یو څو خبری

د ننګرهار والی جناب عطاالله لودین یو ډیر ښه سړی دی، عالم دی، مخلص دی، وطن دوست دی او تر ټولو مهیم دا چه ریښتینی مسلمان دی. کله چه د ننګرهار د والی په صفت دلته راغی نو ډیر ښه پروګرامونه او لمړیتوبونه یی غوره کړی وو، او یو هدف یی ټاکلی وو چه هاغی هدف ته د رسیدلو په خاطر به نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی. تر هاغه ځایه چه ماته معلومه ده؛ امنیت، د هر ډول فساد په وړاندی مبارزه او بیا رغونه یی یی په کاری لمړیتوبونو کی ځای لره.
د امنیت په برخه کی ورسره ټولو امنیتی ادارو پوره همکاری کړی خو د هیواد او سیمی سیاسی حالات داسی استقامت ته جلب شول چه په ننګرهار کی یی په امنیت ډیر بد تاثیر وکړ او په دی ولایت کی امنیتی قواوی د سترو ننګونو سره مخامخ شوی خو بیا هم امنیتی نهادونو د ننګرهار د امنه قومندان مل پاسوال شیرزاد تر رهبری لاندی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی چه امنیت لاپسی خراب نه شی. د نا امنی عوامیل خورا زیات دی. زه په دی برخه کی د ننګرهار والی نه ګرموم بلکه بریالی یی بولم. دا کار یی د ستاینی وړ دی.
سره له دی چه جناب والی صیب عطاالله لودین یو عالم دی خو د نوموړی سره د ملایانو او علماوو همکاری کم رنګه ده. د بیلګی په ډول، علماّ او ملایان په مساجدو کی د ممبر د لاری د امنیت د بهبود لپاره ، د خلکو د بی ځایه وژنی په اړوند او د سولی د پروسی لپاره ډیر څه کولای شی خو په تاسف باید ووایم علما چوپه خوله پاتی شوا او یو بل فرصت یی هم د لاسه ورکړ.
د اخلاقی فساد د منځه وړلو په برخه کی یی هم نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی او په دی برخه کی بریالی دی. هغه کمیسون یی چه د اخلاقی فساد له منځه وړلو په خاطر ټاکلی وو، د زړه د کومی همکاری یی ورسره کړی ده. ډیر ځوانان چه په شرابو، چرسو او نورو ډول ډول ناروا اعمالو بوخت وو او د مخنیوی لپاره به یی چا غږ نه شو پورته کولای اوس دا کارونه په ښکاره ډول نه شی کولای. مونږ یی ستایو او مننه تری کوو. خو یوه یادونه او سپارښتنه ورته کوم چه هغه حقیقت دی او ما په خپلو سترګو د محلی تلویزیون د لاری کتلی هغه دا چه شخصی ملکیت د هر ډول تیری څخه خوندی دی، خو کوم کمیسیون چه والی صیب د اخلاقی فساد د مخنیوی په خاطر ټاکلی وو په جلالاباد ښار کی یی زیات شمیر دکاندارانو ته کمپیوټرونه مات کړی او ډی وی ډی یی ورڅخه وړی بیا نه یم پوه چه بیرته یی ورباندی سپارلی او که نه. زما په اند دغه کمیسیون د ډیموکراسی اصول په ځنی حالاتو کی د پخو لاندی کوی او خلک د موجوده حاکیم جریان په وړاندی بد بینه کوی چه باید په خپلو کړنو کی تر سره نظر وکړی.
