د مکالماتو اورېدل او د افغانانو د خصوصي حريم د تروړلو لړۍ

 عبدالله الهام جمالزی
د اړیکو د نننۍ بډایې نړۍ د انسان یوه جدي اندېښنه د هغوی د خصوصي حریم تر پښو لاندې کول او د خصوصي مکاتباتو او مکالماتو خوندیتوب ته شته ګواښونه دي. د افغان حکومت په ګډون د بېلابېلو لورو له خوا، د مکالماتو او مراسلاتو د قانوني یا غیرقانوني ثبت او اورېدو او یا هم افشا کېدو وېره اوس له هر وګړي سره شته ده. که څه هم بېلابېلو ملي او نړیوالو قوانینو په بېلابېلو ډولونو او بېلابېلو وختونو کې د انسان د خصوصي حریم د مصونیت لپاره بېلابېل ډوله هڅې کړې او په قوانینو کې يې ځای کړې دي؛ خو بیا هم دا قوانین د یو شمېر نورو ګټو لپاره تر پښو لاندې شوي او لاندې کېږي.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ګډون بېلابېلو میثاقونو، کنوانسیونونو او قوانینو ټینګار کړی، چې د انسان خصوصي حریم د احترام وړ او له هر ډول تعرض څخه خوندي دی؛ خو په نړیواله کچه هم همدا قوانین او میثاقونه د یو شمېر زور ویونکو له خوا، تر پښو لاندې کېږي او یا يې هم د وسيلې په توګه کارول کېږي.
که څه هم د خصوصي حریم نقض او یا هم د خصوصي مخابراتو او مکالماتو د اورېدو او یا هم ثبت لپاره دا پلمه هم پیدا شوې، چې د محکمې له حکم سره اجازه ورته شته ده؛ خو تر ډېره په تېره هم په افغانستان غوندې هېواد کې دا خبرې اترې په غیرقانوني ډول او د محکمې له حکم پرته ثبت شوې، اورېدل شوې او حتی خپرې شوې دي.
د امریکا د پوځي استخباراتو یوه قراردادي ایډوارډ سنوډن ویلي وو، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ټولې ټېلېفوني مکالمې پکې اورېدل کېږي، چې د افغان دولت جدي غبرګون يې هم له ځان سره درلود او دا يې د هېواد د ملي حاکميت تر پښو لاندې کول وبلل. خو دا اندېښنه هله له افغانانو سره په جدي ډول مطرح شوه، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د یوه نوماند اړوندې ډلې، چې نه دولت دی او نه هم محکمه او نه يې هم د کومې محکمې حکم په لاس کې درلود، د خلکو خصوصي حریم نقض کړ او ځينې ثبت شوې خبرې يې، د هر ډول قوانينو له رعایت پرته، د قانوني مراجعو پر ځای د رسنيو له لارې خپرې کړې.
دغې ډلې که څه هم ګومان کېږي چې د دغو مکالمو د اورېدو توان نه لري او دا هرڅه د يوه پراخ پلان له مخې د دوی له لارې عملي کېږي، د ځينې افغان چارواکو ثبت شوې خبرې خپرې کړې. سره له دې چې تر اوسه ثابته شوې نه ده، چې دا خبرې د اړوندو کسانو دي او کنه؛ خو که هرڅه وي، دې چارې له افغانانو سره جدي اندېښنې او پر دغه ټاکنيزه ډله شکونه راپيدا کړي دي.
یوه افغان چارواکي څو کاله وړاندې د افغانستان حالت او دلته د استخباراتو بې بندو باره لاسرسي او د افغانستان د ملي ګټو د ګواښل کېدو په تړاو، افغانستان له یوه بې سرپوښه دېګ سره پرتله کړی و، چې په دقیق ډول د هغه خبرې، د هېواد د ملي ګټو پر ضد د هغو بېلابېلو اقداماتو په اړه صدق کوي، چې هم د داخلي کړیو او هم په هېواد کې د بهرنیو کړیو له خوا يې هره ورځ شاهد یو.
پټو لیکنیو او غږنیو رازونو ته لاسرسی او د خلکو د تر ټولو پټو خبرو اترو اورېدل او ثبتول د سازمان شوو او سترو پېښو، جنایتونو، ترورونو او ګواښونو له مهارولو او یا هم مدیریت کولو سره نېغ تړاو درلودلی شي، چې د حقوقي بعد تر څنګ يې اخلاقي او هراړخیز بعدونه هم د پام وړ دي او هغه څوک چې ورته اسرارو ته لاسرسی لري، په دې برخو کې هم باید ځواب ویونکی وي.
اوس د هغې ډلې له خوا د دارنګه پټو ثبت شوو مکالمو خپرول، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې يې د تېرو جګړو د امتياز او مصلحتي ونډې له مخې په حکومت کې هم خپله ونډه او پراخ نفوذ درلود او همدارنګه اوس هم د ټاکنو د پروسې له لارې د واک سوله ييز انتقال ګواښي، دا معنا درلودلی شي، چې په هېواد کې لاهم د ټوپک په زور د افغانانو تر ټولو خوندي حق هم ګواښل کېږي او پر وړاندې يې د قضايي او امنيتي ارګانونو په ګډون حکومت هم د افغانانو له دغه حق څخه په دفاع کولو کې، بې ځوابه پاتې دی.
کله چې یو ځای د عدالت د تطبیق امکانات نه وي برابر، نو د انتقالي عدالت موضوع مطرح کېږي، چې یا له مکاني او یا هم له زماني لحاظه انتقال مومي او د عدالت تطبيق بلې سيمې يا هم بل وخت ته پاتې کېږي. لکه څرنګه چې د تېرو لسیزو په ټولو جنایتونو کې ښکېل کسان اوس پوره خوندي ګرځي، داسې نه برېښي، چې د نن ورځې جنایت کوونکي دې په راتلونکي کې بيا هم د اوس په څېر ازاد وګرځي او د خلکو آزادۍ وګواښي. له هر افغان سره دا هيله شته ده، چې په راتلونکي کې به يو رښتينی حاکميت په هېواد کې واکمنېږي، ترڅو د نن او پرون جنايتونو په جدي ډول څېړنه وکړي او د بيان له ازادۍ او خصوصي مصونيت رانيولې تر نورو ازاديو پورې به، د هر افغان حقوق تضمين کړي. پای