
بسم الله الرحمن الرحيم
محمد انور(آڅړ) ۱/۵/۱۳۹۳،ه،ش
درنو لوستونکو!
د ترهګرې د تعریف په اړه مو پخوا هم تر یوې کچې پورې په روهې ویب پاڼه کې معلومات خپاره کړي وو، چې دا دی د ترهګرۍ د پېژندلو په باب مو د لا زیاتو او نویو معلوماتو سره، په زړه پورې او په پراخه توګه معلومات وړاندې کوو هیله ده چې ګټه ترې پورته کړئ.
د ترهګرۍپېژندنه؛ یا د تروریزم تعریف: لُمړۍ برخه
له هغې زمانې څخه چې انسانان پیدا شوي دي ظلم، تاؤتریخوالی(تروریزم) ورسره یو ځای رامنځ ته شوی دی، د مذهبي کتابونو په استناد لُمړنۍ ترورستي عمل د آدم (ع) زوی له خوا تر سره شوی دی، په قرآن کریم، تورات انجیل، او د نړۍ په نورو مذهبي کتابونو کې د آدم (ع) د زامنو یا لُمړنیو انسانانو د ترهګرۍکېسې د لږ او ډېر توپیر په لرلو سره یادې شوي دي. د قرآن کریم(۱) په الماېدې سورت کې له [۲۷] آیت نه تر[۳۰] آیت پورې د آدم (ع) د زامنو کېسه راغلي ده، داشان د تورات د پیدایښت په سِفر؛ [۴] باب او[۸، نښه = آیت] او د یوحینا انجیلپه لُمړي، باب، ۱۱/۱۲کې په لږ توپیر سره د آدم (ع) د زامنو د کېسې یادونه هم شوي ده. تروريوهفرانسويکلمهدهچېپه لغت کې پرې کولو یا غوڅولو ته وایي. او د خلکو په منځ کې ویره او وحشت اچولو ته هم ویل کیږي. (۲)
ترور چې لغوي مانا یې غوڅول یا پرې کول دي د ګیوتین(۳) په نوم د وژلو دستګاه سره اړیکه لري چې د خلکو سرونه یې د هغوی له تن څخه د ګوتین پرلوی تېغ باندې جدا کول؛ ترور د لوړې کچې تاؤتریخوالي څخه ډک عمل دی، خو که د یوه سازمان او مکتب تر ښوونې او روزنې لاندې راوستل شي ترهګري یا تروریزم یې بولي. او ترورست د ترورستي عمل ترسره کوونکي ته وایي؛ ترور د فرانسې د انقلاب په جریان کېد انقلاب د مخالفینو پروړاندې په پراخه کچه، د لویو او سیاسي وژنو لپاره عملاً کارول شوی دی، چې د فرانسي د ترورستي انقلاب د ترورستانو لخوا د خپلو مخالفیو سرونه یې په ګیوتین باندې غوڅ کړل، او هم یې په نورو ډول ډول ویرونکو وژنې تر سره کړي دي، چې د یوه کال په موده کې یې په لسګونو زره کسان د انقلاب مخالفین ووژل،(۱۷۹۳ــ ۱۷۹۴م)؛ ترور په اصطلاح کې وحشي دورې ته وايي، چې شخص، ډله (بانډ) او يا حکومت هغه که په هر دين او ګروهه(عقیده) او يا په هرې طبقې پورې اړه ولري ددې لپاره چې قدرت يې ساتلى وي او يا خپل قدرت ته رسيدلي وي په هرډول ډيروسختو غېری انساني او ظالمانه کړنو باندې پېل کوي.
په فرانسه کې له (١٧٩٣م) نه تر (١٧٩٤م) کالپورې د تروردوره وه او د فرانسې د ملي شورا لخوا، د قانون په توګه تصویب شوی ؤ.