ښاری نظم هاغه کاری ساحه ده چه د والی صیب سره پکی ذیدخله ادارو هیڅ همکاری نه ده کړی. د بیلګی په ډول په ښار کی د چټلی (کثافت) زیاتوالی، د ښار پاکوالی ته هیځ توجه نه کول، د ویالو بندښت چه د کم باران په نتیجه کی اوبه په سرکونو روانی وی هیڅ توجه نه ده شوی. لاسی کراچي د هری ورځی په تیریدو سره زیاتیږی او په هر ځای کی یی چه خوښه وی هلته ودریږی او خپله سودا خرڅوی، بس یو څوک تری په دی او هغی نوم پیسی اخلی نور یی غم پسی نه ګرځی. ښاروالی باید خپلو کارونو ته زیات متوجه شی او دا ښار خپل کور و ګني. ریکشاګانی، زرنجونه او بی نمبر پلیټه موټر سایکلونه خو د مچانو څخه هم زیات دی چه نه یواځی ښاری نظم یی مختل کړی بلکه په اکثره تنظیم شوی جرمونو او ځنی تروریستی پیښو کی د بی لمبر پلیټه موټر سایکلونو رول ډیر بنیادی وی. فساد د ترافیکو په اداره کی شتون لری ځکه خو د بی لمبر پلیټه موټرو غم نه خوری، د ریکشو او زرنجونو زیات تولید او هغی ته د ښار څخه بیرون د هډو نه شتون ددی مانا ورکوی چه د ترافیکو مدیریت او ترانسپورت ریاست په خپلو کی سره همغږی نلری او نه غواړی چه د ښار په نظم کی رغنده رول و لوبوی. که دوی ښه پلان جوړ کړی نو لاندی لاسته راوړنی حتمی دی:
۱ د بی نمبر پلیټه موټر سایکلو ، ریکشو او زرنجونو ژر تر ژره ګمرګی محصول تر څو عواید پورته لاړ شی.
۲ دوی ته لمبر پلیټ ورکول به د هر راز پیښو (جنایی او تروریستی) د له منځه وړلو کی ډیر موثر ثابت شی. د جرم تر سره کولو وروسته به موټر سایکل فرار نه کوی ځکه چه ریکارډ به موجود وی.
۳ د محصول څخه به وروسته ددی وسایطو په نرخونو کی د پام وړ زیاتوالی راشی چه په دی کار سره به یی د بی ځایه تولید مخنیوی وشی او په ښار کی به ګڼه ګوڼه په طبیعی شکل راکمه شی.
۴ د ترافیکو مدیریت به په خپل کم پرسونل سره وکولای شی نورو لمړیتوبونو ته زیات متوجه شی لکه په ښار کی د ښه ترافیکی انظباط یقینی کول، په ښار کی د بارداره موټرو ددخول مخنیوی ترڅو د ګڼه ګوڼی مخه و نیول شی.
د یو شمیر لوړپوړو چارواکو او ادارو نه همکاری د محترم والی صیب مدیریت د سوال او ننګونی سره مخ کړی چه په لاندی ډول تری یادونه اړینه بولم
۱ د جلالاباد د ښار په مختلیفو برخو کی عام المنفعه سړکونه د یو شمیر چارواکو لخوا بند شوی دی چه دا پخپله یوه امنیتی ننګونه او په ښار کی د بی نظمی ستر عامل دی. زه د چا نوم نه اخلم خو چه هر څوک دا کار کوی باید په بدیل یی فکر وکړی تر څو د جلالاباد ښاریان د ستونزو سره مخ نه شی
۲ د هندوستان ، ایران او پاکستان قونسلګریو هم ځانته ځانته سړکونه بند کړی او خلک یی د ستونزو سره مخ کړی. په ننګرهار کی د امنه قومندانی، ښاروالی، د خارجه چارو ریاست او د ولایت اداره باید په ګډه کار وکړی تر څو ددی مخه ونیسی او دغه قونسلګریو ته نور دولتی ځایونه په اختیار کی ورکړی.
۳ د ملی امنیت لوی ریاست هم ورته کار کړی یعنی د دغه ریاست شرقی سړک یی اکثره وخت بند کړی وی او د سیمی خلک یی د ستونزو سره مخامخ کړی. دوی هم باید دا سړک خلاص او د خپل امنیت لپاره په نورو لارو غور وکړی.
