نظېف اله،نهضت
تحلېلی لېکنه
دا دبحث هغه ګرمه موضوع ده ، چې د هغې په اساس دادی درې لسېزې مخالف سياسي کړۍ او ګوندونه يو ا و بل داوسني ملی ناورين مسوول ګڼي او يوه يا بله خوا په هغې متهم کوي او کو شش کوي چی خپل ځان له مسولېت نه خلا ص کړی سره له دې که چېرې لږ دقت وشي او سالم قضا وت د هغو احسا ساتي ډرامو، چی دمېډيا لخوايې خپرېدل عام شوي، ځای ونيسي. دا واضح خبره ده، چی د شوروي اشغال زموږ دملي ناورين پيل دی .دنن ورځې حا کم نظام چی دهېواد د ملی ناو رين دټولو دورو نماېنده ګان په هغی کې دخارجي ملا تړ به اساس واک چلوي او ټول تبلېغا تي وساېل او لېکوالان يې په واک کې دي ، مسو لېت نه مني او د ملا متۍ ټول بار د حفېظ الله. امېن په ملي واکمنۍ باروي، ځکه هغه د يو ملي مستقل افغان دولت مشر و، چی دخارجي لښکرو په وسيله ووژل شواو دولت يې محوه شو. دادولت په افغانې مټو اداره کېده ، نو ځکه دټولو مداخله کوونکو هېوادونو . مېډ ېا، دهغه پر ضد په يوه آواز تبلېغات کوي.
دا ېو ثابت شوی حقېقت دی، چې زمونږ په هېواد باندې شوروی ېلغر د نن ورځې د روان کړکېچ او ټولو بد بختېو او ملي ناورين اصلي عامل ،دلېل او آغاز دی چې په 27-12-1979 کې پيل شو او دادی تر او سه دوام لري .
کارملېان، ستمېان، اودشوروي .کا جې بې ، سېا سي، مذهبي ،استخبا را تي ډلې چې ظا هراً يې دهېواد د ترقۍ شعا رونه ور کول اما په عمل کې يې د افغا نستان دتبا هۍ لپا ره کار کاوه او دمسکو اوامر يې سر ته رسول ،دشوروې تجا وز په نتېجه کې قدرت ته ورسېدل . اودادی تر اوسه هره ورځ د بازار په نر خ خپل نقاب بد لوياو دنو رو هېوادو دجا سوسي شبکو سره په معامله کې دمختلفو نقابونو په استعمال سره په خلکو حکومت کوي. دهېواد په وروڼو قومونو کې کرکه اونفرت خپروي .دخراسان د نا مه لاندې دهېواد دتجزيې لپاره کار کوي . په هېواد کې دوينو سېلاب جا ري ساتي اوملي ناورېن ته دوام ورکوي .په دوی او خارجي جا سوسي شبکو پورې تړلې لېکوا لان او ژورنا لستان دهغوې پر مخ ددموکراسۍ، اسلام، ترقي غوښتونکو، زحمتکشانو، ستمدېده ګانو، بشر دوستانو، پرده اچوي. اودموجوده حالت ددوام په خاطرد ټولو مدرنو تبلېغا تې وسا ېلو نه ګټه اخلي. دېادونې وړده. چې ددغو عوام فرېبانو لخوا دشوروی په دفاع اودافغا نستان ملي دولت او دهغه دمشر حفېظ اله امېن پرضد چې دشوروي ېلغرګرولخوامحوه کړای شو،جعلي داستا نونه ،عوامفرېبا نه تحليلونه د ارشيفي اسنادو د نامه لا ندې درو سي شبکو له خواد ډرامو خپرېدل دومره زېات شوی ، چې دهغه وخت په وا قعي جر ېا نا تو يې پرده اچو لې او هغه يې تحرېف کړېدي .دبلې خوا د کار ملېا نو ،ستمېا نو .او نورو جا سوسې شبکو په لېکنو کې حتا درې لسېزی وروسته چې دکېنې نفرت او جعلېاتو بېان دی، کمې ندی را غلې..په افغانستان باندې دشوروی ېلغر دېوی ورځې کار نه و .شوروېا نو د کا رمل دشړل کېدو وروسته.زمونږ په هېواد دير غل تېاری نېوه او کله چې دهغوټولې پټې دسېسی اوکو دتا ګانې نا کامې شوې .هغوی دخپل ګوډاګی دراوستلو او دهېواد داشغال لپاره ير غل پېل کړ .
