د ترهګری پیژندنه او تعریف (دوهمه برخه)

محمد انور (آڅړ)                                                ۸/۵/۱۳۹۳ه،ش
 
 د ترهګرۍپېژندنه؛ یا د تروریزم تعریف:               )    دویمه برخه(
 
د روهي ویب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
 
د دې لیکنې په لُمړۍ برخه کې مو د ترهګرۍ پر شالید(پس منظر) باندې تر یوې کچې پورې رڼا واچوله او د ترهګرۍ د پراخیدلو پر عواملو باندې تر یوه ځایه وغږیدلو؛ د ترهګرۍ د پېژندلو لپاره مو خپل وړاندیزونه او طرحې هم وړاندې کړې؛ اوس به په دې برخه کې د فرانسې د انقلاب پر هغو ترورستي کړنو باندې په لنډه توګه وغږیږو چې د ترور کلمه ترې رامنځ ته شوي ده، نو وبه وینو چې د ترور بنسټیزې کړنې څه ډول کړنې وې؟ او د ترهګرۍ په پېژندلو کې ښه مرسته کولی شي؛ ورپسې به د ملګرو ملتونو سازمان؛ د یوشمېر هیوادنو د اتحادیو؛ هیوادونو او د نړۍ د مشهورو پوهانو لخوا، هغه تعریفونه او نظرونه چې دترهګرۍ په اړه یې وړاندې کړي دي یادونې وکړو.
 
د فرانسې د ترورستي حکومت (کنوانسیون*)لخوا لاندې ترورستي کړنې تر سره شوي دي چې  د نن ورځې له ترورستي کړنو سره یې پرتله کوو:
ــ «که چیرې موږ[فرانسویان] ونه کړی شو چې فرانسه د خپلو غوښتنو سره سمه جوړه کړو، نو فرانسه به په هدیره بدله کړو.
ــ ترورستانو د فرانسې پاچاه او ملکه ووژل.
ــ له (۴۰۰۰۰) کسانو څخه یې سرونه غوڅ او مړي یې اوبو ته وروغوځول.
ــ (۵۰۰۰) کسان یې په اوبو کې ډوب کړل.
ــ (۸۰۰) تنه یې په یوه شپه کې اوبو ته وروغورځول.
ــ (۳۰۰) تنه ماشومان یې په دریاب کې غرق کړل.
ــ د مړیو جسدونو او په مړیستونونو کې هډونو ته یې هم سزاګانې ورکولې.
------------------------------------------------------------------------------------(*)ــ کنوانسیون، جرګه غونډه، مجلس، ؛ د تړون مانا هم لري.
ــ تش په نوم محکمې وې، د(۲۲) کلن ځوان پر ځای به یې۶۰ کلن سړی اعدام
کړ او کله به یې د پلار پر ځاي (۱۷) کلن ماشوم ووژلو.
ــ شریفو خلکو په خپله ځانونه وژل.
ــ د (کنوانسیون) ځینو غړو دخپل اعتدال او نرمې رویې له امله د ګیوتین لاندې یې خپل سرونه له لاسه ورکړل
ــ له خدای تعالیَ څخه منکر شول.
ــ دکلیساؤ د زنګونو(ناقوس) ټولې منارې ورانې کړي.
ــ مور او پلار خپلو ماشومانو ته سخته خبره او سزا نه شوه ورکولی.
ــ ترورستانو به په چل ول او ډول، ډول غولونکو تکتیکونوسره ځانونه خپلو مخالفینو ته ورسول.
ــ د مکیاولي له سیاست څخه چې:«هدف وسیله توجیه کوي»، کار اخیستلو.
ــ (بناپارت ناپلیون) (۲۰۰) عام خلکووژل.
ــ ناپلیون په اسپانیه کې څلور سوه زره خلک قصابي کړل.
ــ ناپلیون پر مسکو یرغل وکړ او مسکو په اور کې وسوزول شو، (۲۵۰۰۰۰) پوځیان یې له لاسه ورکړل.
ــ د ناپلیون د ترورستي کړنو له امله د اروپا هیوادونو، له فرانسویانو څخه سخت غچ واخیست او ناوړه کړنې یې ورسره وکړې. (*)
­­­­­­­­­­­­
د ملګرو ملتونو سازمان؛ د یو شمېر هیوادونو؛ د نړۍ د مختلفو سیمو د څېړونکو او پوهانو، لخوا د تروریزم تعریف او نور اړوند نظرونه.
 د ملګرو ملتونو په اسنادو کې د تروریزم کوم منل شوی تعریف نه تر سترګو کیږي، خو بیا هم، په کال (۱۳۷۳م) کې د ملګرو ملتونو د ټولنې تر څار لاندې د تروریزم
پر وړاندې د مبارزې په نوم یو تړون تصویب شو چې د تروریزم تعریف یې په دې ډول وړاندې کړی دی:
­­***************************************************************************************************
(*) پورتهمعلوماتپهلنډهتوګهولیکلشول،پهتفصیلسرهیېددېلیکنېپهپایکېولولئ.
ــ «تروریزم عبارت دی: د هغو جنایي کړنو څخه چې، موخه یې د یو دولت، پر وړاندې، یا د ځانګړو کسانو، ډلو او یا هم د عادي خلکو په منځ کې د ویرې او
وحشت خپرول وي.»
له بده مرغه چې د ملګروملتونو د تروریزم پورته وړاندې شوی تعریف د هیوادونو لخوا هیڅ کله هم ونه منل شو.(۱۵)
دا ډول د بین المللي حقوقو په کمیسیون (۱۹۹۵م) ۲۴، ماده /۲، برخه کې، بین المللي تروریزم په دې ډول تعریف شوی دی:
 ــ «لاندې کړنې بین المللي تروریزم دي؛[دیوچا اویا ډلې...] اداره، پرغاړه اخیستل،
امر ورکول، مالي او نورې اسانتیاوې په واک کې ورکول، د بل دولت پروړاندې د تاؤتریخوالي هڅول او رهبري کول، چې د خلکو او د دوی د مالونو پر وړاندې ترسره شي، د تشکیلاتو، ډلو، یا په عمومي افکارو کې د ترور (ویرې او وحشت) حالت رامنځ ته کول، تر څو د خپلو ګټو د تر سره کولو لپاره یو دولت مجبور کړي.(۱۶)                                                                                                                      دا شان په کال (۲۰۰۵/م) کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې، د تروریزم له لاندې تعریف څخه ملاتړ وکړ:
 برسېره پر هغو مواردو چې په پخوانیو تړونونو(کنوانسیونونو) کې منع شوي دي، ــ ــ «هر هغه عمل چې، د عادي خلکو، یا غېرې نظاميانو د وژلو، د سخت بدني ټپي کولو په نیت ترسره شي، او موخه يې د  خلکو، ټولنې، دولت، یا د یوه بین المللي سازمان مجبورول وي، چې د یوې کړنې(فعل) د نه ترسره کولو، یاترسره کولو پخاطر ویره او ډار رامنځ ته کړي، تروریزم نومیږي»(۱۷)
د دریمې نړۍ هیوادونو په کال (۱۹۸۷/م) کې د ملګرو ملتونو له مشر څخه وغوښتل چې د تروریزم د تعریف د توپیر په اړه بین المللي غونډه (کنوانسیون)جوړ کړي او د ازادۍ غوښتونکو ډلو کړنې دې عمومي غونډې ته وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو سازمان مشر په کال(۱۹۸۹/م) کې خپل راپور وړاندې کړ، په راپور کې هغه خلک چې د استعمارګرو، نژادپرستو او نورو ډول ډول بهرنیو رژیمونو تر اشغال لاندېوې د خپل برخلیک او ازادۍ په ټاکلو باندې یې تاکید وکړ او هغه ازادي غوښتونکي نهضتونه چې د ملګرو ملتونو د اهدافو، اصولو، منشور او د دوستانه اړیکو د اعلامیې سره سم فعالیتونه کوي، مشروع او قانوني وپېژندل شول. (۱۸)
ــ د ملګروملتونو لخوا، له تروریزم څخه د نه ملاتړ تړون (کنوانسیون) د (۱۹۹۹م) کال په دسامبر کې تصویب شو؛ د ملګروملتونو پخواني کنوانسیونونه چې د ترورستې کړنو د مخنیوي او نورې اړونده یادونې پکې شوي دي د کنوانسیون په دوهمه ماده کې یې ذکر شوی دی؛ سربېره پر دې نوموړي کنوانسیون «هر هغه کړنې چې د مرګ، یا د غېر نظامیانو او یا د هر شخص د سخت ټپي کیدو سبب شي، هغه څوک چې په نظامي جګړو کې فعال ګډون لري؛ چې هدف یې د خلکو ډارول، یا د دولت یا د یو بین المللي سازمان اړ ایستل، د یو کار د کولو او یا نه کول لپاره وي، ترورستی اقدام بللی دی».(۱۹)
 
