
په افغانستان کې هر ځلې کورنۍ جګړه د واک پر سر پېښه شوې ده، که د تاريخ پاڼو ته ځير شو نو هر ځلې چې جګړه شوې ده ولسونه په کې قرباني شوي، خو اصلي او اساس لامل يې د واک او چوکۍ ساتل دي.
پخوا به دا جګړې ډېرې د کورنيو تر منځ رامنځته کېدې، ځکه کله به چې يوه کورنۍ واک ته ورسېده نو لاندې خلکو به يوازې د دوى واکمني ساتله خو کله به چې په کورنۍ کې اختلاف پيدا شو واحد پوځ به په دوو ډلو ووېشل شو او په خپلو کې به يې ښکر سره ورته کړل، تر هغې به سره وژل ترڅو پورې چې يو لورى به ختم شو نو د کورنۍ باغي غړي به هم طبعه سړه شوه او بېرته به خپلې کورنۍ ته ورستون شو.
په معاصر وخت کې کله چې حزبونه او ګونډونه رامنځته شول، نو د واک ساتل او د واک نيول د خلکو له خوا د سياسي افکارو په اساس کېدو، کله به چې د ګوند يا ډلې مشر د واک او ځواک د لاسته راوړلو شوق وکړ نو خپلو پلويانو ته به يې خپل مخالف لورى، يا کافر، يا خاين او يا د هغه د قوم دښمن معرفي کړ، په پايله کې به ساده پلويانو تر وروستي حده قرباني ورکړه چې هم به يې هېواد ټوټې ټوټې کړ او هم به يې خلک دې ته مجبور کړل چې خپل کورونه، سيمه او هېواد خوشى کړي.
په دې وروستۍ لسيزه کې کله چې ولسواکي رامنځته شوه نو په لومړي سر کې داسې فکر کېدو چې پخوانۍ کيسې له منځه تللي واک او مقام يوازې د نوماندانو په شايسته سالارۍ او د خلکو په خوښه په ولسواکه توګه تر لاسه کېږي، خو لا هم دې حالت ته يو څه مزل په کار دى.
سږ کال که څه هم دوه ځلې ټاکنې وشوې او خلکو ښه په جوش ونډه په کې واخيسته خو لکه څه ډول چې لازمه ده په هغه ډول يې د کانديدانو د پلويانو رضايت حاصل نه کړ، حتآ په ځينو ځايونو کې خبره تر لاريونونو هم ورسېده.
نوماندانو پخوانيو ترخو تجربو ته په کتو د دې پر ځاى چې خپل پلويان د واک نيولو لپاره وهڅوي، دوى په خپلو کې سره کېناستل او د ملي يووالي حکومت طرحه يې رامنځته کړه.
کېداى شي د دوى په غوښتنه خلکو د پخوا په څېر يو ځل بيا د خپل مشر لپاره قربانۍ ورکړې واى او په هېواد کې يو ځل بيا د وينو لښتي روان شوي واى.
پوښتنه پيدا کېږي چې تېر ته په کتو د دې جګړې پايله به څه شوي واى؟
متل دى چې" له يو لاس څخه ټک نه خېږي" که چېرې يوه واک نيولى واى ايا دا به يې له وسه پوره واى چې په يوازې ځان هم اصلاحات راولي او هم پرمختګ ته لار پرانيزي؟
اوس ښه شوه له يوې خوا د ملت تر منځ يو ځل بيا د اشخاصو لپاره د جګړې مخه ونيول شوه، له بلې خوا اوس به څوک دا ګيله نه کوي چې زه له واکه ايستل شوى يم کنه نو ما به د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره داسې توفان کړى واى.
ملت په ډېرې قربانۍ رايه ورکړه ښه ده چې اوس دوى هم د همدې ملت لپاره د يوه ارامه او سوکاله ژوند زمينه برابره کړي.