
آوازې خپری دي چې ځینی منفور اشخاص غواړی د هیواد آمنیت سبوتاژ کړی او هیواد د یوې نامعلومی تګلوری پر خوا ور روان کړی ،دغه خلک داسی کاږی چې ،
((پلان داسی دی چې د ټولټاکنو اوسنی اوضاع داسی بی اهمیته او جنجالی کړی چې په پایله کی ټولټاکنی مکمل ناکامه شی، او دواړه انتخاباتی نوماندان (غنی او عبدالله) به په دی تور چې ګواکی ولسواکی ته یی زیان اړولی او تقلب یی کړیدی ونیول شی او بندیان به کړای شی. له دی سره سره به پاکستان په ټولو سرحدی ولایتونو کی اړ او دوړ جوړ کړی او ورسره ورسره به د کور د ننه هغه فعال او په هیواد مین امنیتی چارواکی په یوه او بله دسیسه له خپلو دندو ګوښه کړی. چې له دی سره به په هیواد کی بی امنی ته نوره هم لاره هواره شی. په پایله کی به د هیواد اوضاع داسی کړی چې د کورنیو چارو او دفاع وزارت لخوا به په ګډه یو کودتاه ترسره شی چې په کی به اوسنی جمهور ريس ووژل شی. او پهدی ترتیب به بهرنیو ګوډاګیانو او پلورل شوی کسانو ته د واک په ګدی د کیناستو زمینه برابره شی))
اوس که د هیواد حالات په نظر کی ونیسو نو په رښتیا هم چې د پاکستان هیواد عملآ زمونږ د هلمند ولایت پر سنګین ولسوالی ، دننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالی ،او د کنړ ولایت په غاز آباد ولسوالی باندی حملی کړیدی او دا لړی کیدای شی دوامداره شی او نورو ولسوالیو ته هم وغځیږی ،
که د انتخاباتو پروسه او د جمهور ریس وروستی څرګندونی و څیړو بیا هم د همدغه ګروپ خلکو تشویش پر ځای ښکاری هغه داسی چې کرزی په وروستی خبرې ناسته کی ویلی چې افغانستان به په راتلونکی ۱۵ ورځو کی د نوی اولسمشر او دولت شاهد وی ، خو که د رایو د شمیرنې او د رایو باطلولو پروسې ته وګورو نو کیدای شی چې دا پروسه ډیر طولانې شی او په هغه موده کی چې حامد کرزی ورته اشاره کړیده پای ته ونه رسیږی ،
د هیواد دننه یو تعداد لوړ رتبه مامورین په ډله ییزو رسنیو کی د بغاوتونو زیري پر دولت او ملت کړیدی او دا یی جوته کړیده چې که د انتخاباتو نتیجه د دوی په ګټه اعلان نه شی نو پر دولتی تاسیساتو به یرغل وکړی او تسخیر به یی کړی ،او ځینو یی لا په غیر مسولانه څرګندونو د دولت مخالفین چې امید کیده د دولت سره روغه وکړی عقب نیشینی ته مجبور کړیدی،
او تر ټولو تازه تشویش چې دغه اندازه خلک ورته د شک په سترګه ګوری هغه د حزب اسلامی د امیر ښاغلی انجینیر ګلبدین حکمتیار راتګ کابل ته دی ، دوی تشویش لری چې دا ټول عوامل داسې جوته کوی چې افغانستان به یو ځل بیا د نجیب الله د حکومت اخرینی ورځو په سرنوشت ګرفتار شی او یو ځل بیا د ۱۳۷۱ ه ش کال تاریخ تکرار شی ،
د دوی تشویش پخپل ځای خو زه اول دا دعا کوم چې خدای مکړه دا خبره رښتیا شی ،او بیا ډاډ درکوم چې د ۱۳۷۱ ه ش کال تاریخ په لاندی دلایلو نه تکراریږی
۱-په هغه وخت کی افغانستان هیڅ یو قوی او متعهد هیواد له ځانه سره نه درلود چې افغانستان حمایه کړی حالانکه اوس د امریکا سره سره د ناټو په چوکاټ کی ډیر هیوادونه د افغانستان دننه فزیکی حضور لری.
۲-دغه هیوادونه د افغانستان حکومت سره ستراتیژیکی او آمنیتی تړونونه لاسلیک کړیدی او په دغه شان حالاتو کی به افغانستان یواځی پرینږدی ،دوی هم خپلو خلکو ته باید ډاډ ورکړی چې افغانستان کی اوس حکومتونه د کودتاه ګانو په ترسره کولو نه بلکه د ډیموکراسی عملونو په ترڅ کی بدلیږی ،
۳-آسمان چې څومره غوریږی هومره نه وریږی ، کوم دولتی اراکین چې دولت او ملت ته اخطارونه ورکوی هغه خلک دی چې یو وخت به یی چوکۍ په شاګانو تړلی ګرځولی او د ایښودو لپاره یی ورته ځای لټوله ،اوس هم د حکومت د پښی درب سره تاجکستان،ازبکستان او ترکیی کی اړولی وی او بله دا چې تر ټولو زیاته پانګه د همدغو خلکو ده چې په کابل او ولایاتو کی جګ جګ عمارتونه تر سترګو کیږی او له دغه عمارتونو ورته لکونه ډالره هر میاشت په اکونټونو جمع کیږی ،
۴-د انجینیر حکمتیار راتګ هم په نیک فعال نیسم او له ملا عمره به هم دا غوښتنه وکړو چې هیواد ته ستون شی او دملی وحدت حکومت په جوړولو کی برخه واخلی ځکه د ملی وحدت حکومت په همدی معنی ده چې ټولی مروری خواوی سره راټول او د حکومت په چارو کی سره په شریکه هڅه وکړی او خپل لاس لاندی کسانو ته امر وکړی چې ټوپک پر ځمکه کیږدی او د هیواد په آبادولو کی پوره ونډه واخلی تر څو خپل بایللی حیثیت او ابرو بیرته تر لاسه کړی ،
د سرلوړی او هوسا افغانستان په هیله