د اسلامي کنفرانس سازمان، د ترهګرې پېژندنه په دې ډول وړاندې کړی ده:     
ــ «د تروریزم اصطلاح په هر ډول تاؤتریخوالي یا ډارونکو ګواښونو(تهدید) پورې اړه لري؛ چې د یو تن (فرد) یا ډلې لخوا د جنایي کړنو د تر سره کولو په منظور، د نیت او هڅونې سره سره د خلکو په منېځ کې وېره خپره کړي، یا دا چې د ډارونکو ګواښونو له امله ټولنې ته زیان ورسول شي؛ [دخلکو] د ځان، حیثیت، خپلواکۍ، امنیت، یا د هغوی حقونه، په خطرکې واچول شي؛ چاپېریال، استوګن ځايونه، هر ډول تاسیسات، عمومي او خصوصي اموالو ته خطر پېښول، یاد هغوی اشغال او په هغو کې تصرف کول؛ ملي منابعو او بین المللي تاسیسات په خطر  کې اچول؛ [دیوه هیواد] د ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي یوالی، او یا دا چې د خپلواکو هیوادونو د حاکمیت پر وړاندې ډارونکي ګواښونه تر سره شي.(۲۰)
 
  اروپایي کنوانسیوند (۱۷) مادې او د بشر حقونو او ازادۍ پر بنسټ، د تروریزم تعریف په دې ډول وړاندې کړی دی:
ــ «تروریزم عبارت دی؛ هر هغه عمل چې د حقوقو او ازادیو د له منځه وړلو یا کمولو پر منظور د دغه کنوانسیون د چوکاټ پربنسټ تر سره شي»
 
ــ داشان  د اروپا د وزیرانو شورا لخوا په کال(۲۰۰۱/م) کې تروریزم د بشریت پر وړاندې جنایت بلل شوی دی. (۲۱)
د ناتو سازمانغړي په دې ټکي سره په یوه خوله دي چې: د تروریستي اعمالو له امله، د بشرحقوق، دموکراسي، سیاسي او اقتصادي ثبات تر تهدید لاندې راځي؛ خو د تروریزم کړنې او هفه ډلې او افراد چې پورته اعمال ترسره کوي، نه دي تعریف شوي.(۲۲)
 
 د امریکا د متحده ایالاتود دفاع وزارت لخوا د تروریزم تعریف په کال(۱۹۹۰م) کې په دې توګه وړاندې شوی دی:
ــ «له تاؤ تریخوالي څخه ګټه اخیستنه، د سیاسي، مذهبي او یا ایډیالوژیکي اهدافو ته د رسیدلو لپاره، د محاسبه شوي تاؤتریخوالي له لارې تهدیدول، چې د ډار، زور یا وحشت او ویرې له طریقو څخه تر لاسه شي.(۱)»
داشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دتروریزم تعریف په دې ډول کړی دی:
ــ «هغه تاؤتریخوالی چې د قومي ډلو او یا د دولتي لاس پوڅو لخوا چې د سیاسي انګېزو له امله د غېرنظامي اهدافو پر وړاندې په ناڅاپي توګه تر سره شي.» (۲۳)
 
د انګریزانو لخوا په کال(۲۰۰۰م) کې تروریستي کړنې په دې توګه تعریف شوي دي: ــ «هغه اعمال چې د ځانګړو سیاسي، فکري او مذهبي موخو د تحمیلولو لپاره د دولت یا ټولنې پر وړاندې تر سره شي؛ وګړو او شتمنیو ته یې زیانونه ورسیږي، د
ټولنې سلامتي او امنیت په خطر کې واچول شي، مخابراتي نظام تخریب او یا له وسلو
څخه ګټه واخیستل شي تروریستي کړنې دي». (۲۴)
 
د بریتانیکا دایرةالمعارفلخوا، د تروریزم تعریف داسې وړاندې شوی دی:
------------------------------------------------------------------------------------
(۱)په(www.farnebesht.persianblog.ir) وبلاک کې د امریکا لخوا د تروریزم تعریف په دې بڼه لیکل شوی دی، کیدی شي چې د ژباړې توپير وی.« په غېر قانوني ډول د خلکو او د دوی دشتمنیو پر وړاندې  په زور، تاوتریخوالي او تهدید لاس پورې کول او یا د حکومتونو او انسانانو ډارول، د دې لپاره چې خپل سیاسي، مذهبي، او یا خپل ایډیالوژیکي اهداف تر لاسه کړي.»
ــ «تروریزم عبارت دی: د سیاسي موخې(هدف) د لاس ته راوړلو په خاطر؛ د
حکومتونو، خلکو او افرادو پروړاندې د نه پوهیدونکو، ناڅاپي او په منظم ډول د
ویرې او تاؤتریخواليکارول.» (۲۵)
­­­­­­­­­­­­­­
امریکایې تبعه (ریچارد هنل)د تروریزم تعریف په دې ډول وړاندي کوي:
ــ «ترور یو فلج کوونکی، شدید[ډارونکی عمل دی] او یا له هغې څخه ویره ده؛ تروریزم یو پوهیدونکی(آګاهانه) کوښښ دی او د ترور د پلي کولو لپاره یو ښکاره(سمبُلیک) عمل دی، له ډارونکو ګواښونو څخه ګټه اخیستل او د غېر طبعي
وژنو لپاره له زور څخه استفاده کول دی؛ هدف یې پر یوه تن او یا پر یوې ډلې باندې د اغېز (نفو‌‌ذ) موندل دي.» (۲۶)
 
ډاکټرحسن بشیرد تروریزم تعریف داسې وړاندې کوي او وایي چې، دفاع ترې کوم:
ــ «هر جرم او جنایت چې د (قتل، وهلو ډبولو، شکنجه) چې د وسله وال یرغل حالت ولري، د بې ګناه خلکو او د مدني ټولنې په ژوند کې نا امني، ویره او وحشت رامنځ ته کړي ترورست دی؛ خو که د یوه سازمان(مکتب) په شکل واوړي، تروریزم دی.» (۲۷)
 
ډاکټر بهاءالدين يارُارګاد تروريزم په دې ډول راپېژني:
ــ «ترور د وحشت په مانا دى؛ ترورست د قاتل او سړي وژونکي په مانا او تروريزم دخلکو په منځ کې وېره خپرول، د خلکو رټل، په خلکو کې وحشت رامنځ ته کول او خپل سياسي هدف ته د رسيدلو په خاطر له هر ډول سختو سرکښیو ترسره کول او يا د وخت د حکومت راپرځول، ياهم دحکومت واک په لاس کې نيول او يا دخپلې خوښې کسانو ته دحکومت چارې ورسپارل دي. دا عقيده په اصل کې معمولاًدفاشيزم اوماکياولي اونوروځينوسياسي مکتبونو څخه اخيستل شوي ده.»(۲۸)
 
ښاغلي ډاکټر محمديوسف قرضاويداسلامينړۍ دعلماوو لوى مشر د تروريزم او د فلسطينيانو د ازادۍ غوښتونکو ډلو د عملياتو په اړه داسې وايي:                «دفلسطينيانو تروريزم)که چېرې دا نوم سم اودرست وي( مشروع تروريزم دى.»
 قرضاوي صاحب زياتوي:«د فلسطينيانو تروريزم د خپلې دفاع او مقاومت لپاره دى نه د اسراييلو په شان دتيري اودحرُمت دله منځه وړلو لپاره.»(۲۹)
اوپه دې اړه یېد قرآنکريم د الانفال سورت٦٠ آيت شريف دليل راوړی دى چې په هغې کې د دښمن د ویرولو په باب حکم شوی دی:
 
وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ
 
ژباړه: [او تياروئ لپاره(دجګړې) د دغو (کفارو) څومره چې توانيږى تاسې له قوت او روزل شويو او ساتل شويو آسانو(لپاره د جهاد)چې وويروى تاسې په دغه سره  دښمنان د الله او دښمنان خپل.]
 
