
زیات چاغوالی له یوې مخې ستاسو روغتیا ته ژور تاوان پیښوي او له بلې خوا مو ښکلا له منځه وړي.روغتیایي ستونزې یې ځینې بیړنۍ او ځینې ځنډني دي.
بیړنۍ روغتیایي ستونزې :
داسې ښکاري چې چاغوالی د زړه او رګونو ناروغیو ته زمینه برابروي چې ورورسته د کولسترول زیاتوالی او د ویني لوړ فشار رامنځته کوي. ۷۰٪ چاغ ماشومان د زړه او رګونو د ناروغیو د خطر یو فکتور لري. د دې امکان شته چې پدوی کې د شکري، هډوکو او بندونو د ناروغیو د خطر زیاتوالی، په خوب کې سابندي، د خجالت د احساس او پر ځان د کمباورۍ په شان ټولنیزې او رواني ستونزې موجودې وي.
اوږد مهاله ستونزې :
د زړه ناروغۍ، د شکرې دوهم ډول ناروغي، دماغي حمله، د سرطان بیلابیل ډولونه لکه د سینې، لویو کولمو، اندومیتریوم (د رحم د داخلي جدار)، مرۍ، پښتورګو، پانکراس، صفرا کڅوړې، تایراید، تخمدانونو، د رحم د غاړې او پروستات سرطانونه، او د میلوما او هوجکین ناروغۍ رامنځته کوي. همدا راز د هډوکو او بندونو د التهاب سبب کیږي.
چاغوالی کله کله زموږ په کلتور کې مثبته نښه ګڼل کیږي خو په غربي کلتور کې یوه منفي او د بد صحت او بدرنګۍ نښه ده. د کوچنیوالي د وخت چاغوالی او په ځانګړي ډول د نوې ځوانۍ چاغوالی د راروانو خطرناکو ناروغیو سبب کیږي.
والدینو ته لارښوونې:
- پخپلو ماشومانو کې صحي خوراکي نظام وهڅوئ (واړه بدلونونه د لویو فایدو سبب کیږي).
o ډیر سابه، میوې او غله باب وخورئ
o کم غوړه یا بې غوړه شیدې او د شیدو محصولات وکاروئ
o د پروټین د پوره کولو لپاره بې وازدو غوښه، چرګ، او لوبیا وخورئ
o په متناسب ډول پروتین واخلئ
o پوره او زیاتې پاکې اوبه وڅښئ
o شکره، خواږه شربتونه، سوډیم (مالګه) او مشبوع شوي غوړي بیخي محدود کړئ.
- خپل خوراکونه په صحي ډول تیار کړئ
o د صحي پخلیو لپاره مینوګانې پیدا کړئ او عملي یې کړئ
- له زیاتې کالورۍ څخه ډک خوراکونه کم کړئ
o ځینې خواړه محدود کړئ، خصوصا د ډیرې شکرې او ډیرو غوړو لرونکي خواړه کم کړئ همدارنګه له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې د صحي خوړو عادتونه خپل کړي. د کمې شکرې او کمو غوړو لرونکو خوړو څو مثالونه دادي : یوه د منځني سایز مڼه، متوسط سایز کیله، یوه پیاله توت، یوه پیاله انګور، یوه پیاله ګازرې، براکولي، مرچ او د سبو نور ډولونه.
- خپلو ماشومان سره مرسته وکړئ چې د فزیکي فعالیت ګټې او ارزښت وپیژني چې په لاندې ډول دي :
o هډوکي قوي کوي
o د ویني فشار کموي
o سترس او اضطراب کموي
o پر ځان باور زیاتوي
o د وزن کنټرول اسانوي
- له ماشومانو سره مرسته وکړئ چې فعال واوسي
o تر لس کلونو لوی ماشومان باید په داسې فزیکي فعالیتونو کې برخه واخلي چې لږ تر لږه د اونۍ په زیاترو یا ټولو ورځو کې د ورځې ۶۰ دقیقې د متوسط شدت فعالیتونو کې برخه واخلي.
o تاسو خپلو ماشومانو ته یو ښه مثال شئ. که تاسو پخپله په منظم ډول فزیکي فعالیت وکړئ او فزیکي فعالیت پخپل مهالویش کې شامل کړئ، نو ستاسو ماشومان به هم وهڅیږي او درسره ملګري به شي.
o د متوسط شدت فزیکي فعالیتونو ځنیې بیلګې دادي:
چټک پیاده تګ
د پړي سره ټوپونه (ریسمان بازي)
د فوټبال لوبه
لامبو وهل
- ناست او نا متحرک ساعتونه راکم کړئ
o که څه هم د مطالعې او زده کړې لپاره ناسته ښه ده، خو
o د سکرین (تلویزیون، انټرنټ او کمپیوتر) وخت په ۲۴ ساعتونو کې تر دوه ساعتو راکم کړئ.
o دوه کلنو او ترې کوچنیو ماشومانو ته د سکرین د کتو اجازه مه ورکوئ (د امریکا د ماشومانو د اکاډمي د سپارښت له مخې).
o ماشومان مو داسې لوبو ته وهڅوئ چې دوی لا فعال کړي او د کورنۍ نور غړی هم ورسره شریک شي.
- د بدن مناسب وزن ساتل او ورته رسیدل ډیر مهم دي؛
o په خوراکي رژیم کې تغیر مرسته کوي
o لنډ مهاله بدلونونه دوام نکوي.
د وزن په کنټرول کې د بري تأمینوونکي فکتورونه
- په غذا سره د درملنې پروګرام
- د غذا تیارونکو (هوټلونو، اشپزانو، کمپنیو) په کار کې د بدلون لپاره پیاوړی ټولنیز ملاتړ چې غذايي رژیم په صحي ډول تیار کړي.
- د ټولنیز ملاتړ په شمول د منظم فزیکي فعالیت توصیه مهمه ده.
- د درملنې رژیم باید دوامداره وي او د کورنۍ د غړو حمایت پکې یقنیي شي.
- د وزن د کنټرول تر ټولو بریالۍ لار هغه ده چې تدریجي او دوامداره وي.
که له همدا اوسه د ماشومانو روغتیا او وزن ته پام و نه کړو، نو بیا داسې وي لکه په لاندې انځور کې.