د افغانستان او تورکیی ترمنځ د ملګرتیا اړیکی

 
د تورکیی هیواد او خلک  له افغانستان سره هر اړخیزی اړیکی لری.
تورکانو ملګرتیا د افغانستان لپاره تل  مفیده او ګټوره تمامه شویده.
تورکانو د اول ځل لپاره  په افغانستان کی د طب پوهنځی جوړ کړ چی وروسته د همدی پوهنځی په اساس دکابل پوهنتون جوړ شو. تورکیی خپل استادان او ډاکتران او نظامی مشاورین افغانستان ته راولیږل ترڅو  د امانی دوری  په نهضت کی برخه واخلی.
د علی آباد روغتون  د سناتوریم روغتون  د  ماشومانو د اتاتورک روغتون  دتورکانو په مرسته  په افغانستان  کی جوړشویدی.
په اوس وخت کی د افغان – تورک  ښوونځی  د تورکانو غیر دولتی موسسی  پرمخ بیایی. تورکیی د حامدکرزی  د واکمنی په وخت کی لومړی پنځه میلیونه او بیا لس او وروسته سل میلیونه اقتصادی مرسته وکړه. زمونږ د جګړی ټپیان یی په خپل هیواد کی تداوی کړل.
د افغانستان اردو  تقریبا 60 کاله د همدی ترکی استادانو له خوا روزل کیدله او په تورکیه کی هیڅ روزل شوی افسر  په افغانستان کی کودتا نه ده کړی،
کله چی د افغانستان او ایران ترمنځ د اعلیضرت محمدظاهرشاه  د واکمنی په دوره کی سرحدی لانجی را پیدا شوی او ایران زمونږ د هرات ، فراه او نیمروز په ولایتونو  سرحدی  دعوه وکړه ، تورکیی خپل منځګړیتوب اعلان کړ او جنرال فخرالدین التایی  یی په 1934 کی افغانستان را واستاوو چی  د دواړو هیوادونو   ترمنځ یی پوله چی دواړو لوریو ته د منلو وړ وه معلومه کړه او نن مونږ  له ایران سره 935  کیلومتره  پوله لرو چی تر ډیره  د همدی  تورکی جنرال  په نوم یادیږی او الحمدالله په دی خط کی ډیر کم  اختلاف  پیدا شوی دی.
د تورکیی دولت  چی  هم په اسلامی کنفرانس کی غړیتوب لری او هم د ناتو یو مهم اسلامی غړی دی ، ترخپله وسه  د عربو او اسراییلو ترمنځ د جګړی ختمولو لپاره کوششونه کړی دی.  البته هر هیواد خپلی ګټی لری .  تورکان هوښیار خلک دی او دوی زمونږ ملاصاحبانو په شان نه غواړی  د یوی سپږی لپاره ټول افغانستان ته اور واچوی. د د رجب طیب اردوغان په دوره کی تورکیه  د اقتصادی له لحاظه  د نړۍ 16 طاقت شو چی که همداسی  اقتصادی ثبات موجود وونو تورکیه به تر 2025 کال پوری  د نړۍ لسم  اقتصادی ځواک شی .
تورکیه تل له افغانستان سره ښی دوستانه اړیکی درلودلی دی . افغانستان ته تورکیه هم په سیاسی لحاظ او هم په اقتصادی  لحاظ ډیر اهمیت لری. مونږ افغانانو او خصوصا پښتنو ته په نړۍ کی یواځی تورکیه او کله کله هند د ښو ملګرو  په توګه پاته شوی دی. زه هیله من یم چی زمونږ راتلونکی  مشران  له تورکیی سره همداسی د ملګرتیا  اړیکو ته دوام ورکړی. حضرت سهاک