ښاغلي اکاډميسين عبدالاحد عشرتي د تروريزم په تعريف کې تر يوه ځایه پورې څېړنه کړي ده، په اړه يې وايي: «هغه تعريفونه چې له دې غير انساني عمل څخه مو لاس ته راوړي دي يو له بل سره توپير لري، داسې چې د څيړونکو يوې ډلې په دې سبب چې تروريزم بيلا بيل ډولونه او طريقې لرې او په هر چاپيريال کې په بيلا بيلو ډولونو اوبڼو سره رامنځ ته کيږي؛ د دې ناوړه پديدې له تعريف څخه يې لاس اخيستى دى او د دغه لوى ګناه د پېژندلو لپاره يې ځانونو ته سرخوږي نه دي پيدا کړي.» (۳۰)
نوموړى ليکوال زياتوي: «د پوهانو يوې ډلې د تروريزم ظاهري بڼه د هغه له تعريف څخه اسانه بللي ده او وايي چې موږ ټول پوهيږو چې تروريزم څه (شى) دى؟ خو د دې پيژندنې سره سره د تروريزم په تعريف کې مشکلات ليدل کيږي، د يادولو وړ ده چې اصلي موضوع  هماغه د ترورمطلوبه پيژندنه  ده، نه دا چې د هغه د تعريف لپاره هدف وټاکو؛ د تروريزم د تعريف موضوع يوه اکاډميکه موضوع ده نو مناسبه نه ښکاري چې د تروريزم تعريف دې د بحث موضوع وټاکو، اوهغه خبرې اترې (مناقشه) چې د ترور د تعريفونو په اړه شوي دي، زموږ اصلي موضوع چې په تروريزم باندې پوهيدنه ده، مخه نيسي، اوس مهال د تروريزم تعريف ته دومره اړتيا نه ليدل کيږي او له اصلي موضوع څخه په څنګ تلل دي، [هغه کړنې] چې له قهرجن قدرت، ظلم اوسرکښى څخه منځ ته راځي، د تروريزم شکل غوره کوي نو(دتروريزم څېړل) به د وخت له ضايع کولو څخه نور څه نه وي. د همدې اصل له  مخې د ملګرو ملتونو په کنفرانسونو، ليدنو کتنو ، تړونونو او اعلاميو کې چې د بين اللملي بنسټونو لخوا رامنځ ته شوي دي داسې مطلب نه ليدل کيږي چې د تروريزم له تعريف څخه استازيتوب وکړي.»
په پاى کې ښاغلي عشرتي د تروريزم تعريف داسې وړاندې کړی دى:
ــ«تروريزم عبارت دى: استفاده کول او کارول له زور، تاوتريخوالي او ډارولو څخه چې د خپلې جرمي غوښتنې د ترسره کولو لپاره يې پلي کوي، دا که يو تن وي يا يوه ډله چې هدف يې د عمومي نظم اخلالول وي او ټولنيز امنيت او آرامي له خطر سره مخامخ کړي، او د اشخاصو او خلکو د زورولو او ويرې سبب وګرځي.»(۳۱)    
 
پروفيسر هووارډزيندتروريزم په اړه داسي نظر لري:
ــ «دکليوالو وژل پخپلهتروريزم دى» او د فلسطينيانو په باب وايي:«د فلسطينيانو غوښتنې عادلانهدي خو زه فکر نه کوم چې ترورستي اعمال دې توجيه شي په دواړو حالاتو کې يعنې له اخلاقي او پراګماتيکو(*)(ګټورو) شرايطوسره سره د توجيه وړ ندي.» (۳۲)
 
 ــ امریکایی ليکوالویلیام جیمز دورانت چې په  ويل دورانتمشهور دی د تروریزم په اړه داسې یادونې کوي او د جاپانیانو د (سمورای) ډلې د جګړه ییزو عملیاتو په باب وایي: «سره له دې چې ((جاپانیان)) په قانون دوستې او درنښت باندې پېژندل شوي دي خو بیا هم د (سامورای) د ډلی کړنې ترورستي اعمال بلل شوي دي؛ لکه څرنګه چې هیله کیږي، جاپانی تروریزم د استبداد او ارتجاع پر وړاندې غبرګون نه
دی، بلکه د جاپان د خلکو، جګړه پاروونکي او د هیواد پرستۍ د تقویت وسیله ده ... د څلویښتو کالو څخه زیاته موده کیږي چې جاپان د کریُې هیواد او منچوري(چین) د نیولو لپاره یې د خلکو پر وژلو لاس پورې کړی دی او دغه شریف فن! (تروریزم)
------------------------------------------------------------------------------------
(*)- يوه معاصره ايډيالستي فلسفه ده چې وايي”حقيقت هغه څه دى چې ګټور وي.
 
یې د سیاست خدمت ته ګمارلی دی.»(۳۳)
دا شان ښاغلي دورانت ظالمو او مستبدو دولتونو ته  ترورستي حکومتونه ویلي اوهم
یې د حسن صباح مرکز د (الموت کلا) د ترور، تعلیم او هنر مرکز بللی دی.(۳۴)
 
ــ ليکواله؛ میرمن رابرټاګورينچې د (شوروي اتحاداوډاراچونې) کتابيې ليکلى په دېانددهچې: «دهغوکمزوروسياسيډلولپارهچېد بهرنۍ سلطې پر وړاندېجګړې کوي د جګړې يواځينى ممکنه او عملي لاره ده چې په فلسفي لحاظ د نولسمې
پيړۍ د ازادۍ بښونکو غورځنګونو لپاره روا عمل بلل کيږي او هلته چې د سياسي حقوقو د تر لاسه کولو لپاره قانوني لاره نه وي د تروريزم فعاليتونه د بحث او مخالفت
وړ ندي او په هغه ځايونو کې ډار اچول د مبارزې يواځنې لاره پېژندل شوي ده.»
نوموړي لیکواله زیاتوي: «په کورنيو، ملکي خلکو او بې ګناه کسانو باندې د ډاراچوونکو تېرى کول وړ کار نه دى.» (۳۵)
دا شان رابرټاګورین وایي چې:«په هغو هيوادونو کې چې پارلماني رژيمونه حکومت کوي او سياسي ډلې کولى شي د ټاکنو لهلارې په سوله ييز ډول خپل قانوني حقوق تر لاسه کړي، ناهيلي،محروميت او کمزوري د دوى د ترورستي اعمالو دليل نشي کيداى.» (۳۶)
 