دشوروی ير غل مقدمات.
شوروېانو په افغانستان د يرغل لپاره کوم قا نع کوونکې ېا قا نونې دلېل نه درلود .هغوې صرف دځنګل دقانون په اساس چې هر قوی کولای شې هر ضعېف له منځه ېوسې .عمل وکړ،خو افغا نې مړۍ ددوی ستونې څېری کړاو په پای کې شوروی په خپله محوه شو.تر اوسه دخپروشو ېو اسنادو په اساس، شوروی په دغو دلا ېلو زمونږ په هېواد ير غل وکړ
او هغه يې اشغال کړ:
1—شوروی دولت ته دجنو بې سر حداتو نه خطر.هغه دلېل دی چې دوی يې همېشه ېا دوی. ددې لپا ره چې جرېانات په مستند ډول بيان شي ، دشوروی جنرال الکساندر لېا خوفسکی کتاب ؛دافغان غمېږه اومېړانه؛ ته مرا جعه کوم ، هغه چی داشغال په وخت کې يې لوړ مقامونه درلودل .دشوروی کمو نست ګوند دسېاسی دفتر د پرېکړی په ارتباط چی پر افغانستان باندی ديرغل اود حفېظ اله امېن دوژلو په اړه وشو داسې لېکی :
[ ددسامبر په 8 نېټه د ل .ای. برېزنف په دفتر کې دشوروی کمونست ګوند دسېاسې بېرو ېو شمېر غړو. اند رو پف،ګرومېکو، سوسلف او اوستېنف ګډون کړې وو، هغوی تر ډېره پوری په افغانستان کې را منځ ته شوی او ضاع ارزونه وکړه اوافغا نستان ته يې د شوروی پوځونو دلېږ لو منفې او مثبت اړخونه ارزيا بي کړل.اندروپوف افغانستان ته دپوځ داستولو په هکله دا سې دلا ېل وړاندی کړل:
دامرېکا د مر کزی استخباراتو اداره چې په انکا را کې واقع ده دفعا ليتونو زېات والې .چې غوا ړی د (توران) دلويې امپرا تو رۍ د جو ړېدو په اساس چې دشوروی جنو بې جمهورېتونه به په کې شا مل وی.او په جنوب کی دهوايي دفاع دډاډه سېستم نشتوا لې .چی په افغانستان کې به دامرېکا دپر شنګ ډوله توغندېو دځای پځای کېدو به صورت کې .ډېر مهم اهداف دهغی جملی نه د قزا قستان په بای کا نور کی د نړېوالې تو غندېو د توغولو مر کز د تهدېد لاندی راولې .دافغانستان دېو را نېمو له زېر مو څخه داستفادی کولو امکا نات چې د عراق او پا کستان په وسېله داتو مې جنګې وسلو دجو ړولو لپا ره ترېنه کار وا خستل شی دافغانستان په شمالې سېمو کې داپو زېسېون حکومت جوړېدل اود پا کستان سره دافغانستان الحاق اوداسې نور ... په پاې کی فېصله وشوه. چې په مقدما تې ډول د ی دوه امکانه برابرشی.......
--- دځانګړو دستګاو په ذرېعه امېن لری او ختم کړای شې او په ځای دی کار مل وګو ما رل شې.
----- ېا ېو شمېر پوځېان ددغه هدف د پلې کولو لپا ره افغانستان ته ولېږل شې .
