
د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ګڼو نوماندانو له جملې څخه ډاکټر عبدلله عبدلله هغه څوګ وو چې د ټاکنو په لمړۍ پړاو کې يي د نورو نوماندانو په پرتله ډیرې رایی په لاس راوړې.
د ټاکنو دوهم پړاو ته لاړو او له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره يي سیالي وکړه، مګر په نتیجه کې يي ټاکنې په حقیقی ډول بغیر د تورو رایو چې دوي ځان لپاره يوه پلمه جوړه کړي وبایللې ۰
مخکې له د چې هغو ټکو ته راشم چې زه پرې ننۍ لیکنه لیکم - غواړم څو نور لاملونه تاسو سره شریک کړم چې د ډاکټر عبدلله عبدلله د ماتې سبب ګرځیدلی-
ډاکټر عبدلله عبدلله ۵ کاله په تیرو ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر معنوي سره څنګ په څنګ د تورو رایو په لاس ته راوړلو ډیر کار کړی و، ده د ولس په پرتله پر تورو رایو باور ډیر وو، چې ښکاره مثال یی د برښنايي پيژندپاڼې د ویش لپاره خنډونه جوړول او ځنډ وو-
ډاکټر عبدلله عبدلله په تاجک میشتو سیمو کې پر تورو رایو دومره باوري وو چې د پښتنو سیمې چې د هیواد اکثریت جوړوي هیرې کړي وې او نه يي هم د نفوس او جغرافيې په تړ مالومات لرل-
او د کمپاين په شروع کې يي پر داسې خلکو لاس کیښود چې دوی په ټولنه کې ډیر بې وزنه پاتې شوی وو،ډاکټر عبدلله عبدلله لپاره يي د پښتنو له سیمو رایی راټولې نشوې کړلی -دا د ډاکټر عبدلله عبدلله د ماتې له ډیرو لاملونو ۲ لاملونه وو۰
راځم مهمې نقطې ته چې د امریکا غوښتنه وه او امریکا پر خپلو غوښتنو کې بریالي شوه-
ډاکټر عبدلله عبدلله او د ده نیږدې کړۍ د ایران او روسې پراخ ملاتړ لري، او ډاکټر عبدلله بریالیتوب د ځان بریالیتوب او د امریکا ماتي بولي - نو امریکا هم چې په افغانستان کې شتون لري او د اوږد مهال لپاره ماموریت تمه لري په لوي لاس افغانستان ایران او روسي ته نه سپاري -او نه دا د امریکا له تګ لارو څخه راځي-
ځکه امریکا کوښښ کوي چې په نورو هیوادونو کې هم چیرته چې روس پلوي حکومتونه دي او روسیه ورسره ښې اړیکې لري له منځه يو سي-
د ډاکټر عبدلله عبدلله ماتي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي بریالیتوب د امریکا غوښتنه وه چې پرځای شوه-
د سږکال ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې امریکا نیغ پر نیغه لاسوهنه نه کوله تر څو مونږدا غوښتنه ترې ونه کړله -ولې دوي پوهیدل چې بریالیتوب زمونږ دی ، دوي ډاکټر عبدلله عبدلله او دې ده نیږدې کړۍ ښه پیژندله - دوي پوهیدل چې روسانو په افغانستان کې په داسې چا لاس اېښی څوګ چې په افغانستان کې په څو لسیزو جنګ جګړو کې ښکیل او د ولس په منځ کې هیڅ باور نه لري ۰
که چیرته په ټوله نړۍ کې اوسنیو حلاتو ته ژور فکر وکړو - موږ به يو داسې انځور په لاس راوړو چې هلته به ښکاري چې امریکا له روس پر کړکیچونو ډیره مصروفه ده او د هواري لارې چارې يي غواړي -او په هیڅ ډول د اوس لپاره تیاره نه ده چې نوي کړکیچونو او ټکرونو سره مخامخ شي!
نو د ډاکټر عبدلله عبدلله موازی حکومت علان او د افغانستان په ځینو ولایتونه چې له روس پالو هیوادونو سره پوله لري حکومتي ګډوډي د امریکا لپاره یوه بله سرخوږي او روسانو سره ټکر وو-چې له د ټکر څخه يي ځان د ملي وحدت حکومت په نوم خلاص کړ ،.
پاتې شوه د ټولو رايو بیا شمېرنه د ډاکټر عبدلله عبدلله لپاره ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د بریالیتوب مبارکۍ یوه وسیله ده-
هو ملي وحدت حکومت له ائتلافي حکومت سره توپیر لري - په ائتلافي حکومت کې شرطونه موجود او هر څوګ تر خپل سرحده پوري ځي -خو د ملي وحدت حکومت کې ولسمشر په خپله اداره کې ټولو میشتو قومونو ته ځای ورکوي --
دا چې د افغانستان ملي وحدت حکومت به کوم ډول وي دا به وخت ښکاره کړي-
خو مهمه خبره دا ده چې دیموکراتیکو هلو ځلو ځای نیولی -او افغانانو یوه دیموکراتیکه پروژه پر مخ بیولي -د افغانانو پر رایه ولسمشر ارګ ته ځي -دا چې پر موږ کې د پردیو لاسوهنه موجوده ده او موږ د ماتي په صورت کي دیموکراسی نه شو زغملی -دې تدریس ته لا وخت پاتې دی -په افغانستان کې دیموکراسی لا په ښوونځۍ کې ده - او افغانان به تر هغه د پردیو غوښتنې مني تر څو وګړواکي تر پوهنتونه وراسوي ۰
پای
پاچاخوستی
په اوکراین ادېسه ښار کې په اقتصادي او سیاسی علومو د مشټري دورې زده کړه پال