ملي حيثيت او له افغاني حيثيت سره د نړيوالو برخورد

 
 




         له بده مرغه په دې ورځو کې څو نورې پېښې وشوې او يو ځل بيا يې د افغانانو ملي حيثيت تر سوال لاندې راوست. دا مسله بې اهميه نه ده په ټولنپوهنه او ټولنيزه ارواپوهنه کې د ملي سياست او ملي پېژندنې ( هويت) په اړه د ملي حيثيت نوموونه خورا مهمه مانا لري، د يوه قوم يا ملت ملي حيثيت د هغه ملت په نړيواله پېژندنه کې نغښتی دی. تر نړيوالې دوهمې جګړې وروسته ګڼو ملتونو ځانونوته نوې پېژندنې جوړې کړې، جاپانيان د سختکارو، ډېرلوستو، پوهنمينو او منظم پرمخيال ملت په توګه، امريکايان د پراختيا غوښتونکي، ډېر کارو او پرمخيال ملت په توګه ،ځينې عرب دلټو، عياشو، خو پر خپلو ارزښتونو مينو خلکو په توګه او داسې نور. له بده مرغه افغانانو سره بخت ياري ونه کړه او خدای مکړه د بې اتفاقه، سوالګرو، جګړه مارو، او مخدره چيانو په توګه يې د پېژندلو ګواښ ورځ په ورځ زياتېږي څه نور نومونه هم ورپورې دي دا چې د سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتو له خوا په اسانه ښکار کېږي او د خپلو ملي سياستونو واګي نه شي ساتلای او ...
 
وېښ ملتونه د خپلو ملي حيثيتونو د ساتلو لپاره ډېر څه کوي او نه غواړي  چې آن يو ښاري يې په نړيواله کچه زيان وويني. دلته به د لومړۍ کرښې
 
يادونې ته وروګرځم او دا چې ولې دا هر څه ليکم، ما وويل په دې ورځو کې يو ځل بيا څو داسې پېښې وشوې چې زموږ ملي حيثيت يې تر پوښتنې لاندې راوست، د متحده عربي اماراتو د يوه ساديست شاه زوی له خوا د يوه افغان د شکنجو د ويډيو خپرېدل، په سوات کې د يوې پېغلې په دورووهل، په کابل کې د ايران د سفارت په امر او حکم د يوه افغان خبريال زنداني کېدل، د روم ښار تر ځمکې لاندې بدرفت تونلونو کې د افغاني کډوالو ماشومانو موندل، په اندونيزيا کې د افغاني کډوالو بې عزته نيول او د هغوی چېغې او سورې په کوټه کې په کانتينرونو کې په کار پسې د روانو درجنونو افغان ځوانانو لړزوونکی مرګ او ...
 
څه فکر کوﺉ دا هر څه ولې کېږي، څوک مسؤل دي او څه بايد وشي؟ دې پوښتنو ته وروسته د ځواب ويلو هڅه کوو، خو تر هغه مخکې بايد ووايم چې داسې پېښې لږ نه دي، له بده مرغه دا يې څو بيلګې دي او پر دې بدبخته ملت هره ورځ داسې يوه ټوکه کېږي، ايرانيان په خپل هېواد کې له افغانانو سره دومره ناوړه چلند کوي چې په رسمي فلمونو کې يې هم ( افغاني) د بربري، غله، وحشي، وروسته پاتې او ... سمبول ګرځيدلی دی، خو دلته دننه، زموږ په هېواد کې د ايراني کړيو داسې لاس بر دی، چې موږ ته قوانين جوړوي، او سفارت يې زمونږ لوی څارنوالې ته د (دادستان کل) په نامه مکتوب لېږي او د يوه آزاد تلويزيون خبريال د تورو تمبو شاته اچوي، ايران موږ ته فرهنګي پاليسي جوړوي او په افغاني تلويزيونونو کې هدايت راکوي چې پوهنتون ته دانشګاه، سترې محکمې ته دادګاه، ډاکتر ته پزشک، سوداګر ته  بازرګان او ... وکاروو خو که دا مو ونه منله بيا نو بندي کېږو.
 
