ډوبېنز؛ د پاکستان د ګټو پالونکی

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز ډوبېنز ویلي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې حقاني شبکه تیت او پرک شوې او دوی ته ډاډ ورکړل شوی، چې دا شبکه به نور ګواښ نه رامنځته کوي. ډابېنز په کابل کې خبریالانو ته ویلي، پاکستاني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی، چې دغه شبکه له وزیرستان څخه ایستل شوې او پاکستان به اجازه ور نه‌کړي، چې بیاځلې دې دغه شبکه د پاکستان تر ولکې لاندې په نورو سیمو کې فعالیت ولري.
د ډابېنز دغو څرګندونو ته په کتو سره څو ټکي د پام وړ دي:
لومړی، شاوخوا یوه میاشت وړاندې پاکستاني ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې عملیات پیل کړل. د پاکستاني پوځي چارواکو په وینا د دغو عملیاتو په لړ کې زیات‌شمېر وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د دغو عملیاتو پر وړاندې د طالبانو تحریک په ټول وزیرستان کې جهاد اعلان کړی دی. د پوځي عملیاتو پیل په موخه اړتیا لیدل کېږي، څو د یوه هېواد حتا د یوې سیمې د اوسېدونکو عامه افکار له ځانه سره ولرې. پوځ د دې لپاره، چې دغه افکار زیانمن نه‌شي معمولا د عملیاتو په لړ او له تر سره کېدو څخه یې وروسته د مخالفینو جسدونه او مړي رسنیو ته ښکاره کوي، څو له‌دې لارې وکولای شي عامه ذهنیت ته دا تداعي کړي، چې د دوی عملیات اغېزمن و او توانېدلي د مخالفینو په کمزوري کولو او له منځه وړلو کې کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي. په وزیرستان کې د عملیات له پیل څخه تر دې‌دمه پاکستاني پوځ دغه کار نه‌دی کړی، چې له‌دې سره د وسله‌والو مخالفینو له منځه وړلو په برخه کې د پاکستاني پوځ څرګندونې یوازې د ادعا تر بریده دي.
دویم، د حقاني شبکې پر وړاندې د عملیاتو موضوع وروسته له هغه توده شوه، چې پاکستاني پلاوي کابل ته د سفر په ترڅ کې د نواز شریف لیک راوړ. په وړاندې ولسمشر کرزي د پاکستان لومړي وزیر ته د لیک په استولو سره له توپیر پرته د ټولو وسله‌والو پر وړاندې د عملیاتو ترسره کېدو غوښتنه وکړه، چې پاکستان هم دغه وړاندیز ومانه. په همدې لړ کې د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د حقاني شبکې په ګډون به د ټولو وسله‌والو جنګیالیو پر وړاندې عملیات تر سره کوي. خو پر وړاندې یې د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وویل، نه باید دومره ژر پر پاکستان باور وکړی شي. باور دا دی، چې پاکستان د څو لاملونو له‌مخې نه غواړي حقاني شبکه له منځه یوسي:
الف، حقاني شبکه په افغانستان کې د پاکستان د ژاندارم حیثیت لري. د خپرو شویو رپوټونو له‌مخې د پاکستان څارګرې ادارې له‌خوا دغه شبکه تموېلېږي. هغه بریدونه، چې په افغانستان کې د دغې شبکې له‌خوا تر سره شوي، د افغان چارواکو په وینا د پاکستان څارګرې ادارې له‌خوا طراحي شوي دي. پاکستان توانېدلی د دغې شبکې په مټ په افغانستان کې د هند موخې تر برید لاندې راولي. دېته په کتو سره، چې اوس هم په افغانستان کې د هند او پاکستان نیابتي جګړه روانه ده او حقاني شبکه د پاکستان موخې تعقیبوي، شونې نه برېښي، چې د پاکستان پوځ دې د دغې شبکې له منځه وړلو په برخه کې اقدام وکړي.
ب، پاکستان توانېدلی، چې د حقاني شبکې په ګډون د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملیاتو په نامه زیاتې مرستې ترلاسه کړي. د دغو مرستو ډېری برخه له پاکستان څخه ترلاسه کوي. پاکستان د تېرو دیارلسو کلونو په اوږدو کې توانېدلی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه له امریکا څخه میلیارډونه ډالر ترلاسه کړي. دغه هېواد یوازې په ۲۰۱۲کال کې ۶.۷ میلیارډه ډالر ترلاسه کړي دي. باور دا دی، چې د شمالي وزیرستان عملیات دې هم په همدې لړ کې و اوسي؛ خو نه باید هېر کړی شي، چې پاکستان د هغو وسله‌والو طالبانو تر بریدونو لاندې هم راغلی، چې اوس‌مهال د څارګرې ادارې آی اس آی له ولکې څخه وتلي دي. پوځي عملیات هم د همدغو یاغي ډلو(!) پر وړاندې دي، نه د هغو ډلو پر وړاندې، چې په افغانستان او په ټوله سیمه کې د پاکستان ګټې خوندي کوي.
درېيم، ډوبېنز په‌خپلو څرګندونو کې ویلي، له پاکستاني چارواکو یې ډاډ ترلاسه کړی، چې دغه شبکه له وزیرستان څخه شړل شوې ده. حقاني شبکه، چې له وزیرستان څخه شړل شوې کومې خوا تللې؟ آیا د پاکستان په امنو سیمو کې پټن‌ځایونه لري؟ آیا د اسامه بن لادن په څېر آی اس آی د دغې شبکې غړو او مشرانو ته دا زمینه برابره کړې، څو اوس‌مهال دې په آرامه ځایونه کې واوسي او د عملیاتو له پای وروسته بیاځلي خپل فعالیتونه پیل کړي؟ که داسې نه وي ډوبېنز او پاکستاني چارواکي باید په‌ډاګه کړي، چې آیا د دغې شبکې مشران یې وژلي؟ که وژلي یې دي جسدونه یې چېرې دي؟ دا هغه سوالونه دي، چې په لومړي ګام کې د پاکستان پوځ او په دویم ګام کې باید ډوبېنز ورته ځواب ووايي؛ ځکه د حقاني شبکې اصلي موخه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو سربېره افغان امنیتي ځواکونه، د افغان دولت تاسیسات او آن ملکي وګړي دي.
څلورم، په وزیرستان کې د عملیاتو له پیل سره جوخت په افغانستان کې هم د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا بریدونه زیات شوي دي. په‌دغو بریدونو کې د اورګون پېښې په څېر پېچلي بریدونه هم شامل دي، چې له حقاني شبکې او آی اس آی پرته نورې ډلې یې د تر سره کولو او طرحه کولو توان نه‌لري. که حقاني شبکه کمزورې او تیت پرک شوې وې، بیا دغه بریدونه د چا له‌خوا او د کومو موخو په لړ کې تر سره کېږي؟