
د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې کله چې نازيانو ماتې وخوړه او د امريکا متحده ايالات او د وخت شوروي اتحاد په نړۍ کې د دوه سترو زبر ځواکونو په توګه راڅرګند شول همدغه مهال د جګړې ګډ ايتلاف مات شو، ځکه ګټې او ايډيالوژۍ سره بيلې وې ، چې په يو بل پړاو کې همدا د سړې جګړې په بڼه راڅرګند شو ، په ۱۹۹۴ کې د تهران اوبيا په ۱۹۴۵ کې د يالطا له کانفرانسونو وروسته د جګړې په ايتلاف کې درزونه رامنځ ته شول ، د اختلاف ټکی په ختيځه اورپا کې په ځانګړې توګه په پولنډ کې د واک د روند او څرنګوالي په اړه وو.
د امريکا ولسمشر فرانکلين په پولنډ کې د ديموکراتيکو ازادو ټاکنو او د يو ملي حکومت د جوړيډو غوښتونکی شو ، که څه هم امريکا دا منله چې دا حکومت بايد د شوروي اتحاد ملګری حکومت وي خو جوزيف ستالين بيا نور پلانونه درلودل ، هغه يوازې په پولنډ او ورڅيرمه هيوادونو کې په ملګرو حکومتونو بسنه نه کوله بلکې غوښتل يې دا حکومتونه بايد د روسيي شريک هيوادونه پاتې شي
چې همداسې وشول شوروي اتحاد د ختيځې اروپا په هيوادونو خپله ايډيالوژي ومنله په ۱۹۴۹ کې يي چک سلواکيا کې د کمونستي انقلاب له لارې دا هرڅه سرته ورسول ، همغه مهال نستن چرچل وويلې: اوس نو اوسپنيز سيوری په ختيځه اروپا را خپور شوی، هغه تاکيد وکړ چې د اروپا د وچې د ويش وخت را رسيدلی دی .
د سړې جګړې پای ته رسيدو او شوروي اتحاد د ټوټه ټوټه کيدو وروسته د ختيځې اروپا هيوادونه هم له شوروي اتحاد څخه جلا شول د وخت کمونيست مشر ګورباچوپ هم دا ومنله او مقاومت يي هم ونه کړ . خو کله چې اوسنۍ روسيا د شوروي اتحاد دځای ناستي په توګه رامنځ ته شوه نوي روسي ولسمشر يالسن هڅه وکړه چې امريکا او لويديځ ته ثابته کړي چې روسيا نور د دوی لپاره يو شريک هيواد دی او کولای شي اعتماد پرې وکړي ده زياته کړه چې دروسي لپاره د سړې جګړې ورځې نورې نه شته.
خو روسيي ته بيا دې خوند نه ورکاوه چې امريکا او لويديځ دې د تيرو هغو هوکړو څخه چې د ناټو او شوري اتحاد ترمنځ شوې وې سر غړاوی وکړي په دې هوکړو کې دا هم وچې ناټو به هڅه نه کوي چې د روسيي تر پولو ځان راورسوي ، خو دا هر څه تر سره شول ختيځه اروپا او د بلقان هيوادونه د ناټو په تړون کې ورګډ شول ، چې اوسني ولسمشر ولاديمير پوتين يي پر وړاندې ودريده او دا يي د روسيي ملي ګټو ته ګواښ وګڼلو ، سره له دې چې لويديځ هڅه وکړه چې د روسيي انديښنې را کمې کړي د روسيي او ناټو د ګډ مجلس تر عنوان لاندې يو تړون رامنځ ته کړي خو د اروپا او امريکا دا ګډې هڅې هغه وخت د روسيي لپاره بې باوره شوې کله چې د زوی بوش په پير کې په پولنډ او چک په جمهورتيونو کې د توغنديو د دفاعي سيستم نصبولو خبرې تودې شوي او دويم پر مختګ بيا په ۲۰۰۸ کې ګورجستان ته د روسيي پوځيانو د ننوتلو موضوع وه ، چې امريکا او اروپا پرې سترګې پټې کړې خو په ۲۰۱۴ز کې اوکراين ته د روسيي پوځيانو ننوتل او د کريما ټاپو له روسيي سره د يوځای کيدو وروسته امريکا چپ پاتې نه شوه پر روسيا يي اقتصادي او سياسي بنديزونه ولګول له اتو سترو صناعتي هيوادو له ټولنې يې هم روسيه بې برخې کړه
د روان کال په جون کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د اروپا څخه ليدنه وکړه چې اصلی او جوهري موخه يي په پولنډ کې د نوی پوځي تمريناتو ( ځمکني ، هوايي او بحري ) لپاره د يو مليارد ډالرو په شا او خوا کې د پيسو د ورکړې اعلان و، خو پولڼدي چارواکې بيا په دې خوښ نه وو هغوی غوښتل چې د پيسو د مصرف پر ځای بايد اوباما ستراتيژيکه او زړوه پريکړه وکړي ، او دا چې ناټو او امريکايي ځواکونه دې په پولنډ او ختيځه اورپا کې دايمې اډې وساتي .
د اروپا په ستيج ورته پرمختګونه څارونکو ته څو پوښتنې پيدا کوي که چيرې سړه جګړه د اروپا په څنډو کې پيل شوې وي نو ايا په اروپا کې هم سړه جګړه له سره پيليدونکې ده ؟
که څه هم د اړيکو حقيقتونه څرګنده وي چې د داوړو لور ترمنځ حالات تر دې کچې نه دي رسيدلي ځکه مخکينۍ سړه جکړه د ايډيالوژۍ له ويالو خړوبيدله او اوس دواړه لوري اعتراف کوي چې دا لامل اوس دومره غښتلی نه دی چې د داوړو لورو اړيکي دې تر اغيز لاندې راولي
سره له دې چې د دواړو لوريو ترمنځ اختلافات او بد بينۍ په لوړه کچه دي خو دواړه بيا په ځينو برخو کې يو بل ته اړتيا لري امريکا او تر څنګ يي لويديځ اړتيا لري چې روسيا بايد ورسره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد پيل شوې جګړه کې مرسته وکړي ، همدارنګه د وسلو اړوند تړونونو بايد بشپړ شي ، د ايران او شمالي کوريا اټومي پرګرام ، د سوريا کړکيچ ټول هغه څه دي چې لويديځ يې په اړه د روسيي مرستې ته اړيتالري خو روسيه بيا فکر کوي چې نوی سړه جګړه چې ډيره په اروپا کې ترسره کيږي د دوی لپاره په ځانګړې توګه د اقتصادي غوړيدا په برخه کې ډيره زيان اړونکې ده ، ځکه د روسيي ډير اقتصاد د ځمکې لاندې زيرمو باندې متکي دی چې ډير بازار يې په اروپا کې دی ، خو سره له دې چې دواړه لوري يو بل ته اړتيا لري او دواړه لورو دا درک کړې هم ده خو بيا هم د ناټو مرستيال سر منشي وايي چې روسيا د يو شريک په پرتله ډير دښمن دی