د 1979 کال ددسامبر په لسمه نېټه دشوروی اتحاد ددفاع وزېر مار شال اوستېنوف دوسلوالوقواو لوی درستېز مار شال ن.و.اګارکوف راوغوښت او خبر يې ورکړ، چې سېاسې دفتر عاجل تصمېم نېولې دی .چې دېو څه وخت لپاره شوروی عسکر افغانستان ته واستول شې .او دنده ی وسپارله چې 75 نه تر 80 زروپوری پوځونه چمتو کړای شې . مار شال اګارکوف پداسې تصمېم نېولو حېران شو.ويې وېل چې 75 زره سر تېری نشې کولای په وضع کې ثبات راولې، زه افغانستان ته دځواکونو دلېږلوسره مخالف ېم ځکه دا ېو بې سنجشه عمل دی.
وزېر هغه ته ووېل: تاسو څه واېاست .غواړیء سېاسی دفتر ته درس ورکړی ؟ ته مکلف يې ېوازی اوامر پر ځای کړی.په همدی ورځ. مارشال اګارکوف په عاجل ډول د ل. ای. برېژنف دکار دفتر ته چې په هغې کې کوچنې سېاسې بېرو ېعنې اندروپف،ګرومېکو، او اوستېنف راغونډ شوی وو، وروغوښت.]پا ی
که چېری د شوروی د کمونست ګوند د سېاسې بېرو دغه خېالی تحلېل ته دقت وشی وبه لېدل شي، چې شوروی سېاسې بېرو څومره دحا لا تو دارزونې نه عا جزه وه .دهغوی دغه دلا ېل .1 ...په افغانستان کې امرېکی پر شنګ راکټونو نصب کېدل .2. دتوران امپراطوری جوړېدل.3.دپاکستان سره دافغانستان الحاق...داټول په هغه وخت کی واقعې نه وه.حتې تصور يې نا ممکن و .خو ددغو ټولو نا خوالو لپاره شوروی تجا وز شراېط برابر کړل .په ېقېن سره وېلای شو ، چې ددغو ټولو ضد ملې جنا ېا تو لپاره ، کار ملېان، ستميان او دشو روی نور جوا سېس د تجاوز دعا ملېنو په حېث تارېخ ته تثبېت شوی مجرمېن دی .
2—دثورانقلا ب دبري نه وروسته ،شوروېانو غوښتل چې دهغوی جوا سېس ،کارملېان،ستمېان، اونور په خلقې حا کمېت کې ا سا سې او عمده مقامونه ولري .خو د مستندو د لا ېلو په اساس خلقې حاکمېت هغوی ته د رد جواب ورکاوه . ځکه هغوی په هر ځای کی دخلقې حا کمېت پر ضد په پټه دخلکو تحرېکولو ته دوام ور کاوه .دبلوا ګانو جوړول ،دناکامو کو دتا ګانو کول، دخلکو دتحرېک په خا طر د هغوی د عنعناتو پر ضد داعمالو سر ته رسول. ټول د کار ملېانو، اودشوروی نورو جواسېسو لخوا کېدل . په مقابل کی کچېری خلقی دولت دهغی مخه نېوله .نودغو سېاسی مدارېانو به وېل.چی دولت دقدرت انحصار کوی ، دکتا توری کوی ،ددموکراتېکو قوتونو جبهه نه جو ړوی ،سېاسی ګوندونو ته د فعالېت حق نه ورکوی .خو کله به چی هغوی ته ېو مقام ورکړ شو،نودهماغه مقام نه په استفادی سره د حکو مت د بد نا مولو او سقوط په خا طر کار کاوه . د مثال په ډول :کله چی طا هر بدخشی د پوهنی په وزارت کی درييس په حېث مقرر شو.د هغه دستم ملی ډلی په بدخشان کی بلوا جوړه کړه.همدا رنګه د کشتمند . رفېع. اونورو کودتا ګانی چی ددولت بر حال وزېران وو او دمسکو په امر يې د افغان حاکميت پر ضد د کودتا اقدام وکړ .او بيا ونيول شول .ددې حقېقت ښکاره ثبوت دی. نن ورځ کارملېا ن ستمېان.او دهغوی متحدېن د پردو په مرسته په قدرت کې دی .او د تلويزيونونو، جرا ېدو را دېو ګانو نه علاوه په لسهاو انتر نتې سا ېتونه په واک کی لري . د هغوی په نشرا توکی، ېو ټکی مشترک دی.