زمونږ دهېواد ملي ناو رېن دکوم وخت نه پېل شو ؟   او   پا ېلې يې کومې دي . ؟ ( دوهمه بر خه . )

                                                                                                                     
تحليلي لېکنه.                                                                                                                         
                                             
شوروي ير غل ګرو . دبګرام، داخله وزارت.، دفاع وزارت، دمقا ومت د ځپلو وروسته، دتاج بېګ د قصر په لورخپل يرغل ته  دوام ور کړ. په دې ار تبا ط، شوروي جنرال لېا خوفسکي. داسې لېکي :                                                          :                                                                
[[ دامېن دوژ لو لپاره . له وړاندې نه ضربتي ګرو پونه ، په شوروي سفارت کې ،ځای په ځا ی شوي وو. ددسامبر په 
۲۵  د کابل د خوا جه رواش په هوای ډګر کې ،دټولو مشاورېنو غونډه وشوه. هماغه وه چې تصمېم ونېول شو . اوامر صادر شول. چې دافغا نستان وسله وال ځواکونه دې شنډ کړای شي. د امېن د ميشت ځای  د نيولو لپاره  عملېات په مستعار نوم .شتورم ۳۳۳ .سره ېاد شول چې قومانده يې شوروي کې .جي. بي .افسر با ېا را نوف. په غاړه وه . .. د شوروي د مسلما نا نو قطعه د جګړن خالبا يف.په قو مانده به قو مانده د بګرام له هواي ډګر څخه ددا رالاامان په لاره ځا ی په ځای شوې وه.دنطامي عمليا تو پېل د جدي ۶ دشپی  ۱۰  بجې ټاکل شوې وې.خو بيا وروسته د شپې نهو بجو  او بيا وروسته دشپې  ۷  بجو ته تغېر وکړ ... د تغېر علت داوه چې د کې جي بي . دپلان په ا ساس امېن دزهرو په وسېله
   نه و وژل شوی . اودې ته اړ تيا وه ، بې ځنډه په جبري تو.ږه له منځه يوړل شي ... دجګړې په وخت افغاني سر تيرو سخت مقاومت کاوه . او دژوند تر وروستۍ شېبې پورې د شوروېا نو پرضد وجنګيدل .]]                                 
دجمهو ري رېا ست دګارد د قواو افسر .شا محمود. چې ددغو خونړېو جګړو ګډون کونکی و . او دتاج بېګ دقصر په د فاع کې يې برخه اخستې .او اوس دجر مني هېواد کې اوسېږي. دېوه عېني شاهد په توګه ما ته داسې وويل :           
ما ښام مها ل و چې امېن صا حب په قصر کې مسموم شوی و .او فوق العاده حا لت منځته را غلی و .داسې ښکا رېده چې نا وړه او بده پېښه به را منځته شي .نزدې ۷ بجې او ديرش دقېقې وې چې نا څا په ېو قوي ډز وشو چې له امله يې تلفو ني را بطه قطع شوه .او بې سېم مخابره فلج شوه زما په نظر دادشورويا نو دمحا ربوی عملېاتو د شروع قومانده وه .
ځکه څو شېبې وروسته ، دجمهوري رېا ست ما ڼۍ د ځمکې اوهوا نه ددرنو او سپکو وسلو د بې ځنډه او پر له پسې ډزو لاندې و نېول شوه. محاربوي ټانکونه او ماشېندا رو دما ڼۍ لپا سه ډزې کولې . دګارد قواو په خپل ټول قوت او امکاناتو له خپلو سنګرونو څخه  دفاع ته دوام ور کاوه .ددواړو خواو څخه انساني تلفات زېا تېدل .خو دبده مر غه دګارد قواو ته دنو رو قطعا تو څخه مرسته راونه رسېده .او لپا سه دشوروي جنګي الوتکو، بمبارد شدېد شو شوروي ځواکونه شېبه په شېبه زمونږ په پرتله تقوېه کېد ل .په مقا بل کی زموږ مهمات مخ په خلا  صيدو وو.دتاج بېګ  دغونډۍ د قصر دقرار ګاه قوماندان .غلام حضرت. و هغه دېوه قهرمان په توګه  دوطن نه په دفاع کې د شوروي يرغلګرو لخوا شهېد کړای شو.زما دسترګو په مخ کې ددښمن دوه محا ربوي ما شېنونو اور واخېست .چې ددښمن ټول سرتېري او افسران په هغې کې وسوه ځېدل .ددښمن  يو محا ربوي ماشېن زموږ خواته دحرکت په وخت نسکور شو چې هېڅوک پکې ژوندي پا تې نشول.ددښمن يعنې دشوروي د پلې قواو تلفا تو شمېر دمحا سبې نه وتلی و.                                                                                         
دبلې خوا زمونږ تلفات هم زيات و.ځکه مونږ تر پا ېه جنګېدلو او دا تمه مو نه درلوده چې ژوندي به پا تې شو .