ــ ښاغلى ډاکټرعبدالکریم ذاکر نايکد تروريزم او ترورست په اړه خپل نظر داسې ښکاره کوي:
 «که موږد انسانيت بري ته وګورو نوهرمسلمان بايد ترهګر وي.
ــ دسـولـې د دښـمنـانــو لپاره تـرهګر.
ــ د انسانيت د د ښمنانو لپاره ترهګر .
ــ د سرکښو ځـواکــونـو لپـاره ترهـګر .
هغه څوک، ځکه ترهګر دى چې د هغه له امله پر خلکو ويره خپريږي، کله چې غل يا داړه مار پوليس وويني پر هغه ويره خپريږي پدې حالت کې پوليس د دوى لپاره ترهګر دى نو له همدې کبله بايد مسلمان د هغو خلکو لپاره ترهګر وي چې له انسانانو څخه سکون غلا کوي، څوک چې په ټولنه کې بد امني خپروي، څوک چې د خلکو ژوند تباه کوي.
 يو مسلمان د غلو او داړه مارانو لپاره ترهګر دى ټولنې ته د هر زيان رسوونکي تن په زړه کې بايد د مسلمان په ليدو ويره پيدا شي، (دا سمه ده چې د ترهګر مانا دهشت او ويرې خپروونکي ته وايي) خو مسلمان بايد د ځانګړوخلکو لپاره ترهګروي، هغه څوک چې د سوله ييزو سيمو لپاره خطر وي. د عامو خلکو لپاره مسلمان د خونديتوب او ډاډ نښه ده د خلکو لپاره د امن ذريعه ده او د هغوى د سولهييز چاپيريال ساتونکى دى.
 دحيرانتيا خبره ده چې د يوه کار په کولو په يوه تن د ترهګر تور لګول او بل ته د همدې کار په کولو سره (پر هيواد مين) لقب ورکول کيږي. کله چې هندوستان پيرنګيانو اشغال کړى ؤ نو ازادۍ غوښتونکو هندوستانيانو د پيرنګيانوپر وړاندې جنګ پيل کړددې هڅو په دوران کې پيرنکيانو اودهغوى پلويانودترهګرونومپرې کيښودخوعاموهندوستانيانوبه وطن دوستان بلل.» (۳۷)
نوموړى ډاکټر زياتوي:«هغه څوک چې د خپل حق لپاره جګړه کوي د هغوى په اند دا يو نيک کار دى مګر هغه خلک چې د دوى مخالفين وي د دوى دې هڅې ته ترهګري وايي. دلته زه (بهگت سنگهـ) د بيلګې په توګه راوړم ، دى د خپل هيواد د ازادۍ لپاره جنګيدلو مګر انګريزانو نوموړی ترهګر باله او موږ ورته د ازادۍ جنګيالى وايو، نو پدې خاطر د ترهګرۍ د ټاپې لګولو نه وړاندې يې بايد شاليد وګورو ځکه د ترهګرۍ مانا يو څه ده او د جغرافيوي او تاريخي اعتبار له مخې يې مانا تغير خوري هغه تن چې پيرنګيانو ترهګر باله موږ هندوستانيان يې د ازادۍ د لارې جنګيالى بولو د دې مطلب داشو چې که ته د پيرنګي حکومت ملاتړى يې او دا د هندوستان روا(جايز)حکومت بولې نو هغه کسان چې د دوى پر وړاندې هڅې کوي هغه ټول ستا په اندترهګر دي، خو که ته د يوه عام هندوستاني د جزباتو ترجماني وکړې هغوى پيرنګيان ښکيلاکګر بولي پدې صورت کې يې پر ضد جنګيدونکي ټول خلک وطن پال (وطن دوستان) دي.اوس دغه خلک وطن دوستان او که ترهګر دي په اړه يې پريکړه يوازې يوه درېيمګړي ډله کولاى شي اودواړهډلې بايد د درېيمګړي پريکړه ومني.» (۳۸)
ــ پنډت جوار لال نهرو د انګريزانو د استعماري دورې؛ د انګريزي تروريزم او د فلسطينيانو او يهودو په اړه وايي:
«د فلسطين ويشل په درو برخو د انګريزانو لخوا چې يوه لويه برخه خاوره به د عربو وي، يوه وړه برخه به د يهودو وي او يوه برخه د اورشلم(بيت المقدس) ښار په ګډون به د انګريزانو تر واک لاندې پاتې شي.د انګريزانو دا د ويشلو طرحه تقريباً د ټولو مختلفو ډلو د خواشينۍ سبب وګرځيدله او عربو په هيڅ وجه ونه منله او د دوى ملي مقاومت[د انګريزانو پر وړاندې] لاپسې زيات شو چې دغه مقاومت په يوه ملي نهضت واوښت...او د فلسطين ځمکه يې له انګريزانو څخه ونيوله، انګريزانو نوي او تازه دمه نظامي ځواکونه د فلسطين د بيا نيولو لپاره وليږل چې هلته يې يو ويروونکى(ترورستي) حکومت رامنځ ته کړ متاسفانه چې عربو هم د يهودو پروړاندې په ترورستي اعمالو لاس پورې کړ او يهود هم تر يوې کچې په مقابلو ترورستي عملياتو او د خلکو پر وژلو بوخت دي او کوښښ کوي چې له دې لارې (دخلکو) د ازادۍ ملي مبارزه له مينځه يوسي ... او په ضمن کې عربي ملکونه او ټول د شرق خلک مسلمانان دي که غير مسلمانان د (انګريزانو) په دغو وحشيانه اعمالو باندې چې د (فلسطين خلک) د ازادۍ په لاره کې مبارزه کوي او دوى يې له منځه وړي سخت اغېزمن شوي دي ، دا رښتيا ده چې د فلسطين خلک ناوړه ترورستي عمليات تر سره کوي خو بايد په ياد ولرو چې دوى اصولاً د خپلې ملي ازادۍپهلاره کې مبارزه کوي.»(۴۰)
 
ــ دافغانستان د ترورستي اعمالو پرضد د مبارزې قانونپه لومړي فصل دريمه ماده او دوهمه فقره کې ترورستي سازمان او ترورست پدې ډول راپيژني:
«ترورست او ترورستي سازمان:حقيقي يا حکمي شخصدى چې په دې قانون کې له درج شوو جرمونو څخه ديوه مرتکب شوى وي يا د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت شورا د پريکړه ليک مطابق ترورست يا ترورستي سازمان وپيژندل شي په دې شرط چې پريکړه ليک د ملي شورا لخوا تصديق شوى وي.»
دا شان د نوموړې قانون د لومړي فصل په دريمه ماده لومړۍ فقره کې ترورستي جرمونه په دې ډول ليکل شوي دي:
«د افغانستان د دولت يا د ملي او بين المللي موسسو او سازمانونو د سياست تر اغيزې لاندې راوستلو يا د افغانستان د دولت او يا د بهرني دولت د بې ثباته کولو په منظور په دې قانون کې د درج شوو جرمي اعمالو ار تکاب دى.»
په دې قانون کې د الوتکو،بېړيو تښتوونکي او يا د لارښوونې د ځايونو نيوونکي او د داخلي او خارجي اشخاصو تښتوونکو او د بنسټيزو تاسيساتو ويجاړوونکي، ترورستان بلل شوي دي، د يادو شويو جرمونو مرتکبين که افغانان وي او يا خارجيان،همداډول په دې قانون کې د تروستي اعمالو وسلې او وسيلې هم يادې شوي دي.
 
ــ ازادي غوښتونکې سازمانونه په دې لړ کې ازادي غوښتونکې سازمانونه خپلو بريدونو ته روا او عادلانه جګړه وايي، دوى په دې باب داسې دليل وړاندې کوي چې د بل لوري يعنې د خپلو دښمنانو سره چې په مخامخ جګړو کې ورسره برابر نه دي د جګړييزو توکو نه درلودل او نور ډول ډول ستونزې لري نو په دې وجه نه شي کولى چې مخامخ جګړې وکړي نو مجبور دي چې ناڅاپي(چيريکي )حملې تر سره کړي په دې بنسټ خپلو ټولو هر ډول عملياتو ته روا او جايزې جکړې وايي او مقابل لورى(اشغالګر ځواکونه) يې ترورستان او د دوی عملیات ترورستي  بولي.
 