د ترور کلمه په کال(۱۷۹۵م) کې له فرانسې څخه د انګلستان هیواد ته ولاړه، چې د خلکو د سنت د دښمن په نوم یاده شوه. (۴)
لیکوال جیمز در دریانوایي: ترور، د فرانسې د انقلاب په لُمړیو کې د [فرانسې] په ټولنه کې مثبته مانا درلودله، خو د ګیوتین څخه د زیاتې کارونې له امله یې... مثبته مانا، په منفي مانا باندې بدله شوه ... او دغه کلمه یې په نوي فرهنګ کې د تحقیر او کرکې سره یو ځای کړه.(۵)
دا شان یو شمېر پوهان په دې اند دي چې: د فرانسې د انقلاب په جریان کې تروریستي کړنې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره تر سره کیدلې. خو وروسته د فرانسې د انقلاب څخه د مارکسیزم او کمونیزم د ایډیالوژۍ د رامنځ ته کیدلو له امله ... د تروریزم مانا ننۍ ناوړه مانا ته ورنږدې شوه. (۶)
دا شان ویلادیمیر ایلچ لنن او کارل مارکس د خپلو ګټو د ساتلو لپاره، د خپلو دښمنانو پر وړاندې ترور ډېره ښه وسیله بللي ده.
د فرانسې هیواد څخه د باندې د نړۍ په نورو سیمو کې، ترورستي اعمالو ته یې د ناځوانه، ډارنو او د شالخوا بریدونو ته ویل او وروسته له اتلسمې میلادي پېړۍ څخه د یو شخص ناڅاپي وژلو ته هم د ترور کلمه وکارول شوه، او په نولسمه میلادي پېړۍ کې د الوتکو، بحري بېړیو د خلکو تښتولو، یرغمل کولو او په عامه ځایونو کې چاودنو یې ترورستي کړنې وبللې، چې وروسته یې په اړه د ملګروملتونو له خوا بېلابېل تړونونه رامنځ ته شول او د مخنیوي په برخه کې یې پریکړې وشوې.
نن ورځ په نړۍ کې یو بل ته د ترورست د ویلو له امله د تروریزم ډولونه، بڼې او نورې کړنې دومره پراخې شوي دي چې دپخواني ترور په شان اسان او ساده پېژندنه د قناعت وړ نه شي کیدلی، که یو دولت یوې ډلې او یا یوه تن ته د ترورست خطاب وکړي، نو د دولت مخالفین د هغه دولت کړنو ته دولتي تروریزم وایي او که یو دولت خپل مخالف دولت، ترورست حکومت وبولي نو هغه دولت یې نړیوال ترورستي دولت بولي، په دې بنسټ د تروریزم تعریف له لوی مشکل سره مخ دی.
امريکايي ليکوال پروفيسور هووارډزين(۷)چې د جګړو اوتروريزم مخالف شخصدې د تروريزم د تعريف په اړه وايي «موږ اړيو چې د تروريزم تعريف پراخ کړو اویا دا چې موږ به يو تروريزم غندو او بل به تاييدوو، موږ اړ يو چې داسې حالت رامنځته کړو چې په نړۍ کې دواړه ډولونه يعنې هم د يوې ډلې (بانډ) تروريزم او هم د يوه دولت تروريزم [دولتي تروريزم] په نړيواله سويه د خلکو له مخالفت سره مخامخ کړو.»(۸)