او هغه دهېواد په وروڼو قومونو کی د ملي کرکې خپرول ،او دخرا سان د نا مه لاندی د هېواد دتجزيې لپا ره کار کول دی . چې دا دواړه ملی خېا نت دی .د نړۍ په مستقلو هېوادونو کې دداسی ملی خېانت جزا اعدام دی .خو زموږ په هېواد کی هغوی په لويومقامونو نازول کيږی.ځکه اوسنی سياسی سېستم ته د افغانانو په نسبت د پردو ګټی ډېرې مهمې دي. همدااوس د پردو ګوډاګيان د افغان او افغانستان پر نوم او پر تاريخی شخصيتونو او ملی افتخاراتوپه خپلو راديوګانو اونورو نشراتو کی ملنډې وهی او هېڅوک دافغان دولت په نامه نشته چی پو ښتنه يې وکړی .او مخه يې ونيسی چی مثا لونه ې ډېر دي .ددې نه علاوه هغوی د امېن. دملې شخصېت پر ضد ، عوام فرېبا نه تبلېغات کوي او جعلې داستا نونه خپروي پدی نېت چی شوروی تجاوز ته برأت ور کړی.ځکه امين يو مستقل افغان شخصيت و.او دنړی په هېڅ خارجی قدرت پوری تړلی نه وه.
3—کله چی ح.امېن. قدرت ته ورسېد هغه په خپل دری مېا شتنی حکو مت ،په دولتی سېستم کی درېفورم راوستلو لپا ره عملی کار پېل کړ . دافغانستان دنوی اساسی قانون په مسوده باندی.کار د تکميليدو په حال کی و .
د قا نو نېت، عدالت، مصونېت، دشعار لاندی دقانون حاکمېت ، اجتماعې عدالت، دموکراسی لپاره کار روان و. دبندېانو خوشی کېدل پيل شول . دانقلاب نه ددفاع شورا جوړه ، چې په هغی کی غېر ګوندېانو ته زېاته ونډه ور کړ شوې وه. په خا رجی سېا ست کې اساسی بدلون را غی .دولت د نړی دټولو هېوادونو نه علا وه هغه هېوادونو سره هم روابط ټېنګ کړل چی دشوروی مخا لف وو. په دی هدف.چی په هېواد کی جګړه ختمه او سوله راشی.
ح.امېن. هڅې پېل کړی چی جګړه پای ته ورسېږی. او په شوروی باندی نظا می اتکا چی جګړه د هغی عامل وه پای ته ورسېږی.ددی هدف لپاره .ح.امېن.د پا کستان سره دمنا سباتو دعا دی کولو او په دا خل کی دسېاسې حلقو سره د تما سونو د نېولو په ار تباط ېو سلسله کارونه وکړل ، چې دی کا ر مثبت نتا ېج د ځان سره درلودل، چې وطن ته د مها جرېنو بېر ته را تګ اود جګړ ی ختمېدل او په افغا نی اقتصادی پروژو باندی دکار تمر کز دهغی اهداف وو .شوروی چی د هېواد تباهی ته کار کاوه ، ددی تحمل ی نه درلودچی افغان ملی دولت په خپلو پښو ودریيږی .او ديوه مستقل او قوی هېواد په حيث رشد وکړی .دا مو ضوع په افغانستان باندی دشوروی تجاوز اصلی دليل و. ځکه که چېری په افغانستان کی جګړه ختمه او سوله را غلې وای نو بيا دشوروي وسلو او نظامي مشاورېنو ته ضرورت نه و. شوروېانو خپل نفوذ اوپه افغاني سېا ستونو باندی اثر دلا سه ورکاوه . کله چی دافغانستان او پاکستان رسمی مذاکرات پېل او بېا نتېجې ته ورسېدل.د۱۳۵۸ کال دجدي په۸ نېټه د پاکستان خارجه وزېر کابل ته راته چی نهايي اسنادو باندی امضا وکړی. شوروی ېلغرګرو په ډېری عجلې سره د ۱۳۵۸ کال د جدی په ۶ زمونږ په هېواد حمله وکړه ح. امېن. يې قتل او هېواد يې اشغال کړ.