 
(*) دفرانسې ترورستي انقلاب(۱۷۸۹م) کال په اړه مفصل معلومات!
د فرانسې له شاهی نظام څخه وروسته چې د یو شمېر کسانو لخوا د جمهوريت په نوم یو سخت دریزه حکومت رامنځ ته شو په حقیقت کې یو دولتي ترورستی دولت ؤ او وروسته د بناپارت ناپلیون د امپراتورۍ په کالونو کې د فرانسې حکومت یو بین المللی ترورستي حکومت ؤ چې ټوله اروپا يې په ویره او خطر کې اچولي وه.
 په ۱۷۹۳/م، کالکې د فرانسې په هیواد کې د جرګې(کنوانسیون) په نوم د خلکو له استازو څخه یوه ټولنه جوړه شوه چې شمېر یې (۷۵۰) تنه وه په نوموړي ټولنه کې د یوې افراطي قبيلې (ژیروندانو) استازو شمېر د نورو ډلو څخه زیات ؤ، چې ډېریو دغو استازو پر خلکو باندې په زور سره ځانونه منلي او ټاکلي وو، نو له دې امله د خلپو سیاسي مخالفینو د ډله ییز او منظم ترور قدرت ورسره ؤ. (تاریخ تمدن ۱۱ټوک،۶۱ مخ)
نوموړي کنوانسیون وروسته له هغې چې د فرانسې له شاهي کورنې څخه یې قدرت ونیوه، نو د فرانسې پاچاه شپاړلسم لویي او دې ده ملکه(ماري آنتوانت)یې ووژل، ۱۷۹۳/م. (تاریخ تمدن ص۶۲۹۵)
وایي چې، د فرانسې پاچاه ډېر شریف، رحیم، نیک او خوشال طبعیته سړی ؤ؛ د فرانسې پاچاه به تل دا خبره کوله چې: « اصل خو دخلکو د زړنو لاس ته راوړل دي» پاچاه د۳۵کالو یو د ښو صفاتو ځوان ؤ ... دې ده دا شان ډېرې ښې او نرمې کړنې، د دې سبب شوې چې ځان او خپله پاچاهي له لاسه ورکړي؛ د فرانسې پاچاه یې د ترورستي حکومت په ترورستي محکمه کې پر مرګ محکوم کړ او دې ده د محکمې په جریان کې یوه حیرانوونکي پېښه دا ده چې د فرانسې د کنوانسیون یو غړی(میو دو شاتل) چې پخپله د مرګ په حالت کې ؤ غوښتنه یې وکړه چې دریځ(د خبرو کولو ځای) ته د ورسول شي، نوموړی یې هغه ځای ته ورسولو او د پاچاه د اعدام پر پلوۍ یې خپله رایه ورکړه او مړ شو!
شپاړلسم لويی يې د انقلاب په میدان کې د ګیوتین، وژونکي دستګاه ته یوړ او کوښښ یې وکړ چې د راټول شویو خلکو پر وړاندې وینا وکړي، هغه وویل:«د فرانسې خلکو! زه بې ګناه وژل کیږم، د دغه اعدام له تختې څخه خدای ته رسیدل دي، چې دا خبره تاسو ته کوم، زه خپل دښمنان بخښم، غواړم چې  فرانسه» په دې ځای کې د لویو، لویو ډولونو (طبل) په هلو سره د پاچاه خبرې لنډې شوې او چا نه اوریدلې، د ګیوتین د درانده تېغ په رالویدلو سره د پاچاه سر له تن څخه جدا شو!! خلکو په چپه خوله په ډېره خواشینې سره ورکتل، چې وروسته یوه تن په دې اړه وویل: «په هغه ورځ موږ ټول [د آزادۍ له میدان څخه] ور ور روان وو او نه مو شول کولی چې د یو بل مخ ته وګورو». (تاریخ تمدن ص ۶۸۳۶)
د پاچاه پر ترور باندې د هغه وخت لویو، لویو آروپایي هیوادونو لکه، اطریش، پروس، روسیه، انګلستان، اسپانیه، هالنډ او ایټالیا د فرانسې د ترورستي حکومت پر وړاندې د یوالي لاس سره یو کړ. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۳۳)
له بل پلوه د فرانسې شپیتو ولایتونو د دوی پر خلاف پاڅون وکړ او انګریزانو، هالنډیانو، پروس، اطریش، اسپانیا او د نورو هیوادنو پوځونو د فرانسې پر خاوره باندې بریدونه وکړل. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۵۵)
د فرانسې خلکو د پاچاه پر پلوۍ لویې، لویې غونډې جوړولې او د کورونو پر دروازو او دیوالونو به یې د شاه په پلوۍ دا ډول شعارونه لیکلي وو: « ای د فرانسې اولسه! دین او پاچاه مو بیا پیدا کړئ،تر څو په خیټه ماړه او په امن کې شئ».
د فرانسې انقلابي ترورستانو پر ډله ییزو ترورونو باندې پېل وکړ چې له کال ۱۷۹۳څخه یې تر ۱۷۹۴م پورې دوام درلود او په زرګونو د خلکو سرونه یې په (ګیوتین) باندېغوڅول او بیا به یې وژل شوي خلک دریابونو ته ورغوځول.(تاریخ تمدن ۱۱ ټوک ص ۹۸)
دا شان دفرانسې ترورستي حکومت لخوا به ډېر زیات خلک د توپونو پر وړاندې درول کیدل او د توپونو په ډزو به آلوزول کیدل؛
یو تن ترورست (ژان باتیست کاریه) نومي لخوا، د یوې قاتلې«ترورستي» ډلې په مرسته،د اوو میاشتو په موده کې یې (۵۰۰۰) کسان په اوبو کې ډوب کړل، چې (۸۰۰) تنه یې په یوه شپه اوبو ته ورغوځولي وو، دغه ترورست پر ماشومانو هم رحم نه کولو چې په یوه ورځ کې یې (۳۰۰) تنه ماشومان په دریاب کې غرق کړل.(انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۴۲)
کاریه وویل:«که چیرې موږ ونه کړی شو چې فرانسه د خپلو غوښتنو سره سمه جوړه کړو، نو فرانسه به په هدیره بدله کړو.(تاریخ تمدن ۶۸۵۰)
همدا ډول ځانځاني(انفرادي) ترورونه هم روان وو، چې ترورستانو به په چل ول، د راهبانو په جامه او نورو ډول، ډول غولونکو تکتیکونوسره ځانونه خپلو مخالفینو ته ورسول؛ (پول مارا) چې د کنوانسیون غړی او د یوې ورځپاڼې چلوونکیؤ، د انقلاب په جریان کې ډېر شهرت ته رسیدلیؤ لکه د نورو دولتي ترورستانو په شان یې ډېر خلک اعدام کړي وو، د یوې ښځې لخوا چې (شارلوت کورده) نوميده او د پاچاه، شپاړلسم لویي پلوۍ وه، په خنجر ووهل شو او ویې وژلو، کله چې وژونکي د پول مارا له کوټې څخه په منډه وه نو د یوه تن سره مخ شوه هغه یې په چوکۍ باندې ووهله، چې پر وړاندې یې خپل مقاومت له لاسه ورکړ، وروسته  پولیس راغلل او ویې ونیوله، هغې وویل:«ماخپله دنده تر سره کړه، پریږدې چې پولیس هم خپله دنده ترسره کړي» شارلوت په مرګ محکمومه شوه، نوموړي پر خپل عمل اقرار وکړ خو ځان یې مجرم ونه ګاڼه او ویې ویل:«یوازې د سپتامبر د عامه وژنو او د مارا د نورو ویره ونکو موخو غچ مې اخیستی دی، يو تن سړی مې ووژلو او سل زره کسان مې وژغورل». او د مکیاولي دا خبره یې هم لیکلي وه چې:«هدف وسیله توجیه کوي». (تاریخ تمدن ص ۶۸۴۱)
ملکه یې له خپلو اولادونو څخه جدا کړه او دوه میاشتې یې په یوه تنګ او تیاره زندان کې بندي کړي وه او د انقلابي محکمې لخوا چې په شرموونکې توګه پېل او په بې ننګۍ او بې غېرتۍ سره پای ته ورسیده، وروسته له شلو ساعتونو بحث څخه د «ترورستي» محکمې لخوا، ملکه، پر مرګ محکومه شوه!! دې دغې محکمې غړي د کمون د ډلې غړي وو چې د ملکې د بې آبرو کولو لپاره یې سپکې سپورې خبرې کولې. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۴۱)
د فرانسې انقلابي محکمې تش په نوم محکمې وې، د خلکو په اړه به یې لکه څه ډول چې لازمه ده پلټنې او څېړنې نه ترسره کولې، کله به یې د ۲۲کلن ځوان پر ځای ۶۰ کلن سړی اعدام کړ او کله به یې د پلار پر ځاي ۱۷کلن ماشوم ووژلو؛ د فرانسې ترورستي حکومت مړو ته هم سزاګانې ورکولې چې دا کار یې د خلکو د وېرولو لپاره تر سره کولو په دې اړه وایي: (والازه) نومې تن چې د محکمې لخوا په مرګ محکوم شو نو هغه ساعت چې له څو تنو نورو محکومینو سره له محکمې څخه راووت خپل ځان یې په خنجر ووژلو، خو د ده مړی یې هم د نورو په اعدام محکوم شویو کسانو سره یو ځای کړ او د اعدام ځای ته یې یوړل او په خپل وار سره یې د هغه مړي څخه هم د ګیوتین په تېغ باندې سر غوڅ کړ. (تاریخ تمدن ۶۸۴۸)
دا ډول، د اتلسمې پېړۍ وتلی لیکوال او تر ټولو پیاوړی طبعیت پژندونکې (بوفون) چې پریمانه کتابونه یې لیکلي وو، په ۱۷۸۸/ م کال کې مړ شو او په جنازه کې یې (۲۰۰۰۰) کسانو ګډون کړی ؤ، د نوموړي لیکوال له مړینې لا یو کال نه ؤ تېر شوی چې د فرانسې د انقلابیونو(ترورستانو) لخوا چې نه یې شول کولی د بوفون خاني (نجیب زاده) وبخښي، د ده مړی یې له مړیستون څخه راوایستلو او له منځه یې یوړ او ورسره یې د بوفون د مړیستون تیږې هم له منځه یوړې او د لیکوال د زامنو سرونه یې په ګیوتین باندې غوڅ کړل. (تاریخ تمدن ص ۵۶۶۶)
