيوال مېلمانه وو، نو دوی دواړه هم وو. خبره مو سره غوټه کړه. هغه به ښه د خندا خبره وکړه، موږ به په زړه زړه کې ښه وخندل، خو په خوله مو لاس راښکلی و. د ده به چندان ټوکه نه وه، موږ به پرې هسي اهه ها دېدې جوړه، په زوره زوره به مو وخندل. ورو ورو ورته هغه غريب مات شو او دی پرې زړورو. بيا به په ټولګي کې هم پرې دی برلاسی و.
د طالبانو ملا برجان چې د ننګرهار شورا ماته کړه، نو زموږ يوه مرحوم استاد پرې شعر ليکلی و، بيا يې ده ته هم اورولی و. د شعر د سر کړۍ دا وه: "ملا برجان زوروره، د ننګرهار شورا دې ولې ورانوله." نورې کړۍ يې هم وې، خو په يوه کې يې د شورا په يوه قومندان پسې ښکنځل کړي وو، چې "يو پکې ...هم و، دله دووس" زموږ دې ملګري ورته ويلي وو، چې ...ته خو په شعر کې هم غوسه شوی يې.
يوه بله يې کوله، چې په خراسان کيمپ کې زموږ ملا و، د سهار لمونځ خو هسې هم اوږد وي، ده به ښه پسې اوږد کاوه؛ نو دې مشرانو ورته وويل، چې مولوي صاحب، دا هلکان سهار وختي منډيي ته ځي، که دا لمونځ لږ لنډ کوې؛ نو ښه وي. مولوي صاحب تر ډېرو عذر وزاريو وروسته ورته ويلي وو، چې ښه سمه ده، لمونځ به لنډ کوم، خو دعا به اوږده کوم.
په دري کې تراوسه الحمدلله پڅ دی. چې وايي يې، پوه به نه شې چې فارسي يې پکې په کوم ځای کې وويله. يوه ورځ موږ د استاد صميم په قيادت د يوه چا فاتحې ته تلو، کور راته معلوم نه و، ده به له هر چا په همدې خپله نامي فارسي پوښتنه کوله. بيا ورپسې موږ جوړه کړه، چې خلکو ته يې ويل چې "اينجا يک مرده صورت ګرفته، خانه اش کجا است؟"
په انګليسي کې هم خدای بښلی و. د انګليسي امتحان مو ورکاوه، کاناډايی مو استاد و، يوه مميزه ورسره برتانوۍ وه، بله د سويلي افريقا. نېژدې يې سره کېنولي وو، پوښتنې ټولې يو شان وې، په سترګو کې مو سره يو بل پوه کړل، چې دوی موږ ته انګرېزانو نظر کړی، نېژدې يې سره کېنولي يو او پوښتنې هم يو ګروپ دي؛ خو چې د امتحان له ټولګي راووتو او يو بل ته مو حل ووايه؛ نو پوه شو، چې د افغانانو نظر يې راته کړی و. د امتحان پوښتنې يو شی وې، خو ځوابونه يې بدل وو، په يوه ګروپ کې به که ای سم و، په بل کې به بي يا سي يا ډي سم و. ما به چې کومه خانه په نښه کوله، ده به هم هغه خانه په نښه کوله؛ خو ګروپ يې رانه بېل و.
د ده ډېرې يادګارې خبرې او شهکارې ټوکې زما د يادونو پانګه ده، بلکې زما د طنز پردازۍ په طرز کې د ده هم څه نا څه لاس دی او زه يې په همدې ډېر منندوی يم، چي د ظرافت او ټوکو چل يې راښودلی دی.
له پښتو څانګې يې په ادبياتو کې ماسټرې کړې ده، خو همېشه ما ته لګيا وي، چې دا تاسې له دې لنډو کيسو او ناولونو څه جوړوئ، څه نا څه کار خو اخرت ته هم وکړئ، د تفسير کتاب نيم راترجمه کړئ، د لمانځه اوداسه فرضونه او سنتونه په سمه پښتو وليکئ، داسې د کار کتابونه وليکئ. دا تاسې څه نښلولي؟ خو ما ته پته ده، دا خبره له زړه نه کوي. پخپله يې ورته (لږه به يې نرمه ووايم) ملا نه ده جوړه، ځکه.
