
د افغانستان ټول اوسیدونکی بلا استثنا که هغوی د ولسمشری یو او یا بل کاندید ته رایه ورکړی اویا نظر په مختلفو دلایلو یی ونشو کړای چی خپله رایه استعمال کړی او یا له هیواده بهر میشت دی د افغانستان د ولسمشر له داوړو کاندیدانو نه چی یو به یی لومړی مقام وګټی او بل به یی دوهم مقام ته ورسیږی ، په بی صبری او جدیت سره غوښتنه کوی ترڅو د خپلو شخصی او یا ګروپی غوښتنو نه تیر شی او د هغوی پر ځای د ټول ملت او هیواد په سطحه فکر وکړی او د ولس د غوښتنولپاره په ګډه کار وکړی او نړیوالو ته ثابته کړی چی زمونږ داوړه مشران واقعا سیاسی درایت لری او د هیواد د پرمختګ او جنګونو د ختمولو لپاره کار کولی شی . د هغه مشهور متل په استناد چی وایی: « که ته وایی چی زه یم او زه وایم چی زه یم نه به ته یی نه به زه یم. او که زه وایم چی ته یی او ته وایی چی ته یی ، هم به زه یم هم به ته یی».
ممکن د افغانستان په دوهم دور انتخاباتو کی درغلی شوی وی ځکه چی دواړو خواوو ته د دی عمل د اجراکولو زمینه مساعده وه ، له بلی خوا هغه لازم شرایط د عمومی انتخاباتو لپاره لا ندی برابر شوی چی زمونږ هیواد وال په آزادانه او مصوونه فضا کی د خپلی خوښی کاندید ته یی رایه ورکړی وای.
تر ډیره زمونږ د هیواد د مرکزی اوشمال ولایتونو امنیت تامین او هیوادوالو په آرامه فضا کی له کورونو راووتل او د انتخاباتو تر مرکزونو لاړل او له خپل قانونی حق نه یی ګټه واخیستله.
اما په جنوبی او جنوب ختیزو او جنوب لویدیزو ولایتونو کی د طالبانو او د پاکستان د فوج له خوا د توغندیو د فیر له امله او یا د ایران د سپه د پټو پولیسو د مداخلی او تبلیغ له امله لازمه فضا نه وه مساعده اوطالبانو خلکوته اخطارونه ورکول چی په انتخاباتو کی برخه وانخلی. خو د خلکو د سیاسی ارادی مخه هیچا ونشوه نیولی او د خپل سر په بیه دوی راغلل او په انتخاباتو کی یی ګډون و کړ. زمونږ د هیواد امنیتی ارګانونو په ډیره میړانی سره د انتخاباتو د مرکزونو او رایی ورکوونکو ساتنه وکړه او پدی لار کی یی قربانی ورکړی. رایی ورکونکی په مرګ تهدید شول ، ووژل شول او یایی ګوتی پری شوی. پاته د نه وی په اکثرو سیمو کی چی د طالبانو تر تسلط لاندی وی په غیر مستقیم ډول سره خلک د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په ګټه رایی ورکولو ته تشویق شول ترڅو د داکتر عبدالله د ټیم د بریالی کیدو چانس کم کړی. چی داکار د ښاغلی عبدالله د ټیم د تعجب سبب شوی او اوس د درغلی نوم ورباندی ږدی. دا به عادلانه نه وی چی په خپلو هیواد والو تور ولګول شی او هغوی ته درغلګر وویل شی او یا د حیواناتو نومونه پری کیښودل شی او د افغانانو د اکثریت قاطع ولس یو مشر ته توهین وشی چی ګواکی دوی د سیاسی مشرتابه لیاقت او توان نه لری او کله چی نتیجه اعلانیږی ، له عصبیت نه کار اخلی او موازی حکومت اعلانوی اوخبره تر دی ځایه رسیږی چی زمونږ نړیوال ملګری د افغانستان له دواړو خواو نه د زغم او قانون ته د احترام غوښتنه کوی او یا خپل د باندینیو چارو وزیر د منځګړیتوب لپاره افغانستان ته را استوی. هغوی ته عذر او زاری کوی چی په راتلونکی حکومت کی غوښنه برخه ورکړی.
که د دوی مقصد له څوکیو نه وو نو بیا انتخاباتو ته ضرورت نه وو او په خپلو کی به سره توافق ته رسیدلی وو او یو مکانیزم به یی د څوکیو د ویش په باب جوړ کړی وو نن به نړیوالو پر مونږ نه خندل او زمونږ هیواد وال به له دومره لوی سیاسی او اقتصادی کړکیچ سره نه مخامخ کیدل.
په هر حال اوس هم ناوخته نه ده ښه به داوی چی زمونږ مشران د بیځایه تورونو د لګولو پرځای سره کښینی او یوه توافق ته سره ورسیږی اوهر څومره ژر چی کیدای شی ، سیاسی بحران او کړکیچ ته د پای ټکی کیږدی او په صادقانه او رښتینی ډول سره ولس ته د انتخاباتو په جریان کی د ورکړل شویو وعدو پوره کولو لپاره ملا وتړی نو بیا به دوی د تاریخ له محکومیت نه خلاص او سرلوړی به وی.
د هیواد ورانول آسانه کار دی خو آبادول یی انسانی او اقتصادی توان ته ضرورت لری. تر ټولو مهمه یو قوی او پوه زعامت او ټیم ته ضرورت دی . هغوی ته چی په تیرو دیارلسو کلونو کی خپل ضعف اوبی کفایتی ښودلی بیا د شرکت زمینه مساعده نه شی. له ځوانو کدرونو او له هغوی نه چی پوه تجربه او وړتیا لری په اعظمی توان سره کار واخیستل شی. د سولی او امنیت د ټیګښت لپاره لازم اقدامات په نظر کی ونیول شی ترڅو د باندینیو دښمنانو مخه ونیول شی. له پاکستان او ایران نه د مهاجرو او کډوالو دبیرته راستنیدلو لپاره زمینه مساعده اود هیواد په مختلفو سیمو کی میشت شی او ټول افغانان په ګډه د خپل هیواد په آبادی او پر مختګ کی سیالی او رقابت وکړی. زما په نظر په لومړی قدم کی میډیا او تبلیغات کنترول او د نا باوری او یوبل باندی د تورونو د لګیدو پر ځای د دوستی ، وروری او همکاری فضا باید رامنځ ته کړی .