د دولة الاسلام په هکله د طالبانو د قیادت موقف !!!

وحید مژده چې له ډيري مودې د طالبانو د حامي په توګه په کابل کې ددوي دريځونه او مواقف اعلانول او د طالبانو په سیاسي دفتر پورې اړوند يو مامور په توګه ورته کتل کيده په وروستيو کې د افغانستان د امنيتي ارګانونو د افشاء ګيريو په سلسله کې چې دده مکالمې يي خپرې کړې د يو پياوړي طالب چارواکي په توګه ومنل شو ، ډيرو خو لا دا تبصرې وکړې چې شايد اوس د ملاعمر  په حيث د طالبانو په قیادي کدر کې وحید مژده مطرح وي او دا ځکه چې ده د ملاعمر په نامه د اختر د بیانونو مضامين ټاکل او نورو ته ئې هدايات ورکول چې خپل سياسي خبري او دريځونه څه ډول اعلان کړي ، په هر صورت چې حقیقت به څه وي خو دا خبره پخه ده چې وحيدمژده د طالبانو په رهبري کدر کې يو منل شوي شخصيت دی او په مهمو قضاياوو کې تري هدايات اخستل کيږي .
وحيد مژده په دې ورځو کې د دولة الاسلام او شيخ ابوبکر بغدادي په هکله يو مضمون خپور کړی او په هغه کې يې په دې زور لګولی تر څو ثابت کړي چې ابوبکر بغدادی يو مجهول الهويه او د القاعدې تنظيم په صفونو کې نفوذي کس دی !!!!
وحید مژده دولة الاسلام په پخوانی نوم داعش يادوي او وايي د ابوبکر بغدادي په هکله دا معلومات چې هغه د طالبانو د حکومت پر مهال په افغانستان کې وه غلط دی ، پدې نوم کوم عرب مجاهد په افغانستان کې نه اوسيده بلکې ابوبکر بغدادی مستعار نوم او د القاعدې په سوريي څانګه کې نفوذي کس دی ، پدې هکله دليل دا وايي چې دده د عکسونو په ليدو سره طلبانو دا سړي و نه پيژانده او د القاعدې مشران همورته ګوته په غاښ دي چې دا سړی له کومه شو، وحيد مژده وايي چې ابوبکر بغدادي په سوريه کې د داعش مشر شو او بیا ډير جنګونه ئې د جبهة النصرة سره وکړ او د هغو له تضعيف نه وروسته د عراق په لوري وخوځيد او هلته ئې په مرموز ډول د بعثیانو په همکاری سره برياوې تر لاسه کړې .
د وحيد مژده په مضمون کې څو خبري د بحث وړ دي :
دا د وحيد مژده معلومات او خيالات نه بلکه دا د طالبانو رسمي موقف دی چې په هر مجلس کېمطرح کيږي او ددې نظرياتو منشاء هماغه ړوند حسادت دی چې له هر ډول نيک ګمان او کره معلوماتو وړاندې فقط پدې منظور چې ګويا د طالبانو موهومي امارت ته پکې تاوان رسيږي ورکول کيږي . دا چې دولة الاسلام ريښتيا هم د اسلامي امت د قيادت اهليت لري او که نه بیل بحث دی خو هر کس او هره ډله په هغه نامه يادول چې دوی د ځان لپاره غوره کړی د اسلامي اخلاقو ښکارندوی وي ، متأسفانه د طالبانو پدې رسمي موقف کې دا اخلاقي ارزښت هم د بی بی سی او امريکاغږ په شان تر پښو لاندې شوی او يواځې پدې منظور چې دولة الاسلام  عراق او شام ته منصوب وښايي ورته داعش ویل شوی . بله دا چې ابوبکربغدادي مجهول الهويه دی او دا ځکه چې وحيد مژده او طالبانو ندی پيژندلی یو خندونکې خبره ده ، په افغانستان کې د تیر جهاد په دور کې په لسګونو زره عرب مجاهدين راغلي او بیا د طالبانو د حکومت  په دوران کې هم دا لړي ادامه درلود نو ځکه هم ددې ټولو مجاهدينو پيژندل د طالبانو مشرانو ته ناممکن دی او دوي ددې عرب مجاهدينو د سرپرستی او تعارف کوم نظام هم په خپل دور کې نه درلود ټول عرب مجاهدين په خپل مستقل نظام کې خپل امور پر مخ بيول او هغوی دطالبانو د تشکيلاتو سره کوم اداري تړاو نه درلود . د طالبانو په دوران کې عرب مجاهدين ټول په القاعدې پورې تړلی نه ول ، د شهيد زرقاوي ، شهید