۴ خارجی امنیتی ځواکونه هم بی برخی نه دی پاتی، دوی د میدان هوای تر څنګ سړک زیاته برخه رانیولی او ترافیک یی د ستونزو سره مخ کړی. هیله ده دوی هم د جلالاباد د خلکو او د طورخم جلالاباد د لوی لاری د مسافرو ستونزه د پامه و نه غورځوی او د خپل چاپیریال د امنیت په اړه نوری لاری و لټوی.
۵ د ننګرهار د استناف څارنوالی د غید ګا مسجد تر څیرمه غربی سړک بند کړی او د زړی ځارنوالی او چهل متره سړک خلک یی د ډیرو ستونزو سره مخ کړی. هیله ده څارنوال صیب او د ولایت مقام یی په ګده د حل بله مناسبه لاره پیدا کړی. په لویو قیر شوی لارو کی کانکریټی موانع ودرول د حل لاره نه ده. بلکه نوری ډیر ښه امنیتی تدابیر شته چه هم ورسره ښاری نظم ټیګښت مومی او هم ورسره امنیت ښه کیدلی شی. ۶ د ننګرهار محکمی هم د عمومی سړک په منځ کی لوی لوی کانکړیټی موانع پورته کړی او په دی ځای کی ترافیک د ځنډ او خنډ سره مخامخ دی. علاوه ددی څخه د محاکمو ریاست یو بل سړک نیمه فلج کړی چه ددی ریاست غرب لور ته پروت دی.
۷ د ښاروالی د میلمستون تر څیرمه لویه لاره هم اکثره وخت د ترافیکو په مخ تړلی وی او علت یی هم نه وی معلوم. خلاصه دا چه د لارو بندښت اوس یو مود او فیشن شوی دی. هیله می داده چه چارواکی یی پر وړاندی بی تفاوته پاتی نه شی. لازیم بولم چه په دی اړوند د یو شمیر د مشرانو لکه حاجی حضرت علی، حاجی ظاهر، فریدون مومند، انجنیر غفار، میرویس یاسینی، حنیف ګردیوال او د یو شمیر ادارو ریسانو څخه مننه وکړم چه دوی هم کولای شی سړکونه د خپل امنیت په پلمه بند کړی خو دا کار یی نه دی کړی او د یو عادی ښاری په څیر ژوند کوی مونږ یی ستاینه کوو او دعاګانی ورته کوو.
په دی شپو ورځو کی د جلالاباد په ښار کی یو شمیر مسلح کسان په شخصی لباس کی ګرځی چه خلک یی د تشویش سره مخامخ کړی، دداسی خلکو او طالبانو تر منځ هیڅ فرق نه کیږی، هیله ده چه په دی برخه کی والی صیب جدی توجه وکړی او امنیتی نهادونه هم د والی صیب سره همکاری وکړی.
د بریښنا ستونزه ډیره زیاته شوی چه ښاریان یی د مشکلاتو سره مخامخ کړی، د روژی مبارکی میاشتی او سختی ګرمی سره سره هره شپه بریښنا د دری ساعتونو لپاره ځی. يوه شپه د ماښام د اتو بجو څخه تر دولس بجو پوری او بله شپه د دولس بجو څخه تر سهار د څلورو بجو پوری بریښنا نه وی. جناب والی صیب دا حالت به تر کومه دوام لری؟ او تاسی په دی هکله څه کړی ؟
صحی خدمات او په روغتونونو کی د نوکریوال ډاکترانو غیر حاضری هم یوه جدی ستونزه ده. خوشبختانه د خلکو غږ زیات نه دی پورته شوی چه علت یی د یو شمیر شخصی صحی خدماتو د مرکزونو موجودیت دی. د صحت عامی مسولین باید په شخصی صحی مراکزو کی د نرخ نوا څخه بی غمه نه شی او دغه مرکزونو کی باید د عملیاتونو او صحی خدماتو د عرضه کولو قیمت په جدی ډول کنترول کړی.
