پنځمه قوه

 
د ټکنالوژۍ په ننني عصر کې چې هرڅه په ډیر سرعت مخ پر وړاندې روان دي او د ټکنالوژیکوچارو مخترعین هم دا نظر لري چې هر څه چې غواړې په چټکۍ ورته رسیدل ممکن دي دا اړیکې دومره پرمختللې او پراخه دي چې تر ډیره یې دا ډول هیله نه کیدله. خو ډیر څه ورسره ممکن شوي دي او لازم تسهیلات یې را منځته کړي دي.انټرنټ یا د نړۍ جال نن ورځ د همدغه ټولو پراختیاو اساس دی او د نړۍ په جال کې مختلفې عمومي، تخصصی ، ګروپی او ټولنیزې شبکې شتون لري چې د نړۍ د خلکو ترمنځ عظیم ارتباطات ټینګوي. او دا سبب شوی دی چې هر څوک د خپلو عقایدو او افکارو د څرګندولو لپاره یوه ښه مرجع لري .
د دولتونو د قواو اصل چي د جان لاک له خوا وړاندیز او بیا دې نظریې ته منتسکیو منطقي انکشاف ورکړ نو بیا یې د دولت اصلي قواوې په دریو برخو وویشلې(مقننه،اجرائيه اوقضایه) دا ويشنه ددې لپاره وشوله چې که په یوه دولت کې یو له دغو قواو څخه بلې قوې ته لاس ور نه کړي نو هغه بله قوه په خپل سر څه نه شي کولی. وروسته له دغه دریو قواو څخه د شنونکو سره د نورو قواو فکر هم پیدا شو او ویې ویل چې دا قوه نه وي نو بیا دا نورې قواوې څه نه شي کولی مثلا د اقتصادي چارو شنونکو دا وویل چی که په یوه هیواد کې مالیه نه وي نو بیا د دولت نورې چارې پرمخ نه شي تللی خو دغه نظر ډیر اغیز نه درلود خو بیا هم تر ډیره حده اغیز درلودی شی.
خو نن ورځ دا نظر خپل ځای خپل کړی دی چې (رسنۍ) د دولت څلورمه قوه ده او د هغه ټول اهمیت او اغیز یې څرګند کړی دی او دقیقا چې رسنۍ تر ډيره دا توان لري چې د دولت چارې وننګوي او د رسنیو د بریا راز په دې کې وي چې هغه خپلواکې او له نفوذي اشخاصو سره نیږدې وي نو بیا خپل اغیز تر هغه حده درلودی شي کوم چې نن ورځ یې مدافعین ورته د څلورمې قوې اصطلاح کاروي
دا ځکه چې رسنۍ په لږ لګښت او اسانۍ سره ډیر څه ستا مخې ته ږدي .او د دولت په اعمالو د څار او مشاهدې یوه ستره او اغیزناکه وسیله ده او د حکومت چارواکې هم تر ډیره کنترول کولی شي او عموما نن ورځ د اداری فساد سره د مبارزی په برخه کی ډیره څه کولای شي او په مجموع کې داسې هم ویلی شو چې رسنۍ د حکومت فولادي دروازې په شفافو دروازو بدلوي .
خو اوس د دغه څلورو قواو تر څنګ پنځمه قوه هم خپل سر را ښکاره کړ هغه ټولنیزې شبکې دي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو اشخاص له مختلفو عقایدو او افکارو سره یو ځای شوي دي او خپل د خوښې وړ څه پکې خپروي او ډیر ژر تقریبا کله کله له رسنیو مخکې د نړی له پیښو څخه خبریږي دا ټولنیزې شبکې چې ډیره وتلې او اغیزمنه یې فیسبوک ویب پاڼه ده چې له ډیر ښه تسهیلاتو څخه برخمنه ده او مشترکین یې کولای شي خپل د خوښې وړ څه پکې خپاره کړي . ددې ټولنیزو شبکو فلسفې ته که فکر وشي نو ډیر د نړیوال کیدو پر لور ورنیږدې کیدو ته یو ستر ګام دی او د نړۍ په یوه کلي بدلیدل ورځ تر بلې په دې ډول تحولاتو سره محسوسیږی .
ددې شبکو څو عمده تاثیرات دا وو چې ددې شبکو له وجی په اروپا کې د ښه ژوند کولو لپاره ډیر څه وشول او په عربي نړۍ کې یی چی دیکتاتور حاکمان وو تر ډیره یې وکولای شول چې دا مستبد حکومتونه وننګوي او یا یې له منځه یوسي دا ځکه چې د ټولنیزو شبکو کارونکي د نړۍ له پرمختګونو څخه متاثره وو او د خپلې ورځې د بدلون انګیزه پکې را وټوکیده .