خو ږه تصا دفا ژوندی پاتې شوم . قصر ته نږدې دوطنپالو مقاومت بلا خره دشوروي د کو ماندوي قطعاتو په وسېله مات شو . او هغوی قصر ته ننوتل .                                                                                               
په دې ځای کې لا زم بولم چې دهېواد د هغو قهر مانو مېړنو سر تېرو او افسرانو نو مونه وا خلم چې په هغه کرغېړنه شپه کې زما د ستر ګو تر مخ په شها دت ورسېدل . – دلوګر ولا ېت نه د قرار ګاه قوماندان غلا م حضرت، - د پغمان دولسوا لې نه .محمد نور. – دننګرهار د شېنوارو دولسوالې نه . رستم شاه شېنواری . –د ننګرهار نه کرېم .- د کابل دچکري نه شېردل. –دوردګو دولا ېت نه صاحب جمال او رفېق . او همدار نګه په سلګو نو سر تېر ي په شها دت ورسېدل . شوروي يرغل ګر و قصر ته په دا خلېدو سره بې ځنده او بې درېغه دکلا شېن کو فو نو او ما شېندارو په وسېله هر ې خواته ډزی کولې .هغوی دلومړي پوړنه دوهم پوړ ته وختل او هڅه يې کوله چې درېم پوړته وخېزي چې د څلورو ځلمو مدا فعېنو سرور- فتاح- ګربز- او عبد الرحمان دامېن د ځوی د مقاومت سره مخ شول . له څو شېبو وروسته د هغوی مر مۍ ختمې شوې .  شوروي کو ماندو بلا خره درېم پوړته وختل . او ټول يې شهېدان کړل .هغو ی په امېن صا حب او د هغې په کورنۍ هم ډزی وکړې او دفاشيستانو په ډول ې په ښحو او اطفالو هم دماشيندارو ډزی وکړې د قصر ددرېم پوړ په نېولو سره نظا مي عملېات ختم شول .روسي سر تېرو په داسې حال  يې چې لا سي برقونه ورسره و. دقصر تلاشي دشپې په تيا ره کې سر ته ورسوله چې بېا زه هم ونېول شوم. ]] دا به ټولو ته جا لبه وي .چې روس فا شيستان قصر ته ننوتل هلته يې د ح.امين دفاميل سره څه وکړل .اوهلته دغو وحشيانو په څه بربريت دهغه دکورنۍ سره برخورد وکړ.ما په دې اړوند دفقيدجمهور ريس حفيظ اله امين مير منې نه پوښتنه وکړه هغې زما دسوال په جواب کی داسې وويل[ امين صاحب د تاج بيګ غونډۍ دقصر په لومړي منزل کې غذايې مسموم شوی و ،او تر درملنې لاندې و.ډاکترانو هغه دلومړي پوړ څخه  دوهم پوړ ته وليږداوه ، نا ببره سختې ډزې پيل شوې .په دې وخت کې په قصر باندې دتوپ يوه ګلۍ ولګيده .موږ ټول ددوهم منزل څخه دريم منزل ته پورته شو، په قصر باندې بريددوام درلود او دګارد ځواکونو مقاومت کاوه.دقصر لومړی او دوهم منزل شورويانو لاندې کړ.ډزو دوام درلود، موږ دقصر شاوخوا وکتل.امين صاحب وويل دا شورويان دي او بايد تر پايه مقاومت وکړو .بيا ګر بز ،فتاح،سروراو عبدالرحمان ځوی مې دوه دوه کسانو د زينې په دواړو خواو کې مخ په ښکته ډزی کولې .تر څو دريم منزل ته دشورويانو دراتګ مانع وګرځي .په لاندنيو زينوکې ډير شورويان ووژل شول.خو بلاخره دهغوی مرمۍختمې شوې لږ ځنډوروسته شورويانو په دريم منزل حمله راوړه.هغوی ګربز،فتاح،سرور،ووژل په امين صاحب يې ډزې وکړې، زما په لورګانو ګلالۍ ،ملالۍ ډزې وکړې. خوزک ماشوم زوی مې چې زما په غېږ کې و په هغه يې هم ډزې وکړې . عبدالرحمان ځوی مې چې دامين صاحب تنه يې په غيږ کې نيولې وه لا هم ژوندی و يو روسي افسرهغه په لغته وواهه او لرې يې وغورځاوه او بيا يې وواژه.ډير ويرونکی حا لت و .بيا روسي عسکرو ټول قصر چورکړ اوهر څه يې دځان سره وړل.هغوی بيا موږ لومړي منزل ته انتقال کړو. شپه تيره شوه  موږ يې بهر ته بوتلو او په ځمکه يې کينولو . ]               
ددې لپا ره چې حقاېق نور هم په مستند ډول بېان شي د جانداد دګارد دقواو دقو مندان سره زما دخبرو جر ېان نه ېادونه
کوم . د پلچر خې په زندان کې ما ته ددې مو قع پېدا شوه چې د جا نداد دجمهوري رېا ست دګارد قو ماندان سره.