دا شان د فرانسې ترورستي حکومت هرډول پوهان، لیکوالان، شاعران، ژورنالستان، د پاچاه پلویان، مذهبي روحانیون، خانان (سرمایه داردن) او نور خلک په تشه خبره وژل چې له هغې څخه د فرانسې مهم کیمیا پېژندونکی( لاووازیه) ؤ چې کله یې له محکمې څخه د مهُلت غوښتنه وکړه نو د محکمې یو قاضي یې په ځواب کې وویل: « د فرانسې جمهوری دولت نور کیمیا پېژندونګې ته اړه نه لري» (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۴۸)
وژنې داسې حالت ته رسیدلي وې او د خلکو لپاره دومره عادي وې، چې کله به په مرګ محکوم کسان د وژلو لپاره وړل کیدل او له بازارونو څخه به تېریدل، دوکاندارانو به د دوی پر لور نه ورکتل او په خپلو کارونو به مصروف وو. (تاریخ تمدن ص ۶۹۰۶)
د کنوانسیون غړو له دین څخه انکار وکړ او مذهب یې له ډار څخه رامنځ ته شوی یو شی«موهوم پرستی» وباله او مذهب یې ترقۍ او آزادۍ ته د رسیدلو په لاره کې یو لوی خنډ وباله، د کلیسا منقول او غیر منقول اموال یې په زور او جبر ونیول، د کلیساګانو روحانیونو ته یې وویل: د انقلاب څخه دې خپله وفادارې اعلان کړي، خلکو به ویل: «دا څه ډول کیدی شي چې د یوه کافر دولت څخه ملاتړ وکړو؟‎».
د ۱۷۹۴/ م، کال څخه وروسته څه نا څه د ترور کړنې کمې شوي وې او په کال ۱۷۹۷/ م، کې بیا مذهبي ترور پېل شو او تر ۱۷۹۹/ م، پورې یې دوام وکړ، په دغه مذهبي تروریزم کې یې (۸۰۰۰) کشېشان بندیان کړل او (۷۰۰۰) نور کشیشان یې د بلژیک ولایت ته وشړل. د مذهبي مراسمو عملي کول یې منع کړل، د مذهبي لباس په اغوستلو یې بندیزونه ولګول ... ، پر مړیو باندې د جنازې مراسم له منځه ولاړل، د مړیو پر مړیستنو باندې یې لوحې لګولي وې او پرې لیکلي یې وو: «مرګ یو دایمي خوب دی». د مسیحانو اسقفان او کشیشان مجبور شول چې خپلې مخصوصې مذهبي خولۍ وغوځوي او انقلابي سرې خولۍ په سر کړي. ټول صلیبونه او د عسیَ (ع) مجسمې او نور مذهبي توکي یې له منځه یوړل او یوازې طبعیت یې خدای وباله !. (تاریخ تمدن ۱۱ټوک ص ۹۲- ۹۳)
د فرانسې دغو بې دینو غوښتل چې د ( کاِ تدرال) مشهوره کلیسا د دې لپاره ورانه کړي چې ویل یې: «کلیسا د دیني تعصُباتو منبع ده ... ».
دوی دا هم ویل چې: کتابتونونه، علمي مرکزونه، نقاشۍ، تابلوګانې بې مانا او غېرې ضروري څیزونه دي او په دې نظر وو چې: پخواني زاړه کتابونه باید په اوبو کې وخوټول شي او له سره دې سپین کاغذ د نوي جمهوریت د اړتیاوو لپاره ترې جوړ شي. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۵۶)
کنوانسیون د پاریس ښار ټولو مسیحي اسقفانو ته وویل، چې: د مسیحي کلېساء څخه دې رسماً انکار وکړي، د پاریس اسقف یې د کنوانسیون غونډې ته ورغوښت او له خپل مذهبي منصب څخه یې استعفاء اعلان کړه، خپله مذهبي اعصاء او ګوتي یې د کنوانسیون د غونډې ریس ته ورکړه او د (آزادۍ!) سره خولۍ یې په سرکړه. د نوامبر په ۲۳/۱۷۹۳م کال د پاریس د ټولو کلساوو دروازې وتړل شوې. (تاریخ تمدن ص ۹۴)
دا شان په زرګونو مسیحي روحانیون له فرانسې څخه نورو هېوادونو ته وتښتیدل، کلیساوې تړل شوي وې او د کلیساوو زنګونه غلي او ویلې(ذوب) کړی شوي وو او په لویو ښارونو کې زیات شمېر خلک بې ایمانه شوي وو. (تاریخ تمدن ص ۱۶۳)
دکلیساؤ د زنګونو (ناقوس) ټولې منارې یې ورانې کړي وې، په دې دلیل چې، له نورو ټولو ودانیو څخه د کلیساوو منارې لوړې دي نو باید چې مساوات په نظر کې ونیول شي ... .
د اخترونو په ورځو کې رخصتۍ نه وې، که چا به د اختر لپاره رخصت وغوښت نو بندي به شو.
د فرانسې انقلابیون، له خدای تعالیَ څخه منکر وو او (عقل) یې د خدای پر ځاي لمانځلو، په دې اړه یې د نوامبر په میاشت ۱۷۹۳م کې د (نوتردام) په کلیساء کې لوی جشن د آزادۍ په نوم جوړ کړ او د مریمې د مجسمې پر ځای یې د محراب پر وړاندې د (عقل) مجسمه چې د یوې رقاصې جلکۍ په ډول جوړه شوي وه کیښودله. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۴۳)
په فرانسه کې په کال ۱۷۹۶/ م، کې د حرامزاده ماشومانو شمېر تر (۴۰۰۰۰) پورې رسیدلی ؤ «په دې مانا چې د نکاح مذهبي مراسم او د ماشومانو د زیږون مراسم چې د کلیساء د راهبانو لخوا تر سره کیدل له منځه وړل شوي وو، نو خلکو به بې له نکاح څخه ودونه کول»
وایي چې چا خپلو ماشومانو ته سخته خبره او سزا نه شوه ورکولی په دې اړه یوه فرانسوي باغوان ویلي دي: «د انقلاب په اوږدو کې موږ زړه نه شو کولی چې خپلو ماشومانو ته د دوی د بدو کارون په اړه څه ووایو او یا یې ملامت کړو، هغو خلکو به چې ځانونه وطنپرستان بلل د ماشومانو ملامتول او دوی ته نصیحت کول د آزادۍ د اساسي اصولو څخه سرغړونه بلله، چې دغه کار د ماشومانو د سرکښیو او بد اخلاقیو سبب شو، کله به چې مور او پلار غوښتل، چې خپل ماشومان ملامت کړي نو ماشومانو به له دوی څخه غوښتل چې: زما په کار کې کار مه لرئ او مداخله مه کوئ او ویل به یې: «موږ آزاد او برابر یو، یوازې جمهوري دولت زموږ مور اوپلار دی ... .»(تاریخ تمدن ۱۱ټوک ص ۱۷۱)
په هغه میدان کې چې په ګیوتین باندې یې د خلکو سرورنه غوڅول د آزادۍ په نوم یوه مجسمه ولاړه وه، یو تن په اعدام محکوم سړي د هغې مجسمې پر لور وروکتل او په لوړ آواز یې وویل: « ای آزادۍ! څه، څه جینایاتونه ستا په نوم تر سره کیږي». (تاریخ تمدن ۱۱ټوک ص۸۶) 
د فرانسې د انقلاب د مظنونینو په قانون کې راغلي وو:«هغو خلکو چې د آزادۍ پر خلاف یې کوم عمل هم نه وي کړی، خو د آزادۍ په ګټه او پلوۍ یې مرسته نه وي کړي، لُمړۍ درجه خایېن دی. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۴۰)
 د فرانسې د انقلابي ترورستانو له خلکو څخه مذهب او نور رواجونه د آزادۍ، برابرۍ او انقلاب په نوم اخیستي وو، نو له امله یې د خلکو انساني اخلاق له منځه تللي وو او یوازې د وژلو کلتور یې زده کړی ؤ؛ ډېرو شریفو خلکو به خپل ځانونه پخپله وژل او نه یې غوښتل چې په وېره (ترور) کې ژوند وکړي، په دې اړه یوه تن (رولان) نومي لیکلي دي:«له ډاره نه، بلکه د غوصې او قهر له امله ؤ چې د یوازیتوب حالت مې وروسته له هغې پریښود چې د خپلې میرمنې له وژلو څخه خبر شوم، نه غواړم په هغه ځمکه باندې ژوند وکړم چې په لویو جنایتونو باندې ککړه ده» او وروسته یې پر خپله توره باندې ځان ووهلو او مړ شو، همدا شان یو بل تن وروسته له هغې چې د ترقۍ په ستایلو یې څه ولیکل، زهر یې وخوړل. دا ډول نورو ډېرو خلکو خپل ځانونه پخپله په بېلابیلو ډولونو سره د ترور او وحشت له امله وژلي دي. (تاریخ تمدن ۱۱ټوک ص ۸۷)
د خلکو وژل له حده تېره خبره وه، ټول خلک په وېره کې وو او د اعدام په مراسمو کې یې ګډون نه کولو او په کورونو کې به ناست وو، د خپلو خبرو څارنه به یې کولو[چې اعدام ته برابر نه شي] ټولنیز ژوند دریدلی ؤ؛ په پای کې د کنوانسیون غړي چې د ترور مشران هم وو، تر هغې پورې ډاریدل چې په ډېرو رای اچولو کې یې رایې نه کارولې او غلي به پاتې وو، د چا سره به یې د یوی معاملې په اړه خبرې نه کولې، ځکه چې، هسې نه په مناظره کې ښکیل نه شي او اعدام به شي، د کنوانسیون له (۷۵۰) غړو څخه یوازې (۱۱۷) تنه پاتې وو چې په غونډو کې به یې ګډون کولو، د کنوانسیون ډېر مهم غړي او یو تن د کنوانسیون مشر (روبسپیر) د ډېرو عادې او معمولي کړنو له امله ووژل شول. (تاریخ تمدن ۱۱ټوک ص ۱۰۲/۱۰۶)
روبسپیر د فساد نه خوړونکي په نوم مشهور ؤ او په هغه ګاډۍ کې د اعدام میدان ته یوړل شو چې ده په زرګونو خلک د وژلو لپاره په کې لیږلی وو. (کامیل دمولن) هغه څوک ؤ چې په ۱۷۸۹/ م کې یې د فرانسې د باستیل زندان د برید مشری پر غاړه درلودله او د انقلاب په نورو ډېرو مهمو پېښو کې یې لویه ونډه درلودله، خو کله یې چې د ترور په دوران کې له خپلو ملګرو (کنوانسیون) څخه غوښتنه وکړه چې د بخښنې او نرمۍ سیاست غوره کړي، پخپله یې د ګیوتین لاندې سر غوڅ شو. (نګاهی به تاریخ جهان ۲ټوک ص۸۰۱/۸۰۵)