تروریزم، په اوسني پېر کې داسې کچې ته رسیدلی دی چې هيڅډولپولهاوحدودیې نه دي معلوم اوهيڅډولشرايطواوپريکړوتهاحترامنهکوي ، تروريزم د هر ډول روا او ناروا، غېرې انساني او غېرى مذهبي لارو څخه خپلو ډول ډول موخو(اهدافو) ته ځان رسوي، له دیني احکامو او حدودو او بشري حقونو څخه تېری کوي او په کړنو او عقایېدو کې یې لوی افراط غوره کړي دی، پهدېبنسټپهنړۍکېتروريزميوهمنفورهاوبدنامهپديدهاوعملدیچېپهډولډولشکلونواوبڼوسرهپهناڅـاپيتوګهدنړۍپههرهيوادکېدتاريخپهاوږدوکېرامنځتهشوياولاپسې پيښيږي اودنړۍ ډېړی خلــــک تهديدوي؛هغه داسې چېتقريباً هره ورځ د نړۍ راډيوګانې، تلويزيونونه اونورې خبري رسنۍ د بېګنـاه اوبې دفاع خلکو د ترورستي وژنو تصويرونه او خبرونه خپروي چې ټول احساس لرونکي انسانان يې پهليدلو او اوريدلو باندې سخت کړيږي؛ په دې بنسټ ویلی شو چې تروریزم نن ورځ د خلکو کورونو ته رسیدلی دی او ټول نړیوال د ترهګرۍ له امله په یو نه یو ډول سره اغېزمن شوي دي سره له دې چې د ترورستي کړنو څخه ټول نړیوال اغېرمن دي خو له بده مرغه چې د دې ګډ دښمن په پېژندلو کې پاتې راغلي دي او ځیني هیوادونه او اشخاص د خپلې ناپوهۍ له امله د دې ګډ دښمن سره په یوه سنګر کې ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي چې په پای کې د هغه پر وړاندې ترورستي کړنې تر سره کوي.
داچې یو شمېر هیوادونه او اشخاص د تروریزم سره مرستې کوي په دې نه پوهیږي چې په حقیقت کې له خپل دښمن سره مرستې کوي ځکه چې تروریزم نه پېژني نو په دې بنسټ باید چې له هر څهنه لمُړۍ خپل ګډ دښمن وپېژندل شي او وروسته یې په اړه تصمییمونه ونیول شي.
نن ورځ نړیوال ویني چې د تروریزم تعریف ټوله نړۍ په سر اخیستي ده،د تروريزم څیړونکي اوپلټونکي په دې اند دي چې تروريزم لا تراوسه په پوره توګه نه دى پېژندل شوى او وايي چې د نړۍ ډير هيوادونه په نړيوالو غونډو کې د تروريزم په يوه جامع او قاطع تعريف باندې موافقې ته نه دي سره رسيدلي او داسې تعریف چې د نړۍ ډير هيوادونه يې ومني نه دى رامنځ ته شوى.
په نړۍ کې د تروریزم د تعریف په اړه د ډېرو څېړونکو تر منځ یوازې دا یو منلی او ګډ ټکی موجود دی چې کله هم په جګړو کې عام خلک ووژل شي تروریزم یې بولي، خو هغه څوک چې د بې ګناه خلکو قاتلان وي خپلو ترورستي کړنو ته تروریزم نه وایي بلکه، خپل حق او عدالت یې بولي. په نړۍ کې ټول هیوادونه، ډلې او اشخاص خپلو دښمنانو ته ترورستان وایي او کله هم څوک خپل ځانونه ترورستان نه بولي، که څه هم په خپله ترورستي عملیات تر سره کوي.
دا اختلاف چې د نړيوالو تر منځ راغلى دى وجه يې داده چې هر څوک د خپلې خوښې او ګټې سره سم په لنډ ډولتروريزم تعريفوي، ځینو هیوادونو چې د تروریزم تعریفونه کړي دي د خپلو ځانونو په ګټه او یو تر بله سره توپیرونه لری، که یو هیواد تر یوه ځایه د تروریزم سم او نورو ته د منلو وړ تعریف وکړي، نو د هغه خپل وړاندې شوي تعریف د برعکس کړنو له امله په تروریستي هیواد کې شمېرل کیږي، چې ښه بېلګه يې د امریکا د دولت لخوا د تروریزم تعریف دی.
