دمعیاری ژبې توپیر د خوست لهجوسره


تاریخ ۲۰۱۴/۸/۱۵
لیکونکی   عبدالصبور تلاش

لکه څرنکه چې طبیعی ده  دجغرافیی موقعیت له امله یوه ژبه دبیلابیلو لهجو څخه برخمنه وی نو له همدې جغرافيایی موقعیتونو له امله زمونږه خواږه ژبه پښتو هم له دغه کاره خالي نه ده.
ددې نه مخکې چې دخوست لهجو توپير دمعیاری یا منلی لهجې سره څه ده لومړۍ به پدې رڼا واچوو چې یوه لهجه څنګه معیاری کیدای شی . په نړۍ کې هیڅ داسې لهجه یا ګړدود نشته چې معیاري کیدای نشی
یوه لهجه هغه وخت دیوی ژبېدبیلا بیلو لهجوویونکو ته د منلویا منلی لهجه کیدا شی چې په هغه باندې د لیک او لوست کتابونه دهغی ژبی نور چاپی اثار ولیکل شی همداشان په همدغه ژبه  ګرامر، لغت پیدایښت ،لغت جوړنه، لغت پلټنه ، لغت رغاونه، او لغت پورونه ، وشي ترڅو لهجه معیاري بڼه خپله کړي.
اوس راځو اصلی موضوع ته دخوستوالولهجو او دمعیاري ژبې  توپیر په څه کې دی  ((داستاد محمد صدیق روهي څیړنو موږته څرګنده شوي چې په خوستوالو لهجو کې   کې  ا (الف) په مجهول واو (و)بدلیږي))   ریښتیاهم  دخوستوالو لهجو ویونکو  له لخوا د معیاري لهجې سره په  توپیر  الف په مجهول واو (و) بدلیږي ډیر وخت خوستي لهجه  ویونکي د معیاری لهجې په ویلو سره همدلته دستونزو سره مخامخ کیږي
ا (الف) څنګه په مجهول واو (و) بدلوي  ځیني مثالونه یی دادي مثلاٌ په معیاري لهجه کې  (پلار)او په خوستوالو لهجوکې کې ورته (پلور) وایی  (لاړه) ته (لوړه)،    (راشه) ته (روشه)،  (کار) ته  (کور) وایی چې نورې بیلګې یی هم ډیرې شته
نو دلته مونږ ته جوتیږی چې عمدا ستونږه په الف او واو کې راڅرکندیږي
کله چې خوستي لهجه ویونکې په معیاری ژبه یا لهجه خبری کوی نو دوی کوشش کوي ترڅو د خوستوالو لهجو واو (و) په ا (الف) بدل کړي چې ډیر وخت له داسې ستونزو سره مخ کیږی چې ځینې هغه کلمې چې په معیاری لهجه اصلي بڼه په خپله واو (و) تلفظ کیږی هغه هم په الف بدلوی چې ځیني مثالونه یی دادي  (قوم) په (قام ) باندې او (نوم) په( نام) باندې بدلوی چې  همداشان  په سلګونو نوره بیلګې یی هم تر سترګو کیږي
کله نکله دمعیاری لهجي دتیزویلو به صورت کې ځینې تېروتنې هم ترې کیږي چې بیلګه یی داسې یادولای شو د(معلوم )  پرځای (معلام) د(ټوکې) پر ځای (ټاکه) د (راکه ) پر ځای (رواکه)چې نورې بیلګې یی هم شته.
داباید زیاته کړم چې داسې تېروتنې له هغوکسانو زیاتي کیږي چې معیاری لهجه یی کمه کارولی وي
دیادونې وړ ده چې دمجهول واو (و) پرته نور توپیرونه هم لیدل کیږي چې هغه په خوله کې د الف داسې مخرج فعال ده چې ډیر وخت په جمله کې د(ز) (له) او(د) پرځای کاروي ځیني مثالونه دادي
(زمونږ) بر ځای (اٍمونږ)   (دستا) (استا یا اتو)  (له دوی) پرځای ( ادوی) چې پدی کې په جملو کې په سلګونو  مثالونه راوړی شو
له لهجې پرته په خوست کې داسې لرغونې لغتونه پیداکیږي چې معیاري لهجې سره په توپیردیوه شي دنومولو لپاره کارول کیږي مثلاٌ (څادر) ته په خوست کې (جوبټه ) او (باران) ته ( شیګاره یا ورینګۍ) وایی چې همدا شان نور هم په سلګونو لغتونه موجود دي که دپښتو ژبې پوهان په خوست کې لغت پلټنه وکړي شاید په پښتو کې پورشوو لغتونو ته ډیر داسي لغتونه پیداکړي چې دهغې پرځای یی وکاروي
په پای کې باید دا هم ووایم چې خوستوالې لهجې مهمې څانګې په لاندي ډول یادولای شو
لکه دخوست مرکزې برخې،د تڼیو،کربزو،منګلو،ځادراڼو،ځاځیو، او ختی ولسوالۍ په وسلوالۍ یوه له بلي سره په لږاو ډیر توپير سره ویل کیږی خو یوله بل سره په پوهولو او راپوهولو کې کومه ستونزه نه لري
هیره د نه وي چې په خوستۍ لهجه کې د (وشه) کلیمه چې واو په زور او د شین  په زور سره تلفظ کیږي  په خبرو کې تکیه کلام لپاره کاروی

لیکوال عبدالصبور تلاش دخوست شیخ زاید پوهنتون دژبواوادبیاتو پوهنځي دڅلورم کال محصل 
دخوست ولایت مرکز اوسبدونکی