همدا ډول یو تن لیکوال (بریسو) چې د ژیروندانو د قبیلې له مشرانو څخه ؤ د خپلو اعتدالي کړنو له امله ووژل شو،(۱۷۹۳/م). (تاریخ تمدن ص ۶۷۳۳)
د فرانسې د انقلاب په جریان کې ترورستي وژنو هر ځای تیاره کړی ؤ، د شپاړلسو میاشتو په موده کې یې (۴۰۰۰۰) کسان په ګیوتین باندې ووژل، چې دا شمېر خلک په هغه وخت کې یو لوی شمېر وو. (نګاهی به تاریخ جهان ۲ټوک ص ۸۰۹)
د اکتوبر په ۵/ ۱۷۹۵/ م شلوزرو قهریدلو خلکو د کنوانسیون پر غونډه باندې بریدونه وکړل چې له بده مرغه (بناپارت ناپلیون) چې په هغه وخت کې د کنوانسیون د (۵۰۰۰) ساتونکو مشري یې پر غاړه وه (۲۰۰) عام خلک ووژل شول. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۴۵۴)
د ناپلیون په دې ترورستي عمل باندې خلک سخت ووېریدل او د یوه وېرونکي (ترورست) په نوم وپېژندل شو او وروسته له یوې ورځې جنرال بناپارت ناپلیون د کنوانسیون لخوا د پاریس د ښار نظامي چارواکی و ټاکل شو... . (انقلاب کبیر فرانسه ص۴۵۴)
ناپلیون د (پاپ) څخه ځمکې ونیولې او دی یې ونیوه او د ساون ولایت ته یې تبعید کړ، له دې امله پاپ، ناپلیون کافر وباله او په اروپا کې ناپلیون ته د پاپ د بندي کولو له امله ډېرو خلکو په سپک نظر کتل. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۵۶۴)
د اسپانیې کشېشان چې په هغه وخت کې یې شمېر (۱۹۰۰۰۰) تنو ته رسیدلو ناپلیون یې د پاپ پر نیولو خپل دښمن وباله او د ده پر وړاندې یې مذهبي جګړه اعلان کړه. په مذهبي او نورو لیکنو کې د ناپلیون او فرانسویانو په اړه داسې سوالونه او ځوابونه لیکل شوي وو:
ــ د فرانسویانو زامن څوک دي؟
ــ پخواني عسویان، چې اوس کافران(مرتد) شوي دي.
ــ د فرانسویانو وژل ګناه دی؟
ــ د فرانسویانو وژل ګناه نه دی، که چېرې هر څوک یو تن له دغو سپیو او له دین څخه منکر ووژني، نو جنت ته به ولاړ شي.
ناپلیون په اسپانیا کې له ۱۸۰۸/م، څخه تر ۱۸۱۳/ م کال پورې درې سوه زره عسکر له لاسه ورکړل، ناپلیون ځکه دومره لوی شمېر عسکر له لاسه ورکړل چې پر وړاندې یې د اسپانيي خلکو د ناپلیون د ظلمونو (تروریزم) له امله عمومي پاڅون وکړ، د اسپانيي خلکو د ناپلیون د تېري پر وړاندې د چړو او چاقوګانو سره د جګړې میدان ته راووتل او د فرانسې یرغلګرو سره یې سختې جګړې وکړې وایي چې: په لارو کې د فرانسې عسکر په داسې حال کې لیدل کیدل چې تنې یې دوه ځایه نیمې شوي وې، ځینې به یې ټوټې، ټوټې کړي وو او ځیني نور به یې د ونو پر سټو باندې په مېخونو مېخ کړي وو او یو شمېر نور به یې له ونو څخه په یوه پښه باندې زوړند کړي وو.
د اسپانیا د خلکو پر وړاندې فرانسویانو ته ویل شوي وو: له هر کلي څخه چې ډز پرې وشي باید د وینو سلابونه روان کړي، تر دې چې د زانګو پر ماشومانو باندې هم زړه سوی ونکړي.
(لان) چې د ناپلیون وتلی پوځي مشر ؤ د اسپانیی د (سارګوس) له ښار څخه یې ناپلیون ته داسې ولیکل:« دا جګړه داسې جګړه ده چې د سړي روح په وحشت کې اچوي دا جګړه د انسانیت پر وړاندې جګړه ده او د عقل او انصاف پر خلاف جګړه ده ... .» د نوامبر ۱۸۰۸څخه تر ۱۸۰۹م کال پورې څلور سوه زره خلک قصابي شول. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۶۲۲)
وایي چې یو تن زده کوونکي غوښتل چې ناپلیون ووژني، کله چې ونیول شو د څېړنو په جریان کې یې وویل:« زه په دې ګروهه یم چې د ناپلیون په وژلو به مې، فرانسې او ټولې اروپا ته لوي خدمت کړی وي» ناپلیون پخپله له هغه ځوان څخه پوښتنې او ګروېږنې کولې  په دې لړ کې هغه ناپلیون ته وویل:« ستا وژل جنایت نه دی بلکه د تکلیف ترسره کول دي » ناپلیون پوښتنه وکړه، که زه تا وبخښم له ما څخه به خوشاله شی که څنګه؟ زدکوونکي په ځواب کې ورته وویل:«بیا به هم ستا له وژلو څخه لاس وانخلم». (انقلاب کبیر فرانسه ص ۶۳۶)
لکه څه ډول چې د فرانسې د انقلاب په جریان کې خلکو د تروریزم له امله ځانوژنې کولې، همدا ډول یې د ناپلیون د قدرت په وخت کې د ده د لاس لاندې سیمو کې د ناوړو حالاتو له امله ځانونه وژل په دې اړه (جنرال کلارک) چې د برلین حاکم ؤ ناپلیون ته یې دا ډول ولیکل:« بې له دې چې د نظم او سمون په اړه په قهر شو او یا ترحم وکړو، عرض وړاندې کوم: بدبختي داسې کچې ته رسیدلي ده چې د ځانوژنو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي په ځانګړي توګه، د ټولنې په منځنۍ طبقه خلکو کې وېرونکی حالت راغلی دی. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۶۴۵)
همدا ډول په روسیه کې هم خلکو په کلېساؤ کې پر ناپلیون باندې په ښکاره توګه لعنت ویلو او ځینو خلکو غوښتل چې (الکساندر د روسیې تزار) له دې امله ووژني چې د ناپلیون سره یې په کال ۱۸۰۷م کې اتحاد کړی ؤ. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۶۴۸)
ناپلیون په کال ۱۸۱۲م کې پر مسکو یرغل وکړ او د مسکو ښار یې په داسې حال کې ونیوه چې روسانو د مسکو ښار ته اور اچولی ؤ او په ښار کې څلور ورځې اور بلیدلو، د ناپلیون پر لښکرو باندې سخت ژمی راورسید او بېرته له مسکو څخه په شا شو، ناپلیون امر وکړ چې د کرملېن ودانۍ (قصر) ته چاودنه ورکړی او وران یې کړ. (انقلاب فرانسه ص۶۵۵)
ژمی دومره سخت ؤ چې د ناپلیون له (۱۵۰۰۰۰) کسیز لښکر څخه، (۱۲۰۰۰۰) عسکر د ساړه له امله مړه شول او په مجموع کې د ناپلیون له (۲۹۰۰۰۰) پوځیانو څخه چې شپږ میاشتې وړاندې د روسیې خاورې ته ورغلي وو او مشري یې شخصاً ناپلیون کوله (۲۵۰۰۰۰) پوځیان له منځه ولاړل، که چېرې هغه کسان چې له المان څخه احضار شوي وو او د ناپلیون له پوځ سره یو ځای شوي وو وشمېرو، نو د مړو، ټپیانو او تښتیدلیو شمېر (۳۳۰۰۰۰) تنو څخه هم لوړیږي. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۶۵۷)
وروسته له هغې چې ناپلیون قدرت ته ورسیده له ټولو آروپایي لویو، لویو هیوادونو سره په جګړو بوخت شو او پر وړاندې یې د اروپا هیوادونه لکه، انګلستان، پروس، روسیه، اطریش، هالنډ، المان، ایټالیه، اسپانیه او نور سره متحد او پر فرانسه باندې یې بریدونه پېل کړل، په کال ۱۸۱۴م کي وروسته له هغې چې (۹۰۰۰) د پاریس ښار ساتونکي د متحدینو لخوا په جګړه کې ووژل شول، نو د سولې غوښتنه یې وکړه او د شپې لخوا د فرانسې نظامي قواوې د پاریس له ښار څخه ووتلې او د ورځې لخوا د متحدینو پوځونه چې د روسیې تزار او د پروس پاچاه یې وړاندې روان وو، د پاریس ښار ته ورننوتل. (انقلاب کبیر فرانسه ص۶۷۱)
ناپلنون استعفاء وکړه او اتلسم لویي د فرانسې ولسمشر وټاکل شو، انګلستان، پروس، روسیه، اطریش، هالنډ، المان، ایټالیی، اسپانیي او نورو د فرانسویانو سره ناوړه کړنې وکړې، د دوی څخه یې خپل کورونه ونیول، ډوډۍ، کالي، وسلې او مهمات یې د خلکو څخه د انتقام په توګه واخیستل او د سختو شکنجو لاندې ونیول شول، ناپلیون غوښتل امریکا ته ولاړ شي خو د انګریزانو لخوا یې مخه ونیول شوه، بیا یې غوښتنه وکړه چې په انګلستان کې په آزاد ډول ژوند وکړي خو انګریزانو د (سنت هلن) جزیرې ته ولیږلو او په کال ۱۸۲۱م کې د (۵۲) کالو په عمر د معدې د سرطان د ناروغۍ له امله ومړ. (انقلاب کبیر فرانسه ص ۶۹۱)
نن ورځ که ناپلیون د فرانسې د خلکو لپاره یو ملي آتل وي، خو زموږ په نظر هغه د داسې ویره اچونکو ترورستانو ساتونکی او د دوی تر اغېز لاندې راغلی او اغېزمن شوی ؤ چې د ده کړنې دولتي ترورستي کړني شمېرل کیږي. د دوهمې برخې پای
 