څه موده مخکې په لندن او مسکو کې وم له رسمي مقاماتو مې واوريدل چې د هرې بدې پېښې له احتمالي تورنو څخه په لست کې د افغانانو شتون په دوهم يا درېيم کتار کې ليکل شوی وي، د ملي حيثيت له نظره ،موږڅو کاله وړاندې تردې هم بدتره وو، نړيوالو به را پورې خندل چې داخلک خپل هېواد ورانوي، خپله شتمنۍ سوزوي او خپل تاريخي آثار نړوي تر بون پريکړو وروسته مو يو څه پزه را پر ځای شوه، د افغانستان ملي بيرغ هلته او دلته ورپېده، افغاني سياستوال دلته او هلته د يوه لوري په حيث د ميزونو تر شا کېناستل ،نړيوالو افغانستان ته د يوه را پاڅېدونکي ملت په توګه وکتل، په وروستيو کلونو کې دا هيلې يو ځل بيا تتې شوې او دادی اوس د ځنګدن په حال کې دي، دا چې وروسته به څه کېږي، لوی خدای (ج) خبر دی.
 
د ملي حيثيت ساتلو لپاره د ملت ځينو ريښتينو بچيو لاس ته رواړنې هم درلودې، افغان کرکټ لوبغاړو د افغانستان نوم نړيوالو ته وځلاوه، دا خير دی که ددې لوبغاړو جامې د مفلسۍ له امله په نړيوالو هوايي ډګرونو کې ګرو شوې، دا هم پروا نه کوي چې د هوټل په يوه کوټه کې درې او څلور اوسېدل او خوراک يې مکډونالدز و، دا هم خير دی چې تر رسمي لوبو او برياليوب وروسته يې د لوبو د ډګر تر څنګ له نلکې څخه اوبه څښلې دا خو ددې ملت ازلي برخه ده، خو هغه مهال چې د افغانستان هر ځل ګټلو خبرونه رارسېدل دلته به ښځو، ځوانانو او بې سواده خلکو ورته ژړل، دا اوښکې ډېرې ارزښتمنې وې هېچا د کرکټ لوبغاړو د خپلوۍ دعوا نه کوله، ډېرو لا په نامه هم نه پېژندل خو ټولو ژړل، مبارکي يې ورکوله او ځوانانو اتڼونه کول، ولې ؟ د افغانستان لپاره! د ملي حيثيت لپاره!
 
وګورﺉ! ملي حيثيت څومره مهم دی؟
 
روح الله نيکپا او نثار احمد بهاوي يې هم له همدغو بچو څخه در وګڼیء؟
 
خو دا لاسته راوړنې د تراژيديو او غميزو په وړاندې په نشت شمار دي.
 
دا ولې داسې کېږي؟
 
افغانانو ته چې د موجودو بدمرغيو لېست کېږدې نو د تېښتې لنډه لاره يې داده، چې: څه وکړو؟ څوک مو نه پرېږدي يا بهرنيان لاسوهنه کوي، دا او هغه ...
 
خبره په دې کې ده چې، که نور ملتونه هم ځان په لټۍ، ناپوهۍ او بې اتفاقۍ کې ښکېل کړي نو ګاونډيان او لوی ځواکونه به ورسره همدا چمونه وکړي، په دې کې لومړۍ ملامتېا زموږ ده دا موږ افغانان يو، چې نورو ته مو د ګوتو نه د پښو او لاسونو د وهلو لاره هواره کړې ده. زموږ حاکميتونه په لومړي ګام کې مسؤل دي، هېچا د هغه افغان پوښتنه ونه کړه چې د اماراتو د شاهزوی د ساديستي عقدو ښکار شو، هېچا د ايران سفارت ته ونه ويل چې کاکا خير دې وي ؟ ته څوک يې چې زما دادستان کل(!) ته حکم ورکوې؟ هېچا د هغو کډوالو د تېښتې د مخنيوي لپاره هڅې ونه کړې چې په کار پسې بهر تلل او د انساني قاچاقبرو د حيواني حرص ښکار شول، که دلته د کار زمينه وای داسې به نه کېدل.
 
