د ملي نومي حکومت قرباني به څوک وي؟

 
کله چې د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم لخوا اوبه خړې شوې نو د امریکې حکومت مداخله وکړه او د ګټونکي او بایلونکي نوماند ترمنځ یې داسې یوه پریکړه رامنځ ته کړه چې له مخې به یې دواړه نوماندان په ټاکنو کې بریالي وي او هم به د اوپوزیسیون لوډسپیکر او طرحه د حاکمې ډلې په لاس کې وي. ملي حکومتونه هغه وخت اړین او د پام وړ دي چی په یوه هیواد کې جګړه تیره شوې وي او یا انقلاب منځ ته راغلی وي دلته خو هیڅ داسې څه خبره نه ده تیره شوې ملي حکومت ته هغه وخت اړتیا وه چې طالبانو سقوط وکړ او نوی حکومت منځ ته راغی او د هیواد ټول اقشار پرې راټولیدل نو هغه وخت ورته اړتیا وه ځکه څوک مهاجر وو ، څوک د طالبانو له حکومت څخه لرې پاتې شوي و او یا هم په بل نوم له دغه هیواد څخه بیرون وتلو ته اړ شوي وو خو د طالبانو د سقوط څخه ټولو اقشارو ته د یو ځای کیدو وخت و نو که اوس موږ ملي حکومت غواړو هغه هم چې د ګټونکي او بایلونکي کاندید ترمنځ را خلاصه شي دا به نو څه ډول ملي حکومت وي زه فکر کوم چې د دا ډول ملي نومي حکومت قرباني لاندې ولسي ډلې دي:
ملت: ددغه ډول حکومت په منځ ته راتګ سره ستره ستره قرباني ملت دی دا ځکه چې په دوی کې عموما د انتخاباتو فلسفه او اهمیت هیڅ کیږی . ددوی هغه د بدلون او د ژوند ښو خدماتو ته د لاس رسي هیلې ورته ددې لارې وروسته له دي ناممکنې ښکاري . د ګټونکي پلویان: د ګټونکي ټيم پلویان پر خپل د خوښې نوماند بې باوره کیږی او هغه ورته یو ضعیف، او غیر متعهد مشر ښکاري او د دوی داسې یوه غوسه ایجادوي چې په راتلونکې کې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او هم پر چا ډیر ژر باوري نه شي . د ولسمشر کرزي حکومت په لمړیو کې د یوې خاصې اوانتقامي ډلې په لاس کې و خو د وخت په تیریدو سره او په تدریجی ډول په یو ملي حکومت بدل شو، او ترڅنګ یی د اوپوزیسیون په نامه هم یوه بې برنامې ډله هم موجوده وه چې د ایډیالوژۍ او اهدافو له مخې د هغه کسانو سره همفکره وو کوم چې په ملي حکومت حاکم وو . د تحول او تداوم ټیم دا ژمنه کړې چې که واک ته ورسید نو د هیواد ټولو اقشارو ته به پکې برخه له ځانکړو معیارونو سره ورکړي نو ګورو به چې د عمل ساحه یې څنګه ده .
په ټاکنو کې چې کوم توافقات وشول ددې باعث کیږي چې د هیواد سیاسي ثبات د راتلونکې لپاره وګواښل شي او د هیواد هر سیاسي حرکت کوم چې قومي، نژادي او مذهبی شکل ولري نو په اسانۍ سره به د هیواد ثبات ګواښي مثلا که وروسته له دې ټاکنې کیږي ډیر هغه کسان چي قومی،نژادي او مذهبی ملاتړ لري ځان کاندید کړي او که ټاکنې ونه ګټي نو بیا به د بریالي ټیم پر وړاندې د موازی حکومت،خودمختاره حکومت او داسی نورې د بیلتون پالنې او امتیاز ترلاسه کولو لارې چارې څاري . خلکو پدې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ چې په هیواد کې یې امنیت،سوله او ثبات ټینګ شي دا ګډون د خلکو دومره اغیزناک و چې د نارینو ترڅنګ یې ښخو هم پراخ ګډون وکړ علت یې دا و چې په هیواد کې هم کار پیدا شي او هم هیواد د مافیایی کړیو له لاسه خلاص شي .
که ملي حکومت منځ ته راځي نو هغه وخت ټولو ته د منلو دی چې ورسره سوله او امنیت مل وي مانا دا چې هغه وسلوال مخالفین چې نږدې د لسو ولایتونو اکثریت کنترول د دوی په لاس کې دی او د هغه ولایتونو خلک له تعلیم او د ژوند د خدماتو څخه بی برخې شوي دي نو لازمه ده چې هغه وسلوال مخالفین هم په دغه ملي نومي حکومت کې ځای پرځای شي که کوم متعصب عناصر یی مخالفت کوي او د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي نو د هغه دا ناوړه خیال د ونه ساتل شي او هڅه د وشي چې په هیواد کې ترهر څه لمړی افغان وژنه بس کړي او شي .طالبان او حزب اسلامي هغه وتلې مخالفې وسلوالې ډلې دي چې د ډیری پښتون میشته سیمو امنیت او پرمختګ یې نیولی دی، خو په ټاکنو کې د همدغه نا امنه  سیمو خلکو په ډیره میړانه په ټاکنو کې د بدلون لپاره ګډون وکړ او هیله یې دا وه چی وروسته له دې ونه وژل شي، امنیت ولري او د ښه اقتصاد خاوندان و اوسي . خو اوس داسې یوه بده ډرامه را روانه ده چې ویل کیږي چې حاکمه ډله به بیا هم حاکمه وي او هم به مشاور اوپوزیسیون وي. یو خو دا جوته کوي چی دوی یوازې او یوازې د قدرت سخت تږي دي، دوی ته خدمت او کار او اهلیت اصلا ارزښت نه لري .
وړاندیز:
که دواړه ټیمونه د ملي حکومت پر نوم ایتلافي حکومت منځ ته راولي او هم اراده لري چې ترڅنګ یې اوپوزیسیون شي نو لازمه ده چې یو واقعي اوپوزیسیون منځته راشي او د دواړو ډلو د دا ډرامې چې هم د حاکم وي او هم مخالف مخه ونیول شي ترڅو هیواد د ولسواکۍ د تمسخر په وتلي هیواد بدل نه شي.
هغه وخت به دا حکومت ملي وي چې د هیواد ټول اقشار پکې ځای پرځای شي
دغه ولسي اوپوزیسیون ته لازمه ده چې لمړی د هیواد استقلال ته ډیر څه وکړي او هم د علم او عمل تعهد خپلو خلکو ته ورکړي د پردیو هیوادونو د فیصلو او دسیسو مخه ونیسي د داخلي غلو،غاصبینو،مفسدینو او مافیایی کړیو سره د د جدي مبارزې اعلام کړي او کله چې دا زمینه ورته مساعده شي چې واک ته ورسیږی نو بیا د چا توطیو او زورګویۍ ته نه تسلیم کیږی. په هیواد کې د دایمی ثبات،سولې،امنیت او ورورولۍ په هیله .