
صبري ولسوالی دخوست ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت کې لري، چې په خوست کې د نفوس او مساحت په اساس تر ټولو لویه او بانفوذه ولسوالي ده او دخوست ښار څخه تقریبآ ۲۰ کیلومتره فاصله لري، د تعلیم سطحه یې نسبت نورو ولسوالیو ته ټیټه ده اکثره ځوانان یې په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې په مزدوریو بوخت دي، دغه ولسوالي ډيري ښکلي او په زړه پوري منظری لري زه یقین لرم چې که امنیتي ستونزه ونلري نو په سلګونو او زرګونو داخلي او خارجي سیلانیان به ولري چې دیدې سیمي په اقتصادي، سیاسي او پرمختیایی وده کې به مهمه ونډه ولري.
ددغه ولسوالی خلکو هر وخت دځایې اداري په خلاف راپورته شوی اوپه بغاوت یې لاس پوري کړی، د طالیبانو په وخت کې هم دغه ولسوالي د ټول خوست په کچه ناامنه او یوازیني ولسوالي وه چې طالبان پدې ونه توانیدل چې دغه سیمه په مکمله توګه تر څپل کنترول لاندي راولي، همدا ډول په اخترونو او نورو ځانګړو ورځو په نمانځلو کې به د ټول خوست اکثره ځوانان همدي ولسوالی ته د چکر او ساعتری لپاره تلل ځکه چې هلته د طالبانو څخه ویره او ترس نه وو او دوی نشوای کولای چې هلته لاړ شي.
د طالبانو حکومت په تلو اود کرزي حکومت په راتګ سره خبره په ډراماتیک ډول بدله شوه او دغه ولسوالی یوازینی هغه ولسوالی شوه چې هلته د طالبانو نفوذ او قوت پکې زیات شو او تر ډیره پکې د طالبانو حکومت دی ځایې خلک یې د خپل منځي شخړو او دعواو د حل په خاطر هم د طالبانو محاکمو ته رجوع کوي، خو اوس بیرته خبره یو څه بدله ښکاري خلک له طالبانو ستړی شوی او له حکومتي چارواکو سره یې همکاري او مرسته نسبت طالبانو ته زیاته شوی.
راځم خپلي موضوع ته، تیره ورځ یو تن چې دصبریو اوسیدونکي دی خپله د سترګو لیدلي کیسه پدې ډول راته کوي، چې زموږ په سیمه یو تن چې یوازي یو زوی یې وو نو له همدې کبله یې سخت نازوه او په همدې سبب دخپلو وروڼو څخه جدا یعني ځانته شو، خو څرنګه چې ما مخکې یادونه وکړه چې دصبریو اکثره ځوانان په متحده عربي اماراتو کې دي دولتي او یا هم کومه بله دنده نشي ترسره کولای نو دغه پلار یې متحده عربي اماراتو لاړ ترڅو خپل نازولي زوی ته پیسي او خرچه را وګټي، خو د یو کال تیریدو څخه وروسته پلار یې پدې خبریږي چې زوی یې طالیب شوی نو بیرته خپل وطن او کورته راځي تر څو زوی ته یې نصیحت وکړي او لدې کاره یې منعه کړي، زوی یې له نصیحت وروسته دغه موضوع له خپل مشر یعني د طالبانو مشر سره شریک کوي او بلااخره نوموړی مشر یې دخپل پلار وژلو توصیه ورته کوي او ده ته وایې چې تاته د خپل پلار مرګ جایز دی ځکه چې ته له جهاده راګرځوي، نو په همدي ورځ پلار یې غوښه او یو څه میوه هم د زوی پخاطر راوړي چې زوی مې خپه او له جهاده د راګرځیدو نصیحت ورته کړي اوخپله برخه غوښه او میوه هم ورکوي خو متاسفانه چې د ډوډی دخوړلو څخه وروسته دغه یوازینی او نازولي زوی ټوپک راخلي او خپل پلار وژني اود تل لپاره یې ځان ورڅخه خلاصوی ترڅو په اینده کې بیا ورته دا ډول نصیحت ونکړي.
س خوستی