*****************************************************************************
اخځلیکونه او سرچينې:
 (۱۵) www.said.ir معارفاسلاميوحقوق
(۱۶)www.ensani.ir
(۱۷) (معارفاسلاميوحقوق)، www.said.ir
(۱۸) http: // vista.ir
(۱۹) http: // vista.ir
(۲۰) maghalesh.blogsky.com
(۲۱) ، www.csr.ir تطبیق تعریف تروریسم از دیدګاه برخی بازیګران موثر در نظام بین المللي.
(۲۲) هماغه سند.
(۲۳)www.basharnews.com
(۲۴)www.csr.ir
(۲۵) (د بریتانیکا ویپ پاڼه )
(۲۶)www.noormags.com (فصل نامه سیاست، مجلهء دانشکدهء  حقوق و علوم سیاسي ورهء۳۸شمارهء۳)
(۲۷) maghalesh.blogsky.com
(۲۸) (مکتب هاى سياسي ص ٧١)
(۲۹) (خطر صهيونيزم جهانى١٠٩مخ)
(۳۰) (تروريزم پديده است جهاني ص٣٣)
(۳۱) (هماغه سند ص -٣٧-٣٨-٣٢٦)
(۳۲) (تروريزم اوجګړه ١٩ مخ)
(۳۳) (تاريخ تمدن لومړى ټوک٩٨٠مخ)
(۳۴) (تاریخ تمدن څلورم ټوک ۱۹۹۶مخ)
(۳۵) (شوروي اتحاد او ډار اچونه ص ١٧)
(۳۶) (هماغه ص ١٤)
(۳۷) (جهاد اوترهګري١٥ مخ)
(۳۸) (هماغه١٦مخ)                                 
(۴۰)نگاهی به تاریخ جهانص۱۶۳۴)