داخبرهرښتيادهچېتروريزمدپټو،پيچلو او نهپوهيدونکوکړنووسيلهدهنوهمدا شانيېپيژندلهمګراناوپيچلىکاردى، له تېرو دوه سوه یویشتو کالو (۱۷۹۳ـ ۲۰۱۴/م) را په دېخوا لکه څه ډول چې لازمه ده د تروریزو داسې تعریف چې ټولو ته د منلو وړ وي چا نه دی وړاندې کړی، نو د دغې نه پوهیدونکي او مشکلې پدیدې د پوهولو لپاره موږ داسې وړاندیز کوو چې:
۱ــ هیوادونه، ډلې او یا اشخاص دې له هر څه نه لمُړۍ له خپلو سیاسي، مذهبي، اقتصادي، نژادي، شخصي او نورو هر ډول ګټو څخه تېر شي او څه چې د ځان لپاره خوښوې د نورو لپاره دې هم خوښ کړي، لکه چې وایي: (خدای ته دې مخ، او نورو ته شا کړه، او وروسته قضاوت کوه).
۲ــ د هرې جګړې (مشخصات) دې بېل بېل وڅېړي او ورسرهدې، د جګړه ييزوعملياتو ټول اړخونه،ډولونه،لاملونه، (انګېزې)،بڼې،نيټې او ځاى، (زمان او مکان)مالي سرچينې، پايلې، موخې، او په پای کې یې دمخنيوي لارې او نورې خواوې په پراخه توګه وڅيړي او په ټولو خواوو يې د لوى زغم په لرلو سرهژور او دقيق فکر او پلټنه وشي او ښه پوره بې پرې(غير جانبه)اوبېله تعصب څخه دې غور وکړي.
۳ــ مخکې له قضاوت څخه دې د ښکیلو خواوو له زاویې څخه وګوري، داسې وګني چې په خپله د دواړو خواوو په جګړو کې ګډون لري، او له ځان څخه دې وپوښتي، چې:
ــ د چا پر وړاندې جګړه کوي؟.
ــ ولې یې جګړه ته مخه کړي ده؟.
لاعــا مــل او انـګـېـزه یــې څــه ده ؟.
ــ څــه مــوخــه (هــدف) لــري؟.
ــ څه ډول او په کومه بڼه عملیات تر سره کوي؟.
ــ څوګ یې ملاتړ کوي او د چا له خوا هڅول کیږی؟ هڅونکي د هیواد تاریخي دوستان دي که دښمنان؛ ملاتړي هیوادونه، څه ډول موخې لري؟.
نو هله به تروريزم په علمي او اکاډمیکه توګه وپيژندل شي او خلک به دحق او باطل یا په بل عبارت د عادلانه جګړې(دتروريزم پرضد جګړه) او د تروريزم (ترورستي جګړې) تر منځ توپير وکړاى شي. لکهچېمشهوره ده؛څوکچېپهسوالباندېپوهنه شيطبعيدهچېسمځوابهم نه شيوړاندېکولى.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او یوشمېر هېوادونو د تروریزم د تور پورې کول دومره اسان کار بللی دی چې بې له دې چې قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي په ځینو مظلمو خلکو او ډلو باندې د ترورستانو ټاپې لګوي (پداسې حال کې چې د تروریزم سم تعریف نه شي وړاندې کولی،) خو، د ترورست ویل هسې عادي خبره ورته ښکاري.د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر اوسه پورې له (۲۰۰) څخه زیات کسان او تر(۶۰) پورې ډلې د تروریزم په تورلیست کې شاملې کړي دي.(۹)
عجیبه خو لا دا ده چې ملګرو ملتونو تر اوسه پورې یو هیواد هم د تروریزم په لیکه کې نه دی درولی، سره له دې چې همدا ملګري ملتونه ښه پوهیږي چې په نړۍ کې ترورست او د تروریزم روزونکي او ملاتړي کوم، کومهیواودنه دي.