په مسکو کی جوړ شوی او د هغو په ټاکونو راوړل شوی ګوډاګی حکومت ،دپاکستان سره دمنا سباتو د ښه کولودهڅو په باب ډېر پروپاګند وکړ چی ګوېا .ح.امين. د اشرارو سره کودتا کوله .او شوروی نجات بښونکو دهغی مخه ونېوله.چی ددغه جوړ شوی پرو پاګند چاپ شوي اسناد اوس هم موجود دی.
هېڅ ېو سالم عقل به داونه منی چی بر حال جمهوررييس دځان پر ضد کودتا وکړی. خو کارملي سېاسی مدارېانو څو کاله دی تبلېغاتو ته دوام ورکړ.اووېل يې چې امېن د اشرارو سره اېتلا فې حکومت جوړاوه .او دا يې دشوروی ېلغر ددلايلو په جمله کې راوړل.حال داچی د تارېخ په بله صحنه کی، همدی شوروی ګوډاګيا نو د هماغه اشرارو سره داېتلافې حکو مت دجوړولو لپاره مخفی اوبيا علنی هڅی پيل کړی .چی اسناد يې موجوددی.
د شوروی يرغل پيل اودوام
شوروی مشران چی د دايم الخمر کېدو ،زړښت او فساد په وجه يې خپل عقلانی قوت دلاسه ورکړې وه ، خپل سېاستو نه يې زموږ دهېواد په هکله دخپلو هغو جاسوسانو په راپورونو عېارول چې ځان ته يې سياسی شخصيتونه ويل.
کارمل به شوروېانوته وېل چې خلک دامين نه ملا تړ نه کوی،ستاسې لښکری به خلک په ګلانو استقبال کړی. خو بر عکس په خپله د شورويانو داعترا فا تو په اساس شوروی لښکری افغانستان ته په داخلېدو سره په بمونو، ډزو، اودخلکو بی پايه قيامونو او جګړو سره مقابل شول.
شوروېانو زموږ په هېواد ديرغل لپاره خپل استخباراتی ، تبليغاتی کار دنظامی کار سره يو ځای کړ .هغوی دېوې خوا يې د کا. جی. بی . په لاس ددولت داغفا لولو او داردو د فلج کولو کار سر ته رساوه. او دبلې خوا ی نظامی عملېات د بګرام دهوای ډګر نه پیل کړل او دمقا ومتونو دماتولو وروسته تاج بیګ قصر ته ځان ورساوه اود وروستی مقاومت دماتولو وروسته عملیات ختمکړل.
دیادونی وړ ده چی ددغو ټولودپېل دمخه ،ح.امین.دجلسی لپاره دګوند سېا سی دفتر دتاج بیګ قصر ته دعوت کوی
هلته دکا.جی .بی.د دسېسې په اساس دجلسی په پای کی ټولو ته مسمو ميت پيدا کيږی .او روغتون ته اکثر انتقا ليږی او يا هلته د تداوی لاندی واقع کيږی .په داسی حا لت کې چی ګوند اودولت عملا خپله رهبری دلاسه ور کوی .دزمکی او هوا دلاری شوروی يرغل پيل کيږی. ښه به وی چی ددغه يرغل ټول مراحل په مختصر ډول بيان شی.
