د قوميت او قبيلويت ماينونه

 
جالبه ټولنه مو ده هر څوک د خپلو ګټو لپاره هر څه تر پښو لاندي کوي نن مي د يو ښاغلي ملګري چي زه ورته ډېر په احترام قايل يم په ټولنيزه رسنۍ فېس بوکي يو پوست وليد چي د ولسمشر حامد کرزي د عکس د شريکو سره يې ورته ليکلي وو(ډير داسي خلګ سته چې ستا په ليدو يي حتمي يوځاي سوځي لکه ترکي).
 ماته د تاريخ او مشرانو هغه خبري رايادي سوې چي همدې فکرونو پالونکو په اړه يې کړي وي مثلا د پخواني پاچا ارواښاد محمد ظاهرشاه په وختونو کي د سردار لقب خورا په غوره کي وو چي وروسته جمهور رئيس شهيد محمد داود خان د خپلي واکمنۍ پر مهال قومي او قبيلوي القاب لغوه کړل، تر هغه وروسته وروسته د کمونيسټي رژيم دوران سو چي دلته بيا رفيق، ملګري او غټو برېتو زور واخيست هر چا د نامه سره رفيق ملګرى او د خريلي ږيري سره غټ برېتونه درلوذلاى په هر ځاى کي پاچا وو. همدا لړۍ د مجاهدينو په دوران د غټي ږيري غټو برېتو او غټو کاليو سره و غځېدل او د غازي مجاهد قهرمان برادر يا ورور لقبونه هم دې په اصطلاح اتلانو ولکه کړل او د هري کوڅې پاچاهان ول ، تر دوى وروسته د طالبانو رژيم راغئ په دې ډله کي بيا قوميت او قبيلويت د کفر معادل ښکارېدل مګر دوى کي بيا د ملا، مولوى، عالم دين، ملا ورور، طالب، طالب العلم، خادم او خاکسار لقبونو سره د توري لنګو په خاصه توګه بيا ٩ متره پاج او لنډيو صدريو سره داسي سمبولونه ول چي په سر د مځکي يې تر ځان لوړ نه ليدئ په سمه او غر کي شاهان ول، کله چي د طالبانو زوال راغئ د شمالي ټلوالي سره نوى ډلي ټپلي رامنځ ته سوې نو په کابل کي شمالي پکول، چارخانه يې دسمال او واسکټونه د سميزو القابو سره مل لکه شمالي،دشتي،بدخشي، برچي او ... د زور او ځواک پر واک سول په نور ولاياتو کي هم د قوميت او قبيلويت پر نيليو سپاره را پاڅېدل چا د ځان سره (زى، خېل، سمت، مذهب) او چا بيا د ځان سره د ګټو مطابق القاب او تخلصونه ولجه کړل، همدا لړۍ لا روانه ده نن سبا چي د ولسمشر کرزي واک پاى ته رسېږي او په غالب ګومان ډاکتر اشرف غني احمدزى راځي د احمدزي قبيلې تخلصونه دونه ډېرسوي چي حد نه لري خبره را څخه اوږده سوه اصلي خبره مي د خپل ملګري کول چي په دې وروستيو کي د قبيلويت په ناروغي اخته سوى زما دا ملګرى تقريبا د ډېرو کلونو څخه پېژنم څنګه چي په ملګريتوب کي قبيلويت او سمت هدف نه وي نو ځکه دده په قبيله هم نه وم خبر، خو کله چي دا ملګرى د پيسو او واک د تر لاسه کولو په هڅو کي ځان ته د قبيلې لقب غوره کړ يو وخت په يو مجلس کي پر دې ښاغلي بحث وسو يو ويل چي دا سړى خو زه پېژنم دا اصلاً د پلانکۍ قبيلې اړوند دئ، ده څنګه دا کار کړى چي قبيله يې بدله کړې، بل ويل نه اصلاً هغه پخوانۍ قبيله چي ده ځان ور پوري تړلى، هم نه دئ دواړه عارضي دي، په نتيجه کي ويلاى سو چي هغه کسان کوم د قوم قبيلې، سمت، مذهب، ژبي او نورو ناوړه پدېدو سره غواړي ځان مطرح کړي هغوى ته يوازي او يوازي شخصي ګټي مهمي دي، هيڅ وخت به د قوم، قبيلې او نورو لپاره کار ونه کړي تر څو چي مو په فکرونه او ذهنونه د همدې خطرناکو او وژونکو ماينونو څخه پاک سوي نه وي هيڅ وخت به پرمختګ ونه کړو او نه به د ټولني لپاره ګټور تمام سو.