ابوليث ليبي ، شهيد عکاشه ، ابوعبدالعزيز .... مختلف ترتيبونه ددې ادعاء ښکارندوی دی ، نو پدې وجه نه یواځې طالبانو ته بلکې عربانو ته هم ددې ټولو مجاهدېنو تعارف ناشونی دی . د القاعدې مشران ابوبکر ته د يو مجهول الهويه په سترګه نه بلکې د يو مجاهد شيخ په سترګه ګوري ، پدې هکله د دکتور ايمن الظواهري بیانونه او ليکنې شاهد دي . ابوبکر بغدادي د القاعدې په سوريي څانګه کې نه بلکه د شهيد زرقاوي په هغه مجموعه کې مطرح شوی چې د زرقاوی په ژوند کې لمړي د القاعدې سره يي بيعت او وروسته  د شوری المجاهدين په نامه د يو نوي نظام په توګه مطرح شو ، ددې نوي نظام په خلافت کيدو د شهيد اسامه سره د شهيد زرقاوی او شهيد ابوعمر البغدادي ليکونه هم تبادله شوي ول خو په کوم نتيجې نه وه رسيدلي او همدا شوری وه چې د شهيد زرقاوي له شهادت وروسته د ابوعمر البغدادي په مشري د اسلامي امارت اعلان  وکړ چې نظامي څانګه ئي د شهيد ابوحمزه مهاجر په قيادت مخته بيول کيده  او د هغو له شهادتونو وروسته ابوبکر بغدادی ددې امارت د امیر په توګه و ټاکل شو . دوی لمړی په سوريه کې د جبهة النصرة په خلاف نه بلکې له کلونو راهيسي په عراق کې د امريکې او د هغو په لاس د جوړ شوي عميل نظام په خلاف په جهاد بوخت او د القاعدې سره ئې د اختلاف وجه داشوه چې القاعدې دوی ته ویل په عراق کې پاتې شي او په سوريه کې جهاد ونکړي . وحيد مژده وايي چې استعماري مطبوعات د ابوبکر بغدادي د تزکيي لپاره تبليغات کوي چې هغه د طالبانو په وخت کې په افغانستان کې پاتې شوی ، په افغانستان کې پاتې کيدل کوم شرعي تزکيه نه ده او نه هم يواځې د هغه کسانو هويت د تضمين وړ دی چې په افغانستان کې پاتې شوي وي ، بلکې کره خبره دا ده چې د ابوبکر بغدادي په هکله استعماري ميډيا وايي چې هغه په عراق کې وروستي برياوې د بعثيانو او افراطي سنيانو په همکاري تر لاسه کړي او دا هماغه پوچ تبليغات دي چې وحيد مژده يي هم کوي ، بعثیانو کې که د مقاومت همت وای هغه مهال به ئي کړی وه چې ټول نظام او امکانات ددوی په لاس کې وه ، د ابوبکر بغدادي د ملګرو فتوحات د هغه قربانیو نتیجه ده چې دوی ئې د الله په حضور کې وړاندې کوي . د طالبانو دې رسمي موقف کې ويل شوي چې ابوبکر نفوذي کس وه نو ځکه هم القاعدې له خپلو صفونو و شاړه ، دا خبره هم د ډير حسادت او يا جهالت په وجه کېږي ، دا ځکه چې ټول پدې خبر دي ابوبکر بغدادي له القاعدې وتلی نه دا چې القاعدې شړلی وي ، د القاعدې مشران په هر بيان کې هغه بيرته د القاعدې ترتيب ته رابولي او ورته وايي چې د پخوا په شان په عراق کې پاتې شه او هلته د القاعدې مشري وکوه ، خو د هغه شرعي استدلال دا وه چې د سميې ملکونه استعمار ويشلي د عراق او شام حدود سایسپيکو وضع کړي ، مونږ بايد پدې حدودو ایمان ونلرو ، د هر ملک لپاره د بیل ترتیب ضرورت نشته همدا يو امارت باید د سيمې ټول ملکونه اداره کړي ، چې بیا وروسته دا اختلاف عميق او تر ټکرونو ورسيده نو ځکه هم ابوبکر د القاعدې له ترتيب څخه ووت او لمړي د دولة الاسلام فی العراق و الشام او وروسته بیا د دولت الاسلام د تأسيس اعلان يي وکړ . پداسې حال کې چې مونږ د عراق او سوريي د واقعې له ځمکې ډير لري اوسيږو د مسلمانانو د قربانيو او مجموعو په هکله له کره معلوماتو پرته په حسادتونو ولاړ موقف نیول د ايمان خطره ده ، الله دې ټولو مسلمانانو ته نيک ګمان او له حسادت خالي زړونه نصيب کړي .