      ولس هم ملامت دی، له بده مرغه ځينې افغانان لاهم دا هېواد خپل کور يا ګور نه ګڼي او مهاجرت ځپلی ذهنيت لري، لا هم د ځوان نسل سترګې د لويديځ په افسانوي زرق و برق پسې وږې دي، لا يې هم انساني دلالان تېر باسي او هلته د زوړندو ډوډيو په دروغجنو کيسو يې د زړونو ستنې کږوي، هېچا ورته ونه ويل چې « وربه شې خبر به شي» مالږ تر لږه ټول هغه هېوادونه ليدلي چې افغاني زلميان يې په لېدو پسې خدای مکړه ړانده دي، خدای شته يو هم په دې نه ارزي چې سړی دی خپل ملي حيثيت پرې وبايلي.
 
دا د ملت مسؤلي دی چې په خپله ملي اراده همدا ويجاړ هېواد آباد کړي او ټولو پرديو آوازو ته ( نه!) ووايي.
 
زموږ د ملي شعور کچه ټيټه ده، دا د مکتب لوستو او ملي شخصيونو، مدني ټولنو، فرهنګيانو، ليکوالو او روڼ اندو مکلفيت دی چې ولس په هر څه وپوهوي او روښانتيايي پړاو په ملي سطحه بشپړ کړي.
 
موږ لا هم نه پوهېږو چې د ښوونځيو سوزول څه مانا؟ لا هم نه پوهېږو چې د ماشوم ( په تيره بيا نجونو) ښوونځي ته نه استول څه مانا او لا هم نه پوهېږو چې د رائيې اچولو اهميت څه دی؟ لا هم نه پوهېږو چې که نن د تورولو او سپينولو واک د بل دی لامل يې زموږ خپله بې اراده ګي او غفلت دی.
 
ملي حيثيت څنګه وساتو؟
 
حکومتونه په نړيواله کچه د خپلو ښاريانو ( اتباعو) د ټولو بشري حقونو د ساتنې مسؤل دي. هر افغان چې هر چيرې وي، افغان حکومت يې د پت او عزت په ساتلو مکلف دی.
 
افغانان په خپله هم د خپل ملي حيثيت د ساتلو مسؤلين دي. هیچېرې بايد جرم ونه کړو، ځکه يوازې دافرادو نه بلکې د ټول ملت رنګه بدېږي. په نيمه ډوډۍ ګوزاره تر هر شرم او بدنامۍ ښه ده.
 
پوهېږو ،چې په افغانستان کې کار نشته، وزګارتيا ده خو همدلته له لوږې مرګ د عرب شاهزوی تر ساديستي شکنجو لاندې تر مړينې ډېر ښه دی.
 
هېوادوالو!
 
بهر زوړنده ډوډۍ نشته!
 
او هلته ژوند تر هېوادني مرګه ښه دی
 
اته ويشت ميليونه افغانان که هره ورځ دوه خښتې يو پر بل کېږدي په کال کې افغانستان د اسيا سويس کېږي، ملي اراده تر هر څه پياوړې ده. راځئ چې ويې آزمويو او خپل ملي حيثيت خوندي کړو.
 
د هېواد آبادي، د کار پيدا کول، د خپل ملي حيثيت خوندي کول او د پرديو له اسارت څخه خلاصون د اته ويشتو ميليونه ملت لپاره هماغومره آسانه ده، لکه چې لسو افغان کرکټ لوبغاړو ته د نړيوالو برياليتوبونو ګټل اسانه دي، ملي اراده، ايمان، ژمنه او خواري غواړي.
  هره ښېګڼه د افغانستان لپاره!