دا چې پخوا موهم ایشاره وکړه چې دتروريزم د تعريف لوى مشکل پدې کېدىچې هغهډلې او دولتونه چې پخپله ترورستي اعمال ترسره کوي تروريزم يې نه بولي خپل حق، پر ځاى او روا اعمال يې بولي او هغو بريدونو ته تروريزم وايي چې د دوى پر خلاف او د دوى پر زيان تر سره کيږي، چې په اړه یې په لاندې توګه څو بېلګې وړاندې کیږي:
کارل مارکس د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره تروريزم يوه مهمه او روا وسيله بللي ده او هغه عملیات چې د دوى پر خلاف به کارول کيدل هغه يې په کلکه رد او محکوم کړي دي نوموړى پدې هکله وايي: «زور [ترور] د هرې زړې بلاربې ټولنې لپاره چې په کيډه کې يې نوي ټولنه د ودې په حال کې وي د يوې قابلې(پرستارې) حيثيت لري» نوموړى د (۱۸۷۱م) کال د فرانسې په انقلابيونو باندې په ډيرې توندۍ سره ملامتيا اچوي او وایي:«دوى د ډاراچونې(تروريزم) په سلسله کې د فرانسې د ژاکوب (ژاکوبين د ١٧٩٣م کال انقلابي ترورستان) له ترورستي طريقو څخه کار وانه خيست.»
او همدا شان هغه ترورستي اعمال به چې د دوى په ضد ترسره کيدل په اړه يې ښاغلي مارکس داسې ويلي دي: «موږ به په خپل وار سره تروريزم ونه بخښو، سلطنتي ډار اچوونکي د خداى د حکم او قانون له مخې ظالمان،د کرکې وړ او په عملياتو کې ډير وحشي او په عقيده کې دوه مخي،مرموز او ويرونکي دي او ډير سپک،لوچک او بد خلک دي.»(۱۰)
ولاديميرايلچ لينند پخواني شوروي اتحاد د کمونستانو مشرهغه ترورونه قانوني کړي وو چې د دوى په ګټه به تر سره کيدل لکه (سورترور) چې قانوني بڼه يې ورکړي وه. اوهغه ځانځاني(انفرادي) ترورونه چې د دوى په ګټه نه وو رد او غير قانوني يې ګرځولي وو، چې نوموړى هم د همدې ډول تروريزم ښکار شوى ؤ.
لنین د سرمایه دارۍ نظام د راپرځولو لپاره نظامي کړنې او ترورستي لارو څخه ګټه اخیستل ډېر ښه عملیات بولي.(۱۱)
د ډاراچونې په اړه د لېنن نظريات په دې ټکي راڅرخي چې: «يو تنظيم شوى کدر مارکسستي اهدافو ته د رسيدلو لپاره د يو مهم عامل په توګه د زور(تروريزم) کارول له نظره نه شي غوځولې.» (۱۲)
لېنن په وار، وار تکرار کړي ده چې د ډاراچونې سره مخالفت سم کار نه دى، نوموړى په دې اړه يوازې د وخت او ځاى (زمان اومکان) په فکر کې ؤ او د هر لوى عمل د پلان پر مختلفو برخو باندې د څارنې ( کنټرول) له پاره يې د زور په شته والي ټينګار کولو. لېنن دلويو جګړو ترڅنګ تروريزم يو ګټور او ضروري تکتيک بللى او په کال(١٩٠١م) کې يې په اړه داسې لیکلي دي: «موږ په اصولي توګه تروريزم هېڅکله نه دى رد کړى او نه يې هم ردولى شو، ځکه دا نظامي تکتيک ډېر ګټوراو دجګړې په ځينو شرايطو کې ډېرضروري اوحتمي دى.» خو، نوموړی د ځانځاني تروريزم مخالف ؤ چې دې ده په فکر ترورستي کړنې بايد، خامخا د څار لاندې ونيول شي، لينن په دې اړه زياتوي: «هرعمل او فعاليت چې د ګوند د کنټرول لاندې نه وي د ماشومانو لوبې دي ... . »
لېنن په(١٩١٦م) کال کې د اطريش پرصدراعظم (کونټ سټرګ) باندې د ناکامې ترورستي هڅې په اړه وليکل: «موږهیڅ کله هم د سياسي وژنو(ترور) مخالفت نه کوو» هغه زياته کړه: «انقلابي عمل او عمومي پاڅون د يو ټوليز او پراخ پلان د پلي کولو له پاره د زور او تروريزم څخه کار اخيستل ډير ضروري عمل دى.»
