دا هلک بيا نه راځي

                             
عابد جان رځړوال يادوم .
هغه څوک يادوم چې د خپل ايډيال شخصيت ( باچا خان ) په څېريې ، دنګ قد درلود.
 رځړوال، له شاوخوا دوه کلونوراهيسې له موږ سره پژواک خبري اژانس کې کار کاوه .
هغه د شپې هم په اژانس کې پاتې کېده .
يوه شپه ناوخته کنفرانس و، زه ور روان وم ، د اژانس په نيوز روم کې ورسره مخ شوم .
 د منرالي اوبو بوتل يې د تل په څېر په لاس کې و .
 پوښتنه يې وکړه ، ما وې کنفرانس ته روان يم
- دا وخت کنفرانس ؟
-  - موضوع مهمه ده .
- نو بيا زه هم ځم
- ستا تګ هلته ښه نه دى .
هغه دې خبرې غوسه کړ او په قهر يې وويل : دا څه ګډوډي ده ؟
 ماويل : ستاسو له لاسه .
 دې خبرې ډېر ودرداوه او زياته يې کړه : موږ په دې وطن سرورکوو ، ځانونو ته افغانان وايو او تاسو موږ ته د پردي په سترګه ګورئ .
 هغه د اجمل خټک ، افراسياب خټک او ... نورو نومونه واخيستل .
ماويل هغوى افغانانو ته څه کړي ؟  دلته ورته د وخت حکومتونو کبابونه ورکول ، لوکس ځايونه يې په خدمت کې وو ، خو چې په موږ سخته راغله او مهاجر شو، نو بيا هغه براداري نه وه ، يوهم زموږ سپېرو کمپونو ته رانغى .
خبره مو اوږده شوه او بيا زه د کنفرانس پر لور روان شوم .
 سبا چې مخامخ شو، نو لومړى غږ ده وکړ : زما سلام دى !
بيا ما هم غېږه ور خلاصه کړه .
له رځړوال سره ، مې د باچا خان په سر هم ډېر تاوده بحثونه کول ، خو هغه په باچا خان دومره ميين و، چې هيڅ اندازه يې نه وه .
زما پوښتنه به دا وه ، چې که باچا خان رښتيا هم د پښتنو په غم زهير و ، نو د پاکستان کمپونه په پښتونو ډک و ، ولې د يوه ليدلو ته رانغى ؟
 رځړوال به ويل : ګوره ، يو خو هغه وخت باچاخان کمزورى و، بل داچې په کمپونو کې د جهادي تنظيمونو پلويان اوسېدل او با چاخان تل ويل چې جهاد فرض دى ، خو د دغه جهاد ګټه افغانانو ته نه ځي ، پاکستان او امريکې ته ځي او افغانان د دوى د ګټو قرباني کېږي او ليډران په مجاهدينو سوداګري کوي .
 
 رځړوال په دې وروستيو کې خپل يو تازه چاپ شوى اثر ( بابا او خدايي خدمتګار تحريک ) هم راکړى و .
 ددې اثر د راکولو په مهال يې راته ويل : ما غوښتل دانش خپرندوېې څانګې ته صرف خپل ياداشت وښييم او بيا له تغيراتو وروسته يې چاپ کړم  ، خو هغوى همداسې چاپ کړ، بلا غلطۍ په کې دي .
 خو بيا به يې ويل : زه مړه ،  که ژوند و بيا به شي .
 خو هغه سره ژوند وفا ونه کړه او ...
 رځړوال ، په دې وروستيو کې تورکالي کړي و او چې کله به په نيوز روم را ننوت، نوپه مابه يې سترګې ونښتې ، ځکه زما د کار څوکۍ دروازې ته مخامخ ده . 
او چې څنګه به مې څنګ ته راغى، نو ور پورته به شوم او بيا به مې ورته وويل :
 توره جامه يې جوړه کړې په درزي     دا هلک د کوم کلي دى چې ځي راځي 
 ددې بيت په اورېدو به موسک شو .
د رځړوال له يو ناڅاپي مړينې نن سهار په خپل دفتر کې خبر شوم ، خو باور مې نشو کولى .
نن چې کله د نيوزروم دروازه خلاصه شوه بيا مې غوښتل د سندرې هماغه بيت زمزمه کړم ، خو داځل عابد جان نه و، شايد زه هم دغه سندره نوره  له ياده وباسم ځکه : هغه هلک بيا نه راځي . 
                                                                                   ،