
داعش یا خلافت اسلامی یوه نوی خو ډیر غښتلی او پیاوړی جنګی ډله چی په تیرو څو میاشتو کی د سوریی او عراق قریبآ نیم نیم دولتونه نیولی دی ، او خپل د خلافت اعلان یی په کی کړیدی او د نړۍ له ټولو مسلمانانو یی غوښتنه کړی تر څو د دوی د قلمرو څخه لیدنه وکړی او دوی سره یو ځای شې،دا ډله د موصل د ښار له نیولو وروسته ابوبکر البغدادی د نړۍ د ټولو مسلمانانو امیر اعلان کړ او هغه ته یی د امیر المومنین لقب ورکړ او د ټولو مسلمانانو یی و غوښتل چی د بغدادی سره بیعت وکړی ،دغه ډله پس له دی چی ښارونه تر خپل کنترول لاندی راولی هلته د کلک اسلامی نظام د پلی کیدو امر ورکوی او سر غړونکی آن تر مرګه هم رسوی ،یاده ډله د افراطیت سره سره ډیره ظالمه هم ده او کوم کسان چی د دوی لاسونو ته ورشی په ډیره بیرحمی سره یی په انفرادی او جمعی ډول په قتل رسوی ،او په کندو کی یی ور ګزاروی چی ویدیو ګانی یی هم په انترنیټی پاڼو کی خپری شویدی.
اوس پوښتنه دا ده چی دغه ډله له کومه ځایه پیدا شوه ؟
له کومه ځایه تمویلیږی ؟
په دومره غټه پیمانه امریکایی وسلی یی له کومه کړی؟
هغه د سپینو کوترو پشان مخ پټی نجونی له دوی سره څوک دی؟
د دغی ډلی د رامنځ ته کولو ضرورت څه ؤ؟
دا هغه پوښتنی دی چی ډیری خلک یی ګنګس او ګول کړیدی او غواړی ځانونه پوه کړی چی اخر لوبه څه ده ؟
زه دلته خپل شخصی نظر داسی وړاندی کوم
کله چی امریکایانو د صدام د حکومت د نسکورولو او د عراق په طبعی زیرمو او په خاص ډول تیلو ته سترګې پټی کړی او پر عراق یی یرغل وکړ ،نو د ډیرو ستونزو سره مخامخ شول او ډیر پوځیان یی هم له لاسه ورکړل ،حکومت یی شیعه ګانو ته وسپارل تر څو دوی سره د موخو د رسیدو لپاره لازمه همکاری وکړی ،خو څرنګه چی شیعه ګان د ایرانیانو سره دینی او مذهبی یو شان اړیکی لری نو د عراق دولت د ایران تر اغیز لاندی لاړو او ورو ورو یی امریکایانو ته له عراقه د وتلو حکم صادر کړ او امریکایان یی دیته مجبور کړل چی عراق ترک کړی ، امریکا په خون کی پاتی شو او خپل پروژه یی د نه عملی کیدو په حال کی ولیده ،،
دا نو هغه څه و چی امریکا کله هم نه غوښتل ، امریکا غوښتل چی په عراق کی هم دایمی نظامی اډی لکه د افغانستان تر لاسه کړی خو د عراق د شیعه حکومت لخوا یی دا تجویز رد او امریکا دیته مجبور شو چی عراق یو واری ترک او خپل ټول پوځیان زړه نا زړه له عراقه وباسی،
دا خبره امریکا هضم نکړای شوه او پرله پسی یی په دی کوښښ کی چی څنګه خپل پوځ یو وار بیا عراق ته داخل کړی او د خپلی نیمګړی پروژی د تکمیل لپاره لاره چاره ولټوی او د عراق شیعه حکومت ته د سبق ورکولو سره سره دیته هم اړ کړی چی د امریکایانو څخه و غواړی تر څو په عراق کی دایمی پوځی شتون اختیار کړی،نو د داعش په رامنځ ته کولو یی لاس پوری کړ ، ډیرو ته به دا له حقیقته لیری یوه خبره معلومه شی خو زه په لاندی دلایلو په دی خبری یقین لرم ،
۱-د داعش په شان عین شکل امریکا د دی لپاره چی افغانستان ته داخل شی او دلته دایمی حضور پیدا کړی چی دا دی خپل موخی ته د رسیدلو په حال کی ده د نولس سوه نویمی لسیزی په نیمایی کی یی طالبان ایجاد او د افغانستان پر خاوره یی ور خوشی کړل ،هغه کارونه چی اوس داعش کوی، طالبانو د ۱۹۹۶ ع څخه تر ۱۹۹۸ ع پوری په افغانستان کی کړی وی ، د مثال په ډول د بوتانو مخونه پټول ، د هغه آشیاو مخونه پټول چی عکسونه به یی لرل ،غیر مسلم خلکو ته د ژیړ رنګ جامو اغوندول ،د ږیرو او سنتونو چک او تفتیش کول ،خلک په عام محضر کی په درو وهل او وژل ، یا لاس او پښې غوڅول ، د بامیانو د بودا مجسمی په بمونو الوزول او داسی نور کارونه چی دا دی اوس داعش کټ مټ هغه تاریخ په عراق کی تکراروی ،
۲-د داعش مشر یا خلیفه بغدادی هغه کس دی چی په افغانستان کی د ملا عمر تر قیادت لاندی په نویمه لسیزه کی د مولوی اسحق سره په بګرام کی د شمالی ټلوالی پر ضد په جګړو کی برخه اخیستی ده،
۳-د ابو بکر بغدادی په اړه نړیوالو شبکو دا خبره هم خپره کړیده چی پوره یو کال یی له امریکایی استخباراتی اداری یا سی آی ای څخه پوځی او استخباراتی درسونه زده کړیدی
۴-تر اوسه داعش د فلسطین د غمیزی په اړه هیڅ څرګندونه نده کړی ،او د اسرایلو خلاف یی یوه کلمه نده ویلی ،او نه یی کوم غبرګون ښودلی چی دا خپله جوته کوی چی دوی د امریکا یوه خاصه پروژه پرمخ وړی او له هغه چوکاټه پښه نشی کاږلای ، کنه دا څنګه امیر المومنین دی چی مومنان یی وژل کیږی او دی پری ځان نه خبروی؟
۵-امریکا غواړی چی ډیر ژر خپل پوځی حضور په عراق کی یقینی کړی او په عراق کی نظامی اډی تاسیس کړی ،نو ځکه یی داعش ایجاد او د هغه په مټ به خپل موخو ته ځان رسوی ،
دا هغه دلایل دی چی زه په یقین سره ویلای شم چی داعش یو امریکایی پروژه ده ،او د امریکا او ناټو د مالی او پوځی پټ مرستو څخه برخه منه ده او د امریکا د خوبونو د رښتیا کولو لپاره به هر هغه قدم پورته کوی کوم چی امریکا ورته درس ورکړیدی ،دا خبرې به وخت په اثبات ورسوی ،خو یوه خبره داعشیانو ته کول غواړم چی په آخره کی ستاسو انجام هم لکه ده طالبانو په شان ده ، تاسی به هم د بی ۵۲ الوتکو تر ګوزارونو لاندی ساه ورکړی او په نړیواله کچه به در څخه دهشتګرد او تروریست جوړ کړی چی نه دی په کلی کی څوک پریږدی او نه هم په ښار کی ،ژوند به مو د سپی کړی
و ما علینا الالبلاغ