چې زه هم دهغه په شان بندي وم. د هغه داعدام نه څو ورځې دمخه ووېنم .د هغه نه مې دوروستي حا لت په باب پو ښتنه وکړه .هغه زما دسوال په جواب کی داسې ووېل . :                                                                                  
[[ د قصر داشغال نه وروسته کله چې روسي وحشېان په حا لا تو حا کم شول نو بيا دخپلو مړو په را ټولولو بوخت شول .هغوی خپل مړي دتاج بېګ دقصر په سترو خونو کې ېو دبل دپا سه اېخودل ترڅو چې بېا وروسته انتقال شي .خو دجګړې په ډګر کې دافغا ني شهېدانو اود وطن دمدافعېنو مړي هما غسې خواره واره پراته وو او چا نه و ټول کړي .په داسې حا لا تو کې د شوروي قواو قو مندان ، جانداد چې بندي وي دکوټې باسې .او خپل مړی ورته ښيی .اوورته وايې : چې زېات شمېر شوروي ځوانان ستا جنا ېت کار د سخت مقا ومت له کبله ووژل شول.قومندان جانداد په مقا بل کې د افغاني ځوانانو مړي شوروي وحشي قو ماندان ته ښيی اووايې .: مونږ ېو اځې دخپل کور نه دفاع کړېده .مونږ ستا سې خاورې ته نه يودرغلي .او ستاسو په خاوره مو تعرض ندې کړی . اېا مونږ حق نه درلود چې له خپل کور څخه دفاع وکړو ؟ آېا دې افغا ني ځوانانو چې مړي يې تر اوسه چا ندي ټول کړي او به خاوره پرا ته دي په خپل کور کې .دژوند حق نه در لود ؟                  
شوروي قوماندان چې جواب ور سره نه و لکه ځنا ور جانداد په سېنه په سوک وهي .او سرتېرو ته امر کو ي چې دا با ند ي بوځئ .]]   دېادونې وړده چې ملي قهرمان قو مندان جانداد د ۱۳۵۹  کال دجوزا په ۱۸  اعدام شو.
 دقصر په نيولو سره  شوروي يرغلګر په حا لاتو تسلط پيدا کوي او د افغانستان ملي حاکميت پای ته رسيږي .
اوپردي دهغي په سرنوشت حاکم کيږي .چې دادی درې لسيزې دپردو حاکميت دوام لري.                                    
ديا دونې وړ ده چې .دشوروي دتسلط نه وروسته دهغوی ګوډا ګی ببرک کارمل د قدرت په ګدي کينول کيږي.ددغه ګوډاګي حکومت اسا س په درواغو عوام فريبۍ،او ملي خيانت ايخو دل کيږي. اويو مکيا ولستي نظام منځ ته را ځي.
هغوی لمړی دخلقي ګوند خونړی تصفيه تر سره کوي. هغوی ټول وطن پالونکي خلقيان چې دشوروي تجاوز سره مخالف و زندان ته اچوي،ترور او شکنجه کوي،او جبري مها جرت ته اړکوي اوهمدا رنګه دهغوی پرضد زهر جن تبليغات پيل کوي چې دادی درې لسيزې دوام لري.هغوی دخلقي وطنپالونکو تصفې ته په دولتي دوايرو ،وسلوالو قواو اونورو اورګا نونو کې دوام ورکوي. خو شورويانو ته د ټو لو خلقيانو لرې کول نا عملي کار نه و .ځکه يو حکومت دجوړولو ،ساتلو، او دفاع وظيفه هم لري. او دا کا رونه دخلقيانو دموجوديت په غير ناممکن وو .دبلې خوا که چيرې خلقيان
دولت دحاکميت نه نه بهر تلل نو دمجا هدينو لخوا دکمونست او ملحد په نامه وژل کيدل .دا ځکه چې د مجاهدينو رهبري هم د پردو هيوادو په لاس کی وه.او واقعي مجاهدينو ته دتصميم نيولوحق مو جود نه و .ځکه لکه داوس په شان دا خارجي جا سوسي شبکې وې چې په اکثرو مواردو کې يې هغوی ته متحدين او دښمنان ښودل.نوځکه وطن پالونکی خلقيان ددواړو خواو نه دضر بې لاندې واقع شول.او په سختو شرا يطو کې يې د وطن دنجات په خاطر خپلې مبا رزې ته دوام ورکړ.زما په نظر اوس ددې وخت را رسيدلی دی.چې دمشترک نظر خاوندان يو بل سره پيدا کړي .ځکه اوس دتاريخ په آينه کې هر څه دليدووړ دي..                                                                                                   
دشوروي تجاوز په مقابل کې ددنيا عکسلعمل.                                                                                        
ددغه تجاوز وروسته جهاني عکسلعمل ډير وسيع و.او  ټولې نړۍ هغه وغانده.په دې اړه د امريکا دمو کرات جمهور ريس [جمی کار تر] پدغو کلماتو کې عکسلعمل وښود [دامريکا متحده ايا لات د افغا نستان په آزاد هيواد دشوروي اتحاد پوځې تيری په کلکه غندي.....او دا خبره په ډاګه کوي چې دجنوب په لور دهغوی زيات مخکې تګ نشي زغملی.]     