د ولسوالیو د امنیت به درته څه ووایم خو دومره باید ووایم چه ددی لاندی څو ولسوالیو د امنیت او اداری د جوړښت په هکله باید ژر تر ژره تصمیم و نیسی او که غم یی و نه خوری نو خلک به د دولت سره خپله مقاطعه اعلان کړی.
۱ رودات : په دی اولسوالی کی هدفی وژنی، قتل، غلا، اختطاف، تنظیم شوی جرایم او سازمان شوی تروریستی پیښی خپل اوج ته رسیدلی. خلک پر ځای د دولت سره همکاری نه کوی چه په دی اړوند د زیاتی تبصری څخه ډډه کوم او که ضرورت و لیدل شی نو د شواهیدو او اسنادو سره به درته هر څه د لمر په څیر څرګند کړم.
۲ بټی کوټ : په دی ولسوالی کی طالبان کم خو غله او نوری بی بندوباره ډلی ټپلی ډیری زیاتی دی چه دولت تر دا دمه ددوی په تشخیص او مخنیوی کی پاتی راغلی. د اولسوالی مدیریت هم یوه جدی ستونزه ده.
۳ چپرهار: ددی اولسوالی نه خو اوس دره ادم خیل جوړه شوی. د طالبانو تر نوم لاندی سازمان شوی جرمونه سرته رسیږی. خلک تر پوزی رسیدلی. دولت یواځی په اولسوالی کی دی. دلته غښتلی امنیتی تدابیر باید ونیول شی او د خلکو اعتماد او باور باید په دولت زیات شی.
۴ هسکه مینه: په رڼا ورځ د معلیمینو معاشونه غلا کیږی، د همسایه ولسوالیو څخه اختطافچیان دلته پټ ځایونه لری او لوی لاری ټول د غلو سره دی.
۵ خوګیاڼی، شیرزاد، حصارک او پچیر اګام اولسوالیو ته خو شاید چا خیرا کړی وی چه د خلکو ورځ او حال یی نه ښه کیږی. هلته هم ددولت نه او هم د طالب څخه خلک ښه خاطره نلری. وړاندیزونه : ۱ د ننګرهار د ټولو ولسوالیو رهبری (پولیس، ولسوال، مدیر د امنیت ملی، تروریزم، جنایی) باید تبدیل کړل شی.
۲ په زیات شمیر ولسوالیو کی د محل خلک (په خاص ډول پولیس) دنده سرته رسوی چه باید ژر تر ژره دخپلو ولسوالیو څخه تبدیل او بل ځای ته واستول شی.
۳ د جلالاباد په ښار کی باید ۲۴ ساعته انظباط شهری ځای پر ځای اوسی تر څو د ضرورت په وخت کی هم د پولیسو او ترافیکو سره او هم د ولسونو سره مرسته وکړی او د ښاری نظم په ټینګښت کی موثر رول و لوبوی.
۴ ښاروالی او د ښار جوړونی تش په نوم اداره باید خپل انکشافی پلانونه د ولسونو او جلالاباد ښاریانو سره شریک کړی او کارونه یواځی د کاغذ په مخ پاتی نه شی بلکه د عمل جامه په تن کړی.
۵ په ښار کی د موټرو د تم ځای لپاره باید جدی فکر وشی تر څو د خلکو ستونزی حل شی.
۶ هر څومره ژر چه کیدلی شی د ښار انکشافی پلان باید جوړ او ښاریانو ته اعلان شی. ښار ته پراخوالی ورکول به په ډیره اسانی سره وکولای شی زیات شمیر ستونزی په چټک ډول حل شی. ددی کار تر سره کولو لپاره تاسی یو تلویزیونی اعلان ته اړتیا لری چه د ښار د انکشافی ساحی حدودات پکی څرګند شی نور کاغذی کار او عملی پلان یی وخت ته اړتیا لری. داسی کولو سره به ستاسی نوم د ننګرهار په تاریخ کی تل ژوندی وی.
نور بیا