لېنن د انفرادي اوځانګړو کسانو د وژلو(ترور) هڅې چې په انقلابي بنسټ نه وي ولاړې د بې هدفه او مرموزعمل په توګه وغندلې. (۱۳)
له بل پلوه هغه ډلې او هیوادونه چې د زورورو هیوادونو پر خوښه او ګټه باندې جګړې کوي ترورستان یې نه بولي خو که هماغه ډلې او هیوادونه د دوی پر وړاندې جګړه وکړي ترورستان یې بولي چې ښه بېلګه یې د افغانستان د جهادي تظیمونو مشران او د القاعدې سازمان غړو چې په کال (۱۹۸۰م) کې یې د شورویانو پر خلاف او د امریکایانو پر پلوۍ جګړې کولې؛ د امریکا پخواني ولسمشر رونال ریګن په یوه لیدنه کې نوموړي کسان د ازادۍ د لارې مبارزان او د امریکا بنسټ ایښودونکي(!) وبلل؛ په داسې حال کې چې همدغو امریکایانو وروسته د سپتامبر میاشتې، له (۱۱/۲۰۰۱) څخه همدغه خلک ترورستي ډلې وبللې او په رسمي توګه یې د تروریزم په تور لست کې شاملې کړې.(۱۴)
لکه چې پخوا مو یادونه وکړه چې، د تروریزم د تعریف په اړه داسې قاطع او جامع لیکنې نه شته چې یو څوک دې په هر اړخیزه توګه پرې غږیدلي وي خو بیا هم یو شمېر لیکوالانو او څېړنوکو تر یوې کچې پورې لیکنې او خپل نظرونه لیکلي دي، د دې لپاره چې تروریزم وپېژنو، له لاندې منابعو څخه چې د تروریزم (ظلم اوتېری) د تعریف او د ترویزم پر نورو برخو یې پریکړې او نظرونه لیکلي دي مشترک حکمونه او نظرونه رانقلوو او د تروریزم یو ګډ، هر اړخیز او پریکنده تعریف ترې رامنځ ته کوو؛ په دې هیلهچې د تروریزم په پېژندلو کې د نړیوالو سره پوره مرسته وکړي؛
له دې امله چې دترور کلمه د فرانسې له انقلاب څخه راوتلي او تړلي ده، په دې لړ کې به لُمړۍ د فرانسې د انقلاب په دوران کې د فرانسې د انقلاب د واکمنو لخوا هغه کړنې چې د عامو وګړو، د وژلو او وېرولو لپاره ترسره شوي دي، په لنډه توګه ولیکو؛
دویم به د نړۍ د مختلفو سیمو د څېړونکو، پوهانو او د ځینو هیوادونو، لخوا د تروریزم تعریف او نور اړوند نظرونه.
دریم: د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو اعلامیه او هغه پریکړې او نور اسناد چې د انسانانو وژنې او پر وړاندې یې تاؤتریخوالې په کې منع شوي دي.
څلورم: دبشر حقونو او اساسي اصلاح شویو آزادیو څخه، د اروپایي کنوانسیون حمایت، د(۱۱) شمېرې پروتوکل پر بنسټ. د نوامبر ۴، ۱۹۵۰م، رُم.
پنځم: د آروپا د اتحادیې لخوا چې د تروریزم د تعریف او نورو اړخونو په باب یې پریکړې کړي دي.
شپږم: د نړۍ د دیني کتابونو هغه احکام چې د بې ګناه خلکو وژل، ظلم او تېری(ترهګري) یې محکوم او ناروا بللي دی.