-- لمړی حمله دبګرام په هوايي ډګر پيل کيږی. دبګرام هوايي ډګر محافظ کنډ ک او دافع هوا قطعه قهرما نۍ سره مقاومت کوی.دقطعی قومندان ملی قهرمان جګړن عبد الستار، او دارکان رييس ملی قهرمان جګړن عبدالرحمان د مقاومت او دفاع قومانده په لاس اخلی او جګړی ته دوام ورکوي د دشمن د نورو قواو په رسېدو سره ، د جګړی توازن ،له منځه ځې افغانې قواوې ټول د جګړې په ډګر کې په وطن سر ورکوي او بګرام دشوروی ېلغر ګرو په لاس سقوط کوې.
-- شوروې ير غل ګر کابل ته په داخلېدو سره د مقاومت بل سنګر دکابل رادېو تلوېزېون ، ساتونکې قطعه ده. دغه ملې قهرمانان د دشمن سره په نا برابره جګړه کی شهېدان کېږی .او ددشمن درا کټې حملو په وسېله په خپلو ټا نکونو کې ژوندې سوځول کېږی.
-- دمقا ومت بل سنګر د کور نېو چارو وزارت دی . هلته ملې قهرمان علېشا پېمان، د څارندوی عمومی قومندان دفاع او مقا ومت کوی. هغه تر پاېه جنګېږی . خو ددغه اتل سنګر د دشمن لخوا په را کتې حملو له منځه ځې. او تو ل افسران او سرتېری شهېدان کېږی .خو دی ژوندی نېول کېږی.دپلچرخی په زندان کی زه هم دهغه سره يو ځای داول بلاک په کوټه قلفی کی بندی وم هغه دکورنيو چارو دوزارت داتلو مدا فعينو دقربانی جريانات ما ته په تفصيل سره بيان کړل ما دهغی خلاصه دلته ذکر کړه .کله چی هغه اعدام ته بېول کېده هغه دخپل کميس دجېب نه دخپل ما شوم زوی عکس راوايست. هغی ته يې په ځير وکتل .او ما ته يې وويل. ګوریء هغه څومره په غمجن حالت کی دی زه همدی عکس سره اعدام ته ځم هغه يې بېرته په خپل جېب کی کېښود .بيا يې وويل دا جېب زما دزړه دپا سه جوړ شويدی ګوره دی څومره خفه ښکاری .ما ته دا مهمه نده چی زه وژل کېږم ځه پدی خفه يم چی زوی به می دکومو نا خوالو سره سترشی. دا ماته واقعا ډېره احساساتی او غمجنه لحظه وه ځکه ديوی خوا يو خوږ ملګری ځمانه جدا کېده .اود بلی خوا زه يواځی ديوه نامعلوم سر نوشت په خاطر په خپلو افکا روکی غرق پاتی شوم .کارملي قصابانو هغه د کوټی نه د اعدام دحکم داجرا لپاره بهر کړ . هغه د ۱۳۵۹ کال دجوزا په۱۸ د نو رو ملې اتلا نو سره ېو ځای اعدا م شو .
--- دمقا ومت بل سنګر ددفاع وزارت مقر دی . هلته ملې اتل ېعقوب دافغانستان ددفاع وزارت لوی درستيز او سر پرست د مسمو مېت نه وروسته دشديدی ناروغی په حالت کی ځان خپل دفتر ته رسوې ،او ټو لو قطعاتو ته د خطر ناک حا لت نه خبر ورکوی او هداېت ورکوی، چې دسېسه روانه ده، هر څه امکان لری ،هره قطعه دې په خپل ابتکار عمل وکړی ، بل هدا ېت ته ضرورت نشته .هغه وخت.ېعقوب دد فاع وزارت کفېل دنده لري. څو شېبی وروسته .شوروېان .ددفاع په وزارت حمله کوی د ی او نورافسران شهېدان او اسېران کېږی
د ا ير غل دا مېن دقصر په لور ادامه پېدا کوي.
. دلومړی برخی پای .