ديادونې وړ ده .چې دنړۍ دستر طاقت جمهور ريس افغان دولت ته ازاد دولت وای اما دروس نوکران هغی ته محکوم .او غير قانوني غير مشروع وايي چې شوروي تجاوز مشروع او قانوني کړی.همدا رنګه د۱۹۸۰ کال دجنوري په ۱۴ د ملګرو ملتو عمومي ټولنې د پريکړه ليک به صادرولو سره په افغا نستان دشوروي تجاوز محکوم کړ.همدا رنګه داسلامي هيوادونو کنفرانس د شوروي تجاوز په کلکه وغانده. هغه وخت د سي .آی .اې مشر وليام کيسي .وويل[لکه څرنګه چې موږ دهتلر په مقا بل کې دسازمان ورکړ شوي مقا ومت مرسته وکړه.په اافغانستان کې هم وضعيت هماغه شان دی.]
ديادونې وړ ده د دير غل په وخت شورويانو دامين دکورنۍ او وطن پا لونکو خلقيانو پر ضد چې دوی امينيان بلل داسې
وحشت او دهشت سره بر خورد وکړ .او دا سې فا شيستي اعمال يې تر سره کړل .چې حتی هتلر ته يې برات ورکړ.د مثال په ډول دوی په قصر دير غل  په وخت د ح. امين اود هغه دمشر زوی عبدالرحمان دوژلو وروسته دهغه په وړوکي ما شوم زوی خوا زک چی دمور په غيږ کې و هم ډزی وکړې.کار ملي قصابانو،طاهر،دپليتخنيک محصل ژوندی په ځمکه کې ښخ کړ.هغوی ټول دولتي او ګوندي رهبري او کادرونه  زندان ته واچول اودهغوی په ترور او شکنجې يې پيل وکړ\.
په افغا نستان باندې دېر غل وروسته دامريکا متحده ايا لاتو دشوروي ير غل په مقا بل کې دا عملي ګامونه واخستل.او دهغوی دامنيت شورا ددغه اقدا ماتو دعملي کولو فيصله وکړه.                                                                         
-دملګرو ملتو دامنيت شورانه بايد غوښتنه وشي چې په يو مستقل هيواد باندې دتجاوز په خاطر شوروي محکوم کړای شي.
- دشوروي سره د سالت په قرار داد باندې خبرې تر هغه چې دا تجاوز ختم شوی نه وي پای ته ورسيږي---. په لوړه سطحه دامريکا اوشوروي خبرې .او دلوړ رتبه مقاماتو سفرونه دې شاته ولويږي .--- امريکا او دنا تو هيوادونه دې نوی دولت په رسميت نه پيژني.                                                                                                              
--  دپاکستان سره دې دهغه ددفاعي توان په خاطرعا جله مرسته وشي.                                                    
---  احتما لا دې دمصر نه دشوروي ساخت ټانک ضد راکټونو سره دمجاهدينو وسلوال کيدل دې په مخفي ډول اجرا شي. ---- چين دې تشويق شي چې مجاهدينوته دټانک ضد مينونه – راکت اندازونه او نورې وسلې ورکړي.                 
ددې ټو لو په مقا بل کې که چېرې دشوروي رهبري .درايت اوپوهې ته توجه وشي نو وبه ليدل شي چې هغوی څومره دسياسي درايت نه لري و دمثال په ډول کله چې بريژنف په افغانستان باندې د ير غل وروسته هند ته سفر وکړ هغه هلته په يوه مطبوعاتي کنفرنس کې داسې وويل :  [دافغانستان په شاو خوا کې چې کومې پېښې را ولاړې شوي .په راتلونکو درې ميا شتو کې به کا ملا پای ته ورسيږې.او په هيواد کې به کا ملا امنيت تامين شي.] ليدل کيږ ې چې دبرژنف محاسبه څومره په تصوراتو اوخيالاتو ولاړه وه .هغه په دې هم نه پو هيدو چې دهغه دغه اقدام به په خپله دشوري نظام دړنګيدو باعث شي.                                                       
 
ددو همې بر خې پای.