دلته په افغانستان کې چې ډیر څه موږ ته نوي پیل شوي دي او هیواد مو یو د وطن څخه د دفاع جنګ تیر کړی او بیا مو داخلي جنګ تیر کړی دی او ددغه جنګو له وجې ډیر ځپل شوي یو ملي هویت اووطن دوستی مو د یو تعداد هیوادوالو له خوا چې مهاجرت یې اختیار کړی و او یا په داخلي جګړو کی ښکیل شوي وو شدیدا زیانمن شوی دی .
خو اوس ددغه هیوادوالو ترمنځ تر ډیره بریده  د یو لړ مشترک مسایلو په اړه د نظر او احساس یووالی منځ ته راغلی دی .
ټولنیزې شبکې په دې نن وخت کې پنځمه قوه ګڼو چیې یو چلنج کولی شي او هم بدلون را وستلی شي .
په افغانستان کې هم نن ورځ څه باندې یو میلیون اشخاص له دغو ټولنیزو شبکو په ځانګړی توګه له فیسبوک څخه پراخه استفاده کوي
په لمړیو کې له دغو شبکو استفاده ډیره عادي او بې مفهومه وه یوازې د انځورونو په خپرولو او د نجونو له نامه څخه جعلي استفاده ترې کیدله او یا هم پکې د ټولنې ډیر عادی مسایل ښکته او پورته کیدل
خو اوس اوس دا وضیعت بدلون موندلی دی ځکه چې د ټولنیزو شبکو کارونکي نن ورځ د هیواد په کچه مربوط مسایلو په اړه تحلیل او شننه کوي ،د ټولنې اخلاق ورسره عالي شوي او کیدونکي دي او هم د ټولنې د نا خوښه دودونو د محوه کیدو لپاره مبارزه کوي او هم د حکومت هغه کړنې چې ملت ته پکې ستر زیانونه لیدل کیږي ،غندي یې او هغه خونړۍ پیښې چې د هیواد په هره څنډه کې تر سره کیږې په شدیدو الفاظو غندل کیږي او عامه ذهنیت یې ځواب ته اماده کوي او هم حکومتي چارواکې نن ټولنیزو شبکو ته د یو قدرت په سترګه ګوري ځکه کله کله هڅه کوي چې دا شبکې بندې او یا تر یو وخته وځنډوي .
د ټولنیزو شبکو اغیز نن ورځ له مدني ټولنو څخه ډیر دی ځکه چې د مدني ټولنو تشکیل او انسجام ډیر تدابیر او مصارف غواړي او د افغانستان په شان هیواد کې چې د اعتماد فضا، استقلال او ملت پالنه ځپل شوې وي نو سخته ده چې یوه اثر ګزاره مدني ټولنه منځ ته راشوی شي
او کله کله هم ټولنیزی شبکې له رسنیو څخه مخکې قدم اخلي دا ځکه چې رسنۍ چې کوم مطالب تر لاسه کوي هغه ته د دوی رسیدګي ممکن له یو لړ خنډونو سره مخ وي مګر نسبت مدني ټولنو او ټولنیزو شبکو ته رسنۍ ډیرې معتبرې او موثق وي.
مثلا که یو چیرې یوه پيښه یا رسوایی کیږی نو د ټولنیزو شبکو کارونکي په ډیره بیړه دا مسله له خپلو ملګرو سره شریک کوي
او رو رو ټولو ته دا مسله رسیږي مګر یو بد والی د ټولنیزو شبکو دا دی چې ډیر وخت او ډیر مسایل یې معتبر نه وي ځکه د یو تعداد کسانو پته او حساب موثق نه وي .
دا څو ورځې مخکې د هیواد په اقتصادي برخه کې یو مهم قانون د پارلمان له خوا په بې پروایی سره پروت و که نه وی تصویب شوی د هیواد بانکونه یې د نړۍ د بانکونو په تور لیست کې راوستل مګر د ټوانیزو شبکو د فشار له برکته او هم د رسنیو له برکته دا قانون تصویب شو.
بلخوا د ولسي جرګې غړو داسې یو قانون د خپل ځان په ګټه تصویب کړ چې دوی ته یې امتیازات ورکول او د نافذه قوانینو سره په تضاد کې و خو د ټولینزو شبکو د کارونکو د مکررې او جدي مبارزې له برکته یې په مشرانو جرګه کې مخه ونیول شوه .
له دغو لاسته راوړنو څخه مخکی هم په ټاکنو کې یی مهم رول درلود.
دغه ټولو فعالیتونو او چلنجونو ته په کتو سره ویلی شو چې دا ټولنیزې شبکې پنځمه قوه ده او په شتون سره یې د بدلون هیله ممکنه ده .
که د ټولنیزو شبکو کارونکي مسوولانه برخورد وکړي او معیارونه ورته د ملي ګټو په رڼا کې وي نو بې له شکه چې ډیر څه کولای شي چې په ټولنه کې مثبت بدلونونه راولي او هم د همدغه پراخه ارتباطاتو له وجې خپل هیواد نورې نړۍ ته معرفي او ورسره برابر کړي
د ټولو ټولنیزو شبکو د مسولانه کارولو په هیله