
مشره سلامونه!
مشره! دا څو میاشتې مو ستا ډیرې خوږې او ګټورې خبرې واوریدې، هره وینا دې زموږ د زخم پټۍ وه، ستا په هره وینا او ژمنه کې راته رښتینولي ښکاري، ځکه ستا په تدبیر بارو لرو، موږ باور لرو چې ته هیڅ داسې ژمنه نه کوې، چې پوره کول یې درته ستونزمن وي.
مشره! منم چې ډیرې بوختیاوې به لرې، خو که لږ وخت زما دې لیک ته ورکړې، احسان به دې کړې وي.
مشره! د وروستیو پریکړو او حالاتو په اړه مو له نورو ډیر څه اوریدلي، له اجرییوي نیولې تر ایتلافي پورې خبرې ښکته او پورته کیږي، موږ باور لرو او خدای دې وکړي چې دا ټولې دروغ وي، مشره دا څو میاشتې موږ ستاسې په اړه ډیر څه واوریدل، خو موږ په خپله ټاکنه له ځانه ډير باور درلود، ستا په اړه ټولې منفي خبرې دروغ وختې او زموږ باور یې زموږ په ټاکنه نور هم ډير کړ، مشره! موږ ستاسې د خبرو معتادین یو، موږ چې په اونۍ کې یو ځل ستاسې وینا وا نه ورو، هډوکي مو درد کوي، خوب نه راځي او فکرونه مو خراب وي، زه ډاډه یم چې د وروستیو پریکړو په اړه به هم ډير ژر راڅرګند شې، هم به مو باور لوړ کړې او هم به مو عادت پوره کړې.
خو مشره یوه ګیله لرم او دا یوازې زما ګیله نه ده، بلکې د لکونو هغو افغانانو، چې ستا د منشور لپاره کار کول یې پر ځان فرض او قرض ګاڼه، مشره دا څو میاشتې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې دې افغانانو تا لپاره او ستا د منشور لپاره نه ستړې کیدونکې منډې ترړې وکړې، چا ورته دندې پریښودې، په چا دندې پریښودل شوې، خو هیڅ چا د نا هیلیتوب احساس نه کاوه، هر یو کوښښ کاوه چې ځان له خپل بل ملګري ډیر اغیزمن وښایي، دا منډې د کوم منصب او امتیاز لپاره نه وې، دا ستا هغو ژمنو او پلانونو ته د عمل جا مو اغوستلو لپاره وې چې ددې زخمي زخمي هیواد د زخمونو دوا ده، دې ځوانانو کې ډیری داسې دي چې نه یې تاسې لا له نیږدې لیدلي یاست او نه ستاسې د کمپانیر ټیم له کوم شخص سره اړیکه لري، بس لکه خدای خدمتګاران هر څوک لګیا دي خپل کار کوي، نه مزد غواړي او نه امتیاز.
مشره! موږ ټول پوهیږو چې زموږ شک او اندیښنه به نا سمه وي ، موږ له خلکو ډول ډول خبرې اورو، موږ ته خلک ډول ډول پیغورونه راکوي، مشره! خلک موږ ته وایي چې ستاسې مشر ستاسې رایې او ستاسې منډې د مصلحت خوراک کړې، موږ ته پیغور راکوی چې ستاسې مشر څه وکړه، چې تاسې یې په نه کولو په خپل مشر مغروره او باوري وئ، مشره موږ خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي، ما مخکې وویل چې موږ ته ډير څه وویل شول، خو ناسم ثابت شول، خو مشره زموږ ګیله داده، چې ولې موږ ته زموږ د کور خبرې بل څوک وکړي؟ ولې موږ ته خلک پیغورونه راکړي؟ ولې زموږ خپل مشر موږ له حالاتو نه خبروي؟ نور په ټولې سپین سترګۍ زموږ په سترګو راننوځي، خو موږ چوپه خوله یو، ځکه موږ لا ستا له خولې څه نه دي اوریدلي.
مشره! که رښتیا دې دا هرڅه چې موږ یې اورو، منلي وي، نو ایا د منلو پر وخت یې لږ هم درته ددې میلونونو خلکو څیرې مخ ته در نه غلې؟ یو ځل دې هم داسې فکر ونه کړ چې زه ددې خلکو ورستی امید او هیله یم؟ هغه د قانون ماتیدنه خو پریږده په هغې خو ډیر ښه پوهیږې، ایا تا زما په ملاتړ کې څه کمې ولید؟ موږ خو تر خپلو وینو هم در تیر و، ایا زما د وینې رنګ دې خوښ نه شو؟ او که زما د مینې خوند درته پیکه ښکاره شو؟ هغه د ګلالي ماشوم په ګولیو سورۍ سینه دې مخ ته ونه دریده؟ که هغه غوڅې شوې ګوتې درته ټوکې ښکاره شوې؟ مشره ملي وحدت او ملي ګټې ساتل پر موږ ټولو فرض دي، خود ملي ګټو په څادر کې د خاینونو پوښل بیا ستره بزدلي او د ملت د ارادې تر پښو کول دي.
مشره! بیا وایم، چې زه ډاډه یم چې زما دا ټولې اندیښنې او شکونه ناسم دي، موږ د وروستي ځل لپاره هم په خپله ټاکنه کې غلطیدای نه شو، موږ ملت ډیر زوریدلي یو، موږ ته ژر ګیله راځي او ژر تیر وځو، خلک راته په لارو او کو څو کې پیغورونه راکوي، موږ د ویلو هیڅ هم نه لرو.
مشره بیا هم درته وایم، چې موږ ستا د خبرو معتادین یو، زموږ هډوکي درد کوي، خوبونه او فکرونه مو خراب شوي، مشره هیله کوم چې موږ ته دحالاتو تشریح وکړې، موږ ته د رقیب د پیغور ځواب پیدا کړې.
په درنښت
حسیب شینواری