له عيبونو ډک دی؛ خو څو خوبۍ هم لري، يو دا چې رسمي چلند درسره نه کوي. چې څنګه ورسره مخ شوې، انډيوال يې شوې، بيا به ته وايې، چې ګنې په تېر جنم کې مې ورسره ورورولي يا خورولي وه. موږ کره ستار استاد راغلی و، دی راننووت. شفيق استاد چې څو ستار استاد ورپېژانده، چې دا انجينر ستار دی، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد و، ده ورته وويل: "وروره تا ګنې په چرګانو چوک کې د جوارو نينې نه خرڅولې." هغه هک پک شو، چې دا څه غم دی. تراوسه يې ترې زړه چوي. چې نوم يې واوري، کلي فنا کوي.
په خرابات کې هم نام خدا ښه دی. چې په ملا يې وټپوې او يخ درنه نه شي، په ګرمه کې پرې هر څه کولای شې؛ خو که درنه يخ شو؛ نو بيا د کابل ژمی دی، درنه انګارۍ(بخارۍ) به ورته لګوې، بيا په يوه لارۍ لرګو هم نه ګرمېږي. بيا به ورته له لرګو سره د څپياکو اور هم کوې؛ نو که ګرم دې کړ او کار دې ترې واخيست؛ خو ما ته يې چل راځي، زه ترې کار اخيستای شم، که هر څومره کنګل يخ وي، زه يې په يوه سوره ناس يا صم بکم ګرمولای شم.
بل دا چې مارغه دی، چې چا ونيو، د هغه دی. دومره به دې مطمين کړي، چې بس دا کار دې شوی وګڼه؛ خو چې له مجلسه والوت، بيا به يې په زيارتونو غواړې، نه به وينه.
اوس به يې له مخه هم پرده پورته کړم.
په ونه ښه دی، خو په غوښو کې دومره پټ دی، چې ونه به يې ونه وينې. خېټې يې پخوا ځان ته څه ويل؛ خو اوس څه خبر چې چا ورته دعا کړې، ځکه دومره راستمن نه و، چې کلب ته دي لاړ شي يا دې منډه ووهي. اوس يې خېټه له لرې نه ښکاري؛ خو له نېژدې يې اوس هم د سړي پام په ټول وجود کې صرف دوو شيانو ته اوړي، ږيرې او خېټې ته.
ږيره يې هم پخوا ډېره مبارکه وه، دومره چې يوه ورځ مو امونه خوړل. استاد صميم په غوږ وواهه، چې شېخان به يې يا په تشناب کې خوري يا د ډنډ په غاړه؛ خو د امريکا تر تګ وروسته عادي کچ ته راغلې. خدای خبر څه جادو يې زده کړی دی، بياتي او ګوتې نه وروړي او ږيره يې کمېږي. ما ويل، زه به ورته وايم، چې دا نسخه دې له کوم سيکه اخيستې؟ زما څو ملګري يې هم په دې ډول کمول غواړي، چې نه خدای ته شرمنده وي او نه مخلوق ته.
رنګ يې اويا فيصده تور دی، خو د افريقايانو اويا فيصده نه، د سلطان احمدزي په معيار اويا فيصده. نور په سترګو، خوله، پوزه، زنه، غوږونو هر څه شکر پوره دی.
څو پارې حفظ يې هم کړی دی۔ زياتره خلک يې په خپل اصلي نوم رابولي، خو موږ اوس هم قاري صاحب ورته وايو۔ له صورته ملا ښکاري؛ خو له سيرته به يې درباندې د ملاتوب بوی هم درنه شي۔ امريکا ته تللی و، خلکو ويل، چې راځي، د مولوي خالص غوندې به يې څو امريکايان مسلمانان کړي وي؛ خو زه پر ده ويرېدم، چې دا وانه ړوي۔ نور خو يې لکه چې وانه ړوه، خو د درېشۍ له مخالفته يې لاس ومينځه او موږ ته هله معلومه شوه، چې د امريکا عکسونه مو يې وليدل، چې په لوکس دريشۍ کې د ډاکټر صادق خبره له څو حسينو او جميلو سره شاولې واولې ولاړ و۔
اواز يې ډېر خوږ دی۔ اول يې نعتونه ويل۔ پخپله يې ويل، چې جومات کې به مو تر ماسختن لمانځه وروسته نعتونه ويل۔ کيمپ رانه تنګ شو۔ يوه سړي راته ځولۍ وغوړوله، چې دې ځولۍ ته وګورئ، دا نعتونه بس کړئ، غواګانو مې موږي مات کړل؛ خو چې پوهنتون ته راغی، بيا ترې نعتونه پاتې شول، بيا به يې د سايل صاحب شعرونه په ترنم ويل۔ يو يې زما هم ويلی و۔
او دا له بهره او دننه نيم پوره نيم خام سړی زما ملګری عبدالله کامه وال دی، چې له ډېرو خاميو او پېغورونو سره مې قبول کړی دی.