دلُمړۍ برخې پای
*********************************************************************
اخځلیکونه او سرچينې:
(۱)وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿٢٧﴾َئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿٢٨﴾ إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ ﴿٢٩﴾ فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿٣٠﴾
ژباړه: او دوی ته د آدم د دوو زامنو کېسه هم بشپړه واوروه، کله چې هغوی دواړو قرباني وکړه، نو له هغو څخه د یوه قرباني قبوله شوه او د بل قبوله نه شوه. هغه وویل:
_ زه به تا ووژنم
_ هغه ځواب ورکړ: الله خو یوازی د پرهېزګارانو نذرونه قبلوي. که ته زما د وژلو لپاره لاس پورته کړې، نو زه ستا د وژلو لپاره لاس نه پورته کوم، زه له رب العمین الله څخه ویریږم.
زه غواړم چې زما او ستا خپله ګناه ستا پر غاړه شي او دوزخي شې همدا د ظالمانو د ظلم وړ سزا ده.
په پای کې د هغه نفس د خپل ورور وژل د هغه لپاره اسان کړل او هَغه د هغه په وژلو له هغو خلکو څخه شو چې زیان کاران دي. د ماییدې سورت، د ]۲۷-۳۰[ آیاتونه. (دمولوي قیام الدین ژباړه)
(۲) http:// vajehyabFrhaangestan/
(۳) ګیوتین هغه مخصوصه دستګاه ده چې د یو لوی تېغ په راغوځولو سره به یې د محکوم سر له تن څخه جدا کولو. ډاکټر ( ژورف اینیاس ګیوتین) په کال ۱۷۸۹/م کې وړاندیز وکړ چې محکومین کسان د داسې یوې دستګاه په واسطه ووژلی شي چې په ډېر کم وخت [تقریباً په یوه ثانیه] کې سر له تن څخه جدا شي، تر څو محکومین د وژلو په وخت کې په درد باندې پوه نه شي[کله چې د انسان د سر عصبي اړیکي له تن څخه غوڅې شي نو انسان درد او نور څه نه شي حس کولی]. تاریخ تمدن ص( ۶۹۰۶)
(۴)http://vista.1r
(۵) maghalesh.blogsky.com
(۶) دا چې پورته کسانو تروریزم په لُمړیو کې د دموکراسۍ دپلي کولو وسیله بولي او مثبت عمل ورته وایي، سمه خبره نه ده، تروریزم له آره یو غېرې انساني او د انسانیت دښمن ؤ او دی؛ یوازي او یوازې د ترورستانو لپاره مثبت عمل ؤ، چې ترورستي عملیات یې تر سره کول او په نه خبره یې په زرګونو بې ګناه خلک ووژل، چې په هغو کې د فرانسې پاچاه شپاړلسم لوی او ملکه (ماري انتوانت) چې بې له جګړې خپلو مخالفینو ته تسلیم شوي وو، ووژل شول!.
(۷)هوارډزېن د امريکا د بوسنون د پوهنتون متقاعد پروفېسور دى ، نوموړى د امريکا د خلکو د تاريخ منلى ليکوال دى چې د جګړو او خشونت ضد فعالينو په لړ کې وتلى نوم لري او د هرې کړکېچنې نړيوالې ستونځى د هوارې لار د وينو تويولو او جګړو پر ځاى په نورو معقولو هلو ځلو کې لټوي.
(۸) (تروريزم او جګړه ص ١٠)
(۹)www.ariage.com
(۱۰) (شوروي اتحاد او ډاراچونه٣١مخ)
(۱۱) (دولت و انقلاب)
(۱۲) (شوروي اتحاد او ډاراچونه ص ٣١)
(۱۳) (هماغه سند ص ٣٣)
(۱۴) www.irdc.ir آشفتگی معنای تروریسم ؛رضا سلیمانی.